(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
په کابل کې د نړيوال پښتو کنفرانس په اړه يو څو خبرې
د روان کال د اکتوبر په نهمه نېټه، د جمعې په ورځ سهار لس بجې په کابل کې د لويې جرګې په خېمه کې دننه د نړيوال پښتو کنفرانس جوړوونکي او ورته له بهرنيو هېوادونو راغلي مېلمانه د کاري کمېټو په شکل کې راغونډ شوي وو او په دې خبره يې بحث کاوه چې څرنګه د پښتو ژبې په وړاندې پرتو ستونځو ته د حل لارې ولټوي او د دې ژبې لوستونکي او مينه وال پېدا کړي خو عېن په همدغه وخت کې د خېمې د بهرنۍ احاطې په دروازه کې ولاړو څوکيدارانو د پښتو مينه وال، چې په کنفرانس کې د ګډون لپاره د افغانستان د ليرې او نږدې سيمو څخه راغلي ول، په ډېره سپکه طريقه او لهجه شړل. دغلته ولاړو څوکيدارانو دننه د خلکو په پرېښودلو کې دومره سختي کوله چې په کابل کې د امريکا سفارت يې هم نه کوي. يو څوکيدار به خلکو ته ويل "دا مهال دننه علمي خبرې روانې دي، تاسې دوه بجې راشئ." زما په زړه کې وګرځېدل ورته ووايم چې وروره مونږ هم د علمي خبرو اورېدو ته راغلي يو، خو ځکه مې څه ونه ويل چې ورسره په څنګ کې ولاړ بل څوکيدار نورو خلکو ته ويل: "يره خو دا پښتانه ډېر جاهلان دي، هيڅ په خبره نه پوهېږي، دا افغانستان ولا که جوړ شي، زه يې شړم او دوى بيا راځي." دننه په خېمه کې په علمي خبرو بوختو مشرانو ته د خپلو څوکيدارانو (چې د څېرې او کړه وړه نه د کنفرانس د ترتيبوونکې ډلې غړي ښکارېدل) دا خبره هم په خپلو کتابونو کې ليکل پکار دي چې د افغانستان د ابادۍ يوه لاره شړل او بيا نه راتلل دي. په زړه پورې خبره دا وه چې کوم خلک شړل کېدل هغوى پښتو او کنفرانسونو ته په ښکنځلو کولو تلل او بېرته نه راتلل خو نور داسې خلک راروان وو چې د دې نکتې نه لا نه وو خبر.
زه په خپله يو اروپايي هېواد ته په سفر تللى وم او بېرته راتګ مې وروسته و خو په کنفرانس کې د ګډون لپاره مې په اتمه نېټه ځان راورساوه. په هغه ورځ مې د کراچۍ، پېښور او کويټې نه راغليو ملګرو سره وکاته او ماسختن چې کور ته تللم نو پوښتنه مې وکړه چې سبا کنفرانس څه وخت پېلېږي، هغوى راته وويل چې نهه بجې. زه لس بجې ورغلم، خو دننه د علمي خبرو له امله په دروازه دومره سخت بندېز لګېدلى و لکه د پښتنو ځوانانو يا په کنفرانس کې ګډون کوونکيو لپاره چې علمي خبرې اورېدل کومه غټه ګناه وي. د پښتو ډېر مينه وال چې د ليرې ځايونو نه راغلي وو او بېرته يې ښار ته تلل نه غوښتل د دروازې يوې غاړې او بلې غاړې ته په دې نيت ناست وو چې تر دوو بجو به انتظار وکړي خو په دروازه کې ولاړو بدمعاشانو هلته کېناستو ته هم نه پرېښودل نو بالاخر يې په پښتو لعنت ووايه او په خفه زړه بېرته لاړل.
پښتو لپاره د نړيوالو کنفرانسونو دا لړۍ په کال ١٩٨٨ کې په پېښور کې پېل شوې وه. د کابل کنفرانس د ځينو خلکو په نظر د دغې لړۍ درېم او د ځينو نورو په نظر اتم کنفرانس و. د دې کنفرانسونو ترمنځ د ٢١ کلونو په دې اوږده موده کې د پښتنو په سيمه ډېر سياسي او ټولنيز بدلونونه راغلي او ستونځو د يو شکل او جوړښت څخه بل شکل او جوړښت ته بدلون موندلى دى. د خوښۍ خبره دا ده چې دا لړۍ په څه نه څه شکل کې د پښتنو په يوه يا بله سيمه کې روانه پاتې شوه او بالاخر کابل هم د پښتو ژبې په اړه د يو نړيوال کنفرانس کوربه شو. خو داسې نده چې ګوندې دا په کابل کې د پښتنو لومړنۍ غونډه وه. نورې ډېرې سترې سترې غونډې شوې دي. پکار ده چې د غونډو او کنفرانسونو تنظيموونکي يوه داسې تګلاره جوړه کړي چې پښتو ته مينه وال پېدا کړي نه دا چې د مينه والو زړونه د پښتو نه بد کړي. که چېرې د يو کنفرانس تاوان له ګټې زيات وي نو بيا د دومره خلکو راغونډول څه مانا لري؟ ما د ډېرو ګډون کوونکيو نه واورېدل چې ويل يې: "مړه د دې کنفرانسونو نوره هيڅ ګټه نشته بې لدې چې مونږ پکې له يو بل سره ووينو."
دا يو بل ته د ليدلو مواقع برابرول هم يوه مهمه ګټه ده، خو داسې نه چې د ژبې او ملي ګټو د زيان په بدل وي. بايد له تجربو زده کړه وکړاى شي او کارونه اسان کړاى شي. يواځې د کارونو اسانول خپل نيم هدف ته رسېدل دي. که د کابل د کنفرانسونو او غونډو د ترتيبوونکيو سر په دې خبره نه خلاصېږي نو بالاخر به د پښتو نه د پېښور هغه سياسي ګوند جوړ کړي چې د پېښور په پرېس کلب کې به يې غونډه وکړه نو دومره څوک ورته نه ورتلل چې فقط هغه ډوډۍ يې خوړلې واى. نو بيا به يې يو غړى لاړو د خېبر بازار نه به يې يو څه بې کاره او په نشو روږدي کسان راټول کړل او هغه ډوډۍ به يې پرې وخوړه. بيا به يې په چوکيو کې کېنول، يو عکس به يې ورله واخيست او ورځپاڼو ته به يې ورکړ.
که تر دغو انتظامي بداخلاقيو او څو نورو ګډوډيو تېر شو نو د دې کنفرانس جوړوونکي د دې مبارکۍ حق لري چې د لومړي ځل لپاره يې د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه دومره پښتانه ليکوالان په کابل کې راغونډ کړل او پر هغو ستونځو يې بحث وکړ چې د پښتنو حال او راتلونکى دواړه ورسره تړلي دي. په ځانګړي ډول د پښتنو په سيمو کې تعليمي ستونځو ته زياته پاملرنه کول هغه څه وو چې ښيي د ستونځو بنسټيز لاملونه پېژندل شوي او د حل لپاره يې څه نا څه هڅې يا غور کېږي. -
بېرته شاته |