(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

د خېبر تاتره

تۀ کۀ دخيبر په تاتروباندې ختلی شې ماته هم شمشاد نه دهر چا لمنې ښکارى تاکې کۀ خيبره دحمزه دوينو سرۀ ښکارى هر خوا دسپين غر نه دبابا لمنې ښکارى زۀ درته خيبر وايمه تۀ راته سقر وائې هسې مو ترمنځ دارتفاع لمنې ښکارى تاته دې خيبره خړه خاوره دسرو زرو شى خير دی کۀ زمونږه په بيديا لمنې ښکارى **************************** چيرته کښې وير چيرته خندا وينمه چا شونډې سرې او چا ششې وخوړې کۀ په تار اغله بيا دې نرګڼمه يادې بچو سړې تودې وخوړې ای دخالد بې اتفاقه قامه برشولې ورک کوزو سکنجې وخوړې زۀ دماښام په بانګ غلط شوم لږ څه دوى په رڼا ورځې روژې وخوړې


بېرته شاته