(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
له ځايي طالبانو سره خبرې کوو:اسفنديار ولي خان
[30.Mar.2008 - 20:38] د عوامي نېشنل ګوندANP مشر اسفنديار ولي خان ويلي چې د القاعده له کورنيو او بهرنيو غړيو سره خبرې نه شي کېداى خو ځايي وسلوالو سره به د خبرو اترو لاره خپلوي.
اسفنديار ولي خان دغه څرګندونې مارچ په ۲۸ نیټه ، په اسلام اباد کې د سويلي اسيا لپاره د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو له مرستيال وزير رچرډ باوچر سره د ليدنې پر مهال کړې دي .
د نېشنل ګوند وياند زاهد خان له دې ليدنې وروسته خبريالانو ته وويل چې دواړو مشرانو نږدې يو ساعت په دوه اړخيزو موضوعاتو، نوي حکومت او د پښتونخواپه قبايلي سيمو کې د جنګياليو پر ضد روانې جګړې په اړه خبرې وکړې
اسفنديار ولي خان امريکايي چارواکيو ته وويل چې په پښتونخواکې به له ځايي وسلوالو جنګياليو سره د خبرو اترو لاره خپلوي .
اسفنديار ولي خان زياته کړه چې دالقاعده ډلې له اړوندوکورنيو او بهرنيو جنګياليو سره هېڅ خبرې نه شي کېداى .
د عوامي نېشنل ګوند مشر، امريکايي پلاوي ته د خپل ګوند تګلاره واضحه کړه او ويې ويل چې ټولې مهمې پرېکړې به پارلمان کوي .
ده وویل: قبايلي سيمې د مرکزي حکومت ترواک لاندې دي، ځکه د قبايلي سيمو په اړه مرکزي حکومت پاليسۍ جوړوي، خو تر کومه پورې چې د سرحد ايالت د ښاري سيمو پورې اړه لري، نو ددې سيمې له وسلوالو سره به ستونزه د خبرو اترو له لارې هواروو.
زاهد خان ويلي دي چې د امريکا د بهرنيو چارو دوزارت مرستيال د اسفند يار ولي خان د خبرو او پاليسۍ تاييد وکړ او خپل ملاتړ يې ورته څرګند کړ .
رچرډ باوچر له دې ليدنې وروسته خبريالانو ته وويل چې د ترهګرۍ پر ضد د روانې مبارزې په اړه چې دپاکستان پارلمان هره پرېکړه وکړي، دوى ته به د منلو وړ وي .
د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جان نيګرو پونټي او د هغه مرستيال ريچرډ باوچر له تېرې يوې راهيسې په پاکستان کې دي.
دوى وړمه ورځ د خيبر ايجنسۍ په لنډي کوټل چاوڼۍ کې د قبايلي مشرانو له يوې ډلې سره وکتل .
- دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته |