(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
اسلام څه وائي!! دیموکراسی د کفر نظام؟
دیموکراسی په اسلام کښی څه حیثیت لری؟ د دې نظام په وړ کښی له ځینی متحمس
اسلامی بنسټ خیال وګړو دا خیال دی چې دیموکراسی د کفر نظام دې او له دې وجې
ټوله سوسائټی کافره ډله بولی کوم چې دیموکراسی نظام لاندی حکومتی څارنه کوی، په
دې مانا چې دیموکراسی سسټم کښی حاکمیت د الله نه وی بلکه د اولس په غاړه وی تر
څو چې اولس ځانته وضعی قوانین جوړ کړی ۔ الله پاک فرمائی (أَلَمْ تَرَ إِلَى
الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا
أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَنْ يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ
وَقَدْ أُمِرُوا أَنْ يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُضِلَّهُمْ
ضَلالاً بَعِيداً)[النساء:60] ای نبی ، تا ؤنۀ لیدل هغه خلک چې دعوی دا کوی چې
مونږه ایمان راوړی دی په هغه کتاب باندې چې په تا نازل کړی شوې او په هغه
کتابونو باندې چې ستا نه ړومبی نازل کړی شوی وو، خو غواړی چې خپلې معاملې د
فیصلې کولو د پاره طاغوت ته وړاندی کړی، حالانکه هغوئ ته دا حکم شوی وو چې د
طاغوت سره کفر وکړئ ، شیطان دا غواړی چې دوئ د نیغې لارې نه ډیر لری بوځی –
بیا الله پاک فرمائی (فَلا وَرَبِّكَ لا يُؤْمِنُونَ حَتَّى يُحَكِّمُوكَ
فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لا يَجِدُوا فِي أَنْفُسِهِمْ حَرَجاً مِمَّا
قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيماً) [النساء:65] نا، ای محمده، ستا په رب مې دې
قسم وی چې دوئ هیڅکله ترهغې مؤمنان نشی کیدی تر څو چې دوئ په خپلو اختلافاتو
کښی تا فیصله کونکی ؤ نۀ منی او بیا چې تۀ څۀ فیصله وکړې نو په هغې باندې خپلو
زړونو کښی څه تنګسیا رانۀ ولی، بلکه پوره پوره ئې ؤمنی –
له دې سوچ په تناظر کښی د مالاکنډ امن پریکړه هله دړی وړی شوه کله چې مولانا
صوفی محمد د سوات تاریخی جلسه کښی اعلان وکړو چې دیموکراسی کفر دی او په دې وړ
د پاکستان پارلیمان، عدلیه او سرکاری ادارې طاغوتی او کافره ادارې دې ! ځکه چې
پارلیمان یو مقننه اداره ده او ډیموکریټک سسټم لاندې په اکثریتی خوښه او ووټ په
بنسټ وضعی قانون یا خپلمنځی تشریع جوړوی او بیا تر دغه قوانین لاندې د
مسلمانانو معاملې فیصله کیږی ۔
د پاکستان عدلیه په کوم قوانینو فیصلې کوی؟ دا د فکر وړ خبره ده او جواب ئې
پارلیمانی مؤیدین دا ورکوی چې د دې دپاره یو نګران اسلامی نظریاتی کونسل شته چې
اسلام سره متصادم قوانینو جوړولو څخه پارلیمان وژغوری نو دا کونسل تر څومره
فعاله دې ؟ دا یو بئیل بحث دې ۔ ۔ خو مهمه خبره دا ده چې آیا دیموکراسی نظام
واقعی د خدائې شریعت سره تصادم لری؟ په دې دلیل چې (إن الحكم إلا لله) (الأنعام
: 57)
او که دیموکراسی نظام کښی په رښتیا هم داسی د تشریع حق او حاکمیت د اولس په
غاړه وی ۔ ۔ نو بیا د مخالف فکر لرونکی لیبرل خلکو دعوی سمه نه ده چې دوئ
(اسلامی ډله) د فرد واحد یا د مخصوص ډلې استبدادی حکومت او ملوکیت له مرسته
کوی؟ او حال دا چې اسلام وائی "وأمرهم شورى بينهم" !
له دې شد ومد او افراط وتفریط نه پورته ځینی داسی اعتدال پسند علماء هم شته چې
دیموکراسی نظام عین اسلامی منی او وائی چې له دې نظام لاندې خلک په خپله خوښه
ولسمشر ټاکی کوم چې دوئ ته مقبول وی او کرکجن نۀ وی، په تیروتنه ئی احتساب کول
او انحراف کولو سره ئی بیخی معزول کولو حق هم لری۔ دا په دې مانا چې په اولس
باندی داسی کوم سیاسی، ثقافتی، اقتصادی او ټولنیز تګلاری مسلط نشی کوم چې له
دوئ په خوښه نۀ وی او نۀ ئی پرضد رای څرګندولو سره قیدخانه کښی اچول، سکنجه کول
او ځپول وی۔
دا اصل دیموکراسی نظام دې کوم له چې ټول جهان کښی مختلف طریقی عملی شوی لکه
انتخاب او ریفرنډم ، په دې سسټم کښی اکثریتی ډلی له اختیار او اقلیتی ډلی له د
اختلاف حق، آزاد عدلیه آزاد صحافت او د اظهار رای آزادی د تعلیم حق وغیره پوره
پوره حاصل وی ۔۔ که په اسلام کښی خلکو له دغه رنګه حقوق نۀ وی نو بیا حتماً د
قرآن او سنت په رنړا کښی د دغه حقوقو نفی له داسی کوم دلائل به وی چې په قیاس
ئی د دې حقوقو ضامن نظام (دیموکراسی) رد شی !
د تعجب خبره ده چې کله د دیموکراسی ذکر شی نو ذهن دې له وګرځی چې اسلام خطر سره
مخ شو ۔۔ بیا دا ویره پیدا شی ګوندی له دې دیموکراسی په زور چری خلک د الله
شریعت نه په ډډه شی او له ووټ په اساس اکثریت دا څرګنده کړی چې "مونږ خو اسلام
نه غواړو"!!۔ ۔ که نتیجه هم دغسی وا نو بیا خو اسلام غوښتونکی اقلیت کښی شول په
دې مانا لکه د مکې دور۔ ۔ او چې حال داسی شو نو حتماً د سنت نبوی مطابق بیا د
مکې دور په رنګ د دعوت کار پکار دې چې خلک اسلام ته راؤګرځی او مسلمانان اکثریت
کښی شی نو بیا به داسی تشویش نه وی لکه څنګه چې د مالاکنډ "نظام عدل" د منظوری
دپاره ډیموکریټک نظام لاندی پارلیمان ته وړاندی شو نو ځینی خلک فکرمنده شول
ګواکی دا خبره خو مشکل ده چې پارلیمان کښی ومنل شی ! ۔۔ کله چې د پارلیمان په
لاری د مسلمانانو په مثبت موقف او په ایمان باندی باور متزلزل شو نو "نه رهی
بانس اور نه بجی بانسری" په مثال دغه نظام بیخی غیر شرعی فیصله شو کوم چې ځینی
معتدل خلک لږ اصلاحاتو څخه عین اسلامی منی او پرضد ئې داسی سختګیره کارونه فساد
فی الارض بولی ۔
چې خبره بل طرف ته نۀ شی نو له دې نظام په تړاو ټولنیز ژوند له اسلام څه طریقه
او څه دلائل وړاندی کوی ؟
حدیث مبارک دي چې "درې تنه داسی وی چې لمونځ ئې له سر نه یو ولیشت پورته نۀ
خیژی۔۔" ړومبې ئې یاد کړو چې "هغه پیش امام چې خلک تری کرکجن وی۔۔" (رواه ابن
ماجة (971) )۔
کله چې لمونځ کښی دا حال وی نو د ژوند په معاملاتو او سیاست کښی بیا څه موقف
لری؟ له دې دپاره په قرآن کښی دری ګوټیزه توطئه کردارونه په ګوته شوی چې ړومبی
د فرعون په شکل کښی جابر او مستبد حاکم ۔۔ دوئم د هامان (وزیر) په شکل کښی
سیاسی کردار څوک چې خپله سیاسی پوهه او قابلیت د فرعون استبدادی حکومت ټینګولو
له کاروی او اولس وته د جبر اطاعت له مجبوروی ۔۔ دریم د قارون په شکل کښی هاغه
سرمایه دار کوم چې د جابر حکومت نه ګټه ترلاسه کوی او په بدل کښی ورته خپل مال
مرستې له وړاندی کوی ۔ دا درې طاغوتی کردار د موسی علیه السلام رسالت وړاندی
مخنیوې له چمتو وو نو الله پاک ورله مضبوط تخت په سیند لاؤ کړو ۔ (ولقد أرسلنا
موسى بآياتنا وسلطان مبين إلى فرعون وهامان وقارون فقالوا ساحر كذاب) (غافر
:23، 24) ۔
الله پاک اوس د جابر حاکم تخت ځکه پۀ سیند نۀ لاؤ کوی چې اوس که فرعونان ډیر دی
خو موسی نشته! او چونکه د رسول پاک معجزه قرآن دې نو بیا الله پاک دا کار د دې
امت په غاړه کړی او فرمائیلی چې (إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ
حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ) نۀ بدلوی الله د یو قوم حالت ترڅو چې
بدل نۀ کړی دوئ په خپل ځان ۔ ۔ حقیقت دا دې چې د الله په نیز د اولس غاړه خلاصه
نه ده ځکه چې هم دوئ فرعون او جابر مستبد حاکم منځ ته راوړی ، هم دوئ د ظالمانو
په جلب کښی وړاندی روستو ځی او سپیلنی ورته لوګې کوی ۔ سنت نبوی د داسی اولس
غندنه کوی کوم چې د ظالم وړاندی جواب ورنۀ کړی چې "یا ظالم" ..عن معاوية أن
النبي -صلى الله عليه وسلم- قال " ستكون أئمة من بعدي يقولون فلا يرد عليهم
قولهم، يفاحمون في النار كما تفاحم القردة ". (رواه أبو يعلي والطبراني) پیغمبر
(ص) فرمائی: زما نه پس به داسی حاکمان وی چې خبره به د جبر کوی خو څوک به د
جواب ورکولو مجال نه لری ۔
د داسی حال بدلون له الله پاک شوری او نصیحت او الامر والنهی طریقه ټاکلی ۔
حاکم له واجب دی چې د شوری په فیصله حکم کوی او ملت له واجب دې چې نصیحت وړاندی
کوی ځکه چې الله پاک هم نصیحت په ټول دین بللې ۔ (النصیحة لأئمة المسلمين) په
مانا حاکمانو له نصیحت ۔ حاکم د اسلام په نظر کښی د اولس له طرفه څارنوال وکیل
وی ۔ په تیروتنه وته تنبیه او په انحراف ئې بیخی معزول کوی ۔ له دې وجی اسلام د
دیموکراسی نظام نه وړاندی دا اصول ټاکلی خو تفصیل ئې مسلمانانو له اجتهادی عمل
ګرځولې د خپل زمان او مکان په مطابق ۔۔ د ژوند خد وخال او پرمختګ په مطابق ۔
کله چې اسلام د حقوقو احترام له تګلاره ټاکلی نو شرعاً داسی بندیز ئې نۀ دې فرض
کړې چې مسلمانان د بل کوم ملت طریقه اقتباس کړی ترڅو چې د حدود الله چوکاټ نۀ
بیرته ؤنۀ وځی۔ رسول پاک (ص) په غزوۀ احزاب کښی د خندق کنستلو طریقه اختیار کړه
کومه چې د فارسی هیواد عسکری طریقه وه ۔ د جنګ بدر قیدیان کوم چې مشرک ؤ هغی نه
ئې مسلمانانو له د تعلیم کار واخست په بدل کښی د آزادۍ ۔ نو که دیموکراسی د
لویدیځ نظام دې نو اسلام هم مسلمانانو له دیموکراسی (شوری) غوره کړی ۔
شهادت په اسلام کښی یو انتخابی عمل دې ۔ (وَأَقِيمُوا الشَّهَادَةَ لِلَّهِ
ذَلِكُمْ يُوعَظُ بِهِ مَن كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ
(الطلاق :2) ګواهی ټیک ټیک د الله دپاره کوئ دا خبری دی چې تاسو ته د دې نصیحت
کیږی، (خاص طور) هر هغه چاته چې هغه په الله او په ورځ د آخرت ایمان لری ۔
د انتخاب په کار کښی یو چا نا اهله د پاره یا ذاتی منفعت له یا تش له خپلوی د
کبله ګواهی وکړه نو د شهادت الزور مرتکب شو۔ (واجتنبوا قول الزور). (الحج : 30)
د دروغو خبرو نه پرهیز کوئ ۔
چا چې انتخابی ګواهی نه ډډه وکړه تر څو چې امانتدار وبائیلی او القوی الامین
پرځائی یو نا اهله او فاسق د شوری غړې جوړ شی نو ګواکې د حق ګواهی ئې پټه کړه
په داسی وخت چې اسلامی ملت له ئې اشد ضرورت وو - (ولا تكتموا الشهادة ومن
يكتمها فإنه آثم قلبه). (البقرة : 283) او ګواهی هیچرې مۀ پټوئ، څوک چې ګواهی
پټوی، دهغۀ زړه په ګناه ککړ وی ۔
د دیموکراسی مفهوم چې څوک دا منی چې دې کښی حاکمیت د اولس وی نو هغه د مغرب
دیموکراسی ده ۔ اسلامی معاشرې کښی د اولس حاکمیت له سوچ کول په دې مانا دې چې
اولس د اسلام نه ډیر بیرته دې او کله چې اولس په اسلام ټینګ نۀ ول نو حکومتی
سسټم جوړول څه مانا لری؟! رسول پاک (ص) اسلامې حکومت جوړولو نه وړاندی اسلامی
معاشره جوړه کړه په دعوت او تبلیغ سره ۔ او کله چې مدنی دور کښی مسلمانان په
اکثریت کښی شول نو اسلامی حکومت له اسباب پخپله پیدا شول ۔ ځکه په خیر القرون
کښی د امیرالمؤمنین منصب د صحاباؤ له مخی جوړ شو۔ اوس زمانې کښی خو مؤمنین نشته
او که وی نو هم اقلیت کښی دی نو امیرالمؤمنین به د کومې غاړې جوړ شی ۔ که هر څه
دې خو دا اوسنې کمزوری مسلمانان که چری لږ ډیر ایمان تازه کړی نو د دیموکراسی
په سسټم د دې وخت فرعونان له تخته غورځولې شی او د الله احکامات په اکثریتی حیث
سره نافذ کولې شی، د الله هغه شرعی احکامات چې کوم د دیموکراسی سسټم د ناپید له
وجې استبدادی حکومت رامنځته کیدو سره معطل شوی۔ِ که خبره اسلامی امارت له شی نو
هم تجربه ئې په لنډو وختونو کښی لیدل شوی چې اولس ته د اظهار رای حق څومره وو
او د انسان ترقی ئی ترڅو حده نړۍ سره سیال کړی وا۔۔! او یا بیا د اسلامی تاریخ
په اوګدو کښی خلافت راشده يو مثال دې چې د شورائې نظام او قاعدې په تفریط له
وجی د کسروی او قیصری ملوکیت په ډول بدله شوه چې ابتدا ئې د اموی دور سلطنت نه
وا۔
د الله حاکمیت یو اسلامی اصول دې او پۀ دې ټول علماء متفق دې چې الله پاک امر
ونهی کوی حلال او حرام ټاکی ، په یوازی د تشریع حق لری۔ په کل کائناتو د قدرت
حاکمیت او د تشریعی احکاماتو په امر کولو حاکمیت ۔ د دې نه هر هغه مسلمان انکار
نۀ کوی څوک چې الله رب منی او اسلام دین منی او محمد (ص) پیغمبر منی ۔ خو کله
چې مسلمان د دیموکراسی خبره کوی نو د یو سسټم او میکانزم په ډول کوم چې د اسلام
ټاکلی شوی اصولو باندی قائم وی او د حاکم او شوری (پارلیمان) ټاکلو له د الله
په ښودلی احکاماتو تعمیل کوی ترڅو چې صالح قیادت د مسلمانانو په برخه شی او
فروعی مسئلو کښی مجتهد جوړ شی ۔ یعنی پارلیمان د زکات راټولولو له قانون جوړولې
شی لکه د پاکستان بینکونو کښی د اکاؤنټ نه راټول کړی او یا د کلو په سطح
کومیټیانې جوړې شی خو د زکات په فرضیت او نصاب کښی د بدلون قانون جوړولو حق نۀ
لری چې دا کار د الله دي او دین ئې مکمل کړې، اوس پری څوک دوۀ کسان اختلاف نشی
کولې ۔ د اسلامی هیواد په آئین او دستور کښی دا خبره سرلیک وی چې د دولت دین
اسلام او د تشریع سرچینه ئې اسلامی شریعت (قرآن و سنت) او هر هغه قانون
(اجتهاد) چې د اسلامی ماخذ سره تصادم لری هغه به باطل وی ۔ پس له دې انسان حق
لری چې خلیفه جوړ شی د الله پاک: ( إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً
[البقرة : 30] زۀ په مځکه کښی یو خلیفه جوړه ؤنکې ئیم ۔
او انسان چې بیا د الله خلیفه جوړ شو نو داسی نۀ شی چې د الله اصولی قانون په
شوری (پارلیمان) کښی ووټ له رامخته کړی، بیا خو نه دا خلیفه شو او نه دغه اولس
مسلمان شو۔ (ما بُنيَ على الباطل فهو باطل) .
منطق او عقل دا وائې چې په اختلاف کښی ترجیحی رای کارول وی او ترجیح د اکثریتی
ډلی طرف ته وی، د دوؤ تنو رای یو تن نه زیات حق ته نزدې وی۔ حدیث مبارک دې چې "
إن الشيطان مع الواحد، وهو من الاثنين أبعد ". (رواه الترمذي في "الفتن") شیطان
د یو تن سره مل وی او د دوۀ تنو نه په فاصله کښی وی۔ رسول پاک (ص) نه ثابت دی
چې الشیخین حضرت ابوبکر او حضرت عمر ته ئې وفرمائیل: "لو اجتمعتما على مشورة ما
خالفتكما". (رواه أحمد عن عبد الله بن غنم الأشعري (4/227) که تاسو دواړه په
یوه مشوره متفق شوئ نو زۀ مو مخالفت نه کؤم ۔ دا په دې مانا چې د الله وضع کرده
احکامات حتمی وی د اختلاف امکان بیخی نه لری ، ځکه د ووټ په چوکاټ کښی نه
راځی ، که راځی نو تش اجتهادی خبره چې صریح نص او اسناد نه لری نو رای پری ډیری
شی او د اختلاف امکان لری۔
چې معاشره مسلمانه وا نو دیموکراسی به حتما اجرائیه وی او اسلامی عدل په اجرا
سره د الله قانون به سر ته رسئ ۔ او که معاشره مسلمانه نه وا نو بیا غربی
دیموکراسی او اسلامی استبداد کښی فرق څه شو ۔ اوله د آسمانی تشریع پرځائی د
وضعی تشریع کفرمرتکب دې.. او دوئیم د فرد واحد استبدادی ظلم ۔ اوس د منځ لار
کومه ده ؟! فیصله په تاسو۔
وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطاً لِّتَكُونُواْ شُهَدَاء عَلَى
النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيداً[البقرة : 143] او دغه شان
خو مونږ ستاسو نه ېو "اُمّتِ وَسَط" جوړ کړې دې چې تاسو د دنیا په خلقو باندې
ګواهان شئ او رسول(ص) په تاسو باندې ګواه شی ۔
by:Muhammad ismail yusafzai -
بېرته شاته |