(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
د طنز خندا ادبې هنري لیکنې
د طنز خندا ادبي – هنري لیکنې یا نندارې په دوو ډلو ویشل کیږی یو جدي بل غیر جدي که دوی د یو بل حریم ته ننوځي بیا د مخاطب د ژړا یا خندا لامل ګرځي جدي لیکنه یا ننداره هغه ده چې دا لاندې موخې : تعمق ،تعجب، ناراحتی ، ژړا یا دغولوسې لامل وګرځي او غیر جدي لیکنه بیا هغه ده، چې د پورته ویل شویو موخو دلرلو سره يې وسیله خندا وي خندونکي توکې له محتوا له نظره په څلور ډولونو:طنز ، هزل ، هجو او ټوکه ویشل شوی دي. په عموم ډول په طنز کې له نرۍ موسکا څخه تر کړس کړس خندا راتلای شي چې هر یو: موسکا ، زهری خندا، نېښ لرونکی خندا ... يې خپل ځانګړۍ کیفیت لري هره ډول خندا خپل ځانګړۍ چوکات( طبیعت )، موخه، او دویلوځانګړتیا لري ځینې يې ښوونیزې ، ځینې يې ملنډیزې او ځینې يې د رټنیزې ... دي د طنز خندا شوخي نه ده او تصادفي هم نه ده هغه یوه تیزه وسله ده د طنز موخه یوازې د چا خندونه هم نه ده د هغه موخه د ټولنې وده، د ټولنیزو نواقصو سمون د انسان وېښول او د وګړو ښوونه ده « په تراژیدي لیکنه کې اتلان له واقعیت څخه لوړ ښوول کیږی » او «په کمیدی کې بیا اتلان له واقعیت څخه کښته ښو ول کیږی» چې د پام وړ وګرځي یو هنر ي اثر کیدای شي شعر وي یا داستان خو تر هغه طنز کیدای نشی چې خندا و نه لري طنز هغه هنري لیکنه ده چې دښکلا پیژندولود اړخونو په ساتلو سره په هغه کې ټولنیز ه نیوکه،خندا د طنز اوزار راغلي وي نو د طنز د تعریف په اساس په طنز کې باید درې اساسي عنصره ټولنیزه نیوکه، خندا او د طنز اوزار شتون ولري دلته غواړم د طنز د خندا په هکله څه ولیکم یو پوه وایي :وګرځو،وخاندو اونور وخندوو - ځکه چې خندیدل يو هنراو دنورو خندول ترهغه سترهنر دى د طنز خندا چې پراخ ابعاد لري باید هنري اړخ ولري د کوم چا یا شی منفی اړخ ښکاره کول طنز کیدای نشي لکه: بډ ي اخیستونکی په ټولنه کې یو منفی عینی واقعیت دی که دا د هجو په ډول ووایو:« بډی اخیستونکی یو بې وجدانه سړی دی » «بډي اخسیتونکي له ازله جنتیان دی » دا بیا یو طنز شو په ظاهراً دا یو پارادوکس غلطه جمله ده خو په باطن په داسی یو ټولنه کې چې عدالت بیله بډوورکولو تر لاسه کیدلی نشي مړینه په پیسو اخیستلی شی یو واقعیت دی چې دا په ظاهره څوک خندوي او په باطن کې څوک په سوچ کې اچوي. یوناني فیلسوف افلاطون وایي :خندا د بل چا د ملنډو او ذلیل کیدو څخه منځ ته راځي په نورو ملنډې وهل او د هغو حماقت بیانول د خندا لامل ګرځي . هغه وایې دا یو ډول ختا ایستونکی خودنمایي او ځانمني ده خودا وینا د ټولو خنداوو په اړه سمه نه ده ځکه ماشومان بې خود نمایي خاندي . د طنز خندا یوه اګاهانه خندا ده دافلاطون وینا د طنز خندا ته نغوته ده هغه خندا چې د ټولنې او هنر له نظره اګاهانه خندا ده اود ماشوم خندادهغه په ځانګړي رواني حالت اړه لري چې د ټولنې او هنر له پلوه نا اګاهانه ده او هنري ارزښت نه لري کله چې یو طنز حماقت بیانوي خندونکي وي او هغه وخت چې درد بیانوي هغه بیا یوازې مسکا ، نېښ لرونکي خندایا زهر ي خندالري یو شاعر وایي: خندهء تلخ من از گریه غم انگیز تر است. کارم از گریه گذشته است به این می خندم. زما ترخه خندا له ژړا ډیره غمجنه ده نور په ژړا څه نه کیږی نو ځکه خاندم چې کله د طنز نېښ د دوښمن په بدن ننوځي موسکا کوو او کله چې ګورو بري ته لا ډیره لاره پاته ده بیا زهري خند ا کوو طنز کولای شي په یو وخت کې اوریدونکی هم وخندوي او هم وژړوي نو حق نه لرو هر خندا لرونکی شي ته طنز ووایو په نورو ادبي اثرو کې دخندولو لپاره دډیرو امکاناتو څخه ګټه اخیستل کیدای شي خو دطنز لیکونکي لاس دټولنیزو مقتضیاتو په اساس تړلی دی. کله کله یو طنز لیکونکی خپل رول هیروی د داستان په سر یا منځ کې کړس کړس اوریدونکی خندوي چې دا کړه بیا د ښه طنز ارزښت لږوي. په طنز کې د هغه د ډولونو په اساس ډول ډول خنداوي شته که په عمومی ډول طنز په درو ډولو ادبي طنز. ژورنالیستي طنز او تصویري طنز ډلبندي کړو دهغو دخنداو ډولونه به هم وپيژنو
۱- په ادبي طنز کې خندا په ادبي طنز کې چې د انسانی ژوند پېښې په لویه کچه بیانیږی نو په هغه کې یو ژور خښم (تراڼه) احساسیږي نو ځکه ښکاره خندا په کې نه لیدل کیږی خندا يې په رمز اوکنايي کې نغښتي وي چې یوازې يې پوه خلک احساسولای شي. ادبې طنز تر ژونالیستی طنز تلپاته وي، لیری ګوري نو د نېښ لرونکي خندا او زهري خندا څخه ډیره ګټه اخلي او دا ځکه چې دکړس کړس خندا ته اړتیا نه لیدل کیږي. په ادبي طنز کې خندا ښه ده خو د اوریدونکي یا لوستونکي په چرت کې اچول یې اصلي موخه ده . د ادبي طنز ډیر پام داثر په موضوع ټینګار او د هغه په ژورتیا باندې دی نه په ښکاره خندا باندې، ځکه د ادبي طنز خندا لوڅه نه ده بلکه د موضوع په عمق کې پټه ده فلسفی طنز د ادبی طنزلاندې راځي ۲- د ژورنالیستي طنز خندا د ژورنالیستي طنز خندا ښکاره او لوڅه ده ځکه د ژورنالیستي طنز موخه د ټولنې لوی فسادونو او ناورینونو برملا کول دي نو دهغه د رټلو لپاره یوې زورورې وسلې ته اړتیا شته ، چې هغه خندا ده. د ژورنالیستي طنز نیوکې لوڅي او بربنډي دي نو په هغه کې ډیر له کړس کړس خندا څخه کار اخیستل کیږي عموماً ژورنالیستي طنز د لږ وخت لپاره وي کله چې د هغه د نیوکې پېښه له منځه ولاړه شي نو ژورنالیستي طنز هم ورسره ورکیږي خو کولی شو په ژورنالیستي طنز کې د ادبي تصنعاتو په کارولو سره هغه ته دایمي بڼه ورکړو په ژورنالیستي طنز که نور ژانرونه لکه پارودي ، ایپی گرام، رپلیکار، پامفلیت و فلیتون ارایه کیږي چې دا ټوله دټولنې حاد مسایل د عاجل سمون لپاره تر نیوکې لاندې نیسي مسایل لوڅ بیانوی نو خندا یې لوړه ده په پامفلیت کې چې د ژورنالیستي طنز لاندې راځي او موخه يې په طنزی ژبه د سیاسي حریف کوټل دی او ملنډې په کې کاریږی باید ډیره خندا ولري او په فلیتون کې چې ټولنیز او اقتصادی مسایل د عاجل سمون په پار تر نیوکې لاندی نیسي باید ډیره خندا ولري. ژورنالیستی طنز لکه نوری ژورنالیستي پدیدې په ځانګړې عرصه کې ډیرې تبلغي جنبې لري یاني نیوکې يې په ټولنېزو فساتونو او د هغو د کړونکو متوجه کول دی یا هغه ملنډې دي چې خندا زیږوي او مسولین یې په ملنډو پوهوي چې ځان سم کړي. او ډیر سیاسي طنزونه هم د ژورنالیستي طنز لاندې راځي
۳-دتصویري طنز خندا تصویری طنز په کارتون، تیاتر، سینما، نقاشی و نور په چوکاټ کې راځي کوميدي—هغه نندارې ته وایي چې نندارچي وخندوي د کومیدیانې ډولونه دا دي: آنارشیستي(ګډه وډه)، اسلپ استیک( وهل اوټکول لکه د لورل اوهاردی سبک یا هغه صامت کومیدیاني دي چی وهل ټکول لری چې د مک سنت کومیدی هم ورته وایي)،بورلسک( خندونکي پېښې ) ،پارودی(د نامتو اثرو یا خلکو پیښې کول یا دسبک پیښې) ، تورفېلم(هغه فېلمونه چې اتل نه لري لکه کلاستیک او یا جنایي کومیدی ) ،اسکروبال( په خیالې شتمنه نړۍ کې ژوند کول او پایله یې د فقیر هلک واده دشتمن د لور سره) ، رومانتیک او فارس( رکیکي اوتوندې ټوکې) چې دا ټوله د کومیدی ژانر تغیر شوي ډولونه دی چې د ډول ډول جغرافیایي،ټولنیزو.کلتوري او سیاسي عواملو تر اغیزې لاندې تغیر شوی دي دا په دې مانا چې پخوا کومیدی کوم ثابت قانون نه درلود او کرار کرار د پورته ویل شوو شرایطو په اساس لارې اوقوانین ورته جوړ شوي او د کومیدي د ژانر پر مختللي ډولونه ترې پیدا شوي دي په هره زماني دوره کې د هغه وخت د ضروروت سره سم د مخاطب خندول په هر موخه او نیت چې وه خپل ځانګړې غوښتنې درلودې د بیلګې په توګه د استیک کومیدي د هغه وخت خلک خندول خو اوس خلک خندولای نه شي. اسکروبال یو ډول کومیدي فېلم چې دهغه کرکترونه خوشاله او په خیالې شتمنه او بې نیازه نړۍ کې د ژوند اکتونه کول او ستړي لیدونکي به د هغه په لیدو د یو کړۍ لپاره د ژوند ستونزې هیري کړي، دې فېلمونو په شتمنو پوړو ډیر ي ترخې نیوکې درلودی او فېلم به د فقیر هلک دشتمن د لور سره په واده پای ته ورسید چې تر اوسه په هندي فېلمو نوکې لیدل کیږي دا ډول کومیدي هم د څلورمې لسیزی په وروستیو کې خپل محبوبیت له لاسه ورکړ د میلاد نه مخکی یو بل ډول کمیدی فارس: (Fars) نومیده چی رکیک او توندو ټوکو ته ویل کیدل هغه هم اوس خپل محبوبیت د لاس ورکړی دی اوس هزل، طنز، ټوکه، ، هجو،بورلسک وودویل(Vodvil ))۰( نانزوکو ننداره د بولواری تیاتر یا ودویل کومیدی دساتیري لپاره چې طنز او ملڼدې لرې چې موجوده وضع د سوال لاندی نیسي)، و نور هغه کومیدیاني دي چې د ټولو یو ګد کار خندول دي چې د هر یوه خندا ډول دبل څخه توپير لري تصویري طنز کیدای شي د موخې په اساس ژورنالیستیي یا ادبي وي نو خندا يې هم توپير سره لري تصویری طنز له ادبي یا ژورنالیستي طنز څخه استفاده کولی شي دا بحث د حمید بابا په دی شعر پای ته رسوم لکه سر دپسه په اور غاښونه سپین کا هسې ما لره له غمه خندا راغله اخځلیکونه Wikipedia.org-1 Rismoon.com-2 Kanoontheatre.com-3 Mehranmodiri.blogsky.vom-4 Jadidtarin.com-5 Tanzona .com-6 Baheer.com-7 Paymandaily.af-8 Soran2704.googlepages.com-9
-
بېرته شاته |