(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
رحيم الله يوسفزى سره مرکه
د افغانستان د سياسى چارو ماهررحيم الله يوسفزى سره مرکه
:08.06.2006 (پوښتنه) دخپل ابتدائى ژوند په ا ړه څۀ ووايئ؟
ج: زۀ ١٩٥٤ء کښې د صوبه سرحد د مردان ضلعې يو پسمانده کلى شموزو کښې زيږيدلی يم، تر دوؤ کالو مې دخپل کلى ګورنمنټ پرائمرى سکول شموزو کښې تعليم وکړو، دې نه پس زما پلار ادم خان چې فوځ کښې نائب صوبيدار ؤ زۀ پيښور ته راوستم نوکينټ کښې مې تعليم حاصل کړو.
زمونږ کورنی غريبه وه ځکه نو پلار مې تعليم ونۀ کړی شو، هغه دسپاهى په حيث بهرتى شو او صوبيدار ريټائرډ شو. زما پلار د فوځ هغه دسته کښې شامل ؤ کومه چې ١٩٥٢ء کښې د انګلينډ د کوئين الزبتهـ د تاج پوشی په موقع د پريډ دپاره تلې وه، ما د پنځم جماعت پورې پيښورکښې تعليم وکړو او کله چې مې د پلار بدلى جهلم ته وشوه نو هلته مې کانوونټ سکول کښې اووم جماعت پورې تعليم حاصل کړو، بيا ملټرى کالج سرائ عالمګير کښې داخل شوم او هلته مې تر لسم جماعته تعليم ترلاسه کړو، لسم کښې د نظر دکمزوری په وجه ميډيکل ان فټ شوم، په دې خبره زما پلار ډير خفه شو ځکه چې هغۀ غوښتل چې زۀ دې يو فوځى افسر جوړ شم خو ولې زۀ په دې خوشحاله يم چې فوځ ته لانۀ ړم ځکه چې زما د ازاد طبيعت دپاره به دملټرى د پابندی ژوند تيرول ګرانه خبره وه.
د ان فټ کيدو نه پس مې د مردان ګورنمنټ ډګرى کالج کښې فرسټ ائير کښې داخله واخسته خو يو کال پس مې پلار ١٩٧١ء کښې مشرقى پاکستان کښې قيد شو او تنخا ئې بنده شوه بيا زمونږ د امدن بله کومه ذريعه نۀ وه مجبوراً کراچی ته لاړم، هلته مې ډى جی سندهـ سائنس کالج کښې داخله واخسته او ورسره ورسره مې د پارټ ټائم جاب لټون شروع کړو روزنامه "دى سن" کښې پروف ريډر بهرتى شوم، ماسپښين دوؤ بجو نه به مې د شپې دوؤ بجو پورې ډيوټى کوله او سحر به کالج ته هم تلم، هلته مې ايف ايس سى وکړه خو په دوه دريؤ نمبرو د فرسټ ډويژن نه پاتې شوم دې نه پس مې د کراچی يونيورسټی نه ګريجويشن او بيا انګلش لټريچر کښې ماسټر وکړو، کله چې لاهور نه د "دى سن" ايډيشن ووتلو نو زما بدلى لاهور ته وشوه، دې سره سره ما د ليبريوين هلې ځلې پيل کړې وې او دى سن ورکرز فيډريشن کراچی ا و لاهور دواړو صدر منتخب کړی شوم.
دا شان زۀ د پروف ريډر نه سب ايډ يټر او بيا رپورټر شوم دې دوران کښې مې دپارټ ټائم نور جابونه هم وکړل ويکلى Out look کښې مې کار وکړو، کريسنټ انټرنيشنل، ويکلى کرنټ، او ډيلى مارننګ نيوز کښې مې هم کار وکړو. د جنرال ضياء الحق دور چې راغی نو دى سن بند کړی شو. دا شان دوه کاله مې لاهور کښې تير کړل بيا اسلام اباد ته راغلم دلته مې فرى لانس مضامين فيچر وغيره شروع کړل.
دغه وخت مشاهدحسين سيدزمونږ ايډيټر ؤ دلته انسټى ټيوټ اف ريجنل سټډيز کښې د ريسرچ افسر په حيث بهرتى شوم ، دلته مې درې کاله کار وکړو، دلته مې په انډيا، بنګله ديش، نيپال، بهوټان، State of Hurmuz او ايران ريرسر مضمونونه وليکل. هر يو مضمون به دپنځۀ ويشتو ديرشو صفحو ؤ کله چې پيښور دفتر کښې د "مسلم" د بيورو چيف ځاې خالى شو نو مشاهدصيب راته وړانديز وکړو کوم چې ما فوراً قبول کړو او دا شان ما صحافت کښې وړومبی باقاعده جاب بيورو چيف ترلاسه شو.
د ١٩٨٥ء ستمبر کښې زۀ پيښور ته راغلم او کار مې شروع کړو. هم د ١٩٨٥ء په اخره کښې زۀ د بى بى سى نمائنده شوم وړومبی د پښتو سروس او بيا د اردو ا و انګريزی دپاره ؤم. دې نه پس ما ته افغانستان کښې دجنګ دکوريج دپاره پوره موقعه ترلاسه شوه دجنګ د رپورټنګ دپاره زۀ بى بى سى افغانستان ته واستولم، دې نه پس مې د ټائم ميګزين او ای بى سى ټى وى نيټ ورک دپاره هم کار وکړو د افغانستان ٢٨ صوبو ته د ورتللو موقعه په لاس راغله. کله چې د "دى مسلم" مالک اغا مرتضى پويا خپله سياسى پارټى حزب جهاد جوړه کړه نو مونږ محسوسه کړه چې اوس به زمونږ دپاره اخبار کښې پاتې کيدل ګران شى ځکه چې د اخبار دپاره Independent او غير جانبدارى لازمى وى او دا شان د ايډيټرې مليحه لودهى په مشری کښې مونږ څلويښتو، پنځوسو صحافيانو استعفى ورکړه. مليحه لودهى رحمت شاه اپريدى سره د The independent په نوم د اخبار راويستلو منصوبه جوړه کړه، اسلام اباد او پيښور کښې ئې دفترې هم اخستې وې شپږ مياشتې کار وشو خو اخبار راونۀ وتلو.
١٩٩١ء کښې جنګ ګروپ واله ؤ د دى نيوز شروع کولو اعلان وکړو نو مونږ ټول يو ځاې دى نيوز ته لاړو مليحه لودهى ئې ايډيټره وه او زۀ ئې دپيښور بيورو چيف ؤم او هم دا شان زۀ دهغه وخت راهسې تراوسه دى نيوز سره کار کؤم. وروسته بيا زۀ د دى نيوز ايګزيکټيو ايډيټر وټاکلی شوم خو زۀ پيښور کښې پاتې شوم، دسرحد او افغانستان کار ما سره دی.
س: تاسو افغان جهاد نزدې څخه مشاهده کړی دی، پاکستان او امريکائى ايجنسو به څۀ رنګ د مجاهدينو امداد کولو؟
ج: پيښور د افغان جهاد مرکز ؤ د مجاهدينو اووۀ جماعتونه وو چې مونږ به د پيښور ٧ په نوم يادول. ددې ټولو مرکز پيښور کښې ؤ ټولو افغان جهادى ليډرانو ګلبدين حکمتيار، برهان الدين ربانى، صبغت الله مجددى، مولوى نبى محمدى، پيرسيداحمدګيلانى او يونس خالص به اکثر پروفيسر عبدالرب رسول سياف سره دلته ليدل کتل کول.
افغان جهاد دپاکستان په مرسته د امريکې يو پراجيکټ ؤ دا تش د نوم د ازاد ملکونو د سوويت يونين خلاف او دکميونزم خلاف يو جنګ ؤ روس چې د ١٩٧٩ء دسمبر په اووۀ يشتمه حمله وکړه نو امريکې او يورپى ملکونو ته يوه ښۀ موقعه په لاس ورغله.
روس افغانستان ته په راتللو ډيره لويه غلطى کړې وه، هلته د دوى يو لک شل زره فوځ تر لسو کالو موجود ؤ خو ولې پوره کنټرول ئې ترلاسه نۀ کړی شو.
افغان جهاد د پاکستان د ائى ايس ائى او د امريکې د سى ائى ای ګډه منصوبه وه، امريکې ديوسپاهى د ضائع کولو نه بغير د افغانستان څخه لويه ګټه ترلاسه کړه. کميونزم ته ئې ماتې ورکړه او د سوويت يونين زوال هم دې ځاې نه شروع شو. هغه وخت چا ته دا پته نۀ وه چې دې خلقو ته چې وسله ورکولی شى او په خلقو جهاد کولی شى ددې انجام به څۀ وى؟ د هغې زور نن وځى، نن چې څوک امريکه خپله دښمنه بولى دا هغه خلق دى يا دهغوى بچى او يا طالب علمان دى چا چې د روس خلاف جنګ کولو.
س: د اوجړى کيمپ د چاودنې په شا د چا لاس ؤ؟
ج: په ظاهره خو به ددغه ځاې نه ډيره قيمتى او خطرناکه وسله سپلائى کيدله.د چاودنې په اړه کومه حتمى رائې ورکول ګرانه خبره ده ځکه چې مختلفې خبرې وې، څوک وائى چې وسله غائبه شوې وه دهغې د پټولو دپاره چاودنه وکړی شوه، خو زياته ممکنه خبره دا ده چې څۀ خاص سيف ګارډ نۀ ؤ، د وسلې بهرمار ؤ زما په خيال ددې سيمې دا يوه لويه بدقسمتى وه، چې سوويت يونين او امريکې دلته دومره وسله راوليږله او ذخيره ئې کړه اوس ددې کنټرول کول ګرانه ده دا خبره به هم دغسې روانه وى.
س: د سوويت يونين دا نخلاء نه پس پخپلو کښې د مجاهدينو جنګونه پيل شول او بيا طالبان راغلل، دا طالبان د چرته نه راغلل او دا تحريک څۀ رنګ شروع شو؟
ج: افغانستان کښې وړومبی Peoples Democratic party of Afghanistan وه. دې دوه ډلې وې خلقى او پرچمى، او د دوى جرړې هم اولس کښې نۀ وې. کميونسټانو فوځ کښې کار وکړو او په دې ذريعه ئې په اقتدار قبضه وکړه. دې ته انقلاب ثور وائى، ثور دهغوى يوه مياشت ده. دا انقلاب د ١٩٧٨ء د اپريل په اتۀ ويشتمه راغلو، کوم چې افغان ټولنې ته لوئې زيان ورسولو. د طاقت په ذريعه د راغلى دې انقلاب خلاف جهاد شروع شو کوم چې امريکې سپورټ کړو. يو عام تاثر دا ؤ چې د روسى فوځ د تللو سره سم به کميونسټ حکومت ختم شى خو ولې داسې ونۀ شوه.
د روس فوځ د ١٩٨٩ء د اپريل په پنځلسمه افغانستان نه ووتلو ولې بيا هم د توقعاتو برعکس د ډاکټرنجيب الله کميونسټ حکومت هلته پاتې شو ا و دا هم د امريکې، پاکستان او مجاهدينو لويه ناکامى وه.
١٩٩٢ء کښې د يو اين ديوې لوظنامې لاندې نجيب الله په استعفى ورکولو رضامندى څرګنده کړه خو د افغانستان څو ډلو چې پکښې احمدشاه مسعود او څو پرچمى او خلقى شامل وو، دا لوظنامه ونۀ منله او د ډاکټرنجيب الله د استعفى ورکولو نه ئې وړاندې په حکومت قبضه وکړه. د مجاهدينو حکومت راغلو خو دوى پخپلو کښې ونښتل.
صبغت الله مجددى د دوؤ مياشتو دپاره د افغانستان صدر وټاکل شو ا و دا ووئيل شول چې بيا به د څلورو مياشتو دپاره برهان الدين ربانى صدر وى ښاغلى مجددى دوه مياشتې پس انکار وکړو. پاکستان پرې دباؤ واچولو چې په لوظنامه دې عمل وکړی شى. څو ورځې پس په مجددى حمله وشوه نو وړومبی تور ئې په پاکستان ولګولو. چې ربانى راغی نو هغه هم څلور مياشتې پس د حکومت پريښودلو نه انکار وکړو. ٩٦ء پورې د ربانى حکومت ؤ، مجاهدينو خپلو کښې ډير جنګونه وکړل.
س: لوټ مار کوونکى خلق څوک وو؟
ج: دا هغه خلق وو چې ورسره وسله وه هلته هر بدلون د ټوپک په زور راغلی دی. کميونسټ د ټوپک په زور راغی، مجاهدين د ټوپک په زور راغلل، طالبان د ټوپک په زور راغلل او اوس چې کوم حکومت دی هغه هم د ټوپک په زور قائم دی ظلم زور دومره زيات شو چې خلق تنګ شو. دې حالاتو کښې کۀ زړو کميونسټانو هم څۀ کوشش کړی وی نو شايد چې خلقو به ئې هرکلی کړی وی ځکه چې خلق د مجاهدينو نه تنګ وو. طالبانو د موقعې نه فائده پورته کړه حالانکې هم دا طالبان وړاندې مجاهدينو سره ملګرى وو.
س: طالبان چا منظم کړل، قيادت ئې چا کولو؟
ج: طالبانو جهاد کښې مجاهدينو سره برخه اخستې وه. د دوى خپل مرکزونه وو. د دوى کمانډرانو او مشرانو جنګ کښې برخه اخستې وه چونکې مدرسه کښې دوى تعليم کړی ؤ ځکه نو دوى ته به ئې طالبان وئيل. دطالبانو مشر ملامحمدعمر وړاندې د مولوى يونس خالص په جماعت کښې شامل ؤ. دا واړۀ کمانډران وو، طالبان خو په حادثاتى توګه جوړ شول.
د ملاعمر کلی سنګهی سر قندهار سره نزدې دی، په هرات، قندهار روډ د مجاهدينو چوکی وې، ملاعمر ته معلومه شوه چې مجاهدين کمانډران قافلې لوټى، د ښځو بې عزتى کوى. ددې خلاف ملاعمر خپل ملګرى راجمع کړل او ددغه چوکيو او چيک پوستو خلاف ئې مهم شروع کړو. طالبانو ته دومره حمايت ترلاسه شو چې لوئې لوئې مجاهدين کمانډر هم ورته اودريدی نۀ شول. څوک وتښتيدل، چا ټوپک کيښودو او څوک طالبانو سره ملګرى شول. د طالبانو په اړه مختلفې خبرې دى چې ګنې دوى ائى ايس ائى رامنځته کړى دى يا امريکې جوړ کړى دى زۀ ددې خبرې ګواه يم، کله چې د طالبانو تحريک پورته شو نو زۀ وړومبی صحافى ؤم چې قندهار ته لاړم. دا د ١٩٩٥ء خبره ده پاکستان په شروع کښې د دوى حمايت ونۀ کړو. پاکستان کښې د بې نظيربهټو حکومت ؤ ا و جنرل نصيرالله بابر داخله وزير ؤ، د دوى دا خيال ؤ چې پاکستان به د سنټرل ايشين ملکونو سره د افغانستان په ذريعه تجارت کوى.
دپاکستان يوې قافلې تجارتى څيزونه د منځنی ايشيا رياستونو ته وړل چې مجاهدينو اودروله، او پيسې ئې ترې وغوښتلې، لکه څۀ رنګ چې به هغوى د ټولو نه مطالبه کوله. ا تفاقاً دغه دوران کښې د طالبانو تحريک شروع شوی ؤ نو دا تاثر خور شو چې پاکستان دخپلې Convoy د لارې جوړولو دپاره دا تحريک جوړ کړی دی حالانکې دا خبره نۀ وه. ائى ايس ائى ته هم په شروع کښې دا معلومه نۀ وه چې دا خلق څوک دى. ما هغه وخت دا وليکل چې دا خلق نوى دى، پنځۀ ديرش کلن زلمی ملاعمر ګمنام کمانډر ؤ ما له د ائى ايس ائى کافى خلق راغلل چې داخلق څوک دى.
البته کله چې دې تحريک زور ونيولو او په قندهار، هلمند، ارزګان او نيمروز ئې قبضه وکړه نو هر چا ئې نوټس واخستو. او ائى ايس ائى دوى سره اړيکې ټينګې کړې دوى ته ئې د امداد وړانديز وکړو، کوم خلق چې دا وائى چې طالبان ائى ايس ائى يا بل چا راوستل نو دا هغه خلق دى چې هلته تللى هم نۀ دى او نۀ ئې طالبانو سره ليدل کتل کړى دى کله چې دوى په هرات د قبضې کولو نه پس په کابل حمله وکړه نو په وړومبى ځل ئې ماتې وخوړله، او بيا ئې د ١٩٩٦ء د ستمبر په اووۀ يشتمه په کابل کاميابه حمله وکړه او کابل ئې قبضه کړو. په پيل کښې دوى دا خيال هم نۀ ؤ چې حکومت به کوى خو کله چې ورته حمايت ترلاسه شو او د دوى مخالف حکمتيار او احمدشاه مسعود وتښتيدل نو دوى ته حکومت ترلاسه شو.د دوى دوه مقصدونه وو يعنې امن به قائموؤ او اسلامى نظام به نافذوؤ. او شريعت به رامنځته کوؤ. طالبان تحريک کښې ٩٥ فيصده پښتانۀ وو. دې کښې غير پښتانۀ تاجک، ازبک، هزاره او ترکمن نۀ وو ځکه نو دا تحريک د پښتنو په علاقو کښې خو مضبوط شو خو ولې غير پښتو علاقو کښې کمزوری پاتې شو.
س: آيا دا خبره صحيح ده چې په نوى فيصده علاقو د طالبانو کنټرول ؤ؟
ج: دا خبره بيخى صحيح ده کله چې طالبانو په کابل قبضه وکړه، بيا ئې د افغانستان په مزار شريف، تخار، فارياب، جوزجان او بادغيس قبضه وکړه نو دغه وخت په نوى فيصده علاقو ددوى قبضه وه. صرف په بدخشان او د احمدشاه مسعود په مرکزپنج شير ئې قبضه ونۀ کړی شوه.
س: د طالبانو حکومت څۀ رنګ ؤ؟
ج: ګوره! د حکومت کولو تجربه ئې نۀ وه، طالبانو په مدرسو کښې ليک لوست کړی ؤ، د دوى خپل سوچ او ذهنيت ؤ دوى به صرف په طالب او ملاعمر اعتبار کولو، هم دوى د پاسپورټ مشران وو، هم دوى ريډيو او ائيرپورټ چلولو، پروفيشنل ته ئې موقعه نۀ ورکوله. د دوى هيڅ يوه اوږد معيار ده پاليسى نۀ وه. د جينکو په تعليم ئې بنديز لګولی ؤ، د کوم په وجه چې ئې لويه بدنامى شوې وه، بله دا چې د دوى د امرباالمعروف ا و نهى عن المنکر پوليس ؤ يعنې مذهبى پوليس، دوى سره به کوتکونه وو، په ګاډو به ئې سپين بيرغونه هسک کړى وو او بازارونو کښې به ئې ګزمه کوله. د خلقو ږيرې به ئې ناپ کولې چې پوره به نۀ وې نو سزا به ئې ورکوله.
د کومې ښځې مخ چې به ښکاره شو نو کوتک مارى به ئې پرې کوله خو ولې د دوى دوه خبرې د ستائنې جوګه دى يوه دا چې دوى مثالى امن و امان قائم کړی ؤ، پاکستان کښې په لکونو پوليس او دپيراملټرى خلق دى خو امن نشته ولې هلته به يو طالب ټوپک په لاس چمتو ولاړ ؤ، او چا به جرات نۀ کولو چې ګډوډى ئې پيدا کړی وی. د پيسو وغيره ګرځولو نه خطره نۀ وه.
يو وارې مونږ د جلال اباد نه کابل ته روان وو، زما ډرائيور ددې خبرې ثابتولو دپاره ووئيل چې مونږ د پټرولو دا ګيلن دلته پريږدو او مونږ هم هغه شان وکړل چې په بله ورځ راغلو نو ګيلن هم هلته خپل حالت کښې پروت ؤ.
س: ملاعمرسره ستاسو ليدل کتل کله شوى وو؟
ج: ملاعمر سره څو وارې زما ليدل کتل شوى دى، زۀ وړومبی صحافى ؤم چې هغۀ سره مې ليدل کتل وکړل، ما هغۀ سره مرکه وکړه، زما په ذريعه نړی ته معلومه شوه چې طالبان څوک دى، دې نه پس هم ورسره زما اړيکې قائمې وې، د ټيلى فون له لارې ورسره هم زما څو وارې خبرې اترې شوى دى.
س: اخرى ملاقات مو ورسره کله شوی دی؟
ج: اخرى ليدل کتل مې ورسره د ٢� � ١ء د اکتوبر د اوومې نيټې نه وړاندې شوی دی کله چې امريکې په افغانستان حمله وکړه.
س: د يوولسم ستمبر نه پس؟
ج: جى! د يوولسم ستمبر نه پس
س: هغۀ سره دې د امريکې دحملې په اړه خبرې اترې شوى دى؟
ج: بلکل شوى دى ما د هغۀ انټرويو کړې ده او ماسره ئې ريکارډ شته. په دغه موقعه ملاعمر ته ما وووئيل چې امريکه خو دحملې تيارى کوى. تاسو به څۀ کوئ، هغۀ ووئيل چې مونږ به ئې مقابله کوؤ. ما ووئيل چې مقابله به څۀ رنګ کوئ؟ هغۀ ووئيل چې مونږ سره د ايمان طاقت دی، ما ووئيل چې امريکا اسامه غواړى نو تاسو ئې ورته ولې نۀ سپارئ؟ هغۀ ووئيل چې مونږ به ورته اسامه ورنۀ کړو، مونږ ترې ثبوت غوښتی دی خو امريکې هيڅ ثبوت نۀ دی ورکړی. بيا مونږ دا ووئيل چې د مسلمان ملکونو عالمان دې راشى او مقدمه دې وچلوى خو امريکې دا خبره هم ونۀ منله، بيا ورته مونږ دا هم ووئيل چې کوم بل اسلامى ملک کښې دې مقدمه وچلولی شى خو امريکې دې ته هم غاړه ايښودل مناسبه ونۀ ګڼله ملاعمرووئيل مونږ به هيچرې هم اسامه امريکې ته ورنۀ کړو او کۀ د اسامه د حفاظت په لړ کښې زما حکومت هم له منځه لاړ شى او نيم افغانستان خو هسې هم تباه دی او کۀ نور هم تباه شى ولې بيا به هم مونږ اسامه امريکې ته ورنۀ کړو.
س: اسامه سره ستاسو ليدل کتل شوى دى؟
ج: جى! اسامه سره زما دوه ځله ليدل کتل شوى دى او دا د ١٩٩٨ء خبره ده وړومبی ملاقات مې ورسره د ١٩٩٨ء د مئى په پنځمه ويشتمه د افغانستان د خوست ولايت يو کيمپ کښې شوی دی. مونږ څوارلس پاکستانى صحافيان وو، درې ورځې هلته ايسار وو ا و مرکه مو ورسره وکړه. پريس کانفرنس کښې هغۀ ووئيل چې مونږ International Islamic front for jehad against Jews and Crusaders جوړوو او دا اعلان ئې وکړو چې زۀ خپل تنظيم "القاعده" دې کښې ضم کؤم. زما جهاد د امريکې او اسرائيل خلاف دی، په دويم ځل ورسره ليدل کتل د ١٩٩٨ء د دسمبر په اووۀ ويشتمه د قندهار نه بهر د شپې په يوه صحرا کښې شوی دی، زما په خيال هلمند ولايت ؤ، دا يو په يو ملاقات ؤ هغوى يو عارضى کيمپ جوړ کړی ؤ دې نه پس مې دوه، درې ځله ايمن الظواهرى سره خبرې اترې وشوې او يو ځل راته د اسامه يو خط ترلاسه شوی ؤ او دا ټولې خبرې د ٢� � ١ء نه وړاندې دى.
س: ملاعمر سره دې دا خبره شوې ده چې ګنې د يوولسم ستمبر چاودنو کښې اسامه Involve دی؟
ج: جى! بلکل دا خبره مې ورسره شوې وه خو تراخر وخته طالبانو دا خبره نۀ منله چې ګنې دا حمله اسامه کړې ده، هغوى به حيران وو چې اسامه سره دومره وسائيل شته؟ هغوى به په دې خبره باور نۀ کولو او خندل به ئې. مونږ به وئيل چې په اسامه دا تور پورې دی چې تنزانيه او کينيا کښې ئې د امريکې په سفارتخانو حملې کړى دى نو هغوى به خندل چې دا تن په يو ځاې نۀ ايساريږى، ددۀ ټوله سيکورټى زمونږ په لاسو کښې ده. او دۀ سره چې څوک ليدل کتل کوى نو وړومبی زمونږ نه اجازه غواړى، دۀ سره وسائيل نشته، دی زمونږ نه پس غواړى ا و ددې خبرې منلو ته خو بيخى تيار نۀ وو چې ګنې د يوولسم ستمبر حملې اسامه کړې دى. دا دهغوى سادګى وګڼئ يا اسامه خپله منصوبه دومره خفيه ساتلې وه، زمونږ څۀ ملګرى وائى چې دطالبانو خو هسې تش په نوم حکومت ؤ اصل کنټرول خود اسامه يا القاعده ؤ .
زۀ ددې خبرې منلو ته تيار نۀ يم، ما چې اسامه سره مرکه کوله نو د طالبانو نه اجازت اخستل وو ما ته اسامه وئيل چې د شپږو مياشتو راهسې زۀ دوى ته دا خبره کؤم چې امريکه په ما الزام لګوى او ما ته ئې ځواب ورکول دى، ما ته موقعه راکړئ چې زۀ ميډيا سره خبرې وکړم. يو رحيم الله راوغواړئ ځکه چې هغه دبى بى سى نمائنده او بل د الجزيره راوغواړئ خو طالبانو شپږ مياشتې زما خبره وځنډوله.
هغه ډير سخت غصه ؤ چې طالبانو ته دا پته نشته چې د ميډيا رول څۀ دی اودا شان هغه تر انټرويو ورکولو پابند ؤ. ما ١٩٩٨ء کښې خوست کښې په وړومبى ځل اسامه سره ليدل کتل او مرکه وکړل چې مرکه په بى بى سى وچليدله نو د قندهار نه د ملاعمر ټيلى فون راغی چې ما ستاسورپورټ اوريدلی دی، تاسو هلته تلى وئ؟ څۀ رنګ تلى وئ؟ ما ځواب ورکړو چې د شپې د غرونو په لاره. هغۀ ووئيل چې د ويزې نه بغير؟ ما ووئيل هو! د ويزې نه بغير. هغۀ ووئيل چا بوتلى وئ؟ ما ځواب ورکړو چې د پاکستانى تنظيم حرکت الانصار خلقو بوتلی ؤم، مونږ د افغان او پاکستان چيک پوستو Avoid کولو دپاره د شپې دوه، درې ګينټې په غرونو کښې مزل وکړو. هغۀ په قهر ووئيل چې د طالبانو د اجازې نه بغير څۀ رنګ انټرويو وشوه؟ زما يو بيان جارى کړئ چې افغانستان کښې زۀ حکمران يم او يو تيکى کښې دوه تورى نۀ ځائيږى. ملا عمرووئيل اسامه زمونږ ميلمه دی هغۀ ته مونږ اجازه ورکړې ده چې تۀ دلته اوسه خو په امنناکه طريقه، د افغانستان خاوره د نورو ملکونو خلاف مۀ استعمالوه.
س: د افغانستان خاوره د نورو خلاف مۀ استعمالوه بيان نشر شو؟
ج: بلکل په بى بى سى راغلو، اخبارونو کښې خپور شو، تاسو به حيران شئ ما ته پخپله ملاعمر ووئيل چې زۀ به اسامه قندهار ته راغواړم او تپوس به ترې کؤم، بيا هغۀ اسامه وغوښتو او تپوس ئې ترې وکړو چې دا ستا ملک دی او کۀ زما او اسامه ئې مجبور کړو چې بيان ورکړه. بيا ډاکټرايمن الظواهرى پخپله بيان وليکلو چې ملاعمر سره اسامه ليدل کتل وکړل او اسامه په ډاګه کړه چې زۀ دطالبانو وفادار يم. زۀ ملاعمر اميرالمومنين تسليموؤم. زۀ به د طالبانو د حکومت هره پريکړه منم، د دوى د پاليسی حمايت کؤم، او زۀ د افغانستان د قوانينو پابند يم.
س: ستاسو په خيال ا سامه تراوسه ولې ونۀ نيول شو؟
ج: ددې درې څلور وجوهات دى، وړومبی دا چې د هغۀ خوش بختى ده دويمه دا چې هغه ډير محتاط دی،دومره محتاط چې ما سره د مرکې کولو نه پس ئې هيچا سره مرکه ونۀ کړه.
س: حامدميرصيب ترې انټرويو کړې ده؟
ج: جى! حامدميرصيب دا دعوه کوى خو ما ته هيڅ پته نشته شايد چې ليدل کتل ئې ورسره کړى وى، زۀ په دې خبره تبصره نۀ کؤم، ما چې کومه مرکه کړې وه هغه باقاعده د سوال ځواب په شکل کښې وه، پراپر انټرويو، کۀ چرې هغه دا شان مرکه کوى نو بيا به دا پته ولګى چې هغه چرته دی، زمونږ فون هم ټيپ کيږى او مونږ پسې ډون هم کولی شى. چې چا سره د ليدلو کتلو دپاره ځى. اسامه Movement هم ډير احتياط کوى. ډير کم خلق هغۀ سره وى. ټيلى فون نۀ استعمالوى چا سره ليدل کتل نۀ کوى، دريمه وجه دا ده چې چرته هم دی خو هغۀ ته لوئې حمايت ترلاسه دی. څوک چې هغۀ ته پناه ورکوى هغوى ډير وفادار دى ځکه چې دهغۀ په نيولو د ٢٧ مليون ډالرو (يو ارب ٦٢ کروړ روپی) انعام دی او د ايمن الظواهرى د نيولو دپاره ٢٥ ملين انعام دی او دا دواړه يو ځاې دى، دا ډير لوئې لالچ دی او اسامه سره چې کوم خلق دى هغوى هيڅ لالچ نۀ کوى زما په خيال چې يو وړوکی شان ګروپ د دوى حفاظت کوى، څلورمه وجه د امريکائى انټيلى جنس ناکامى ده. د اسامه حمايتى خلق خو وائى چې کله به هم اسامه ګرفتار نۀ شى ځکه چې هغه په اخلاص دجهاد اعلان کړی دی خو ولې دا هم څومره د حيرانی خبره ده چې د يو تن د نيولو دپاره د نړی تر ټولو لوئې طاقت ټول وسائل استعمالوى خو ولې د يو تن په نيولو کښې ناکامی سر ه مخ شوی دی.دومره وسائل په تاريخ کښې د يو کس د نيولو دپاره کله هم استعمال کړی شوى نۀ دى، تاريخ کښې دا رنګ مثال نۀ ترلاسه کيږى.
س: دا وخت چې قبائيلى علاقو کښې کوم ملټرى اپريشن کيږى ستاسو په خيال ددې به څۀ نتيجې راوځى؟
ج: دا ټيک ده چې د محدود نوعيت دا اپريشن ٢� � ١ء نه شروع دی. کله چې د تورابورا پيښه رامنځته شوې وه نو کرمه او خيبر ايجنسی ته د امريکې په درخواست فوځ ليږل شوی ؤ چې کۀ د تورابورا نه د القاعده کوم خلق وتښتى نو چې هغوى پاکستان ته د اوړيدلو نه منعې کړی شى، خو د لوئې کچ ملټرى اپريشن د ٢� � ٤ء په مارچ کښې جنوبى وزيرستان کښې شروع شو. دپاکستان حکومت وائى چې مونږ د شرخوښو په مرکزونو قبضه کړې ده، د هغوى Bases مو تباه کړى دى.
دا خبره ترڅۀ حده صحيح ده ځکه چې وړاندې جنوبى وزيرستان کښې دهغوى اډې وې ا و اوس هغه نشته خو تاسو وګورئ څۀ رنګ چې عسکر ددې علاقې نه ووتل نو هغه خلق بيا واپس راغلل. زمونږ د اطلاعاتو ترمخه هلته غير ملکى موجود دى بلکې غير ملکى خو کم دى او خپل خلق زيات دى. په اصل کښې قبائيلى علاقو کښې جنګ غيرملکيانو سره نۀ بلکې دپاکستان قبائيلو سره کيږى څوک چې ځانونو ته پاکستانى طالبان يا مجاهدين وائى.
څرګنده ده چې خپلو خلقو سره جنګ کول نۀ خو د فوځ په مفاد کښې دى نۀ دپاکستان او نۀ د قبائيلى علاقو په حق کښې دى. هم پخپلو خلقو د ګن شپ هيلى کاپټرو استعمال د چا په مفاد کښې دی؟ آرټلرى په پوره پوره کلو حملې کوى او بلوچستان کښې هم دا رنګ فوځى کارروايی کيږى. کله چې تاسو هم په خپلو خلقو هم دا شان درنه وسله استعمالوئ نو يو خو دا د حکومت ناکامى ده چې دخبرو اترو په ذريعه ئې د مسئلې هواری راونۀ ويستلی شو، د فوځ تربيه دا شان نۀ شى کولی چې د ګوريلا کارروائيو مقابله وکړی شى. زما په خيال دا يو خطرناک صورتحال دی زما رائې دا ده چې حکومت دې فوځ د وزيرستان نه لرې کړى او د وړاندې په رنګ دې د فرنټئير کوريا مليشې په ذريعه کارروايی وکړى. هلته دفوځ خلاف نفرت پيدا کيږى او بيا دې ته کتل دى چې دا فوځيان څوک دى، د کوم ځاې اوسيدونکى دى، د امريکې په وينا هلته ٨� زره عسکر استول او د هغوى نه هغه کار اخستل چې هغوى کله کړی هم نۀ دی.
امريکه خوخپل مفاد کښې خبره کوى، پاکستان ته پکار دى چې خپل مفاد ته وګورى. ددې مسئلې حل فوځى نۀ دی. جنوبى وزيرستان ته وګورئ د خبرو اترو په ذريعه مسئله هواره شوه، د امن لوظنامه وشوه، شمالى وزيرستان کښې هم داسې کار کول پکار دى، ميرانشاه کښې څۀ وشول، ټول ښار خالى شو، زرګونه شمير خلق بې کوره شول.
س: دا تور تر کومه حده صحيح دی چې د قبائيلى علاقو نه خلق افغانستان ته اوړى ا و کارروايی کوى؟
ج: ګوره دا د امريکې ا لزام دی او شايد چې ور اوړى هم، کۀ پاکستانيان نۀ وى نو افغانان به وى، غير ملکى به هم وى، خو ولې دې ته هم وګورئ چې افغانستان کښې هره ورځ څومره حملې کيږى، زرګونه شمير خلق مرى، افغانان هم مرى، امريکائى هم مرى، دغه ټولې کارروايی خو ددې ځاې نه تللى خلق نۀ کوى. دې ځاې نه به خلق هم ځى ځکه چې کله هم دا شان پوله نۀ ده پاتې، کۀ تاسو تورخم ته لاړ شئ نو حيران به شئ چې په سلګونو کسان بغير ويزې او کنټروله ځى راځى بله خبره دا ده چې کۀ يو خوا دپاکستان ٨� زره فوځيان دى نو بلخوا امريکائى او افغان عسکر دى، د هغوى خو هم څۀ ذمه وارى جوړيږى هغوى دې ئې منعې کړى.
ټول صورتحال کښې دا هم په نظر کښې ساتل پکار دى چې افغانستان کښې دحامدکرزى سخت مخالفت موجوديت لرى طالبان دى، حکمت يار دی، نور خلق دى، دوى کۀ وړاندې خپل کور راټول کړى، هلته چې دا څۀ کيږى دهغې الزام په پاکستان نۀ شى لګيدلی.
آيا په کابل هم حملې پاکستان کوى؟ دپاکستان پوله چرته ده او کابل چرته دی. کمزورى حکومتونه دخپلې نااهلی پټولو دپاره هم دا شان خبرې کوى. دپاکستان حکومت هم دا رنګ کوى چې دبلوچستان د مسئلې په هوارى کښې ناکامی سره مخ کيږى نو وائى چې دې کښې غير ملکى لاس دی. کراچی کښې بم چاودنې کيږى، خلق مرى، غير ملکى لاس دی، ياره غير ملکيانو ته چا موقعه ورکړې ده؟ دا خوستاسو خپله ناکامى ده، تاسو امريت قائم کړی دی، خپلو خلقو سره او سياسى مخالفينو سره خبرې اترې نۀ کوئ. د طاقت په ذريعه د ستونزو هوارولو هڅې کوئ او کله چې ناکامی سره مخ کيږئ نو تور په نورو خلقو پورې کوئ.
دا شان افغانستان کښې کۀ کوم حکومت راغلی دی ، جرړې ئې نۀ وى، خلقى، پرچمى، کميونسټ د روس په ذريعه راغلل. مجاهدين امريکې او پاکستان سپورټ کړل، طالبان راغلل نو پا کستان سپورټ کړل، شمالى اتحاد ايران او روس سپورټ کړل او اوس حامدکرزی چا راوستی دی؟ د چا په زور حکومت کوى. ددې خلقو لوکل سپورټ نشته.
س: بلوچستان کښې وئيلی شى چې دغير ملکيانو لاس دی، دا کوم ملک دی؟
ج: څۀ رنګ چې ما وړاندې ووئيل چې خپلو خلقو سره خبره نۀ کوى، د دوى مسئلې نۀ هواروى نو بيا وائى چې غير ملکى لاس دی، غير ملکيانو ته څوک موقعه ورکوى؟ دوى وائى چې وسله راځى، ټيک ده چې داسې ده خو ثبوت ورکړئ. دا پنځم ملټرى اپريشن دی بلوچستان کښې چې د خپلو خلقو خلاف کيږى، دا خو د رياست ناکامى ده، د ګورنمنټ ناکامى ده، کۀ بلوچ وائى چې زمونږ وسائيل دى، مونږ ته دې په دې کښې جائزه برخه راکړی شى. نو د دوى دا خبره صحيح ده هغوى ته حق ترلاسه کيدل پکار دى. هغه پسمانده صوبه ده، د هغې زيات حق جوړيږى، ستونزې زمونږ په وجه پيدا کيږى اوتور په نورو لګوؤ. بهارت ګيله کوى چې پاکستان کشمير کښې مجاهدين سپورټ کوى نو کله چې انډيا ته موقعه په لاس ورشى نو هغوى به هم بدل اخلى.
س: ستاسو په خيال سرحد کښې د ايم ايم ای حکومت په سټائل کښې د پخوانيو حکومتونو نه مختلف دی؟ ددې کارکاردګى څنګه ده؟
ج: کله چې ايم ايم ای په اقتدار کښې راغله نو په شروع کښې واقعى چې د دوى حکومت مختلف ؤ، دې کښې عام خلق وو، شتمن او جاګيرداره خلق نۀ وو، دا عوامى خلق وو، ليدل کتل ورسره په اسانه کيدی شول، خلقو دوى ته په دې وجه هم ووټ ورکړی ؤ چې نور خلق ازمائيل شوى وو، دا يو بدلون ؤ خو ولې په مزه مزه دوى نه هم روايتى سياستدانان جوړ شول. دوى هم داسې کار شروع کړو څۀ رنګ چې به نورو خلقو کولو. دا ټيک ده چې څه لوئې سکينډل مخې ته راغلی نۀ دی شايد بيا وروسته رامنځته شى خو ولې هم هغه ووټ خرڅول وغيره کوم چې وړاندې وو، هم هغه شان د سينټ اليکشن کښې اتلسو شلو کسانو ووټ خرڅ کړو. کيدی شى چې اوس د دوى طبقاتى سټيټس بدل شوی او دوى کښې هم دګاډو، بنګلو او سهولتونو شوق پيدا شوی دی. د دوى خوريونه، وريرونه هم ټهيکداران شوى دى او هم هغوى ته ټهيکې ترلاسه کيږى.
وړومبی دوى وئيل چې شريعت بل منظورول دى، ټولو منظور کړو بيا ئې ووئيل چې دشريعت دپاره حسبه بل ضرورى دی ا و حسبه فورس به په دې عمل درامد کوى، حسبه بل هم منظور شو، صدر سپريم کورټ کښې په دې ټکونه وکړل. دوى هغه اعتراضات لرې کړل. اوس وائى چې بيا به دا راولو خو اوس وخت تير شوی دی، اوس به هيڅ بدلون رانۀ شى.
د ايم ايم ای خپلو کښې ډير اختلافات دى، دجماعت اسلامى ا و جمعيت علماء اسلام خپلو کښې په هره مسئله اختلاف دی، زمونږ خو دا خيال ؤ چې جماعت اسلامى سره ډير لوستې خلق دى او تجربه کار ورسره موجود دى دوى به بدلون راولى، خو مونږ حيران شو چې دوى سره هيڅ پلاننګ نۀ ؤ. ا وس هم خلق نورو ګوندونو نه خفه دى، دې پارټيو کښې هم سخت اختلافات دى هر ګوند ويشل شوی دی. دې نه ايم ايم ای ته ګټه ترلاسه کيږى ګنې نو د دوى کارکردګى ډيره کمزورې ده، سرحد کښې اولس ډير مايوسه دی، انتخاباتو کښې دوى د طالبانو نوم پکار راوستو چې مونږ د طالبانو ملګرى يو، اسامه ئې د اتل په توګه وړاندې کړو خو کله چې دوى ته حکومت په لاس ورغلو او پته ورته ولګيده چې د اسامه، القاعده او طالبانو نومونه خطرناک دى نو دوى نه ئې ځانونه لرې وساتل دوى ووئيل چې نه مونږ طالبان نۀ يو مونږ خو د ووټ په ذريعه راغلى يو او طالبان د ټوپک په ذريعه راغلى وو، دا دوه رنګى ده، زما په خيال راتلونکى وخت کښې به دوى ته دومره حمايت ترلاسه نۀ شى.
س: صحافتى ذمه واريو کښې خو دباؤ هم پريوځى، څۀ داسې دباؤ چې اوس تاسو ته يا د وى؟
ج: دباوونه خو وى، ګيلې مانې وى، ټيلى فونونه هم ځى راځى خو زمونږ کار داسې دی کوم ته چې د نيشنل سيکورټى مسئلې وئيلی شى. په قول د هغوى دوى هره فيصله او هر کار قومى مفاد کښې کوى.
دوى ګڼى چې نور خلق د ملک وفادار نۀ دى، دوى دا ګڼى چې ګنې هم دوى وطن پال د او نور خلق وطن پال نۀ دى هم دا شان معاملو سره مخ کيدل وى، زما په خيال داسې خلقو ته اختلاف رائې زغمل پکار دى. رښتيا خبره د اولس په مفاد کښې وى. د حکمرانې طبقې رښتيا د هغوى مفاد دی، نو دا شان د دړکو ډک ټيلى فونونه راځى، ګمنام ليکونه راځى.
س: اخرى سوال! نن پاکستان کښې صحافت څومره ا زاد دی او ترکومه حده پابند دی؟
ج: ګوره! کله چې ١٩٨٥ء کښې وزيراعظم محمدخان جونيجو ايمرجنسى لرې کړه ا وبنيادى حقونه ئې بحال کړل، نو دهغه وخت نه د پاکستان د صحافت د ازادی دپاره د يو زرين دور اغاز وشو. دا ټيک ده چې ستونزې شته خو ولې صحافت ازاد دی، مونږ کارکنان صحافيان يو، مالکان زيات اهم دى. د دوى کنټرول وى.Self-Censorship هم شته دی چې مونږ پخپله هم فيصله کوؤ چې داسې څيز ورکول پکار نۀ دى چې خطرناک وى. د بهر خلق حيران وى چې د فوځى جرنيل په موجودګی کښې کافى ازادى ده، کله چې د ١٩٩٩ء د اکتوبر په دولسمه جنرل مشرف په حکومت قبضه وکړه نو ما ته د بهر نه ډير ټيلى فونونه راغلل چې ټينکونه چرته ولاړ دى، تاسو ته خو به ډيره لويه مسئله وى، جنرل مشرف ته دا کريډټ ورکول پکار دى چې په پريس کښې ئې بنديز ونۀ لګولو، شايد چې دا هم د دوى د کاميابی راز دی.
Interview with Rahimullh Yousafzai
-
بېرته شاته |