(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
امـن امـن امـن
په ملاکنډ کښې د عدل رېګولېشن په حواله چې د اې اين پي او مولانا صوفي محمد صاحب ترمنځه کومه لوظ نامه شوې وه، په هغې د تودو تنقيدونو او پېغورونو باوجود مونږ په دې کالمونو کښې د اې اين پي د خلقو د سنجيدګۍ وکالت کوو او نن ئې په داسې حالاتو کښې هم کوو چرته چې هغوي د عدل رېګولېشن د وعدې سره د خلقو په مخکښې هم رښتوني ثابت شو.
دا لوظ نامه د دوؤ يا درې فريقو ترمنځه د څۀ کورني معاملاتو په حواله کومه وړه خبره نۀ وه، بلکې د دوؤ کالو نه چې کوم اور دغلته لګېدلے ؤ، دا لوظنامه د هغې په بنياد د لکونو خلقو دپاره وه، د دې لوظ نامې دوه اهم مقصدونه وو، يو دا چې د والئ سوات په وخت کښې خلق د هر قسمه کېسونو د فېصلو دپاره د ډېر لږ وخت سره بلد وو، يعنې د هر څۀ فېصله به ډېره زر کېده کله چې هلته دوېم صورت پېدا شو نو کلونو ته واوړېدې او ځکه د يو داسې عدل رېګولېشن ضرورت ؤ چې نۀ يوازې په لږ وخت کښې فېصلې وکړې شي، بلکې خلقو ته ارزان انصاف په لاس ورشي، دوېم مقصد د دې لوظنامې دا ؤ چې دلته امن راشي، کله چې عدل رېګولېشن د نفاد دپاره د اې اين پي مشرانو په صدر زرداري هم زور واچوؤ او خلقو د هغوي اخلاص وليدو نو نۀ يواځې د قومي اسمبلۍ نه دغه بل منظور کړے شو، بلکې صدر زرداري هم پرې دستخط وکړو، دا هغه نکته ده چې نور فريقين ئې د حېرانۍ سره مخ کړۀ. د هېچا په خوب او خيال کښې هم دا نۀ وه چې اول به اې اين پي دومره په سختۍ او سنجيدګۍ سره دا مسئله په مخکښې وړي، دوېم دا هم د خلقو د يقين نه لرې خبره وه چې د ملک دننه او ملک نه بهر د دومره قوتونو د زور لرلو باوجود به صدر په دغه لوظنامه دستخط کوي. اوس د منظورۍ نه پس د هغې د نفاذ د عمل نه تېرېدۀ دي او ډېر زر به هلته قامي عدالتونه خپله کار شروع کړي، دغه يو مقصد خو پوره کېدو والا دے بلکې داسې به ووايو چې اې اين پي نيمه ذمه واري سر ته ورسوله چې د دې په سر ته رسولو کښې ورسره پيپلز پارټي هم وه او د بهرنو قوتونو دپکې دړکې هم، خو دا ډېره د افسوس خبره ده چې د طالبانو چې مولانا صوفي محمد ذمه واري اخستې وه، هغوي نۀ تر اوسه ټوپک کېښودو او نۀ ئې د خپلو فېصلو نه لاس واخستۀ، په دې څو ورځو کښې چرته په دې حقله مولانا صوفي محمد او د هغۀ د تنظيم ملګرو، کوم داسې په کلکه هغوي ته ووې چې کۀ تاسو ټوپک نۀ ږدئ نو امن به څنګه راځي او نظام عدل به د قاضيانو په فېصلو چلېږي او کۀ د ټوپک د خاوندانو په فېصلو، په ځنې وختونو کښې عمل نۀ وي خو موقف موجود وي، د معاهدې نه تر دې وخته پورې چې مولانا صاحب څومره عمل او کار کړے دے. هر څنګه چې دے هغه به ئې کړے وي خو د ټوپکو سره بونېر ته تلل يا په دير کښې په خلقو کښې داسې کول چې د دې په حقله د هر چا يو موقف وي، تر اوسه پرې د دوي موقف ولې منځ ته نۀ دے راغلے.
دا هغه خاموشي ده چې نۀ يواځې دا چې څۀ معنې لري، بلکې دغه خاموشي ماتول به عېني په دې وخت کښې ضروري ځکه وي چې اوس د دې معاهدې سره د سوات د لکونو خلقو ژوند ژواک تړلي دي، دا سوال اوس د عامو خلقو په شونډو هم دے چې د دې لوظنامې د صدر د دستخط نه پس يو حېثيت هم جوړ شوے دے او د اې اين پي خلق بيا بيا غوښتنه کوي چې بايد هره مسئله نظام عدل ته راشي. په دغسې وخت کښې مولانا صاحب خپل د امن کار ته ولې کار ونۀ وې، يا خو مولانا صاحب صوبائي حکومت ته د ساه اخستو په حق کښې هم نۀ ؤ، خو چې کله د هغۀ د کار وخت راغے نو ښه په سړه سينه کور ته لاړو، د نفاذ شريعت محمدي ترجمان مولانا عزت خان صاحب وائي چې په دير کښې اپرېشن د معاهدې خلاف ورزي ده (خدائے مۀ کړه) او کۀ داسې څۀ خبره وه نو مونږ ته به ئې وئيلے وے او مونږ به صلح صفائي کړې وے، خبره ئې ډېره ښه هم ده او د قدر وړ هم ده، خو يو دا چې د دومره لويې خبرې نه کۀ هغۀ بې خبره وي نو بايد چې په دې خو ئې غور او فکر کړے وے چې په دې لوظنامه کښې د دوي په سر څومره ذمه وارۍ راځي هغه دوي د څۀ حده پورې پوره کړې دي، د اې اين پي مشران او صدر پاکستان چې هغه د پيپلز پارټۍ مشر هم دے، تر اوسه په دغه معاهده سل په سل ولاړ دي او غواړي چې د خلقو دپاره دغه نظام په عمل کښې راولي، د دې خلاف ورزي خو به هغه څوک کوي کوم چې واقعي د يو دغسې نظام نه په ويره کښې وي، روغ خلق د دې خلاف ورزي ولې وکړي؟
يوه ورځ يو تاڼېدار ته يو سړي سلام وکړو، بله ورځ ئې وکړو، بله ورځ هغه ورته ووې کاکا څو پورې چې زۀ ستا د ژوند نه خبر يم، تۀ ډېر روغ سړے ئې، دا بيا ماته سلامونه ولې کوې، ما ته خو به هغه څوک سلام کوي چې سحر يو جرم کوي ماښام بل.
رحمان بابا وائي:
ما جهان ته دا ستا ښۀ خوئے دے ستائيلے هسې نه چې مې په ټول جهان رسوا کړې
د اې اين پي خلقو د ملک ټولو خلقو ته د امن دپاره د هغۀ د مينې او خلوص کار او عمل ډېرې ستائنې کړې دي، هغوي هم د دۀ او خلقو په وېنا عدل رېګولېشن يو داسې ځائے ته ورسوو چې اوس پرې عمل ممکن شوے دے. خو د دغې رېګولېشن د نفاذ دپاره او د سوات د لکونو خلقو د خواهش دپاره چې د امن کوم ضرورت دے او دغه عدل رېګولېشن چې د ټوپک د شپېلۍ نه محفوظول او په عمل کښې راوستل دي، د هغې دپاره بايد چې مولانا صاحب په لوئے زړۀ پاڅي او داسې کار وکړي چې خلقو ته په نظر راشي، ځکه چې په قول د مولانا صاحب د هغۀ سره دغو خلقو شل کاله اوږه په اوږه جدوجهد کړے دے، هسې نه چې خلق په دې سوچ مجبور شي چې دا مونږ چې کومه سزا خورو دا هم د هغې جدوجهد په وجه خورو.
د سوات د لکونو خلقو د رائې نه به دا رائې راواخلو چې يوه خور يا يوه لُور مېډيا ته وائي چې مونږ دا نۀ غواړو چې دلته دې څۀ نظام وي، مونږ امن غواړو، امن غواړو، امن غواړو.
دا د دغې خاورې د خور يا لُور په پټه خُلۀ، رپېدونکو شونډو او لړزېدلي وجود هغه مطالبه ده چې اوښکې هم ګويا کولې شي، چې امن امن امن -
بېرته شاته |