(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډولئ

کلتور د يو قام د ژوند ژواک، طور طريقو، رسمونو، رواجونو او رواياتو عکاس وي او د هر قام پيژندګلو د هغه قام د کلتور په ځانګړنو کيږي، پښتون قام هم دمعلوم تاريخ ترمخه د نړۍ په مخ د تيرو پنځوؤ زرو کالو څخه ژوند کوي او يو داسې غنى او سپيځلى کلتور لري چې د پيړيو پيړيو باوجود دغه کلتور خپل ارزښت او اهميت دلاسه ورنۀ کړو، خو ولې دا چې کلتور په يو ځاې ولاړ يا په يو شکل نۀ پاتې کيږي او وخت په وخت پکښې بدلونونه رامنځته کيږي پښتون کلتور هم نن د يو لړ بدلونونو شاهد دى او ډير هغه روايات چې دغه کلتور پخوا پخپله لمنه کښې لرل د وخت د تقاضو ترمخه نن د پښتون اولس د ذهنونو څخه په وتلو دي او ځاې ئې په تندۍ سره نوي رسمونه او رواجونه نيسي. ډولۍ هم دپښتون کلتور يوه قديمه برخه ده چې د پيړيو پيړيو راهسې ئې پښتانۀ د نوم سره اشنا دي او د پښتو په فولکلورى ادب کې ئې په ځانګړي ډول ځاې موندلي دى خو ولې نن د سائنس او ترقۍ په تيز رفتاره دور کې د ډولۍ رواج د پښتنو د ښاري سيمو څخه په تندۍ سره وتونکى دى او ددې ځاې سينګار کړى شوې موټرې نيسي! البته په کليوالو سيمو کې اوس هم د ډولۍ رواج وجود لري. ډولۍ چې د وادۀ په مهال دجنج په وخت استعماليږي يوه وړه شان زانګو وي او عموماً د لوخې په بون بوڼل شوې وي د يو نيم ګز څخه تر دوؤ ګزو پورې اوږدوالى او هم په دې اندازه پلنوالى لري په منځ کې ئې يو لرګى ورکړل شوى وي چې دغه لرګى د ډولۍ د يو سر او بل سر څخه تقريباً يو يو ګز رابهر شوى وي او کله چې د وادۀ په موقعه د وادۀ د زلمي کورنۍ په ناوې پسې د هغې کورته جنج يوسي نو دجينۍ کورنۍ د وړاندې نه د ډولۍ بندوبست کړى وي. دغه ډولۍ اکثر دکلي د کسب ګرو يا بټيارانو کره پرته وي او هغوي ترې د وادۀ په موقعه کار اخلي د کلي کسب ګر ډولۍ باندې سره بنارسۍ وغوړوي او لاندې ترې د ناوې دکښيناستو دپاره توشک يا تولائي خوره کړي کله کله د ډولۍ د وړلو وظيفه هم دغه کسب ګر ترسره کوي چې ددې په بدل کې دۀ ته يو معقول رقم ورکول کيږي خو ولې په زياترو سيمو کې خلق په کسب ګرو ډولۍ نۀ وړي. ډولۍ ته د خيژولو دپاره ناوې د قران شريف په سيوري کې همزولې جينکۍ او خپلوانې راپاڅوي او تر ډولۍ ئې په داسې حال کې راولي چې ناوې په چغو چغو ژاړي او د کور کلي ښځې هم ورسره ژړا کوي. ډولۍ ته د ناوې د ختلو په وخت د ډولۍيو طرف او بل طرف ته د جينۍ خپلوانو څادرونه نيولي وي او ناوې په مکمله پرده کې ډولۍ ته وخيژوي په دغه موقعه د جينۍ د کورنۍ لخوا ناوې ته په غيږه کې قران شريف هم ورکول کيږي چې دغه قران شريف ناوې بيا ځان سره په ډولۍ کې د زلمي کور ته وړي. کله چې ناوې په ډولۍ کې کيښنول شي نو ډولۍ ته د ناوې وروڼه، ماماګان، پلار يا نور نزدې خپلوان اوږه ورکوي او ډولۍ پورته کوي د ډولۍ د پورته کيدو سره سم د هلک کورنۍ د خپلو ټوپکو تمانچو او کلاشنکوف خلې د اسمان طرف ته ونيسي او داسې ډزار جوړ کړي چې په زړۀ کمزوري خلق، ماشومان او زنانه په غوږونو کې ګوتې ورکړي او د ډزو دغلي کيدو سره سم ماشومان جينکۍ او ښځې د "اله اله" چغې پورته کړي او ددغه چغو نه وروستو په ډولۍ پسې روانې ښځې او جينکۍ چې تمبل هم دځان سره لري، په تمبل وهلو لاس پورې کړي او د هلک تر کوره د ډولۍ رسيدو پورې په ټوله لاره خپلې رواياتي فولکلوري سندرې وائى. ددغو سندرو په منځ کې په ټوله لاره د هلک خويندې يا نورې زنانه بار بار په ډولۍ پسې روانو ښځو او ماشومانو ته وائي "اله وباسئ اله" او ددغه نعرې سره د "اله اله" نعرې ټوله فضاء په سر راواخلي زلمي او مشران چې اکثره د ډولۍ مخکې روان وي هغوي تر د هلک د کوره پورې د خپلې خوشحالۍ اظهار د هوائي ډزو په ذريعه کوي او د وادۀ زلمى هم د ډولۍ نه مخکې مخکې سهرې په غاړه روان وي چې په دغه دوران کې اکثره د وادۀ د زلمي همزولي او ماشومان ددۀ د تنګولو دپاره دۀ سره مختلفې ټوقې او شرارتونه کوي کله د وادۀ زلمي باندې ګند غورځوي، کله په پټه سپيړه ورکوي او کله کله خو داسې عمل کوي چې هغه د زلمي دپاره هيڅ د زغم وړ نۀ وي خو ولې په دغه موقعه زلمي خپل ځان کلک کړى وي او دهر چا هر عمل ته فقط په خندا جواب ورکوي، ډولۍ چې عموماً د يو کلي نه تر بل کلي پورې په اوږه وړل کيږي کله چې دهلک او جينۍ د کورنۍ ترمنځ فاصله د دوؤ دريو کلو مټرو څخه سيوا وي نو بيا ډولۍ تر څۀ ځايه په اوږه يوسي او دهغې نه وروسته ناوې د ډولۍ څخه کوزه او په ګاډي کې کيښنولى شي منزل ته د رسيدو وروسته بياناوې د ګاډي څخه په راکوزيدو ډولۍ کې کښينولى او د هلک تر کوره په ډولۍ کې رسولى شي خو دا چې اوس د سيالۍ دور دى، سائنس اوټيکنالوجۍ خلقو ته نوې نوې اسانۍ ورکړې د پښتنو دغه زړۀ پورې روايت هم په ښاري سيمو کې د خلقو نه په هيريدو دى او اوس د زلمي کورنۍ د جنج په وخت ځان سره دموټرو يو لوئې قطار روان کړى او د جينۍ د کور مخې ته سينګار کړى شوي موټر اودروي. ناوې په دغه موټر کې کښينولى او دهلک د کوره پورې رارسولى شي. - بېرته شاته