(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواخوږي پيغام
نيټه: ٢٣-١٢-١٣٨٧
کابل - افغانستان
په خورا خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د هېواد ځوان او نامتو ژورنالست خداي بخښلي جاويد احمد د هېواد د دښمنانو لخوا شهيد سو.
انا لله و انا اليه راجعون
شهيد جاويد احمد چي د يو تکړه او سپيڅلي ژورنالست په توګه خپل هېواد ته خدمتګار ؤ، تل به ېي خپله مقدسه وظيفه په رښتني او صداقت سره سر ته رسول.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي د شهيد مړينه د هېواد آزاد مطبوعاتو او ژورناليزم ته يوه ضايعه ګني او ځان په دا غميزه کې د خداي بخښلي کورنۍ او هېوادوالو سره شريک ګني.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه دخداي (ج) د دربار څخه د ده پاک روح ته جنت الفردوس او د دوي محترم فاميل ته جميل صبر غوښتونکي دي.
په درنښت
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر
الحاج غرزي خواخوږی
-
بېرته شاته |