عبدالرزاق حکمت
[21.Dec.2024 - 13:51]عبدالرازاق حکمت مرحوم
لیک سلیم بنگښ
ما ته حامد قريشي صيب راغلو او د حکمت صيب نثري مضامين او څۀ منظوم کلام راکړو چې دا هغه مضامين او کلام دے کوم چې چاپ شوے نۀ دے او څۀ کلام او مضامين مې رسالو نه راواخستو پۀ دي بۀ لږ نظر هم اچوې او ورباندې ليک بۀ هم کوې . ما چې کله هم د علاقې پۀ ادب ليک کړے دې نو ما حکمت صيب ضرور ياد کړے دے او ما هم پۀ ځنې کتابونو کښې د حکمت صيب حوالې لوستي دي . نو چې کله ما ته د دوئې دغه مضامين ملاؤ شو نو زۀ ډېر خوشال شوم چې دومره لرې پۀ يوۀ واړۀ غوندې کلي کښې يو کس د نري رنځ بېمار دومره تعليم حاصلوي او بيا پۀ پښتو ادب کار کوي او بيا داسې کار چې سړے ورباندې فخر کولې شي . دا د دغو لېکوالو برکت دے چې پښتو ادب برمختګ کړے دے . دوئې چې کوم بنيادونه اېخي دي تر اوسه پورې پۀ هم هغو بنيادونو باندې مونږ روان يو او مونږ هم د دغو مشرانو لېکونه اړو راړو . بيا چې پۀ هغي دور کښې کوم کار رسالو او اخبارونو کړے دے د نن پۀ ترقي يافته دور کښې هم نۀ کېږي . غنچه ، رهبر ، جمهور ، شهباز ، او نورو رسالو او اخبارونو کړے دے نن ئې نۀ شي کولې دغو رسالو د پښتون قوم وکالت کړے دے . نن پورې دوئې هغه لېکونه ساتلي دي .
عبدالرازاق حکمت پۀ 1917 کښې د نرياب غوندې پۀ واړۀ کلي کښې د قرېشيانو پۀ يوې لوئې کورېنۍ کښې پېدا شوے و . د پلار نوم ئې شعېب الله خان و . شعب الله خان صيب پۀ فوځ کښې پاتې شوې و . شايد چې دا وجه وه چې هغوئې د تعليم پۀ قدر پوهه و ځکه خو حکمت صيب پۀ هغي وخت کښې چې پۀ نرياب کښې بۀ سکول هم نۀ و دوئې بي اے پورې تعليم پۀ ډېرې غرېبۍ کښې حاصل کړے دے . حکمت صيب د لوړې پائې اديب ، شاعر ، صحافي ، نثر نګار ، افسانه نګار ، کالم نګار ، نقاد ، بهترين مقرر او د اوچتې پائې سياسي کارکن و . تعلق ئې عوامي ليګ سره و . پۀ لسم جون 1949 کښې ئې د عوامي ليګ پۀ جلسه کښې پۀ بنو کښې تقرير کړے و . چې د هغي تقرير پۀ وجه ګرفتار کړے شو . د ډي آئي خان او د اېبټ آپآد پۀ جېل کښې 19 مئ 1950 پورې نظر بند پاتې شوې و . د نظر بندې پۀ دوران کښې دوئې ته نرې رنځ ولګېدو او داسې ورته ولګېدو چې بيا ورنه اوچت نۀ شو او پۀ 22 مارچ 1961 کښې ئې د کوهاټ پۀ سول هسپتال کښې ساه ورکړه . د ګل ( ګل د حکمت صيب شعري مجموعه ده د ګل د چاپ کولو ټول کار اېم اعظم خان اعظم صيب ته سپارلې شوې و چې دوئې دغه کار پۀ ملاستي پۀ ډډر سيني توريم کښې سر ته رسولې دے ) پۀ يوۀ ليک( يو نظر دېخوا ) کښې اېم اعظم خان اعظم د کوړوي پۀ دېرشم اګست 1960 کښې وائي ( چې تر نن ورځې پورې ئې د پښو اړخ ته د ټي بي پۀ کټ زۀ هم پروت يم زۀ پۀ خپل قليل ژوندون کښې د حکمت صيب ښکلي سيرت ، صورت ، اؤ شخصيت نه ، شرين ګفتاري ، دروند خوئې او پر وقار روڼ تندي نه ډېر متاثر شوې يم ) دوئې د ګل پۀ دېباچه خپل حال کښې وائي چې زۀ پۀ 10 مئ 1951 کښې ډډر کښې داخل شوې يم او بيا پۀ 14 جولائي 1959 کښې د والد صيب پۀ بلنه کور ته لاړ يم . پۀ ډډر کښې اتۀ کاله دوه مياشتې او څلور ورځې پاتې شوې يم دلته ما باندې چې بېمارئ کومې شندې کړي دي هغه خدائې ته او د ډډر خلقو ته معلومې دي . څلور مياشتې خو پښې پورته او سر ښکته پۀ کټ پروت وم اؤ پۀ مياشتو مې وينه تويه کړي وه . د الله پاک ډېر احسان دے چې زۀ وار خطا شوې نۀ يم او ما دا ټول تکليفات پۀ خندا تېر کړي دي . ورسره ورسره مې د شعر او ادب خدمت کړے دے او دغسې مې ډډر هسپتال کښې نور اصلاحي کارونه هم سر ته رسولي دي . د پاک پروردګار جل شانهُ د فضل کرم پس زما د همت بل سبب د خان بهادر ډاکټر سعيد احمد خان صيب مريض نواز ، علم دوست ، مردم شناس ، شريف او لوړ شخصيت او د دوئې د لاسه پۀ ډډر کښې رائج کړے نظام دے چرته چې مريض ډېر ارام او عزت مومي . دلته مريض پۀ مودو پروت وي ولې پۀ نيازبېنۍ او خدمت کښې ئې فرق نۀ راځي پۀ داسې فضا کښې زړۀ ، دماغ ته قلاري او روح ته خوشالي حاصېلېږي نو ځکه اطمينان سره غور او فکر اوکړې شي . دا ليک دوئې پۀ يکم ستمبر 1960 کښې کړے دے . کېدې شي چې دغه کتاب ګل د حکمت صيب مرګ نه پس چاپ شوے وي ولې چې هغوئې صابر صيب ته پۀ خط کښې وائي کوم ئې چې مرګ نه لږ وړاندې لېکلې دے چې صابر صيب زما کتاب خو بۀ چاپ شوے وي .
دوئے ته چې کله دغه رنځ ولګېدو نو غرېبۍ دلاسه ئې علاج نۀ شو کېدې نو دوئې دپاره بيا يوه مشاعره ايوب صابر پۀ کوهاټ کښې جوړا کړي وه چې پۀ هغې مشاعرې کښې دوئې دپاره امدادي فنډ راغونډ کړے شوې و .
اووۀ ورځنۍ غونچې ( د عبدالرازاق حکمت پۀ حقله ) پۀ اتم نومبر 1960کښې يو مضمون چاپ کړے و چې پۀ هغي مضمون کښې د حکمت صيب د علاج دپاره د چندې دپاره خواست شوې و . پۀ دي کښې صابر صيب نه علاوه اجمل خټک ، قلندر مومند ، او ولي محمد طوفان هم شامل و . د حکمت امدادي فنډ پۀ نوم ئې د حکمت دپاره چنده غوښتي وه .
غونچې پۀ همدغې ورځې د حکمت صيب يو خط هم پۀ مشاعرې کښې د ګډون کوؤنکو پۀ نوم چاپ کړے دے . کومه چې د دوئې د امدادي فنډ دپاره پۀ کوهاټ کښې جوړه شوي وه . خط کښې لېکي چې لکه څنګه اسلام او خدائې پېژنم همدغسې ځان هم پېژنم زما علمي درجه ټولو نه ښکته ده . خو زۀ تا سو نه لږ بدل يم يو خو زما قسمت څۀ بل شان دے بل زۀ پۀ داسې رنځ 1949 نه بېمار پروت يم چې دا مرض يا خو د سړي جنازه پورته کوي او يائې د صحت جنازه پورته کوي . ما صحت بائلودو خو انسانيت مې ځان پورې کلک نېولې دے . که جسم مې پۀ کټ پروت و خو روح مې د سيالني مرغۀ پۀ شان د شعر وادب د باغ سېلونه کول . او بيا ئې د ټولو شکريه ادا کوي
عبدارازاق حکمت عنوان لاندې يو مضمون غنچې 15 نومبر 1960 پۀ ګڼه کښې چاپ کړے دې دا مضمون د هغې مشاعرې پۀ حوالې سره دے چې کومه مشاعره پۀ کوهاټ کښې د حکمت صيب امدادي فنډ دپاره شوي وه . لېکي چې دغې مشاعرې حکمت صيب د ټول عمر دپاره ژوندې کړو شاعرانو دا ثابته کړه چې پۀ دوئې که د سرکاري يا د غېر سرکاري تقاريبو ښکلا زياتېږي . نو هغوئې د خپل يوۀ غم زپلي ورور دپاره هم هر څه کولې شي . د ټولې دنيا لېکونکي وروڼه دي . زمونږ زنانه هم افلاتون ، ارسطو ، سعدي ، رومي ، غالب رحمان يادوي . هغه کسان د ستائيلو وړ دي څوک چې ډېر لرې نه د حکمت دي جلسې ته راغلي دي . کوم چې د ټول ملک يو لېدلې او پېژندلې اديب شاعر صحافي او د قام خادم دے چا چې د اذادۍ اوبۀ خور پۀ خپلو وينو وکړو او نن وينې غورځوي چا چې علم ادب صحافت او سياست ته ژوند وراوبخښلو کوششونه ئې وکړو او پۀ خپله نن ژوند او مرګ کښې مبتلا دے . چا چې د ملک د ازادۍ پۀ خاطر د لسو کالو دپاره د بندېخانې تنګه او توره کوټنۍ قبوله کړه . او پۀ نتيجه کښې ئې نرې رنځ وګټلو چا چې د ډېر تعليم باوجود د انګريز نوکري قبوله نۀ کړه د قام خدمت ته ئې ملا وتړله . هغه بېمار دے خو نظريات ئې ډېر مضبوط دي . لېدونکي سترګې لري شاعر وطن سره داسې مينه لري لکه چې ګل سره ئې خوشبو لري .
حکمت صيب پۀ هرې موضوع لېکل کړي دي لکه قانون او انصاف پۀ مضمون کښې لېکي چې نن د قانون دومره کتابونه چاته انصاف نۀ شي ورکولې خو صحاباؤ سره يو کتاپ قران و او هغوئې دنيا ته مثالي انصاف ورکړے دے هغه ځکه چې پۀ هغو کسا نو کښې تقوى وه نن هم د تقوى ضرورت دے وائي چې اېراني ، دساتير ، هندي ، شاستر ، يوناني او رومن وغېره قوانين قران نه مخکښې هم موجود و خو هغوئې خلقو ته انصاف نۀ دے ورکړے . فرانسيسي محقق د ( تواريخ ترکي ) پۀ اتم جلد کښې لېکي چې د محمد صلى الله علېه وسلم غوندې کار د انسان صلاحيت نه بهر دے ولې چې دوئې پۀ يوځان دا کار سر ته رسولې دے د دوئې ملګرې يو بيابان و او يو څو نيم وحشي ملګري . دوئې پۀ لږخت کښې اېران ، ترکستان ، چين ، مغربي هند ، عراق ، مصر ، حبش ، شمالي افريقه ، د بحيره روم ډېرې جزېرې ،هسپانيه او د فرانس يوه حصه ګال ئې د توحيد پۀ رڼا منور کړل . د افسانوي ديومالا پۀ تيارو د وحدت الهي اعلان بذات خود يوه داسې خوبي وه چې د حضور خولې نه وتو سره پۀ زاړو بتانو کښې اور ولګېدو . او نن د قانون کتابونه ډېر شو خو نن بازارونه کچهريانې او نورې ټولې ادارې د لاقانونيت مرکزونه جوړ دي . چرته چې ګورې ظلم دے ، جور دے ، استبداد دے ، غل بازاري ده ، رشوت دے او فحاشي ده . يعنى د انسانيت د تباه کولو ټول اسباب موجود دي بلکې ورځ پۀ ورځې زياتېږي ، ګنې علما شته پادريان پنډتان او د هر قوم واعظان شته خو د شېطان پۀ کارونو کښې فرق نۀ راځي . لټون پۀ کار دے . ولې چې د انصاف او قانون د قيام اول بنياد کوږ دے . دغه مضمون پۀ دوران پېښور 23نه 26 مخونو کښې چاپ پروت دے
د لېکوال فرائض عنوان لاندې مضمون ئې پۀ رهبر کښې شائعه شوې دے داسې ښکاري چې دا سلسله روانه وه يعنې لېکوال ته څنګه ليک پۀ کار دے پۀ رسالو کښې بۀ داسې مضامين چاپ کېدل دوئې وائي چې هر لېکوال ته پکار دي چې د خپل وخت ترجمان د وي خو چې پۀ فن هم پورا وي ليک رياضت غولړي که بيا پۀ يوۀ لېکوال کښې د اديب د جوړېدو ذوق نۀ وي نو هغه د ځان وژغوري .
د ژبې ترقۍ پۀ مضمون کښې لېکلي د چې د ژبې ابتدا نظم نه کېږي . خو نظم او نثر د ژبې پۀ مخ دوې سترګې دي ، دا هغه دور دے چې نظم ته توجۀ زياته ده . د ځنې شاعران پۀ غلا پرادي کلامونه وائي . ژبه هله ترقي کوي چې د ادب بنياد ئې مضبوط وي . تنقيد ضروري دے خو چې تنقيد بې لحاظه وي . ترجمې ډېرې ضروري دي د پښتو د تخليقاتو ترجمعه پۀ نورو ژبو کښې پکار ده او د نورو ژبو ترجمې پۀ پښتو کښې پکار دي . رسم الخط يو پکار دے دريم لغت ضروري دے لغت سره د متلونو راغونډول ضروري دي پۀ ګرائمر هم کار پکار دے دا کارونه پښتو اکېډمۍ کولې شي .
عشق د رحمان بابا پۀ نظر کښې دغه مضمون پۀ ډاډر سينوټوريم کښې لېکلې دے دوئې د رحمان بابا د عشقيه شاعرۍ تقابلي جائزه د نورو ژبو شاعرانو سره اخستي ده چې ډېر يو والې پۀ کښې دے دوئې وائې چې ما سره پۀ ډډر سينوټوريم کښې کتابونه نيشته ګنې ما بۀ ډېر ښۀ ليک کړې وې . ژبه ئې يوسفزۍ استمال کړي ده يو متل ئې لېکلې دے هغه هم د يوسفزۍ دسيمې پۀ لهجې کښې ئې لېکلې دے . ولې ټل خوا او شا دا متل پۀ بل رنګ دې چې د کور لور خور کړپېزنه وي . دوئې ليک پۀ يوسفزي طرز کښې کړے دے .
احمد شاه ابدالي باندې ئې ښۀ مضمون لېکلې دے چې دوئې پۀ پښتنو د اېران تسلط ختم کړو افغانستان ئې جوړ کړو حکمت صيب آبدالي بابا ته بابا جي وائي دا مضمون ئې د جمهور پېښور دپاره لېکلې و دا مضمون ئې هم پۀ ډډر کښې لېکلې و
اشرف خان هجري د شعر ژبه عنوان لاندې ئې د اشرف خان هجري پۀ شاعرۍ بحث کړے دے چې دوئې نۀ يواځې د پلار مېراث مخ پۀ وړاندې بېولې دے بلکې پۀ ژبۀ کښې ډېر زيات لغتونه د سوئيلي سيمې دي چې د هغو تورو تشرېحات همېش خليل صيب او کامل صيب غلط کړي دي . دوئې د ځنې تورو معنې کړي دي . دوئې وائې چې خوشال دا توري کوهاټ يا کربوغې نه راوړي دي کوم چې د دوئې پۀ کورېنۍ کښې موجود و او وئيل کېدو بۀ . دوئې وائي چې رحمان بابا هم پۀ کوهاټ کښې وخت تېر کړے دے خو د هغوئې لهجه خالصه يوسفزۍ ده .
د تنقيد فن ئې يو بل ډېر ښکلې مضمون دے ليکي چې تنقيد د بازاري او د معياري ادب تر مېنځه پېمانه ده . وائي چې نقاد هغه څوک کېدې شي چې د علم او د ادب هر اړخ نه خبر وي خو سرسري د نۀ وي خبر عالمانه د خبر وي . نقاد بۀ غلطۍ سره اصلاح هم کوي ګنې بيا بۀ د اصلاح پۀ ځائې تخريب پېدا کوي . دوئې دا هم وائي چې نقاد د اسلامي رنګ هم ولري ګنې بيا بۀ ټوکې کوي ټوکمار بۀ وي .
افسانه نګاري ئې هم يو مضمون دے چې د افسانې پۀ فن ئې خبرې کړي دي او مونږ اوس هم ، هم هغه خبرې کوؤ کومې چې حکمت صيب کړي وې خو دوئې دومره وائي چې محبت پۀ افسانې کښې ضرورې دے .
انساني معشيت او اسلام مضمون کښې لېکي چې انسان د اسلام پۀ نظر کښې يو وحدت دے . اسلام د انسان تربيت روحاني فکري او معاشي انداز کښې کوي مخکښې علماؤ پۀ روحاني او فکري تربيت زور اچولو خو شاولي الله روحاني او فکري تربيت سره پۀ اول ځل معشيت هم شامل کړو . دوئې لېکي چې سرمايه دارانه نظام او اشتراکي نظام مسلې زياتې کړے . د هغوئې کار صرف خېټې تر حده دے . اسلام پۀ صدقاتو زور اچوي . دي سره خو مال کمېږي خو معاشره او قوم ورباندې ابادېږي . سود سره ظاهًرا مال زياتېږي خو معاشره او قوم پرې خوارېږي پۀ فلسفيانه انداز کښې ئې ورباندې بحث کړے دے نورې ډېر اهمې خبرې ئې کړي دي چې د لوستو او د عمل ضرورت لري .
د تعليم ذر يعه خپله ژبه پۀ دي مضمون کښې وائي چې نن پۀ کرسو چې کوم کسان ناست دي . د دوئې مشرانو د اذادۍ مخالفت کړے و او اوس دوئې د دغي قوم مخالفت کوي . د لارډ مېکالې تعليمي پالېسي غلطه ده . خو هغه کامياب شو د هغوئې خواهش و چې هندوستان مشرقي تهذيب پرېږدي او پۀ مغربي رنګ کښې رنګ شي نن پښتانۀ درې کروړه دي ولې دغه پالېسي زمونږ اېمان پښتو او د ديانت روح ختموي .
شاعر او نفسيات مضمون ئے ډېر فلسفيانه مضمون دے وائي چې سائينس هم دا خبره ثابته کړي ده چې انساني ذهن ځنې بېماريانې د مازغو پۀ خاص حصې کښې پېدا کېږي دوئې زياتوي چې علامه ابو تمام وائي چې يو هغه وخت وي چې انسان اودۀ وي بل هغه وخت وي چې انسان ويښ وي يو وخت دريم هم دے چې انسان ځان ته کېني بېدار وي خو چاپېر چل نه ځان خلاص کړي سوچونو او فکرونو کښې ډوب وي پۀ دغي وخت کښې بيا شاعري کوي دا مضمون ئې 5 جولائي 1957 پۀ جمهوريت کښې چاپ دے
بنيادي جمهوريت او د قوم اصلا ح پۀ مضمون کښې د ايوب شورو کړې شوي بنيادي جمهوريت ښۀ ګڼي چې د کلي پۀ سطحه د اصلاح کار کوي دي سره بۀ جنګ جګهړې چې پۀ نۀ خبره کېږي ختمېږي . بله دا چې جمهوريت ابتدا نه پکار دے . د کلي ممبران بۀ د کلي ښۀ خلق وي او دوئې بۀ د کلي معملاتو نه خبر هم وي . دا مضمون پۀ جمهور اسلام يکم دسمبر 1960 کښې چاپ شوے دے .
څۀ کول پکار دي پۀ دي مضمون کښې وائي چې د پښتو مستقبل روښانې دے پښتو مخکښې روانه ده . د ازادۍ دپاره اول هلې ځلې شاعر شورو کړي دي . بيا سياست دان ويخ شوے دے . دوئې د ملا سرور کوهاټي د نظمونو ذکر کوي چې کله پۀ اول جنګ عظيم کښې پېرنګيانو پۀ ترکي حمله وکړه نو ملا سرور کوهاټي ډېر ښۀ نظمونه ولېکلو چې پۀ هغو نظمونو هغه مفرور شو او درې ته لاړو حکمت صيب د خپل کتاب ګل تړون د دوئې پۀ نوم کړے دې . دوئي پۀ دي مضمون کښې مخکښې وائي چې پښتو کښې د فن پۀ حوالې سره کمې شته . يو ليک دود پکار دے . هر څوک د خپل کور ژبه لېکي دا خبرې وړې نۀ دي دي سره ژبې ته نقصان رسي پکار ده چې پوهان دا نقائص لري کړي
بانګ حرم ( سر مقاله )6 اکتو بر 1960 کښې هم د عبدارازاق حکمت عنوان لاندې ليک کړے دے دوئې پۀ دي مضمون کښې لېکلي چې دا هغه شاعر دے چا چې د چا قصېدے نۀ دي وئيلي ځکه پۀ ډډر کښې پروت دے او د علاج درک ئې نۀ لګي .
رهبر پۀ 31 مارچ 1961 د دوئې مرګ نه نهه ورځې پس د دوئې يو خط شايعه کړے دے کوم چې دوئې ايوب صابر ته لېکلې دے . دا خط بۀ دوئې خپل مرګ نه څو ورځې اګاهو لېکلې وي او بيا ئې پوسټ کړے دے .حکمت صيب وائي چې دا خط زۀ داسې ځائې نه ليکم چې دلته د يو خدائې بادشاهي ده دلته نۀ جيلونه شته او نۀ قيوم خاني ( دوئې د قيوم خان پۀ وخت کښې جېل ته لاړ و ) دلته سياست هم نيشته او نۀ نرې رنځ ما درته وئيلي و چې نرې رنځ مې قبول دے خو مرګ نۀ قبلوم خو مرګ خو زۀ ډېرو مسلو نه خلاص کړم ديارلس کاله دي ظالم نري رنځ کړاولې يم . دلته نه مې که خدائې اوباسي هم زۀ واپس نۀ ځم ،اوس مې واپس تلو ته زړۀ نۀ کېږي . ما دلته خوشال رحمان ثمين جان ماسټر عبدالکريم او نور مشران او د قلم قبېلې ملګري ولېدل ما سره د تا واړه لور هم ملاؤ شوه د تا تپوس ئې رانه وکړو چې کاکا پلار مې هم ډېر غريب و چې زۀ مړه وم نو د کفن پېسې ورسره نۀ وې هغه بۀ د هم راوستې و . دا خط دومره درد ناک او منفرد خط دے چې سړے پۀ کښې څه نۀ شي وئيلې .
د ماسټر عبدالکريم پۀ مرګ ئې ډډر نه طوفان صيب ته خط لېکلې دې ورته دعا ئې کړي ده دا خط 22-1-1961 کښې چاپ دے
د مديرانو پۀ نوم خط کښې ئې ليکي چې د رهبر ګرانه چلوونکيه سلام بيا وائي چې د ژبې نظم نثر څومره اهم دي بيا د پښتون قوم خبره کوي او دا هم وائي چې که د رسالو دا معيار وي نو ژبه بۀ ضرور ترقي کوي او زما ادبي خدمات درته حاضر دي
يو شعر
چې ګلزار پرې د پښتو تر او تازه وي
خدايه سترګې مې لۀ اوښکو وچې مه کړے
همېش خليل ته ئې دوه خطونه لېکلي دي او پۀ هغو خطونو کښې ئې پۀ املې او پۀ تورو بخث کړے دے دوئې د رېښتونې صيب حمايت کړے دے او بل خط يې د نزير پنجوخېل ته جواب وئيلې دې پۀ ډېرې مهذبې طرېقې ئې لېکل کړي دي جوابونه ئې وئيلي دي
غريبي توره بلا ده د دوئې يوه افسانه هم پۀ دغو ليکونو کښې موجوده ده زۀ د افسلنې پۀ فن خبرې نۀ کوم . خو دومره ضرور وايم چې دغه افسانه ، افسانې نه زياته د دوئې د ژوند قېصه ښکاري . دوئې پۀ کښې غربت ژړلې دے چې د دوئې پلار غواړي چې زوې مې سبق اوائي ګنې زوې ئې لسم نه پس نوکري کول غواړي . د دوئې د تعليم پۀ دوران کښې يې پلار بېمار شي دوئې لږې پېسې ملګرو نه راواخلي او وروئې لېږي يخنۍ موسم وي ورته نمونيا ولګي بيا ټائيفائډ شي بيا ورته ټې بي ولګي پلار ئې مړ شي مور ئې مړه شي يوه خور ئې وي هغه ئې دغو خبرو نه خبر کړي . چې کله کور ته راشي نو دروازۀ ئې بند وي خور ئې ترور کره لاړه وي ورور ته چابي راولېږي چې دروازۀ خلاصه کړي نو کټ پروت وي پۀ هغي کټ ځان واچوي چې خور ئې راشي نو دوئې سا ورکړي وي او پاس پۀ سينې ئې يو کاغذ پروت وي چې ورباندې لېکلي شوي وي چې غرېبۍ توره بلا ده .
اخر د رهبر پۀ ليت او لار کښې ر پۀ 31 مارچ 1961 د حکمت صيب پۀ کوهاټ کښې پۀ 22- 3- 1961 د مرګ خبر چاپ شي . پۀ ګور ئې نور شه .
د حکمت صيب ژبه ډېره صفا روانه او اسانه ده . سړې وائي چې زۀ حکمت صيب بار بار وايم
Abdul Razaq Hekmat
by : Salim Bangash
Published: 21.12.2024