(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
د فخر پښتون مومند بابا ياد
د انساني شخصيت، ټولنې او تاريخي ټولنيزو پېښو كتنه پېژندنه او څېړنه كومه اّسانه او بې مسوْوليته مسئله نه ده- بلكې د هرې ټولنيزې پديدې د پېژندلو او معرفت مسئله تر ټولو مسئلو پېچلې او د غور وړ برېښي. په داسې حال كې- چې هره ستونځه د كره پېژندنې او څرګندونې وروسته د حل كېدو قابليت پيدا كوي.
همدا لامل دى، چې پښتون د بشري ټولنې د يو لرغوني تاريخي پديدې په توګه او د همدغې پديدي د يو ديناميك او ژوندى عنصر يعنې د پښتون بابا محمد ګل مومند د بشپړې پېژندنې او معرفت له پاره هر پېژندونكي او څېړنپوه ته د هغه د ټولنپوهنې د قابليت د درجې څرنګوالى او بشپړ ناپېيلتوب د پام وړ دي.
پوهه د طبيعت زړه سورى كوي. د اسرارو دننه زړه ته ننوځي او د طبيعت د ډېرو پټو مناسباتو څخه ځان خبروي- چاپېريال خبروي او جهان خبروي.دا چې زمونږ وروسته پاتې ساتل شوې ټولنه او ټول افغان كول د وخت نامقدسو ارواګانو په لاس د پېړيو پېړيوراهيسې د پوهنې اوزده كړې څخه بې برخې ساتل شوى دى،دتېر تاريخ دوروسته پاتې والي ډېرتريخ واقعيت تمثيلوي.
د ټولنپوهانو په اند سره د دې، چې دغه قوم ډېر سپېڅلى معصوم او پرښته خصلته قوم دى، خو دا چې د پوهې دقابليت درجه يې كمزورې او يا هم نيمګړې ساتل شوې ده نشي كولى چې د خپلو ملي ګټو بنيادي لورى وپېژني
دوست او دښمن تشخيص كړي، د ملي هويت او مفاخرو پر ضد د ټولو ناوليو ارواګانو د لوبو مرموز پلانونه په خپل وخت، بربنډ او شنډ كړي.
د افغان د دغې مرګونې ناپوهۍ اساسي لاملونه، نيمګړتياو او د افغان ملت خپل منځي بې اتفاقيو، د هېواد ستر پښتون بابا محمد ګل مومند، د ژوند پر ټولو شيبو كې زښت زيات رنځاوه. د ده به د يرغلګر غليم او هويت وژونكو دښمنانو په نسبت د خپل قوم بې پښتو پښتنو ته ډېره كينه راتلله، د ده هيڅ كله په شا تګ نه و زده، ده خپل هوډ او له خپل ملي مرام څخه هېڅكله شا نه ده اړولې او په ټولو مرګونو او ربړونكيو شرايطو كې پرمخ لاړ او د پښتون لويه لمنه يې پرې نه ښودله، ده ته د ملي ارزښتونو اصول تر هر څه سپېڅلي وه. په پښتو ژبې خبرې كول د ده د ملي ارزښتونو د اصولو څخه هغه غوره اصل و، چې په ملي او نړيواله كچه د ملي هويت د دفاع لوى متفكر او د ملي حق پېژندونكى بلل كېږي.
د اوسني ليكوال په حواله بابا محمد ګل مومند د خورشيد خان مشر زوى او مومن خان لمسى دى، چې په 1303هـ.ش كې د كابل ښار د اندرابيو په كوڅه كې ځيږېدلى دى. په حربي ښوونځي كې يې پوځي زده كړه په لوړه درجه پاى ته رسولې ده، د ننګرهار پوځي لوى قوماندان، د دفاع وزير صالح محمد خان ياور او بيا وروسته لوى درستيز شو، د شاهي ګارد عمومي قوماندان، په تركيه كې پوځي اتشه پاتې شوى دى، د مزار شريف، قطغن، بدخشان د ملكي پلټنې رئيس، د كورنيو چارو وزير او د 1334هـ.ش كال كې د دولت وزير او په پاى كې په 1343هـ.ش كال د لويې جرګې د رئيس د نايب په توګه دنده ترسره كړېده، خو تر ټولو زيات د افغان انګليس په درېيم جنګ كې د خپلواكۍ د بيا لاسته راوړنې په لاره كې د بابا محمد ګل مومند خدمتونه د يادولو وړ وياړونه دي.
بابا مومند په 1319 كال كې د دولت د وزارت له مقام نه لاس واخست او تر 1327 كاله پورې په مزار شريف او ايبكو كې اوسيده، د شاه محمود خان د صدارت په وخت كې كابل ته راغى، د كونړ په نرنګ، جلال اّباد او كابل كې په كرايي كورونو كې اوسېدلى دى او د ګولايي كلى يې خپل اصلي پلرنى كلى دى.
مومند بابا د لوړ كركتر او كلك هوډ خاوند و. په 1311هـ.ش كال په كندهار كې د پښتو ادبي انجمن، چې د پښتو مجله يې هم خپروله او بيا د كابل مجلې سره يوځاى او ګډه شوه چې بيا ټوله پښتو شوه او اوس هم له سره خپرېږي كابل ادبي انجمن، چې وروسته يې بيا د پښتو ټولنې په نوم لوړ مقام بيا موند او په پاى كې يې بيا د افغانستان د علومو د اكادمۍ په نوم ارتقا وكړه.
په كندهار كې يې رسمي دفترونه په پښتو كړل، طلوع افغان اخبار د ده په امر پښتو شو.
د "پښتو سيند" ارزښتناك اثر يې په دوو ټوكو كې د پښتو ژبې لوى قاموس دى او په 765 مخونو كې په 1316هـ.ش كال چاپ شوى دى، چې د بابا د پوهې ستر ميراث دى. همدا شان "د پښتو د ژبې لياره" چې د پښتو ژبې سوچه ګرامر دى، "لنډكۍ پښتو او پښتونواله، چې په 1327 كال د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوى او په علمي، ادبي فطري او د تل پاتې برياليتوبونو او د ملي هويت د بلېدونكي څراغ په توګه د تل لپاره د پښتنو او ټولو افغانانو د ملي بيدارۍ ذهنيتونه راويښ كړي. (د 40 تلين ياد غونډې ته "ساپي مركز" بيا چاپ كړل).
همدا شان د پښتنو، پښتونوالې او پښتني ټولنې نابغه مومند بابا ځينې نور كتابونه لكه پښتني روزنه، پښتونواله د پښتو لويه نحو يا معاني او بيان او د پخلي كتاب چې پوره (400) څلور سوه مخونه لري، هم لكه مرغلرې داسې ټكي په ټكى او جمله په جمله پېيلي دي. د بابا مومند فكري بنسټ د پښتو پر قانونمنديو ولاړ دى. د بابا مومند ټوله فكري او علمي موخه د پښتون، پښتو او پښتونوالې په برخه كې تر نورو ټولو زياته وه. د هغه د فكري بنسټ له مخې پښتو بايد سوچه او په نورو ژبو ورګډه نشي، بلكې نورې ژبې بايد د دغې لرغونې ژبې له علمي، معياري ګرامري، ادبي، فولكلوريكي او لغوى غنا څخه ګټې او الهامونه واخلي.
خداى بخښلى د افغانستان ستر ملي، ادبي او نوميالى علمي شخصيت عبدالروف بېنوا صاحب ليكي، چې مومند بابا د پښتو د واحد سبك او ادبي وحدت زښت زيات پلوي و، د پښتو په ځانګړو تورو كې يې جلا نظر او په ليكلو كې هم ځانته جلا سبك غوره كړى و. د بېلګې په توګه غواړم ووايم، چې د پښتو د سوچه والي، اورېدلو، ليكلو او د واحد سبك په ا ړوند د دغه ملي شخصيت نوښتګرانه عملي دريځ دا و:
كه به چا يا كوم افغان د ده په وړاندې د پردۍ ژبې لغت استعمال كړ، ده به ورته ويل: ((روكيه! پوه نه شوم څنګه؟؟؟)
كه هغه سړي به بيا هغه د پردۍ ژبې لغت استعمالاوه، ده به بيا ورته وويل ((پوه نه شوم څنګه؟)). څو، چې به هغه
سړى پخپله خپلې وينا ته ملتفت شو اوسنى ليكوال 3 ټوك عبدالروف بېنوا – ص 1257 مخ.
خداى بخښلى ملي ادب پوه بېنوا زياتوي، چې مومند ته د پښتو او پښتونولۍ د يو ليوال مشر او مبتكر ليكوال په نظر ګورو. مبتكر يې ځكه بولو، چې ده د پښتو ژبې د ليكنې او ګرامر له پاره په خپل نوښت د توريو نوي شكلونه او نوي تعبيرونه رامينځته كړي دي. (اوسني ليكوال، بېنوا، درېيم ټوك 1256 مخ).
مومند بابا د ملي هويت لوى ساتندوى او خلاق متفكر و. ده به پوره زباتولي ويل چې د پښتو په لوستلو كې هر سړى د خپلې خوښې دى او څنګه چې وغواړي پر هماغه لهجه او سبك پښتو لوستلى شي. خو په ليكلو كې هيڅوك په
علمي او معياري لحاظ ځانته ځانګړى حق نشي وركولى چې د ځان له پاره جلا سبك او جلا معيار غوره كړي. د
هغه تفكر دا و، چې پښتو په علمي كچ او پښتون له خټې نه په ټولو برخو كې د واحد معيار لرونكى دى او بايد
هېڅكله په ثلث ليكدود او ګډې وډې بڼې ونه ليكل شي. دا؛ ځكه، چې د بابا په اند د پښتو ليكدود بايد د لرغون ليكنې او پخوانيو ادبي، علمي اّثارو په ليكدود لكه د خوشحالخان قلمي اّثار او ځينې نورو پښتو پخوانيو كتابونو په دود چې په ثلث ليكدودونه نه، بلكې په نستعليق ليكل شوى دى، وليكل شي. د بابا په اند پښتو د پښتنو په ولس او ټولنې كې لكه "روح په كالبد كې داسې ده، څنګه چې كه په كالبد كې روح نه وي، كالبد هسې خوشې شى دى.
همدغسې كه د پښتنو په ټولنه كې پښتو نه وه؛ نو د پښتنو ټولنه به خوشې، شى وي. لكه چې روح له كالبده
بېل شي خورا ښايسته، وجود خراب، بې ډوله او تږمن ګرځي چې څوك ورته كتلى او ورنږدې كېداى نه شي او هر
څوك ورنه تښتي. همدغسې كه د پښتنو نه پښتو لاړه؛ نو د پښتنو ټولنه به هم بيدو هماغسې شي، خداى مودې ترې وساتي."
د بابا مومند د پېژندنې له مخې! پښتو، پښتو منل، پښتو ويل، پښتو كول او پښتو چلول، پښتانه په پښتو سره پښتانه وه او په پښتو سره به پښتانه وي."
"د ولس بېلوالى او نفاق په پښتو وركېږي، ځكه، چې اتفاق او يووالى په پښتو سره راځي، پښتو ده، چې له پښتو نه يو كور، يوه كورنۍ، يو ټبر، يوه كړمه، يو كهول او يو ولس جوړوي.
چې پښتو نه وي؛ نو بيا به مو سره څه وي؟؟؟ په پښتو مو سره سازه وه، په پښتو مو سره سازه ده او په پښتو به مو سره ورانه وي. اهو خود چې په پښتو سره سازه او ورانه ونه كړو نو په څه به يې سره وكړو؟؟؟
كه پښتو وه يو د بله خوښ، يو پر بل راضي يو، يو پر بل به ښاد يو.
كه پښتو نه وه يو د بله ناخوښه، يو پر بل ناراضه او هم به يو پر بل ښاد نه شو... ښادوالى چېرته او خبره چېرته؟؟
كه پښتو وه زه به تا درنوم ته به ما درنوې، كه پښتو نه وه ته به ما دګې، زه به تا دګم، ته به ما سپكوې زه به تا سپكوم. دواړه به سره دګلي شو، دواړه به سره سپك شو! ګټه مو څه وكړه؟؟؟
كه پښتو وه زما شته ستا دي، ستا شته زما دي. كه پښتو نه وه ته به ما شكوې، زه به تا شكوم، ته به ما تالا كوې، زه به تا تالا كوم!
چړې چارې لاس د بري كار دى
پښتو ده چې د وطن نامه، ناموس، شرافت، حيثيت او بالاخره د پښتو د ساتنې له پاره يې پښتانه د سكندر چنګيز، تيمور، انګريز او نورو نړۍ نيوونكيو په مخ كې ودرول او د نامه خاوندان يې كړل، چې تاريخ پرې شاهدي لولي...
هوكى پښتو وه چې د پښتنو يو ټولګى يې تر اصفهانه پورې ورساوه او هالته كې يې ډېر ډېر برياليتوبونه ترلاسه كړل! دا خو پښتو وه، چې پښتنو منځنۍ اّسيا خوځوله، پښتو د منځنۍ اّسيا تالنده (رعد) او پښتانه يې تندر وه.
جنت پر اسلام باندې په پښتو كولو ګټل كېږي، حورې غلمان او د جنت بې شمېره نعمتونه پښتنو ته په پښتو لاسته ورځي او د پښتنو د دواړو كونو د سعادت ضامنه ده.
مومند بابا نه يوازې دا، چې پښتون كول ته يې د پښتو ملي، علمي ستر ميراث راپرېښودى دى، بلكې په ملي كچ د تيري كوونكو، ظلم،استثمار، ولږې، بې كورۍ او د عدم وحدت او افرادو په وړاندې ټول افغانان، ملي مبارزې ته راهڅوي او د خپل منځيو ملي ستونځو د حل له پاره پښتو او پښتونواله د مسئلې د حل يواځېنى اسلوب بولي. بابا مومند وايي: مونږ، خو هم خاوره لرو، اوبه لرو، غرونه لرو رغونه لرو، ډاګونه لرو، ځنګلونه لرو او په نورو، ولسونو، وطنونو كې هم همدغه وي نه بل څه، بلكې زمونږ د هېواد استعداد پر ډېرو هېوادونو زيات دى. زمونږ په غرونو كې هر ډول او خورا ډېر معدنونه دي، چې په بل هېواد كې نه مينده كېږي؟ ككرۍ لرو، ماغزه لرو، لاسونه لرو، پښې لرو؛ نو ولې وږي يو، تږي يو، بربنډ يو، مملكت لرو، نفوس لرو، مفاخر، تاريخ، د وخت حكومت او استقلال هم لرو، نو ولې خوار يو؟ نتلى يو، رټلي يو، سپك يو، ورك يو؟؟؟ ولې؟؟ دا ځكه چې پښتو نه لرو، پښتونواله نه لرو، هر څه رانه نورو تالا كړل، وړي يې دي او ليا وړي يې. كار كوو د بل له پاره، ځانونه وژنو د بل له پاره، وطنونه ګټو د بل دپاره، خپل خپلوان، وروڼه، عزيزان، خپل مشران، خپل كشران سپكوو او وژنو د بل دپاره، دا ولې؟؟
هغوى خپله ډله لويوي، د خپل ولس غم كوي، خپلو وږو ته ډوډۍ پيدا كوي، خپل لغړ او بربنډ پټوي، خپلو بې كورو ته كور جوړوي، خپلو وزګارو ته كار پيدا كوي، خپل وطن ودانوي، خپل واړه روزي، خپل وران اخلاق سموي، خپل علم، خپلې صنايع او توليد ډېروي، خپل مدنيت لوړوي، د خپل قوم د عزت د ساتنې له پاره هاند كوي... مګر زمونږ وجود ټوټې ټوټې دى، په غونډولو كې نه يو، بلكې د بل چا په ټونګ، په دا كې يو چې لا يې هم په وړو وړو برخو او ټوټو ووېشو، پښتني شته والى نشته او نه يې غواړو، د نفوسو ډېر مو څه كوې، چې په لږوالي كې يو، د تربګنۍ ګوندۍ او څه او څه په نامه د پردو په ټونګ سره وژنو، خپله ډله وړوو خپل نفوس لږوو، د ولس غم مو نشته، د هر چا سره د ځان غم دى او د هيچا سره د بل غم پيدا نه شو، د كوم وږي په لاس كې كه څه هم روټه يا سوكړګ وي هغه هم ځنې اخلو او لا يې پسې وږى كوو. بربنډو ته جوړانګى هم نه پرېږدو، خلك له كنډرو هم شړو، وزګارو ته د كارمنده كول لا څه كوې چې شپه او ورځ د دى په بې پتۍ او سپكوالي پسې يو، پالنه نشته، خواخوږي نشته، څه نشته، چې نشته هيڅ نشته. دا ولې؟ دا ځكه، چې پښتو نشته او پښتونواله نشته او كه د
پښتو له پاره كه چېرته پښتو او پښتونواله نه وي هيڅ به هم نه وي- اوسني ليكوال- عبدالروف بېنوا، 1346 (1373-1371)
پښتون بابا مومند د پښتنو، پښتونوالې او پښتو ته د ستاينې وړ عملي، نظري او علمي خدمتونه كړي دي، چې د هېواد په تاريخ كې سارى نه لري.
د ده د سترو او نه هېرېدونكيو ملي، انقلابي او اسلامي خدمتونو څخه يو ستر خدمت دا و، چې د قطغن،بلخ، كندز او د شمال هغه دولتي جبه زارې، نى زارې، ځنګلې او بې حاصله ځمكې چې په هغو كې به انسانان حتى د ورځې له خوا د وحشي ځناورو او چيچونكو خزنده و څخه بيرېدل او بې له بې ځمكو پښتنو څخه بل هيچا په دغو ځمكو باندې نه شواى كولى چې مېشت او ژوند وكړي، اّبادې يې كړي او د حاصل وړ يې وګرځوي، وړيا ووېشل.
ده په لومړي سر كې هغو بې ځمكو او بې كوره كوچيانو ته چې دوى افغانان وه، خو ژوندويو يې په ټول افغانستان كې د كور او ناستې له پاره يوه لويشت ځمكه نه درلوده او د مړو يې د ښخولو له پاره هديره نه وه، د نافذه قوانينو په رڼا كې يې د دولتي ځمكو څخه د وېشل شوي ملكيت سندونه وركړل. په دې ترتيب سره بابا مومند وكړاى شول، چې د پښتنو له بېلا بېلو ولايتونو نه د افغانستان ګڼ شمېر بې كوره، وږو، بربنډو اوسېدونكو او بې زده كړې ماشومانو ته يې په غونډو، غونډو، د غنمو درمندونه ودرول او ګڼ شمېر ښوونځي يې دغو بې كوره ماشومانو ته پرانيستل.
مومندبابا سره د دې، چې د افغانستان د نورو لږكيو اوسيدونكو ژبو ته زښت زياد درناوى درلود، د هر چا سره يې په پښتو، ښايسته او درنې خبرې كولى. د هغه خبرې د تل له پاره په غونډو او جرګو كې د پښتو، پښتونولۍ او د هېواد او نړۍ د سياسي، پوځي اوضاعو په اړه، د ژورو څېړنو او علمي كره كتنو سره ملګرې وې. بابا مومند، د افغاني ټولنې د ژوند ټول مناسبات په پښتو كې تفسيرول. هغه د اجتماعي ژوند د ودې ټولې قانونمندۍ، اقتصاد، خپلواكي، د خاورې بشپړتيا، مركزيت، لوړ كولتور، عالي اخلاق، رښتينتوب، ټولنيز عدالت، ولسواكي په پښتو كې او پښتو په پښتونواله كې ليدله. دا د افغاني ټولنې په پخلاييزې ودې كې د يو نوي تزس په رامنځته كېدو سره نوى والى و، كوم، چې عملاً په اوسنيو شرايطو كې د پښتنو د ټولنيز ژوند د قواعدو، اړين تګ لورى روښانه كوي.
-
بېرته شاته |