(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
د ګلونو استاد د خالاتو په بدلون کې
د ګلونو استاد يې ځکه بولم چې نوم يې په ګل سره شروع کیدو،او په ریښتیا سره یو ګلالی،او د ښو اخلاقو یو نمونه سړی و او هر چابه دده تر څنګه ځان داسې محسوساوه لکه د ګلونو تر څنګه لکه د خوشالۍ او پسرلي تر څنګه .استاد له موسکا ډکه خوله،او مهربان زړه درلود د لویو او ماشومانو عزت یې کاوه،او د دوی په ستونزو به یې ځان خبراوه ،او د امکان په صورت کې یې هر رنګه مرستې هم ورسره کولې د ګلونو استاد دومره محبوبیت درلود چې په کلې او ښوونځې کې به داسې انسان زده کوونکی او یا ښوونکی نه وي چې ورته په زیات
قدر او احترام نه وي قایل استاد په ښوونځي کې د انګلیسي ژبې درس تدریساوه،اود ښه استعداد او پوهي له برکته د ښوونکي له دندې علاوه د سر معلمۍ او مدیریت دندو ته هم ورسیدو چي ټولې ورسپارل شوې دندې به يې
په پوره ایماندارۍ سره سرته رسولی د ګلونو استاد په کور،او کلي کې یو ځای له خپلو وروڼو سره په مینه،عزت،او اتفاق ژوند تیراوه،او په خپلو وروڼو هم دومره ګران وو چې بې له استاد به یې ډوډۍ هم نه خوړه،خو د افسوس خبره داوه چې هغه محال حالات ډیر کړکیچن شوې وو او د ګلونو استاد وروڼه له خپلو اولادونو سره پاکستان ته وکوچیدل ،خو استاد د پخوا په شان خپلې سپیڅلې دندې ته یې د کلي په ښونځي کې دوام ورکاوه هغه محال د پښتنو لوی واړه قومونه په کوچیدو و،له هرې خوا به د کډو کاروانونه روان ښکاریدل،خو د هغه وخت ظالم ،او په نورو پورې تړل شوي نظام چارواکو دومره هم نه کول چې خپلو وطنوالو ته ووایې چي:تاسې کومې خواته او د څه لپاره درومئ؟-چاته او ولې خپل رسیدلي فصلونه او باغونه پریږدئ ؟-چاته او ولې د خپلو نیکونو په وینو ګټل شوي افغانستان پریږدئ ؟-چاته او ولې په خپلو خاپیړو جوړ شوي کورونه او جوماتونه پریږدئ ؟ په ډیره خواشینۍ سره ملینونونه افغانان پرته لدې چې په خپلو کې سره اتحاد وکړي د ازادۍ جهاد لپاره مبارزه او جنګ له افغانستانه پیل کړي په ډیره اسانۍ سره خپل هر څه له لاسه ورکوي،او هغه ځای ته پنا وړي چې د یوه واحد او قوی افغانستان د زوال او نابودۍ سوچونه وهي، هلته، چې د پښتنو د یوالې دښمنان دي،هلته،چې د افغان اولس پر ضد لسګونو څارګرو شبکو کار کاوه ،هلته،چی د افغان اولس د وینو تږې تاریخې دښمنان و،او هلته چې د افغان اولس په ضد کلداره او نورې خاریجې پیسې مصرف کیدې د څولسیز په تیریدو سره نه تنها افغانانو ته بې شمیره مالي او ځاني تاوانونه ورسیدل ،بلکی د یو شمیر خلکو،او ډلو مفکورې او عقیدې دومر زیانمنې شوي چې د پاکستانه په بیرته راتګ یې په زرګونه افغانان لکه ډاکتران،استادان،د قوم مشران،د پوځ افسران دعلم او ادب خاوندان او داسې نوريې په مختلفو نومونو،او طریقو سره له خاورو سره خاورې کړل ،او لاتراوسه يې هم زړونه نه دي ساړه شوي د ګلونو پر استاد د پاکستانه راستانه شوي وروڼه د کوفر تور لګوي،او د ګډ کور په دروازه يې له دخول او خروج څخه منع کوي،او ترې غواړې چي د ځان لپاره د
کور په چهاردیوالي کې بله دروازه جوړه کړې.د ګلونو استاد هم مجبور شو کولنګ یې راواخیست،او د خپلو وروڼو په غوښتنه یې ځانته بله دروازه جوړه کړه،خو د کار کولو په وخت کې د ګلونوپر استاد لوی دیوال ونړول شو،او په ډیره خواشینۍ سره د تل لپاره یې له دي ظالمې ،او فاني نړۍ څخه سترګي پټې کړې نن دا دی د ګلونو امیر او استاد زموږ سره نه شته،او په هغه ابدې مرګونې هدیره کې یې ډډه وهلې ،چې راتلونکي خلک به موږ هم ورته وسپارې،خو د استاد یاد زما او د ډیرو نورو سره به د تل لپاره ژوندی پاتې وي
دوی که تورو خاورو میلمه کړې
موږ خوشال یو چې میلمه به شو د دوی
په درناوي
-
بېرته شاته |