(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
کاغذ پران بازان
Kite Runner
د اطلاعاتو وكولتور وزير ښاغلي عبدالكريم خرم په افغانستان كې دKite Runner كتاب له مخې جوړ شوي فلم بنديز ولګاوه، په دې كتاب كې اته ځايه داسې په نښه شوي چې د افغانستان ديني، ملي او كولتوري ارزښتونه ګواښلي شي. ماته له دوو كالو وروسته دغسې بنديز هغه هم د اطلاعاتو وكلتور وزير له خوا ددغه فلم و كتاب اشتهار او اعلان ښكاره شو، هغسې اعلان چې د مشهورو فلمي ستورو له اړخه يې مشهورې كمپنۍ د خپلو توليداتو او مصنوعاتو په اړه د تلويزيون او نورو وسايلو له اړخه وړاندې كوي. كه نه يو نيم كال د مخه د كتاب ليكوال خالد حسيني په كابل كې ولسمشر كرزي خپل حضور ته ومانه، ددغسې يوه اثر د خپاروې مباركى يې وركړه او د چا خبره ښه يې ونازاوه. موږ د ملى تلويزيون په سكرين ليده چې ښاغلى كرزي خالد حسيني ته څرنګه په دغه كتاب د زړه له تله مباركي وايې او دخپل هيواد وياړ يې پيژني.... د كتاب منځپانګه، اسلوب او ژبنى معيار به دومره و كه نه، خو په كومه چټكتيا چې لويديز مطبوعاتو د كتاب په اړه د نړۍ له يوه سره تر بل، ستاينيز او تبليغاتى كمپاين وچلاوه او كومه دروغجنه تلوسه يې رامنځ ته كړه هغه ددي ښكارندوي وه چې دغسې ستاينې فرهنګي نه بلكې سياسي موخې لرلې شي.
انګريزي ژبپوهان او اديبان په دې اند دي چې د ناول په ډګر کې تر اوسه هغه ليکوال راج چلوي چې انګليسي يې مورنۍ ژبه ګڼلاې شي. که څه هم هندي، پاکستاني ليکوالو په دې ډګر کې له پخوا منډه اخيستې، خو د خشونت سنګ د (ټرين ټو پاکستان) په ګډون يې د انګريزي ناولونو ليکو ته مخه ونشواې مونداې. ځکه خو دغو ناولونو هغسې مقام خپل نشواې کړاې چې د انګليسي ادبياتو له کورنۍ يې وشميراې شو. له همدې ځايه سلمان رشدي اړ شو د شا له دروازې يا په بله وينا د غلو له لارې هغسې يوه ډاکه واچوي چې که دغې کورنۍ ته مخه پيدا کړاي شي. رشدي پر دغه ډاکه په انګريزي ادب کې يوه سوړه رامنځ ته کړه او په دغه سوړ کې يې ځان ته ځای وموند.
د ادبپوهانو په وړاندې د رشدي ليکنې د انګريزي ادب له بې دريغه پيوندو رامنځ ته شوي، ډیری يې د مشهورو ليکوالو د اثارو څرګنده نقالي ګڼي. د رشدي له خوا رامنځ ته شوې سوړه کې ډيرو نورو ليکوالو هم سرونه ننيستل، تسليمه نسرين، خالد حسيني په دغه سوړه ورننوتل. د رشدي له خوا رامنځ ته شوې اسلوب، يوه بده لاره او تيږه وګرځيده، هغه دا چې په لويديز يو شمير ليکنې د مسلمانانو د زړو ځورولو په مټ پاموړ وبلل شوي، که نه ادبپوهانو د رشدي او ده ته ورته لیکنې ستومانوونکې او سکښت نا انډوله بللې په دغو ليکنو کې همدا زړه ازاروونکی پاينټ دی چې ليکوال يې په لويدیز کې ځلولی شي. د خميني فتوا او جذباتي مخالفتونو د رشدي کتابونه راپورته کړل، که نه دا کتاب (شيطاني ايتونه) به ډیر ژر په خپل مرګ مړ او د ادب په هديره کې چيرې په کوم نومورکي قبر کې ښخ واې. په لويديز کې ددغو کتابو ځلاينه په همدې مټ رامنځ ته کيږي چې د ختيزوالو او مسلمانانو ژوند و کولتور پکې مسخره شوي. لويديز ته له ختيز ورغليو ليکوالو خپلې ځلاينې ته همدا لنډه لار غوره کړه او له همدې امله يې د لويديز د ايرو په نغري کې د پله نښه څرګنده شوه. که نه د خالد حسيني کتاب د يوه ملت له سپکاوي پرته بل څه لري؟
له ده سره د خپل ناول لپاره نه د مطالعې ځواک شته نه دمشاهدې پراختيا، هماغه د ماشومتوب څو سوليدلې يادونه او اوريدلې تکراري کيسې چې د خپل لويدیز ځپلي رويې او ليد په کچکول کې يې راټول کړي، که نه د خپلې ټولنې له ارزښتونو او کولتوري هغو دومره ناخبره دی، چې الف بې ته اړ ليډل کيږي، دغسې ليکوال د خپل هيواد او ټولنې پېښې د لويديز له سترګيو ګوري په هماغه تله او کاڼي يې تلي او د لويديز د خوښي لپاره په خپلو هغو خاندي او سپک يې ګڼي. كتاب د واره د ژباړې ډګر ته ووت اتومات پاكستان خپرونو اردو ته واړاوه، Paramount كمپنۍ يې په مټ د فلم اعلان وكړ، لوبغاړي يې وموندل او په حيرانونكې چټكتيا يې فلم بشپړ كړ. او چې دا هرڅه بشپړ شول، د فلم ډيويډي رامنځ ته شوې د بنديز اعلان يې نوې پبلسټيى ته مخه وړكړه، په دې توګه فلم او كتاب دواړو پاموړ لورى په نښه كړ، سړى ويلې شي چې دغه كتاب او ليكوال يوه پلا د ولسمشر كرزي له خوا په لمانځنه او درناوې او دادې بله پلا د اطلاعاتو وكولتور وزير له خوا د بنديز پر اعلان داسې تلوسه را پورته كړاې شوه چې په ګرانه به څوك ددغه فلم او كتاب له ليدو او لوستو زړونه صبر كړاې شي. په باور سره دغسې چانس به تر اوسه هيڅ ليكوال، فلم او كتاب نه وې تر لاسه كړي. هغوي چې په انګليسي ژبه كې د ليك او مطالعې لاس او وړتيا لري ددغه كتاب انګليسي متن ستومانوونكى، او له هغو معيارونو ډير ټيټ ګڼي چې نن سبا دغې ژبې خپل كړي، دناول په كچه دغسې ژبه او چوكاټونه كله هم دښه ناول اډانه نشواې برابرولي. ويل كيږي د امريكا ميډيا دغه فلم د لوى اختر په شپو كې (سپتمبر ۲۰۰۷ ) نندارې ته وړاندې كړ.
دغه ناول او پرمټ يې جوړ شوى فلم د ملي شرافت او د افغانستان پر كولتوري او ديني ارزښتونو د تيرى هغه ګام دى چې ځواب يې ښايې له ښاغلى ولسمشر كرزي تر لاسه كړاې شي. څرنګه چې ښاغلى كرزي د خپلو په پرتله د بهرنى پوځي ملاتړ په څير پر بهرني مطبوعاتي بهير تكيه اړينه ګڼي ځكه خو كورني مطبوعاتو د ارګ پر وړاندې هغسې موقعيت او ارزښت ونشواې مونداې. چې د ناټو ايساف امريكا پوځونو او امريكايي زندانو راج پاى نه وي موندلي، د افغانستان ملى ارودو او قانونى رغښتونه هغسې نشي جوړيداې چې د ترهګرو پر وړاندې خپل موقعيت كره كړاې شي. تر هغې چې ارګ د خپلو معلوماتو لپاره په بهرني پريس مينه ماتوي او خپلې وركې د اوشنګټن ټايمز په پاڼو كې ګوري افغان مطبوعات به كله هم د خپل مطبوعاتي معراج لورى ونشي ټاكلي. بهرنى تكيې زموږ استعدادونه، ډاډ او اعتماد شل شوټ كړ. دا تكيه كه پرون په شورويانو ، عربي شيخانو او پنجابيانو كيده او نن په امريكايانو او لويديزوالو، زموږ ملي روحيات يې وځپل او موږ يې د خپلو صلاحيتو، هيلو، موخو او په ټوله كې ملى شتون او پايښت په اړه د بې توپيرى او بې ايمانى كندې ته ورغورځولو. د ارګ پروړاندې افغان مطبوعات ځكه مهذب نشواې ګڼلاې چې د ښاغلى كرزي سلاكاران او د ارګ غلام بچه ګان هغه د ارګ د اخلاقو او درباري ادابو منافي پيژني. له همدې ځايه ولسمشر كرزی او حكومتي لويان بهرني مطبوعات ګوري او دخپل هيواد د پيښو، حالاتو څرك او غبرګون پكې لټوي. ښاغلي كرزى ځكه خالد حسيني نازاوه چې امريكايي خپرونو پړسولى و. د امريكايي خپرونو اكاډميك اړخ په باور سره له افغان مطبوعاتو لوړ و اوچت دى، خو د ربړو، پېښو، حالاتو او پرمختياوو په اړه چې افغان مطبوعات كومي ژوري ليدلې او څارلې شي بهرني هغه يې مخه نشي موندلې. له بده بخته چې كرزى صاحب ته دخالد حسيني څېره د امريكايي مطبوعاتو په هېنداره كې رڼه بريښدلې وه. كه ارګ دغسې څيرې او واقعيتونه د خپلو مطبوعاتو په هېنداره كې ليداې شواې، په باور سره به له دغسې تيندك او رسوايى سره نه واې مخامخ شوي. هغه چې ولسمشر يې نازوي او وزير يې په غندنه ځان اړ بولي. كرزي صاحب ته ښايي څرګنده وي چې مطبوعات د خپلو وګړو، مزاج، غوښتنې، اړتياوې، كولتوري او معلوماتي تنده پاموړ ګڼي او خپلې خپرونې په همدغه ليكو غزوي، دا يواځې موږ يوو چې د خپل هيواد د حالاتو، پېښو او پرمختياوو په هڅه او لټه كې په بهرني پريس پسې لالهانده يوو، تردې چې اوس يې دداسې يوه موډ بڼه خپله كړي چې ډيرى يې دخپلې پوهې د اثبات سند ګڼي. ماته د علامه اقبال د اردو او فارسي شاعري د كتنې او پرتلنې په بهيركې څرګنده شوه چې علامه اردو شاعري د خپلو وګړو د ذهنيت، سوچ، مزاج، اړتياوو، غوښتنو، ګواښنو په پام كې نيولو له مخې كړي، كله كله لوستونكى داسې ګني چې د علامه د اردو او فارسي شاعرى مخاطب يو ونشی ګڼلای، مانا دا چې د اردو شاعرى پيغام، انداز او موخې يې له فارسي هغه بيلې دي داسې لكه د پاكستان اردو او انګريزي مطبوعاتو چې خپلې موخې رويه، مخاطب او لارې په پام كې نيولې. په دې اړه د ځانګړې مقالې اړتيا ده چې كه خداى كول په راتلونكى به يې خپره كړو. ددې لنډې يادونې مانا دا چې زموږ لويان د خپل وران ويجاړ هيواد ربړو، ننګونو، ګواښنو، اړتياوو ته د بهرنيو دوستانو له سترګو ګوري په داسې حال كې چې په دې اړه د هغوې ليد، ګټې، روش او اهداف څرګند دي. لويديز په يو وار پر موږ د خپلې دموکراسی تپلو ته اړم دۍ
موږ يې هم په کاپی کولو بوخت يوو، خو هغه لار او لوری نه مومو چې په مټ يې لويديزوالو د دغسې کورنيو جګړو، بدمرغيو او دربدريو څخه ځانونه وايستل. له همدې ځايه زموږ حكومتي لويان له خپلو وګړو سره د پوهاوې په داسې يوه ستونزه اوښتې چې تر مخې يې د جګړو، ورانيو او برباديو ديوان د نويو وحشتونو په رامنځ ته كولو كې د پرانيستي لاس مخه موندلې، كه دا لټون خداى مه كړه ناكام او دا وركه ونه موندل شوه روان تشدد او خشونت به ديوه موډ او كلچر په بڼه ټولنه كنګال كړي.
-
بېرته شاته |