(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

غزل

تمه دار چې دې د مخ د آب و تاب ېم سور کافر به يم خفه که په غذب ېم خپله وينه به له خپلې خاورې زار کړم حسېني يم خاک ئې په د بو تراب ېم د رقيب سترګو کښ هسې ازغې کېږم که هر څو په خندا سر لکه ګلاب ېم د نا اهلو په لاس راغلمه حزف شوم جوهريانو ته پارس غوندې ناياب ېم د رڼا لښکر نه مخکښۍ مخکښۍ درومم هر اول يمه قاصد د انقلاب ېم زړه مې اوس هم ستا غم زو ته مقابل دې لا تر اوس ساته دا ظلم دا ځواب ېم قلندره! دا دې چا وربل راياد شو دا ساپند غوندې په بل اور کښ بېتاب ېم


بېرته شاته