(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
د يو لوى انسان كيسې
د شفيق صاحب د كيسو كتاب چې ( عبقريان ) نومېږي، په اول ځل دوه څلوېښت كاله پخوا ( ۱۳۴۶ ) چاپ شو. په عبقريان كې د ليكوال يوه دري او څلور پښتو كيسې خوندي دي. دا د افغانستان د معاصر ادب د كيسو ښې او كاميابې بېلګې بللى شو، ځكه هغه توقع يې پوره كړې ده چې له ادبي اثارو يې لرو.
موږ له ادبياتو غواړو په هغه ژوند كې مو شريك كړي چې نورو كړى يا پر موږ تېر شوى دى. موږ ، مثلا ، په تاريخ كې د دويم نړيوال جنګ پېښې ، پايلې او لاملونه لولو. دغه معلومات مو په اصل كې عقل او فكر ته مخاطب دي، خو په شعر يا كيسه كې ، مثلا ، د يوۀ سرتېري په احساس كې شريكېږو چې د وطن لپاره جنګېږي، يا د هغې مور وېره احساسوو چې بېګا يې خپل عسكر زوى بد په خوب ليدلى دى. ادبيات موږ ته د نورو په ژوند يا په خپل تېر ژوند كې د تخييلي ګډون چانس راكوي او په دې ډول د ژوند په اړه نوې تجربې او نوى بصيرت رابخښي. د ارواښاد استاد شفيق كيسو دغه توقع د افغانستان د داستاني ادب تر اكثرو اثارو ، ښه پوره كړې ده.
ما په عبقريان كې د پنځوس شپېتۀ كاله پخوا مومنان وليدل چې د چوب فروشي د جومات تر حوض را تاو لښتيو په غاړه يې اودسونه كول :
( د دې لښتيو غاړو ته د خداى عابد بنده ګان په دوه پښو كښېني او ټول په شريكه د دې لوى او مشترك ډنډ نه په هغه خوند او مزه د اودس اوبۀ را اخلي لكه هغه سپاهيان چې د قروانې د عظيم الشان ديګ نه به يې ښوروا را اخيسته او ما ډېر پخوا ليدلي وو. هر څوك په همدې ډنډ كې لاس او پښې يو ځاى وينځي او د هيچا په زړۀ كې هم هيڅ نۀ تېرېږي.)
( د عبقريان د اول چاپ يولسم مخ ، د هفته كوك كيسه )
شاوخوا نيمه پېړۍ پخوا به له اروپا راغلي تعليم يافته ځوا ن په كابل كې د ژوند د ملګرې د موندلو لپاره څۀ كول؟ د ( ډاكتر صاحب ) په نوم لنډه كيسه كې لولو:
( دى په دې ښۀ پوهېدۀ چې د دۀ په وطن كې څۀ كلاسيك وسايل د ښځې د انتخاب د پاره موجود وو مګر د يورپ اتو كلونو ورته دا خبره هم ګرانه كړې وه چې اوس يو داسې څوك د ژوندانۀ ملګرې كړي چې بېخي ورسره نۀ پېژني. پوښتنو پلټنو ډاكتر صاحب ته دا خبره ثابته كړه چې اوس د دۀ په ملك كې د ښځې كولو لپاره د پخواني او غربي ميتودونو يو مخلوط استعمالېږي . څوك به پيدا كوي چې د شپې مجلسونو ته دې لار پيدا كړي ، بيا به هلته د جينكو سره پخپله اشنا كېږي ، بيا به بل څوك پيدا كوي چې د مور وپلار سره يې خبرې وكړي او ممكنه ده پخپله د جينۍ سره هم همدغه څوك خبره غوڅه كړي . د دې نه سر بېره به د مشر كاكا ، ابۍ او بابا د نظرياتو د ښۀ كولو د پاره هم څوك برابروي. )
سل كاله پخوا په كابل كې دغسې ژوند نه وو. سل كاله وروسته به هم نۀ وي. اوس چې ګڼې ښاري نجونې لوڅ مخ ګرځي او په كورونو كې ايساري نۀ دي، د ژوند د ملګرې په پيدا كولو كې ممكن د شپې مجلسونو ته د لار موندلو ضرورت احساس نۀ شي. ژوند بدلېږي او نورېږي او موږ غواړو په خپل لنډ، يووستوي عمر كې د نورو وختونو او نورو ځايونو په ژوند كې شريك شو. غواړو د نورو د فكر كرښې ولولو او د نورو د زړۀ دربا واورو. ادبيات د همدې لپاره لولو.
تاسې شايد پوښتنه وكړئ چې د وادۀ كولو د لارو چارو بحث خو له اجتماعي علومو سره تعلق لري، موږ په دې اړه ولې د اجتماعي علومو له لارې خبر نۀ شو چې معلومات يې دقيق هم دي؟
علم كه ساينسي وي كه اجتماعي ، د هنر و ادب په نسبت دقيق معلومات راكوي ځكه د علم مقصد دا دى چې واقعيت زموږ د ذهن ، هيلو او احساس له مداخلې پرته راوپېژني. څرنګه چې د هر چا نفسانيات يو څۀ بېل دي نو د ساينسي واقعيت برعكس، هنري واقعيت واحده او ټول منلې بڼه نلري مګر امتياز يې دا دى چې واقعيت موږ ته رانژدې كوي او راخپلوي. ساينس دا نۀ مني چې د سپوږمۍ رنګ طلايي دى خو زموږ سپوږمۍ زرينه ده. موږ يې زرينه وينو. دغسې ليدل د معرفت يو بل ډول دى. علم او هنر ، نۀ د يو بل ضد دي او نۀ له يو بله بالكل بېل، بلكې د يو بل بشپړوونكي دي. اجتماعي علم به ( چې موږ په دې برخه كې هم خاص كار نه دى كړى) د پنځوس شپېتۀ كاله پخوا په كابل كې د وادۀ كولو د تجربې په اړه معلومات راكړي خو د ( ډاكتر صاحب ) كيسه په دغه تجربه كې د شاملېدو چانس راكوي. د ادبياتو له ځوان ډاكتر سره مو د اشرافي كورنۍ مېلمستيا ته بيايي. د ډاكتر او نورو خبرې راباندې اوروي او له همدې ډاكتر سره مو يو ځاى دې نتيجې ته رسوي چې دلته پوهه نه بلكې پيسه اهميت لري.
اوس د دفتر په مېز نور وسايل ايښي وي، مګر په ۱۳۳۸ هجري شمسي كال كې چې ( د تمې كاروان ) لنډه كيسه ليكل كېدله، ليكوال د دفتر د يو مېز منظره داسې ايستلې ده: د مېز په سر باندې د بانجاني وړيو يوه شډله ټوټه غوړېدلې او د هغې د پاسه يو دوات، يو قلم ، يو جاذب ، يو تلفون او يو ه جنتري پرته ده.( ۲۹ مخ )
زۀ چې ماشوم وم جاذب مې پېژاندۀ خو د مكتب اوسني ماشومان جاذب نه پېژني. د بانجاني وړيو ټوټه هم د دوى لپاره نا اشنا ده. ما د جاذب په لوستلو د خپل تېر ژوند يو ه څنډه يو ځل بيا احساس كړه.
يو لاروى په لاره په سلګونو او په زرګونو شيان ويني خو صرف ځينو ته متوجه كېږي. واقعي ادبيات مو د خيال په دنيا كې تر لاس نيسي او د ژوند لاره يو ځل بيا راباندې ګوري. ډېرو هغو شيانو ته مو دروي چې يا مو نۀ وو ورپام شوي او يا مو په غور نۀ وو وركتلي * * * * * *
په هغه وخت كې چې شفيق صاحب كيسې ليكلې ( د هجري شمسي روانې پېړۍ دېرشم كلونه ) د افغانستان په ادبي كړيوكې دا بحث تود وو چې ادب د ژوند لپاره كه ادب د خوند لپاره . ( له ژونده منظور له ادبياتو عملي استفاده وه. )
په دې باره كې دوه زره كاله پخوا رومي اديب هوراس ويلي وو چې شعر بايد خوند وفايده دواړه ولري. مګر په دېرشمو كلونو كې زموږ اكثرو ليكوالو د شعر و ادب د فايدې په اړخ ډېر تاكيد كاوۀ او د شمس الدين مجروح غوندې كسان په اقليت كې وو چې د ادبياتو د فايدې خوا يې دومره ضرور نۀ ګڼله. د شفيق صاحب له كيسو د ا نتيجه اخيستى شو چې په ذكر شوي بحث كې د برلاسي بهير تر اغېز لاندې نۀ و.
مشر مجروح ليكلي وو: د قومي اصلاحاتو د پاره د تبليغ ډېرې لارې موجودې دي. البته په هغه كې دا د شعر و ادب لاره هم ده. د دې اسلحې نه به سړى د خرافاتو د مقابلې او د قومي اصلاحاتو د تعميم د پاره كار اخلي مګر د شعر روح به نۀ وژني او چا چې شعر د شعر په غرض وايۀ هغه به د مرۍ نه نۀ نيسو. ( ليكوالي، املا او انشا، د ۱۳۳۹ كال چاپ ، ۹۸ مخ )
خوشحال خټك په پښتنو پورې ويلي دي چې كه اوښ له بار سره كور ته وروړې ، دوى به يې د جرس د اولجې په لټه كې وي. ګومان كوم دغه مثال د هغو په حق كې هم سم خېژي چې له ادبياتو يوازې خوند غواړي او هغوى چې د ادبياتو په زور اجتماعي اصلاحات راولي، په هوسۍ باندې د اوښانو بار وړي. ادبي اثر كه د اجتماعي رسالت د تر سره كولو په نيت وليكل شي، دا خطر شته چې د ژورناليستيك اثر غوندې صرف د لنډ وخت لپاره وځلېږي . هغه اثار چې په پېړيو پېړيو يې ژوند كړى اوشهكار بلل شوي دي، د هغو د ليكوالو د كاميابۍ راز په دې كې دى چې د انسان د فطرت بيان ته يې سم پام كړى و. ليكوال يا شاعر چې د انسان د فطرت په انځورولو كې كامياب وي په اثر كې يې خوند او پيغام پخپله پيدا كېږي. د شفيق صاحب كيسې د انسان د فطرت بيا ن ته متمايلې وينو.
مثلا د ( عبقريان ) په نوم كيسه كې د شرقي ښځو د خندا په اړه لولو چې دوى ته كه په څۀ خبره پورې خندا ورشي نو اول د خپلې خندا مخه نيسي ، شاوخوا ناست نارينه كسي چې اجازه يې ترلاسه كړه بيا په كټ كټ خاندي. دغه خبره چې د انساني خوى او فطرت په باره كې يو حقيقت را څرګندوي ، هم خوندوره ده ، هم اجتماعي رسالت ترسره كولاى شي ځكه د لوستونكي پام د هغو مقرراتو او آدابو يو اړخيز والي ته په كاميابۍ سره اړوي چې په ټولنه كې د نارينه وو د زرګونو كلونو برلاسۍ پيدا وار دي.
( هفته كوك ) د يوۀ نابينا حافظ كيسه ده. حافظ چې د يوۀ جومات په كوټنۍ كې اوسي په لوږه او بېوزلۍ كې ژوند تېروي. د حافظ جي لپاره تر ګردو ښۀ وخت د جمعې شپه ده چې معمولا يې مرده دارې كورنۍ ختم ته وربولي او دى هلته مناسبه ډوډۍ خوري. حافظ جي د يوۀ عصا كش ماشوم په مرسته د خلكو كورونو ته ورځي. د كيسې وروستۍ برخه د جمعې د همداسې ماښام منظره ده:
( چې د ماښام لمونځ خلاص شو د پلن او اوږد جومات د اوقي امام درې دعاګانې هيڅكله هم زموږ په حافظ جي صاحب باندې دومره بدې نۀ وې لګېدلې لكه په دې ټاكلي ماښام . نن ايله د حافظ جي صاحب دې ته پام شو چې خداى پاك خو بينا ، دانا او سميع و عليم دى، دومره اوږدو دعاګانو ته نو څۀ حاجت؟ او چې امام د دريم ځل لپاره لاس پورته كړ او په يو نري شان اواز يې وويل: شفاى مرض مريضان ، شكست كفار ، فتح اسلام... زموږ حافظ جي صاحب د حال په ژبه فرياد كاوۀ چې زموږ يې د چا د قرض ، بند او رنځ سر ه څۀ ؟
حافظ جي صاحب د ځان سره عهد وكړ چې كه دا دعا خلاصه شوه دى به هيڅكله بيا د بنده مسلمان هيڅ كار نۀ اوږدوي. د دعا نه وروسته عصا كش د امسا يو سر او حافظ جي صاحب يې بل سر ونيو او د جومات د منارې لاندې د نورو حافظانو سره يو ځاى شول او دهغه ځاى نه د مرحوم د كور خواته په يو منظم حركت وخوځېدل، ته به وايې د اوښانو قافله يا د زاڼو قطار دى.
د حافظ جي صاحب خيال صحيح و. د مرحوم زوى دسترخوان په رنګارنګ نعمتونو ډك كړى وو.
د يوې اوږدې او شديدې مجاهدې نه وروسته چې حافظانو لاسونه ونيول نو يو دروند سكوت زموږ د حافظ جي صاحب ماشوم عصا كش په يو خوش آيند سوال داسې مات كړ: استاذه ، بلې پنجشنبې له د خيره چېرته يو؟ )
كه د عصا كش په پوښتنه كې دغه تريخ حقيقت احساسوو چې پردى غم نيم اختر دى، د لمانځۀ د دعا په وخت د حافظ جي بې صبري د حضرت علي كرم الله وجه هغه خبره رايادوي چې وږى نس ايمان نلري. د انسان د فطرت كامياب ترسيم دلته په خوند سربېره د ټولنې د اصلاح لپاره دا بصيرت رابخښي چې د وګړو كه لومړنۍ اړتياوې پوره نۀ وي نو ممكن د ډېرو منل شويو ارزښتونو په مقابل كې هم بغاوت ته تيار شي.
د كيسو د ژانر ډېر دارو مدار په كركټرونو دى خو د پښتو كيسو اكثرو ليكوالو د كركټر د عنصر بنيادي اهميت ته پام نۀ دى كړى. زموږ د ګڼو كيسو د كركټرايزېشن عيبونه معمولا له دغو دوو خبرو سره اړه لري: يو دا چې كركټرونه په تك تور او تك سپين باندې وېشل كېږي او بل دا چې مظلوم او بېوزلي بنيادمان يوازې انفعالي حالت لري، د څۀ كولو او غبرګون ښودلو اراده پكې نۀ وي. د شفيق صاحب په ( هفته كوك ) او نورو كيسو كې كركټرونه ، زموږ د داستاني ادب د كركټرايزېشن له دغو دوو عامو عيبونو پاك دي.
د حافظ جي ټول قرآن په حافظه كې دى، د جومات په كوټنۍ كې اوسي، لمونځونه په جمع كوي ، مګر نوري نۀ دى خاكي دى. د ګېډې په خاطر يې ان د دعا اوږدېدل نۀ خوښېږي. دى په اخلاقي لحاظ نه تك سپين دى نۀ تك تور. حافظ جي نابينا دى ، محتاج دى، بېوزلى دى خو تسليم بينادم نۀ دى. دى د خپل اختيار په ساحه كې عكس العمل ښيي او د دعا په اړه په خپله پخوانۍ عقيده كې ستونزه ويني.
د ( ډاكتر صاحب ) په كيسه كې مركزي كركټر ( د ادبياتو ډاكتر ) هڅه كوي چې ناخبره وطنوالې د ادبياتو د دوكتورا په اهميت وپوهوي خو چې په خپل مقصد كې ناكامېږي نو له ځان سره فيصله كوي چې د پاريس ملګرې كابل ته وروبولي او د وطن د پېغلې په ځاى د اروپا نجلۍ د ژوند ملګرې كړي. د ادبياتو د ډاكتر هغه هڅه او دغه فيصله دواړه د فعال كركټر نخښې دي.
* * * * *
د فرانسې د اتلسمې پېړۍ د يوۀ عالم ، بوفن ، دا خبره ډېره مشهوره ده چې سبك يعنې شخصيت . د شفيق صاحب د كيسو په نثر كې جزيياتو ته توجه د هغه په دقت او ژورې مشاهدې دلالت كوي.
مثال: ( ... مګر هغه د سپېنې پګړۍ او بانجاني كوټ خاوند چې دۀ ته مخامخ ناست دى هماغومره په تيارسۍ ښكاره كېږي لكه د چنګېزخان د معروفې خيمې لاندې په ورۀ كې د هغۀ صحرايي پيره دار. په بانجاني كوټ كې دننه سړى يو ه بونډۍ شانې ږيره لري چې يو څو ډكو يې بې وخته د خاوند د پګړۍ د رنګ سره سيالي كړې ده. د مخ غټو دانو يې د ماشومتوب د وخت د كومې سختې حملې ناخوښې خاطرې د پوليسي سابقې غوندې چې د سړي په تذكره كې ثبتېږي ، امانتې ساتلې دي. يو سپين پرتوګ يې په غاړه او يو ه جوړه نيمزالې كلوشې يې په پښو دي. پخپله ناسته كې ډېر ډېر د پخواني مصر د عريضه نويسانو مجسمو ته پاتې كېږي... ( تمې كاروان، دېرشم مخ )
كتاب له دغسې توصيفونو مالامال دى.
دلته د چنګېز خان د خيمې پيره دار او د فراعنه وو د زمانې عريضه نويس ته اشاره ، د ليكوال د سبك يو بل اړخ راښيي. د شفيق صاحب وسيع معلوماتو دى په خپل نثر كې د تشبيهاتو زياتوالي ته هڅولى او مرسته يې ورسره كړې ده چې د تكرارشويو تشبيهاتو او انځورونو راوړلو ته مجبور نه شي.
شفيق صاحب په وسيع معلوماتو او دقيقې مشاهدې سربېره د ژور او تحليلګر فكر څښتن هم دى. دى د فكر د قوت په بركت نويو نتيجو ته رسېږي. يو مثال:
( د دۀ په عصري مقتديانو كې هغه زوړ تقليد چې بايد د امام د پاره په نوبت ډوډۍ ورولېږل شي، مړ شوى دى. نو تر څو چې څوك مړ نۀ شي يا څوك په خوب كې ونۀ بېرېږي يا د چا څلوېښتي يا تلين نۀ وي او يا خو د امامانو شپې او بالاخره چهارشنبه نۀ وي، د دۀ كوټنۍ په جومات كې د غوړي او قاب مخ نۀ شي كتلى. په دغسې شپو كې يې هم د هغه كور نه امېد كېږي چېرته چې كومه پخه ښځه ناسته وي او په پخوانو خبرو باندې اصرار د هغې خپل قيمت زياتوي.)
( شپږ دېرشم مخ )
د دودونو له ساتلو سره كمزوري كسان نسبتا ډېره دلچسپي لري. ځكه دودونه او قوانين د دوى له مصونيت سره مرسته كوي . همدا وجه ده چې ښِځې نسبت نارينه وو ته دودپالې دي. خو دغه د پاخۀ عمر ښځه په دې دليل هم دودونه پالي چې باخبره ، بادسپلينه او صاحب نظره ښكاره شي. شفيق صاحب د خپل پياوړي فكر په مرسته ډېرځله نوې خبره راته كوي او نويو نتيجو ته مو رسوي.
د مفكر بنيادم اصلي نخښه دا ده چې رواجي فكرونو او ارزښتونو ته په پټو سترګو نه تسلمېږي بلكې شك ورباندې كوي. شفيق صاحب په خپلو ټولو كيسو كې له رواجي فكرونو او منل شويو اقدارو سره په كشمكش كې دى او په دې جګړه كې د دۀ لويه وسله طنز ده.
ځينو كسانو ته طنز ممكن د خوش طبعۍ او ساتېرۍ وسيله ښكاره شي خو لوى ليكوال د اوسنۍ پېچلې دنيا د متضادو او متفاوتو حقايقو د بيان ذريعه ورنه جوړوي. كله چې برسېرن فكر كوو قضاوت راته اسانه وي خو چې ژور فكر كوو نو پرېكندې پايلې ته رسېدل راته ستوريو ته ختل شي او حقيقت راته تر دې ډېر پېچلى ښكاره شي چې په ښۀ او بد ، تور وسپين ، رښتيا ودروغ او سم وناسم يې ووېشو. دغه وخت كه غواړو دقيق او جامع وغږېږو نو په ادبياتو كې ممكن د طنز ژبه غوره كړو. ځكه طنز د متضادو او متفاوتو وضعيتونو د يو ځاى كولو قدرت لري. دغه د پاخه عمر ښځه چې په رواجونو ټينګار كوي له دې سره يوازې د دود د پاللو او د ملا د مړولو غم نۀ دى بلكې په نورو باندې د ځان د منلو غم هم ورسره دى. دا يو متضاد وضعيت دى چې ځانولي او خواخوږي، ريا او صميميت ، اخلاق و خود غرضي ، دا ټول سره يو ځاى كېږي او پېچلى واقعيت زېږوي. سترګور ليكوال چې دغه پېچلتيا احساسوي ، ممكن د طنز په ژبه يې بيان كړي.
وسيع معلومات ، دقيقه مشاهده او تحليلي فكر په ډېرو لږو كسانو كې يو ځاى كېږي . شفيق صاحب دا درې واړه امتيازونه لري خو دغو امتيازونو د دۀ كيسو ته ، چې ليكل يې د دۀ يو ضمني كار و، تاوان هم پېښ كړى د ى. دى چې د ويلو لپاره ډېر څۀ لري ډېر ځله يې كيسه د توضيح او توصيف په وجه له حركته وغورځي او د پېښو پرمختګ پكې ځنډنى شي. دغه راز دى چې د ټولنې ناخبريو په تنګ كړى دى د طنز ژبه يې دومره تېره ده چې ډېر ځله يې د كيسو راوي بې طرفه نۀ پاتېږي ، په كيسه كې مداخله كوي.
د راوي مداخله او له توصيفه ډېره استفاده د اروپا د نولسمې پېړۍ په داستاني ادبياتو كې ( مثلا د تولستوي په اثارو كې ) عامه ده. ايا په شفيق صاحب به د دغو ادبياتو د مطالعې اغېز پروت و؟ زه نپوهېږم.
توصيف د بيان يو ډول دى. كله چې ليكوال د كركټرونو ، څيزونو او حالاتو په باره كې څرګندونې كوي ، دغه ډول بيان ته توصيف وايو. د توصيف په وخت كيسه ولاړه وي. كيسه د كركټرونو د عملو ، خبرو او پېښو په ذريعه حركت كوي. د كيسې ډېر ورو حركت معمولا د لوستونكي نۀ خوښېږي.
شفيق لوى انسان و. د فوق العاده استعداد او نبوغ څښتن و. د هغۀ په راپاتې اثارو او كارنامو كې دقت ډېر څۀ رازده كولاى شي.
source:taand.com -
بېرته شاته |