(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
ملت پالنه (قام پرستي) په اسلام کښې
دټولنېزې برابرې (عدل اجتماعې) او دانسانانو تر منځ دانصاف تصور په ټول شرېعت غرا محمدې کښې نغښتې دې .
په شرېعت کښې چې سرچشمه ېې قران ، حدېث ، اجماع او قېاس ده د بشرې ټولنې ټول مشروع حقوق تضمېن شوې دې . هغه که دفرد په مقابل کښې دفرد حقوق وې ، ېا که د قبېلې پر وړاندې د بلې قبېلې حقوق وې او ېاهم د ېوه قام حقوق د بل قام پر وړاندې وې .
پدې کښې د قامې برابرې او قامې حقوقو مسله تر نورو ځکه ډېره اهمه ده چې نن زموږ قام له ټولو قامې مشروعه حقوقو څخه محرومه پاتې دې .
همدا قام دې چې په قران کښې ېې ذکر تر لمانځه زېات راغلې دې .
په قران کښې الله تعالې فرماېې (وماارسلنا من رسول الا بلسان قومه لېبېن . سورت ابراهېم پاره نمبر ۱۳ اېات ) ېعنې اونه دې لېږې موږ هېڅ رسول مګر خو په ژبه دقام ، چې بېان کړې دوې ته (دېن ). او بل ځاې کښې راځې چې مونګ هرې وادې ته نذېر لېګلې ده .
له دې دواړو ارشاداتو نه که ېو لور ته دا جوتېږې چې هر قام ته الله د هداېت دترلاسه کولو ک حقوق په مساوې ډول ورکړې دې نو له بل لورې لدې ارشاداتو نه په اشارت النص سره دا هم ثابتېږې چې د هر قام لپاره بېله ژبه او بېله وادې (ځمکه ) هم ضرورې ده .
په ېو بل اېات کښې دهرقام ځان ته ځانګړې پېژندګلوې الله تعالې له خپلو نښانېو او قدرتونو څخه شمېرلې ده .
لکه چې فرماېې ( وجعلناکم شعوبا و قباېل لتعارفو، انا اکرمکم عندالله اتقاکم . سورت الحجرات پاره نمبر ۲۶ )
ېعنې ما تاسې په شعبو او قبېلو کښې لدې کبله پېداکړې ېاست چې تاسې ېوبل سره وپېژنې (او په پېژندلو کښې درته اسانې وې .) اکرام خو په تقوا کښې دې .
دهر قام خپلې ځانګړتېاوې وې چې غټې بېلګې ېې سېمه او ژبه ده چې دا قامې شناخت له منځه وړل د الله تعالې د حکمت پر ضد عمل کول دې . ېعنې خپل شناخت ختمول الاهې حکمت ته سپکاوې دې .
د فکر او عمل د اصلاح لپاره هم قرانې قامې ېون او کړنلارې ته نغوته کړې ده لکه چې فرماېې ( ان الله لاېغېر مابقوم حتې ېغېرو ما بانفسهم، سورت الرعد پاره نمبر ۱۳ ) ژباړه : بېشکه الله تعالې نه بدلوې حالت دېوقوم ، ترڅو چې دوې هغه څه نوې بدل کړې کوم چې ددوې په نفسونو کښې دې .
الله تعالې تر هغه د ېو قام حالت نه بدلوې تر څو چې دوې په خپلو نفسونو کښې تغېر نوې راوستلې . لکه څرنګه چې دا تغېر قامې او ټولنېز پکار دې لکه قران چې واېې همدا ډول د نفس له تغېر نه هم مراد دانسان و قامې او ټولنېز بدلون ته اشاره ده .
ځکه چې عقل ، فکر ، پوه او حکمت ټول له نفس سره تړلې دې . لدې اېاتونه نه د قام د جوړښت څرنګوالې د قومېت له جدېد تعرېف سره سمون خورې .
نن د جدېدو سېاسېاتو په اصطلاح کښې هم قام (ملت) د انسانانو هغه ځانګړې ټولنې ته وېل کېږې چې ځانته بېله ژبه او بېله سېمه ولرې او ېا هم ېواځې بېله ځمکه .
فطرې هېوادونه همداسې وې ، دهېوادونو ماتول او ېا له نوې سره هېوادونه په وجود راوړل د قامې وحدت د پاره پاره کولو ېو غېر فطرې او غېر قرانې عمل ګڼل کېږې نو ځکه علما کرام د تقېسم هند د فارمولې سخت مخالف ول .
په قران کښې چې کله داسې راځې لکه قوم عاد ، قوم ثمود، قوم نوح هغه ځکه چې مخکې پېغمبران به د ځانګړې قامونو لپاره دهغوې وادېو (هېوادونو) ته دهغوې په ژبه کښې استول کېدل . استول داسې نوو چې له نورو قامونو نه به ېې ورته وراستول ول بلکه له هم هغه قامه به ېې منتخبول .
لکه تفاسېرو کې چې ذکر راغلې دې چې ېو لک څلوروېشت زره پېغمبران الله تعالې مختلېفو قامونو ته د هغوې هېوادونو (وادېو) ته لېږلې شوې دې نو دلته د پېغمبرانو له تعدد سره د قامونو او ملتونو تعدد (ګڼ والې) هم څرګندېږې . چې ورسره دوقومې نظرېه هم هسې پوچه ښکارې . دابېله خبره ده چې زموږ نبې او دېن اسلام د ټول عالم انسانېت لپاره راغلې دې او دلته هم اسلام په ځانګړې هېواد او ېا قام پورې تړل غلطه خبره ده .
پردې اساس نبې ع دقام د وجود له اصلې عنصرېعنې ځمکې سره محبت چې اصلا دقام ځانګړتېاوې په ګوته کوې د اېمان جز ګڼلې دې لکه چې فرماېې (حب وطن من الاېمان ) .
دخپلو زاتې او اجتماعې حقوقو د ترلاسه کولو او دخپلو حقوقو د تحفظ په اړوند قران فرماېې :لاتنس نصېبک من الدنېا (له دنېاوې وساېلو نه خپله برخه مه هېروه[ېعنې چاغاصب ته ېې مه پرېده] )
د اوبو مشهور قانون دې چې پر قدرتې اوبو رودونو،اوچشمو باندې لومړنې حق د هغه چا دې چې دا اوبه پرې اول راځې بېا چې کله ترهغو زېاته شې نو دوهم حق د ورپسې سېمې دې او بېا د ورپسې سېمې دخلکو . ولې دلته هرڅه غاصب د اسلامې ورورګلوې په نوم د پښتنو د مشترکه وساېلو لوټمار کوې . نو لکه څرنګه چې دا وساېل د ټولو افغانانو پښتنو سره ګډ حق دې نو دفاع به د قران د حکم په روشنې کښې هم په ګډه سره کوې ، ولې دښمن او زموږ مفاد پرسته ځېنې مذهبې عناصر چې رزق ېې د افغان د دښمن په جېب کې پروت دې دې کوشش ته قام پرستش واېې . او حال دادې چې پښتانه پدې مسله کې قام پرسته ، اوحق پرسته دې .
او دا دپرستې لفظ د دوستې او خواخوږې په معنې ده د عبادت په معنې هېڅ کله نشې کېداې . او د تعجب خبره خو لا داده چې دا ضمېر پروشان د پښتون د قام پرستې په وړاندې د پاکستانې قومېت خبره کوې او ددوې پخپله دا دعوه ده چې ګواکې د پاکستانې قومېت پروړاندې دبل قوم ېا قام پرستې خبره کول د ا قومېت کمزورې کوې . نو د حقېقې قومېت مقابله څرنګه په مصنوعې قومېت سره کېدلاې شې ؟ دښمن چې څه کوې دخپل خواهش مطابق ېې کوې د اسلام نوم تش استعمالوې پاتې زموږ حق پرسته علماوو ته پکار دې
چې د وخت له ضېاع پرته راودانګې او د خپل خلوص او دېنې جزبې له مخې د خپل پښتون مظلومه او محکوم قام د قامې ازادې په غورځنګ کښې برخه واخلې . که چېرې داسې علما کرام غواړې چې د پښتون قامې سېاست په درشل قدم کښېږدې نو را وړاندې دې شې اودقامې ېون سره دې ېو موټې او ېو اواز شې نورو تنظېمونو کښې نور د اسلام او مسلمانو د بهترې لپاره هېڅ حقېقې سېاسې برنامه او مرامنامه شتون نلرې همدا قام پرستان دې چې د خپل قام د روا حقوقو د غوښتنې پر ترڅ کښې د حقېقې اسلامې ورورولې عملې نمونه وړاندې کولاې شې .
له ټول افغان نه په مننه
امان الله حليم شملزی کراچۍ -
بېرته شاته |