(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مشکڼی

د سپرلې ورځې شپې وی ، ګلان په لارو ، کوڅو او باغونو کې غوټې سپړلی وی ، د نسیم څپو ئې خوشبوئي هرې خوا ته خوروله ـ بلبلانو په خوږه ژبه دمینې محبت نغمې زمزمه کولې ـ ناڅپه مې په مشکنړو باندې نظر ولګید ـ چې د ریښمو تار کې اوبدل شوی وی، همدغه مشکڼې مې مخکې لدې خورې ورې لیدلی . غلی ورنژدی شوم ، مشکڼې مې په لاس کې پورته کړی ـ زه لا د مشکنړو په تماشه ومه چې د ذهن په پردو کې مې خورې ورې ځغلیدلی په خوږه ژبه ئې څه داسې شروع کړه . زه د شــعـــر پـــه رمــــوزنـــو نـــه پـــوهــیــږم دا لــیــکل د لـیــونــۍ میــنــې اعجـاز دی محــبـــــت مــې د ټـــــول عــــمـر اثـــــانــــه ده یو احساس دی چې هم ناز دی هم نیاز دی حیران د یو دنګ چینار لاندې ودریدم د ځان سه لږ مسکی غوندې شوم او بیا مې غلی د سترګو په لیمو کې د چینار ډډ ته وکتل او بیرته مشکنړو ته زېر شوم ـ چې څومره ښکلی ژبه لری ، د خیال په درشل باندې ټینګ ودریدمه اود مشکنړو په ښایست مې زړه بایلو ، یو اړخ او بل اړخ ته مې مشکڼې اړولی راړولی د مشکڼې پر بل مخ ئې څه داسې لیکلی ؤ . پـــردۍ ژبـــه زده کـــول څـــه ګـــنـاه نــه ده خــپــلــــه ژبـــــــه هـیــرول لــــویـــــه ګـــنــاه ده پټې سترګـــې د اغــیـــارو پـــه یـــارۍ کې ځــــان لـــه قـــامـــه بیـــلــول لــویـه ګــنـاه ده چې د وده شعور د بیدارولو لپاره ئې څومره ښه او په خوږو الفاظو غږ پورته کړې . هو ! همدا خبره سمه برېښې چې فخرې افغان باچا خان فرمايلی ؤ چې د کوم قام ژبه مړه شې هغه قام مړ شې زمونږ بدقسمتې دا ده چې کله مونږ د اقتدار په چوکۍ کینو نو ژبه خو لا څه کی ، سترګې مو اسمان کې او ځمکه راته څه بل شان ښکارې په ښونځیو او دفترونو کې خپله ژبه نه پریږدو په خپل کور کې د بل ډول ته ګډیږو حال دا چې د قام ژبه شته وی هغه قام د ترقۍ په میدان کې مخ به وړاندې ځی . د مشګڼې رنګونه بدل دی خو ژبه ئې یوه ده چې هره اړخ ئې د ښایست محبت په خولو کې ډوب او د لیونتوب د محبت آینه کې ځانته ځای داسې جوړ کړی چې د ژوند په ماحول خوره وره پرته ، د دونیا ټول خواږه ئې پکې رانغښتی ، چې د سړې هوس ورته کیږی چې د خپل ذهن په ټال کې د ځان سه وځنګوی . چــې د هـــــر رنــګــــه عــلاج ســره زیــاتــیــږی مــیــــنـــه هــــســـې لا عـــلاجـــه بـــیـــــمــارې ده په مینه باندې ډیرو شاعرانو لیکوالو عالمانو ډیر څه لیکلی خو کوم قامونه چې پر مخ تللی دی دا هم د مینې برکت دی که په دونیا کې مینه نه وای نو دونیا به یو سور تنور وی ـ په هغه ځایونو کې چې مینه ورکه ده هلته ډیری بدبختۍ منځته راغلی او راځې لکه په پورتنې بیت کې چې لیکلی مینه علاج نه لری او په درمل باندې کمیږی نه بلکې نوره هم زیاتېږی ، مینه د ژوند پټ راز ښکاره کوی ، مینه یو جوهر دی ، ښه بیلګه ئې دغه مشکڼې دي چې د مینې پارونکی درسونه پکې خوزیږی . د مینې لاس ته راوړل هم دومره اسان کار ندې او هغه چا چې مینه په زړه او د ذهن په درشل کې ساتلی ده نو د نفرت څخه ئې نفرت دی دا ځکه چې نفرت کورونه ورانوی . ستا نـه ځـار سـتـا نه لـوګـی شـم زمـا مینې هــره ســاه مـې ستا پــه نــوم ده تــا سره ده چې پدغه ځای کې دنګ دنګ غرونه هم له سره زاروی صرف د مینې لاسته راوړو په خاطر . واړه سـتــا قـــد وقـــامــت نه صــدقـــه شـــه کـــه ایــلـــم دی کــه خــیــبـر کــه تاتــره ده مونږ د مشکڼې څخه خبرې کوو ډیرو ته به دا پوښتنه ذهن ته راغلی وی چې مشکڼې یانې څه ؟ او مشکڼې چې بې ساه دی د مینې محبت د ښکلا غیرت پت د ذهن د ويښیدو خبرې څنګه کوی ؟ هو ! دا مشکڼې هغه مشکڼې ندې چې غلې پرتې وی ، ژبه ئې ګونګه وی ، بې ساه وی ، دغه مشکڼې ژبه لرې اویو پښتون شاعر ورته ژبه ورکړی د مینې ژبه ، د محبت ژبه ، د شعور د بیدارلو ژبه، مخونه هم لری ، چې د کتاب شکل ئې نیولی ، لیکوال ئې هم مالوم دی ، شعرې ټولګه ده ، ۱۳۷ مخونه لری ، د پښتونخوا د پوهنې له دېرې له اړخه په ۲۰۰۲ ع کال خپور شویدی ، شاعر ئې د پښتو ژبې نومیالی لیکوال افسانه نګار ښاغلی لایق زاده لایق دی چې د کتاب په شروع کې څه داسې لیکلی دغه مشکڼې زما ددغه لېونو جذبو شور دی زما د تالا واله فکر ټکورونه دي زما د بې عنوانه احساستو بڅري دي . شاعر بیا د سپین ویښتانو څه داسې انځور باسی : په ویښتو کې زما سپین ډکي ښکاره شو خپل احساس راته دا وائي چې بوډا شوې خــــو مـــيـــن زړه دا خــبــره کــلــه مــــنـــي وائي اوس خو ایله ځوان شوې چې بابا شوې ښګاره خبره ده چې په پښتنه ټولنه کې د سپین ږیرو ډیر قدر وی ، همدا وجه ده چې هر سپین ږیری ته د احترام په خاطر بابا وائې : بل ځاي کې خاموشې د لیونتوب سره کلکه تړی او جذبی راپاروی . خــامـــوشــي د لېونتوب مې هـسې نـــه ده دا زمــا د نــاقـــــراره جــــــذبـــــو شـــور دی ښاغلی لایق زداه لایق مشکڼې اوبدلی او د لفظونو تړون ته ئې یو ښکلی بڼه ورکړی ، چې د کتاب څیری ګریوان پری ګنډلی شی په مشکڼې کې ښاغلی لایق زاده لایق یو خوا یانې یو طرف ته نه دی تللې بلکې هرې خوا ته ئې مشکڼې خورې کړې او هرې موضوع ته ئې یو ښکلې رنګ ورکړې د بیلګې په توګه دا لاندې بیتونه . دلته مخکې کار او بیا خبرې لا قـــدم مـــو د عــمــل اخـیـســتی نـــه وي د مـــنــــــزل د رســــیــدو ســـنـــدرې وائـــې د حالاتو د ناخوالو نه سر ټکوی د پـــښـــــتــو نـــاوې ســرتـــوره کـــړه حـــالاتـــو تــار پـــه تـــار ئــې د رنــګـــونـــو لـــوپــټـــه شـــوه د پردو سه کلی کور نه کوی پخپل کور او کلی مین دی د قام او وطن جذبه ئې نه پریږدی دا د ګــــمــــانـــــونـــو او یــــقـــیــن تــــړون کـلــــي د پـــردو او د پـــــردو نــــه شــــــي مینه بې پښتو نه غواړې اوښـــکـــو مـــې بــــڼـــو لـــه غـــاړې ورکړلــې خـــدایـــه چـــې مـــې میـــنــه بــې پـښــتــو نـــه شــي خپلې محبوبې ته څه داسې وائې د فـــراق پــه نـــاقــــــراره تــــوره شـــپــه کــې درتــه ســیــوری ســیــوری کــېــږم او کـه نــه د نصیب کرښې بدلول غواړی نــصــیــبـه لاس مــــې دی جــــــوړه نــیـــــولـــی زمـــا د ځــــان نــــــه زمــا ځــــان مــه اخـلــه شاعر د ژوند د جنون تالونه د ذهن د مرمرو په ګاڼو تلی نو ځکه ئې د مشکڼې نه وروسته د« لیونتوب » اثار سترګی وغړولی چې د هر هنرمند په ژبه لکه د سمندر څپی وهی . - بېرته شاته