(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
اسرافيله ع په شپيلۍ دې ګوتې کېږده !! مرثیه
اسرافيله ( ع ) په شپيلۍ دې ګوتې کېږده
پوکى ورکړه چې دا غرونه په هوا شي
دا دنيا شين سمندر او شين درياب شي
د ادم نسل له يو مخې پناه شي
اسرافيله (ع ) ، هديرې مو ډکې شوي
د قابيل غوندې مو خپل مړي په شا دي
پرېږده يو ورځې بې غمه شو له ژونده
هره ورځ دلته سلګۍ دي او ژړا دي
اسرافيله ع ! په لغمان کې وير ماتم دى
له هرکوره سوې ساندې پورته کېږي
اسويليو په هوا وريځ جوړه کړې
بس له سترګو نه سرې اوښکې دې بهيږي
ستړي ، ستړي مزدوران دي چا وژلي
بوډا پلار سره يې وس د کفن نشته
د خپل زوى جسد ته غلی غلی ګوري
له مورکۍ سره يې توان د ګفتن نه شته
هلمنديانو ، کندهاريانو ولې ولې ؟ ؟
مساپر خلک په خپل کلي کې وژني ؟
د ډوډۍ غم پسې وتي وو له کوره
قلندر خلک په خپل کلي کې وژني ؟
ميرويس نيکه! اولاد نه دې خبر يې ؟
ستړي _ ستړي مزدوران يې راته مړه کړل
ترمې _ ترمې يې په خاورو را ګوزار کړل
د لغمان تنکي ګلان يې راته مړه کړل
احمد شاه بابا ، موږ هم د تا لمسيان وو ،
هسې خوشې موږ با با نه وايو چاته
خو چې ستا په چم کې دا چارې را وشوې
خداى خبر که نور با با ووايو تاته
کابل د لړم لومړۍ - يادونه : څو ورځې وړاندې د هلمند – کندهار پر لويه لاره ، د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې نږدې ٣� تنه هغه بېوزله لغماني ځوانان چې ايران ته د مزدورۍ په نيت روان وو ، د طالبانو له خوا را ښکته او بيا ووژل شول
بېرته شاته |