(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
اخــــتر چې كلــه راشې مرور سره پخـــلاشي
اخــــتر چې كلــه راشې مرور سره پخـــلاشي*كه هرڅومره خفه وي يو اوبل ته په خـــندا شي
خوماته مې تقــــدير جابر يو بل څـه دي ليكلي*اختر چې رارسېږي جــانان لا رانه په شــــا شي
اخــــــــتره بيړه وكـــــــــــړه
ته چې راځې اخـــــتره راوړه خوشــحالي درســــــره*تقـــــــدېر ځپلوقسمــــتوته نېكمـــرغي درســـــــــره
خزان درواخله بس دى راوړه پســـرلي درســـــــــره *بيا به ئې وگـــــورې چې څه كـــوي زلمي درســـره
ته چې راځې
دلتـــــه سكـــــروټې رااوريـــــږي په گلــــــونوبانـدې*دلتـــــــــه تېرى اوتجاوز دى عزتونوبـــــانــــــــــدې
افغانــــي ننگ دلتـــــه خرڅېږي په لوټونو بانــــــدې*كه دې له وســـــه كېږي راوړه خپــــــلواكي درسره
ته چې راځې
دلتـــــــه قـــــدم په قـــدم قبر دى هـــــډونه دي خښ*زما دښــــــكلې پښتونخوا رنگـــين گلــــونه دي خښ
پردي خو نــه دي زما خپـــل سكنـي وروڼه دي خښ*لابــــه تر څو دايتيمان سلگــــــــــــۍ وهي درســــره
ته چې راځې
په كوم هــــنر چا يرغمل كـــړو واك دكــــور نه لـرو*چې تاتره مولـــــــــړزولــــه هغــــه زور نه لــــــــرو
دمكــــــر جال كې ئې اثير كـــړو ځكه شـــور نه لـرو*اخـــتره راولــــــه شير شــا غونــــدې زمري درسره
ته چې راځې
نه ســتا په تگ نه په راتگ خـبرېږو غم پــه مـوږه *دلتــه بلاوې دي راغلې كــــــړي ســـــيتم پـــه مـوږه
ښه ورځ مـــو ونه لــيده شـپه ورځ جهنم پـه مــوږه*درب لپــــــــاره راوړه راوړه ســـــوكالـــي درســــره
ته چې راځې
راشه له سـولې سره يوځاى كړه مـــوزړونه ټكــــور*موږمكارانو ېو لـــوټ كړي په دوكـــــــو اوپـــه زور
ناورين همـدغو دى راوستى زموږ دهــريــوپـه كـور*راوړه ملــــهم زمــــوږه زړو ته همــــــدردي درسره
ته چې راځې
چې ســـوله راولــــې نولا بـــه محبت كــوي ټـــــــول* مشــــــران به واړه په كشــــرانو شفقت كـــوي ټول
غوثې به نه وي يوتـربـل به صميـميت كـــوي ټــــول*له خوشحـالي به پورته غورځي ټــــول كمكي درسره
ته چې راځې
پيغلـې به رنگارنگ جامو كـې لكـــــه گل غـوړېــــږي*گېــــډى گېـــــډى زلفې به بيا لكــه ســــنبل غوړېـږي
داډبــــــرين زړونه به ټــــول لكه كنـــگل غـوړېـــږي*دبـــــرگــــودر چنــــار بـــــه څڼې ښــــوروي درسـره
ته چې راځې
پښتنـــــــــې ميندې به راټولې تا به ښـــه ولمـــــانځي*لاس ته راوړنـــــــې به دپـــــلار اودنيكــــه ولمانځي
خپل شهيـدان وروڼه به كــــور اوپه كاله ولمــــــانځي*لابــــــــه په مينه نازنين بچيـــــــان روزي درســــره
ته چې راځې
ډول اوسورڼى به په كوڅوكې زلـزلې جـوړي كــــــړي*مطرب به ترنگ وركړي شهبازبه غلبلې جوړي كړي
شاعـــــردمينې به له شعر څخه غونچې جـوړي كــړي*بيا به دهيلـــــــو غوټۍ خپل ځان ســــــپړوي درسره
ته چې راځې
ځكه خوزه درتــــــه په تمـــــــــــه يم څارمـــه يوڅـوك*ســـــــترگې په لار يم خامخا پخـــــــــلا كومه يوڅوك
چې سپېلنى سپېلنى كېږمـــــــــه ژغــــورمــــه يـوځوك*كه ئې خــــــداى هسې يوناڅاپـــــــه راولي درســـره
ته چې راځې
اخــــــــتره بيړه وكــــړه راشـــه چې غمــو واخيـســتم*گلـــرنگ له ما خوابــــــدى شوى انـــدېښنو واخيست
هـــــره شــــېبه نينه نينه شـــــــومــه لمبو واخيســــتم*بســـــمل به څومـــــره تړمې تړمې تــويــوي درسره
ته چې راځې
Akhtar Che Kala Rashi Marawar Sara Pa Khula Shee
Mohammad Amin Bismal
بېرته شاته |