رحمان بابا د جدید
[25.Jul.2025 - 08:55]د مۍ جون ٢٠٠١ د پښنو اکیډمۍ په ګڼه کښې د حسین امیر فرهاد یو مزاحيه مضمون چاپ شوې ؤ هغه مې تاسو ته دلته بیا ټايپ کړو..
(( فیروز خان اپریدی))
.....
رحمان بابا دجدید و شعر او په محفل کښې
لیک: حسین امیر فرهاد
د عصر حاضر د شعراؤ عظیمه مشاعره وه ګڼ شاعران ناست وو. ستیج سکتر بار بار ګهړۍ ته کتل - د بجلۍ د بلبونو په وجه شپه لکه د ورځې په شان سپینه رڼا وه. یو تن وویل یار دې رحمان بابا خو ډېر ناوخته کړو..
په دغه وخت رحمان بابا د شاعری پنډال ته را ننوتو . په ترخ کښې ئې خپل ديوان نیولے و . هم هغه څهره . هم هغه شکل و شباهت کوم چی د رحمان بابا په دیوان جوړ دے .ټول حاضرین د هغه په احترام کی پاسیدل . د جرگی صدر ووئیل چې
مشاعرې ته مو را تګ وکړو ستاسو مننه کوو. رحمان بابا و ویل چې زه ستاسو شکر گذار یم چی جنت ته مو بلنه را اولیږله .زما هم دیر خواهش و چې نوي شعرا ووينم او د هغو کلام و اورم رحمان بابا په خپل نشست کیناستو
یو شاعر وې دا ستاسی احسان دے چی تشریف مو راوړو کني مونږ د دې
قابل نه يو د جنت څه حال دے ؟ تاسو خو ويلي وو.
که دوزخ سره د يار په مينه درومي
دوزخ هم ورله جلوه که د جنت
رحمن بابا و ویا چې جنت ښه ځاے دے ستاسود تصور نه هم بلند - حقیقت دا دے چی هغلته مې تر ننه پوری یو شعر موزون کړے نه دے ۔ یو شاعر وویل چې ولی بابا هغلته خود شاعری جمله سامان موجود دے ۔ مثلاً حوری ، علمان شراب باغونه ، محلونه وغيره وغيره يعني ټول ماحول شاعرانه دے ۔ رحمان بابا وویل چې ستاسو خبره درسته ده ولی زما طبیعت دغه اړخ ته نه اول مائل و نه اوس. په زوړ کلام می کار روان دے خلق می قدر کوي - يو شاعر ترې نه پوښتنه
وکړه چی خوشحال بابا په څه حال دے؟ رحمان بابا وویل چې کوم حال یې دلته ؤ هم هغه حال یې په جنت كي هم دے ۔ خورو سره ښه مشغول دے ۔ یو بل شاعر ګهړۍ ته وکتل او وویل چې د مشاعرې
كاروايي شروع کول پکار دي . د ستیج سیکرټري غاړه تازه کړه او د مشاعرې کارواي یې شروع کړه.د مشاعري د صدارت د پاره یې د نون میم ناروا صاحب نوم تجویز کوم هیله لرم چې د چا اعتراض به نه وي. نورو شاعرانو يې تاييد وکړو. سټیج سیکټري وویل چې بهتره به دا وي چې د مشاعري ابتداء د رحمان بابا د كلام نه وکړو . رحمان بابا ته یې خواست وکړو چی سټیج ته تشریف راوړي او سامعينو ته خپل کلام واوروي.
رحمان بابا حاضرينو ته وکتل او ووئیل چې يو زوړ غزل پیش کوم - عرض د ے ۔
کر د کلو کړه چې سيمه دي گلزار شي۔
ازغي مه کره په پښو کښې به دې خار شي
به دی شعر پورې ګڼو شاعرانو وخندل - رحمان بابا ټولو شاعرانو ته په حيرانتيا وكتل - او ووئیل نه داد نه تحسين البته خندا ؟ حاتم جابر د لاندې اواز وکړو چېې مشره خفه نه شے خبره دا ده چې په بی معنې شعرونو د داد زمانه اوس تېره شوې ده اوس د شاعر د تخیل ژورتیا یعنی ډیپتھ ته کتلې شي .
معافي غواړم ستاسو دي شعر کښې ابهام دے ایطائے خفي و جلی هم شته - نوار گل ورغبرګه کړه چې دې شعر کښې ګیتا انجلي هم شته که د د ې شعر وړومبۍ مصرع زما د نظم خوندي دے نو څه گزاره به ني کړې وه. ریحان کشمانو پکښې لسمه ورکول ضروري وګڼل او ووئیل . ستاسو هغه شهره آفاق نظم چي تاسو ته پرې آدم جی پرائز در کرے شوے و
حاتم جابر وویل چې او جي هم
هغه نظم چې عنوان یې د مراة الدنيا دے - عرض دے ۔
کر دګلو كره
د سنبلو کړه
د بلبلو كره
د شوتلو کړه
د غندلو کړه
ګېر چاپېره به ګلزار شي
ډېر خوشحاله به دې یار شي
او د هغې پلار شي
هر یو کار به په ادهار شي
ستا چالو به کاروبار شي
ډېر ارزان به وی سی ار شي
بیا به ستاسو بېړه پار شي
رحمان بابا چې ووئیل چې دا خو ډېء ښایسته شعرونه دي ماشالله ماشالله
بل شاعر ووئیل چې بابا نن صبا ادب ډېره ترقي کړې ده - ستاسو د شعر بله مصرع دا رنگ پکار ده.
ازغي مه كره ظالمه
اے کم عقلہ اے نادانہ
اے احمقه ليونيه
هسې نه که یوه ورځ
ته په دغه لار روان شې
پښې ابله یا دربړ په چپل کښې
یا روان وي کشر ورورستا
یا مور او خور او ترورستا
نو ازغي به یې پښه کړي خوږه
خپله سوچ وكړه كم عقله
ازغي مه كره نادانه
رحمان بابا ووئیل چې ډېر ښه ...
دا خو داسې ښکاري لكه زما د كلام تفسير وي ما شاء الله زما خیال دے نږ زاړه شاعران تاسو ته لیوني ښكارو ؟
ناقرار روحاني صیب ووئیل
بي ادبي معاف مشره دلوني متعلق ما عرض کړے دے توجه غوارم
لیونے شوم لیونے شوم
دازه خنکہ لیونے شوم
دا زہ ولی لیونے شوم
په چا باندې لیونے شوم
ولې ولې لیونے شوم
زه په ژمي لیونے شوم
که په اوړی لیونے شوم
زما زړه کښي دي خيالونه
سرة لعلونه
لیونے یم لیونے یم
که په ما باندې پېريان دي
که جنون دے کہ اسیب دے
بي حيا صيب وي معاني غوارم دوئمه مصرع دا رنگ هم کېدلې شوه مثلاً
دا ازغي دي چاكرلي تاكرلي ماكرلي
راشه تود شه انغري کښی ده سپیاکه بھر ساړه دے
خان ګرم کړه اے کم عقله
د بي حيا صيب په نظم ټول حيران شول . حاتم صبب وی دا حقیقت دے چې بې حیا صیب ثاني نه لري.
دا نظم د دې ملینیم شهکار نظم دے قاتل جلال آبادی ووئیل چې
ما په دې نظم کښې د کشمیر د مظلومانو چغې ، د بوسنیا د مسلمانانو سلګۍ او د افغان د جنگیالو جذبه وليده سبحان الله. دالان ګل دالآن ووئیل چې ما پکښي د احمد اباد د زلزلي جټكې محسوس کړې . نون میم ناروا صيب بابا ته ووئیل چې بابا جي پلیز
بل شعر ووايه
رحمان بابا ووئیل
ستا په عشق کنی در وغجن یم سر تر سره
چې د غمه دې ژوندے کرځم دلبره
ناروا صبب وی چی هر چند چې په دې شعر کښې د سر ذکر شته ولې حقیقت دادے چی ددې شعر سر او پښې نشته - فرهاد مطلب یار ووې چې په دې موضوع زما هم یو نظم شته عرض کوم
یار به څه کړم چې اوړه دي ډیر گران شوي چرس پودر دي په وطن کښې ارزان شوي شاه جهان په مینه چوړ کړو تاج محل
نن دي جوړ کړي چی بورۍ ده
د سمټو په دو سو پینتالیس روپۍ
فرهاد مطلب یار ته په دی منفرد نظم ډېر داد ورکړې شو . هغه په فخر او طنزیه انداز کښې رحمان باباته وکتل چی ګني ته هم شاعري کوې. مونږ پسې نه شي ر رسیدلے
رحمان بابا سر ټیټ کړو. بې حیا صبب ووئیل . حقیقت دادے چې د ماحول عکاسي په فرهاد ختمه ده. حقیقت کښې د كلتور ترجمان دے .
رحمان بابا ووئیل دا کلتورڅه شے دے؟ صادق سیاه کار ووئیل مونږ هم سم خبر نه لرو خو داسې اورو چې دا د ابدالي بابا له اړخه راغلے دے ۔ بابا تاسو بل شعر ووایی -
بابا وي بس اوس به ستاسو شاعري اورم - ددی نه پسته غافل اګاهي ته بلنه وشوه هغه وي يو ازاد نظم ستاسو په خدمت کښی پیش کومه - ټولو شاعرانو وویل چې ارشاد . هغه ویل چې د نظم عنوان دے " بايسكل "
دا ژوندون هم څه ژوندون دے
د بجلی بل ته ولاړيم
زه په لائین کښی په گهنټو
نن آخري تاريخ دے که داخل نه شو دا بل نن
جرمانه ده بله میاشت کښي
سبكل بې تالې ولاړ دے
دا پردے دے بې زبانه
څوک یې بونه ځي جانانه
زړه مې ډېر دے پریشانه
كله ورشمه سیکل ته
كله راشمه کړکۍ ته
دا ژوندون هم څه ژوندون دے
غافل اگاهي صيب ته په خپل نظم ډېر داد ورکړې شو. نظم هم ډېر اعلی ؤ .
بیا د هغه نه پس دولت خان نادار صېب را و بللی شو. هغه ويل چې سندره واورئ ۔
د غوايي غاړه مې سره لکې یې سپینه که نه
نور په لاره چې دے ځي وهي شخوندونه که نه
د غوايي
تول شاعران پاسیدل په کډیدو شول. هر چا ویل چې لکی سپینه که نه ،
شخوندونه که نه
یو دوو کسانو خو په ترخ کښي لاس ومنډو يو عجيبه غوندې اوازونه يې وویستل . رحمان بابا ورو غوندي پاسېدلو بهر راووتو وي يا الله زما دې په توبو توبه وي که زه بیا راغلم