(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
فخر افغان او زما خاطره
سريزه :
درنو لوستونکو !
۱- دا خاطره چې زه ليکم ، رښتيا خاطره ده . کيسه او يا ناول نه دی ، خو لږ لږ کيسی ته ورته دی او له اوس نه ( ۱۳۸۸ ) پنځه څلويښت کاله پخوا پيښه شوی ده . دا چې دا زما خاطره ده نو زما د خپل ژوند په اړه په کې ځينی يادونې کوم ، نه دا چې د بابا د ژوند په باره کې .
که وس مې وشو نو ښايي چې يو وخت د هغه د ژوند په هکله يو څيړنيز اثر وليکم ، خو د اوس د پاره ځکه په همدې خاطره بسنه کوم چې که هر څوک د بابا يوه يوه خاطره وليکي نو د هغه د ژوند او مبارزې بهير به بشپړ شي او که بشپړ هم نه شي نو زياته برخه به يې روښانه شی .
د ليکوال په مجله کې چې د محترم او مشهور ليکوال او د افغانانو په زړونو کې د ننه د ښه ځای خاوند نورالبشر « نويد » صاحب په مشرۍ په پيښور کې خپريږی د ۲۰۰۴ کال د جنوري په مياشت کې په دولسم ټوک – لومړۍ ګڼه کې د محترم محمد همايون خاطره خپره شوی وه . دغه خاطره (( د باچا خان د کفن او دفن د سترګو ليدلی حال » په نامه او ما ته ډېره په زړه پورې وه . ما هم همدا خاطره د « ليکوال » د مجلې د پاره ليکلی وه او له ټولو هغو محترمو کسانو نه مې په کې هيله کوله چې هر چا د بابا سره ژوند کړی وي د هغه په تړاو دې خپلې خاطرې وليکي چې د ژوند ټول اړخونه يې خلکو ته څرګند شي . دا چې ما خپله ليکنه د
« ليکوال » مجلې ته ونه شوه رسولی ، بښنه غواړم او نورالبشر « نويد » صاحب ته ښه روغتيا او خوښي او په قلم يې برکت .
۲- دا خاطره مې د بابا د مړينې د شلم تلين په مناسبت ليکلی وه خو زما سره په کمپيوتر کې د ليکلو او ټايپ کولو امکانات نه وو نو تر اوسه پورې پاتې وه .
اوس چې راته محترم ورور حکيم « روان » سينه وډبوله او لا په ( لافه ) يې راته وکړه چې په خپل کمپيوټر يې راته ټايپ او ويب پاڼې ته يې ورکړی نو له ده هم ډېره ډېره مننه کوم او په ګوتو يې برکت .
د خاطرې پيل :
د فخر افغان دا خاطره زه په داسی حال کې ليکم چې څو ورځې مخکې د هغه د مړينی د شلم تلين د لمانځل کيدو د پاره تياري نيول کېده . کله چې هغه وفات شو زه په شمالی کوريا کې وم او مسافر وم او اوس هم د هغه د مړينی په شلم تلين کې په هالند کې د پرديسۍ او کډوالۍ شپې ورځې تيروم او هغه هم په دې هيله چې يوه ورځ به مې دا د ناهيلۍ شپی ورځی په خپله خاوره کې د ځای په ځای کېدو په اميد بدلې شي .
نن ( ۲۹-۱۲-۱۳۸۶ ) چې په دې ليکنه پيل کوم بيګا ته د رسول الله ( ص ) د زيږيدو جشن او زمونږ د نوی لمريز کال لومړۍ شپه ده . دا به ۱۳۸۷ کال وی چې د ۱۳۸۶ کال پای ته رسوي . د وروستی ياد شوی کال وروستۍ ورځ او وروستنی ماښام دی . دا يو تصادف دی چې دغه دواړه جشنونه په يوه ورځ برابريږې ، خو په « پيښور » او « چارسده » کې اوس د شپې لس بجې او په کابل کې د شپې نهه بجې او دېرش دقيقې دي چې ددې ځای ( هاليند ) چې زه په کې اوس اوسيږم شپږ بجې کيږي .
په ۱۳۴۴ لمريز کال کې زه او زما سره زمونږ د رحمان بابا د ليسی يو شمير نور زده کوونکی چې يويې مير احمد « ګربز » چې په وروسته کې په بلغاريا کې د افغانستان لوی سفير ؤ او د خوشالخان د ليسی د دولسم ټولګی هلکان چې د هغوی له جملې نه يو يې هم سرفراز « مومند » چې بيا وروسته د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال شو ، هم راسره يو ځای وو چې د بابا ليدو ته ورغلو .
د کابل د ګرمۍ د وخت ماسپيښين ؤ او هغه په دارالامان کې په يوه حکومتی ودانۍ کې اوسيدو چې د سرکار له خوا ورته په مؤقتی ډول ورکړای شوی وه او د ميلمستون په توګه ترې استفاده کېدله .
مونږ چې دغې ودانۍ ته ورننوتو د ودانۍ ساتونکو او دهغې کارکوونکو راته اشاره وکړه چې دغې چمن کې کينئ .
ښه يخ او په زړه پورې چمن ؤ . ټول په کې کيناستو . د کارکوونکو له ډلې نه يو تن په بابا پسی د هغه د کوټې په لور لاړو .
بابا چې د کوټې نه راووت لږ د خوبه غوندې ښکاريدو ، ويده شوی خو به لا نه ؤ خو ښايي د غرمې د خوب د پاره به يې ايله ډډه اچولې وه .
زمونږ خواته چې راورسيدو موږ ټول ورته پاڅېدو او سلام مو وکړ . هغه هم راته وويل :
ستړی مشئ بچو ! څنګه راغلئ ؟ هغه وپيژندلو چې مونږ لږ سات ( ساعت ) مخکی د خوشال خان په ليسه کې د کنفرانس د پای ته رسيدو نه وروسته د هغه په موټر پسې شاته د ګوزرګا ( ګذرکاه ) تر پله پورې منډې وهلې وې .
مونږ هغه سړی ته چې د بابا د خبريدو د پاره مو کوټې ته ورليږلی ؤ هم ويلی وو چې ورته ووايه چې د خوشال خان خټک او رحمان بابا د ليسو د دولسمو ټولګيو زده کوونکی دې ليدوته راغلي دي .
کيدای شي چې يا به همدغه سړی ورته پوره احوال ورکړی وي چې ددغو ليسو زده کوونکی در سره ګوري او يا به هغه زمونږ له ډلې نه يو شمير کسان په څېرو پيژندلی وي .
چې څنګه زمونږ په خوا کې له سلام اخستلو نه وروسته ودريدو نو وې ويل :
بچو څنګه راغلئ ؟
مونږ ورته په ځواب کې وويل :
بابا غواړو ستا سره وګورو !
هغه وويل :
مونږ او تاسې خو همدا اوس لږ د مخه په کنفرانس کې يو ځای وو اوسره ومو ليدل ، بيا څنګه زر ليده کوئ ؟
ټولو هلکانو ورته په يوه غږ وويل :
مونږ نور چوپ نه شو پاتې کېدلې . مونږ نور په تمه تمه شپی ورځی نه شو تېرولې !
بايده دی چې مونږ نور خپل برخه ليک ( سرنوشت ) معلوم کړو . لومړی تا له راغلی يو او بيا به خپل تصميم نيسو . ستا نه وروستۍ مشوره غواړو !
هغه د « کينئ بچو » په غږ او د لاس په اشاره همدې د کابل د دارالامان يخ او شنه چمن ته کينولو
او په خپله را سره هم په دې شنه ځمکه کيناستو .
لوستونکو خو خامخا د بابا زياتې خاطرې او يادونې لوستلی او يا اوريدلی دی . همدارنګه د هغه د ژوند او مبارزو په هکله به يې هم ډېر څه ويلی او لوستلی وي ، خو دا زما يوه داسې خاطره ده چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې به مې له ياده ونه وځي او تاسو ته به هم کېدای شی په زړه پورې وي .
بله خبره داده چې دې خاطرې ما ته ډير لوی جرئت راکړ او په هغه سياسی او له اغزو نه په ډکه لار چې مې قدم ايښودلی و نور هم زړه ور او ګړندی شوم . د هغه په يادونه پوه شوم چې څوک د سياسی او د خلکو د ژوند د سمون د لارې د يارۍ په وندر کې سر ننباسی نو بايده دی چې زړه ورته سندان کړی ځکه چې په هغې کې د پلکونو ګوزارونه هم راپيښيږی ، او ډيره حوصله او بلهاری ( قربانی ) غواړي .
په هغه باندې زما عقيده او باور سل چنده شو . مخکې خو مې يواځې د هغه په اړه اوريدلی او لوستلی وو. خو اوس يې راته په عمل کې ثابته کړه چې د ضرورت په وخت کې هغه څومره سرښندنې او قربانۍ ته چمتو دی .
هغه څومره زړه ور انسان و او څومره هوښيار !
درنو لوستونکو !
زما د زيږيدو نيټه سمه نه ده مالومه ( معلومه ) خو مشرانو راته ويلی دي چې په هغو کلنو کې او يا هغو وختونو کې پيدا شوی يې چې انګريزان له هند نه ووتل او دغه لوی هيواد په هند او پاکستان وويشل شو .
زه چې لږ را لوی شوم او دومره شوم چې په خبره پوهيدم نو د لمر پيتاوی ته به په ډبه کې د نورو ماشومانو او خلکو سره يو ځای ناست وم . په ډبو او جوماتونو کې لا تر دې کلونو پورې د انګريزانو او ګوره ګانو ( ګورګه ) خبرې تازه او هر چا به ورسره علاقه درلوده .
په دې خبرو او مشخولتياوو کې به تل د خان عبدالغفارخان او دسرخپوشانو او خدايی خدمتګارانو د غورځنګ چې بنسټ يې په ( ۱۹۲۸-۱۹۲۹ ) کې ايښودل شوی ،يادونې کېدې .
زه هم ورو ورو د باچاخان د نامه سره اشنا شوم او ډېره پاملرنه مې هغه وخت بابا ته راوګرځيده چې زمونږ د کلی خلکو به په خپلو منځو کې ويلی چې :
(( بابا د برخې خاوند دی )) د برخې خاوند زمونږ په کلی کې هغه چا ته ويل کيږی چې يو لوی پير ، ستانه او زيارت وي . هغوی به ويل چې : ځکه د برخې خاوند دی چې يو خو يې لاسونه له ځنګنو اوږده دی او بل دا چې د همدې برخې د خاوندتيا په برکت يې له هندوستان نه انګريزان وويستل .
زمونږ په کلی کې کوزنۍ ( پيښورئ ) خبرې ډيرې زياتې کېدلې . دومره زياتې او عادی لکه ته به وايې جې زمونږ کلی او پيښور دواړه په يوه سيمه کې پراته دی او په منځ کې يې د ټوټی پرده ده چې خبرې ترې اوريدل کيږی خو يو بل نه شی ليدای ، په دې مانا ( معنا ) چې که سهار به په پيښور کې کومه پيښه وشوه ، ماښام به يې زمونږ کلی ته احوال را رسيدلی ؤ او که په هماغه ماښام به را ونه رسيدو نو سبا ماښام به ترې زمونږ ټول کلی خبر ؤ .
زمونږ د کلی نوم (( سرکاڼو )) يا(( سرکاڼي )) دی . داکلی د کونړ په دره کې د کونړ مست او ليونی سيند ته په ختيځه ( ختيزه ) غاړه داسې نژدې پروت دی چې د اوړی ( دوبې ) د پشکال په وخت کې يې څپې د کلی د جوماتونو ديوالونه او بارې په پړق پړق څپيړو وهي . ځکه چې جوماتونه بيخی د سيند په سر پراته دی .
د سرکاڼو کلی ډېر لوی کلی دی ( لوی کلی ؤ خو اوس کنډر دی ) او کورونه يې يو په بل پورې نښتی دي . د خلکو په منځ کې په زر ( ۱۰۰۰ ) کوره کلی مشهور شوی خو د ځينو حکومتی چارواکو له قوله څلور سوه ( ۴۰۰ ) کورونه په کې شته . که په همدې شمير کورونه ومنو نو بيا هم ډير لوی کلی دی .
ددې کلی خلک په قام الکوزي د درانو پښه ده . او له اره ( اصله ) له کندهاره راغلی دي .
مرحوم (( تميم بابا )) چې ددې کلی ډېر زوړ سپين ږيری ؤ په ژمی کې يې د جومات د نغری په غاړه د سهار دمانځه نه وروسته خلکو ته د خپل ماشومتوب د وخت کيسه کوله او زه هم چې د هغه د کيسی په وخت کې لا ماشوم وم هم هلته د نغری د چرګۍ په غاړه ناست وم . هغه ويل : زمونږ الکوزيان چې دې کلی ته راغلل نو په هغه وخت کې يې شمير ټول ټال اتيا کورونو ته رسيدو خو اوس دادی زر کوره کلی حسابيږي .
دا الکوزيان د کندهار ښار په ختيځ کې پراته ول او د هغه ځای د (( سرې ولې )) د ايستلو نه دې خوا وو ته را کوچيدلی وو .
د کلی د يو شمير نورو سپين ږيرو او تميم بابا له خولې چې د کندهار د وخت چارواکو په دغو الکوزيانو زور اچولئ ؤ چې دا واله ( وياله ) يا کاريز به وباسئ او دا للمې ځمکې به د ځانونو د پاره په اووي ( اوبی ) ځمکو بدلوئ . خو د دوی ملا ورته ماته وه او د ويالی د ايستلو او کندلو نه را تښتيدلی وو او يا به يې د راتښتيدو کوم بل لامل ؤ.
دا قام (الکوزی ) د کونړ په بيلو بيلو سيمو او ځايونو کې لکه : سرکاڼو ، شونکړۍ ، شولتن او د اسمار په شاوخوا کې ميشت شول . د ننګرهار ځينو سيمو ته هم الکوزی ورخواره شوی چې د کونړ د الکوزيانو سره په يو وخت کې له يوه ځايه دې سيمو ته راکډوال شوی دي . د دوی د ټولو مرکزي ځای د سرکاڼو کلی دی ځکه چې هلته يې نفوس زيات ؤ . ددې کلی د اوسيدونکو په تذکرو کې له يوه سره تر ما پورې د الکوزی قام ليکل شوی او ثبت شوی خو يوه نيم سړی د الکوزی په ځای درانی ليکلی دی .
که څه هم اوس ددې کلی نوم ، سرکاڼی ( سرکانی ) يا (( سرکاڼو )) دی خو زما په اند (( سرکاڼی )) د هماغه قام نوم دی چې په تاريخونو کې يادشوی دی . زما په فکر (( سرکاڼی )) او (( ترکاڼی )) يو نوم دی خو يواځې د انګليسی ژبې د ليکوالو او له هغوی نه د تاريخ ليکونکو په اړونه ، راړونه کله (( سرکاڼی )) کله (( سرکانی )) او کله (( ترکاڼی )) ليکل شوی دی .
د ترکاني ( ترکاڼو ) قام د باجوړ په سيمو کې ميشت دی او دا کلی هم ددغه قام خاوره وه ، نو ځکه ورته (( سرکاڼی ، سرکانی ، سرکاڼو )) وايی . اوسنی اوسيدونکی يې ټول الکوزی دی .
د سرکاڼو او باجوړ تر منځ يو لوی غر دی چې د (( بوښتي )) په نامه ياديږی . ددې غره د بارانه اوبه له سر نه اپلو باجوړ ته ځی او د غره د سر نه دې پلو سرکاڼو ته را بهيږی .
د ډيورنډ کرښه يې د همدې غره او ددې غره په لړۍ باندې له نن ( ۲۰۰۹ ) نه (( ۱۱۶ )) کاله پخوا يانې ( يعنې ) په (( ۱۸۹۳ )) کې تيره کړی ده .
سرکاڼيوالو ته باجوړ همدې غره ډېر لری کړی دی . خلک لومړی د (( ناوې )) نومې کلی ته خوځيږی او له هغه کلی نه بيا وروسته د (( شيخ بابا )) د غره سر ته او يا(( چمرکنډ )) ته رسيږي .
د داؤد خان د پوځی سفربرۍ نه وروسته چې په سرکاڼو کې يې د يو زيات شمير عسکرو خيمې په ډاګونو کې ودرولی وی ، نو د شيخ بابا د غره شاوخوا د (( ناوه پاس )) په نامه ياده شوه . دا نوم همدغو پوځيانو ورکړ ، خو زمونږ عام خلک ورته سر وايی . د هغه غره سر چې د شيخ بابا کلی او د سرکاڼو کرښه سره بيلوي .
د داؤد خان د سفربرۍ په وخت کې تر دغه څوکې پورې د افغانستان له خوا سرک وروه خيژول شو خو تارکول ( قير ) پې وا نه چول شول . د ناوې د کلی نه پاس کيڼې خوا ته له ټولو نه نژدې د (( چمرکنډ )) کلی دی چې له دې ځايه هم په هماغه پخوانی وخت کې د سورپوشانو او خدايي خدمتګارانو په ګټه يو شمير خپرونې خپريدې . په راوروسته کې د افغانستان خپرونې او په تيره تيره هغه خپرونې چې د پښتونستان د پاره به يې کولې ، همدې کلی ته له سرکاڼو نه ليږل کېدلې . د ملنګ جان شعرونه د کابل مجله او يو شمير نور نشرات به له دې ځايه چمرکنډ ، چارمنګ او باجوړ ته استول کېدل . له دغه ځايه لږ وراپلو د ناوه ګۍ کلی او ورپسې ښه اخوا ته چارمنګ او د باجوړ سيمې او کلی او د باجوړ (( ښار )) پروت دی .
ما لا تر اوسه هم دا لاره چې د سرکاڼو نه د (( شيخ بابا )) کلی ته او له هغه ځايه يا د باجوړ په لور او يا د پيښور په طرف تللی ، نه ده ليدلی .حتی د (( ناوی )) کلی چې د غره نه دې پلو پروت او د سرکاڼو په ولسوالی پورې تړلی دی ، نه مې دی ليدلی ،خو د ډېرو اوريدو له کبله د (( ناوې )) د کلی نه نيولی بيا تر شيخ بابا ، امبار ، د ساپيو کلی ، کاږه پاڼ ( کوګ پانډ )، لکړو، قندارو ډاګ ، غازی اباد (( غازی اباد چې د ترنګزو حاجې صاحب زيارت په کې پروت دی . او هغه هم په خپل وار د انګريزانو سره ډيرې غزاګانې او نه ستړی کيدونکی جدوجهد کړی او دلته د همدغې مبارزې له کبله د خپل ځای نه لری په دې ځای کې پاتې شوی چې دا نوم يې د هغه د نوم سره په ارتباط ( غازی اباد ) ايښودل شوی دی . هغه دې خدای ( ج ) وبښی او جنتونه دې نصيب شی . امين )) ، د مومندو کلی ، د خويزوقامونو کلی ، کړپه ، ناقی ، ګنداو ډېرۍ ، چارسده او بيا تر پيښوره پورې بلد يم . اوس خو مې د تورخم د لارې پيښور او چارسده ليدلی ،
ډېرۍ ، چارسده او بيا تر پيښوره پورې بلد يم . اوس خو مې د تورخم د لارې پيښور او چارسده ليدلی ، خو د غره د سر په لور ، ددغو ځايونو د ليدو ارمان مې لا تر اوسه نيمګړی دی .
زمونږ د کلی خلک او د ټول کونړ اوسيدونکی چې اکثره به پيښور ته په دې لاره پلي ( پياده ) تلل او راتلل نو د انګريزانو په وخت کې به يې د هغوی کيسې کولې او چې کله پاکستان جوړ شو نو بيا به يې د پاکستان .
زمونږ د کلي نژدې درييمه برخه په پيښور ښار کې ميشته ده . که څه هم د ډېرو کلونو راهيسی هلته اوسيږي خو کټ مټ د خپل کلی ( سرکاڼو ) د خلکو په شان ژوند کوي . ځانته د سرکاڼو په نوم خپل تواچی ( جارچی ) لري او که تواچی نه وی نو څو تکړه تکړه هلکانو ته دنده ورکوی چې ټول سرکاڼيوال د خپلې « ښې بدې » نه خبر کړي . تل يې غم او ښادي شريکه وي . که مړی وشي د قبر تيګی په وار ( نوبت ) سره هر څوک راوړي . که د چا واده ښادي وي ټول خپل کارونه پريږدی او په دغه ډول د خپل کليوال په « غم ښادۍ » کې ګډون کوی .
د سرکاڼو هغه اوسيدونکی چې په پېښور کې وو او لا اوس خو د پخوا نه ډېر دي ، خپل کلي ته تل تګ راتګ کوي . د ځينو ځينو په دې کلی کې کورونه او ځمکې هم شته او يو شمير کسانو يې په پيښور کې هم کورونه جوړ کړی دي . يو شمير يې که څه هم نالوستی او په خوارۍ مزدورۍ کې بوخت وو خو د سورپوشانو او خدايی خدمتګارانو په غورځنګ کې يې غړيتوب درلود . سرې جامې او سرې د سورپوشانو نښې نښانې به يې سرکاڼو ته راوړلې . اوس هم د دې کلی يو شميرپخوانی اوسيدونکی د نيشنل عوامی پارټۍ چې مشر يې د خان عبدالغفارخان نوسی ( لمسی ) اسفنديار ولي دی غړيتوب لری .
زمونږ د کلی خلک که له يوی خوا هلته لا تر اوسه داسې ژوند کوي لکه څه وخت چې پيښور او سرکاڼو دواړه يو وو ، نو له بلی خوا يې له خپل کلي نه هم مخ نه دی ګرځيدلی . يو بل سره خيښی او دوستی کوي يانی چې د يوې خوا هلکان د بلې خوا د جينکو سره کوژدنې او ودونه کوي او يا برعکس د بلې خوا نجونې د هغوی خواته وديږی . د کلی د سرکاڼيوالو او د پيښور د سرکاڼيوالو کليوالی لا په ځای ده .
د چا چې اقتصادی حالت ښه وی خپل مړی لا تر اوسه د سرکاڼو د کلی اديرې ( هديرې ) ته راوړی . څوک چې په عسکری کې وخيژی ( چې پچه يې وخيژی ) نو خپلې عسکرۍ ته راځی . (( اوس اوس خو د عسکرۍ حالت لږ بل ډول دی )) عسکری تيروی او بيا بيرته پيښور ته ځی او يا همدلته په کلی کې پاتی کيږي .
رښتيا چې زمونږ د کلی اړيکې له پيښور سره له ډېر پخوا نه ښې ټينګې وې او لاملونه يې دا وو چې : يو خو ټول خلک د مزدورۍ او کار د پاره هلته تلل . بل داچې که چا ته به کومه دوشمنی پيښه شوه نو له خپلو دوښمنانو نه به يې په پيښور کې ځان خوندي ګانه .
او که کوم نوي زلمی به په کور کې د مور او پلار سره څه شور زوګ ( زوږ ) وکړ نو مرور به شو او پيښور ته به وتښتيدو . ځکه خو په سرکاڼو کې دا ټپه ډېره مشهوره ده چې وايي :
پيښوره بختوره
د مور او پلاره مرور درله در ځينه
او بل لامل يې دادی چې : ددې کلی ټول شيان لکه ګوړه ، بوره ، چی ( چای ) ،مالګه او د ضرورت په وخت کې وړه ( اوړه ) او داسې نور ټول او يا زياته برخه به يې له پيښوره راتلل . دغه شيان به په خرو او يا قچرو ( غاترو ) راوړل کېدل . راوړونکو ته يې « جوپه وال » ويل کيږی او څوک چې به ددغو شيانو په پيره تللی وو نو هغوی ته به يې ويل چې په (( جوپه )) تللي دي .
د جوپې په تړاو په سرکاڼوکې د جينکو له خولې دا ټکۍ ( لنډۍ ) ډېره ويل کيږی :
وړه مې مه ورکوه پلاره - خره را له واخله چې جوپې در له کومه .
جوپه وال به يا د سرکاڼو وو او يا به د سره کمر . (( د غره د سر نه اخوا ته خلکو ته يې په ټوله کې (( سره کمريان )) او سيمې ته يې ورله (( سور کمر )) وايي .
ما تر ډېره وخته پورې د جلال آباد او کابل دخوا ګوړه او بوره نه وه ليدلی ځکه چې ټول دغه ډول شيان به د کوزې خوا ( پيښور ) نه راتلل . « د دواړو اړخونو ګوړه او بوره پيژندل کيږی » . هر څه چې به له کوزې خوانه راتلل نو ډېر ارزانه به وو . د رختونو او ټوټو ( تيکو ) د پاره څوک جلال آبادته نه تلل . يواځې د واده اصيله جوړه چې به چا اخستله نو د کابل او جلال آباد له خوا به ٍيې راوړله . ځکه چې هلته بارنی ټوټې خرڅېدې .
ليکين نور رختونه په کوزه خوا کې ډېر ارزانه وو . د واده نور سامان به لکه مسين ( ميسی ) لوښی ، بکسونه
( صندوقونه ) ، د سرو زرو ګاڼې او دغه راز نور ټول ضروري شيان به يې خامخا له پيښوره راوړل .
همدا تګ راتګ ، تماسونه او نژدې اړيکې او همدا مخکې نور يادشوی لاملونه دي چې زمونږ په کلی کې به د باچا خان د سورپوشانو او خدايي خدمتګارانو د ذرې ذرې خبرې کېدې او ما هم دا هر څه په ورکوټيوالی کې اوريدل او په يادو به مې پاتې کېدل . د ډبې ( وستل ) د خلکو په خبرو کې به داهم ويل کېدل چې « ګوره ګان » ( انګريزان ) زمونږ کلی ته هم راغلی وو خو بيرته زر لاړل .
د سرکاڼو د کلي ژبه ماته ډېره پراخه ښکاری . د ډېرو ځايونو اغيزه په کې شته او له ډېرو نژدې ځايونو ( کليو ) سره يې توپير هم ليدل کيږي .کله کله به ماته دا پوښتنه را پيدا کيده چې ولی زمونږ ځينی کلمې او ايستيلا ګانې ( اصطلاحګانې ) د ډېرو نژدې کليو سره فرق لری ؟ دا توپير حتا زموږ د کلی نه مخامخ د کونړ د سيند نه پورې غاړه د « ډنډونو » د کلی د خلکو سره هم ليدل کيږی .
دې ته اريان ( حيران ) وم چې ددې دوو کلو ( کليو ) په منځ کې خو يواځې يو سيند پروت دی او بيا هم ګړدودونه ( لهجې ) او خبرې يې سره فرق لري ؟
کله چې پيښور ته په خپله لاړم او څو کاله مې په کې تير کړل او له دې نه مخکې هم چې د پښتونخوا د ليکوالو او شاعرانو کيسې او شعرونه مې ولوستل نو ډېرې کلمې زمونږ د کلی او د هغوی ګډې وې .
همدارنګه ددې کلی په خلکو د کرښې نه اپلو د باجوړ ، سره کمر ، او شيخ بابا د ولسونو د تماس ، ددې کلي د الکوزيانو له کندهاره د ځان سره د راليږديدلی ژبې ، په خپله د کونړ د درې د چاپيريال ژبه او د پيښور سره د تماس ، دا ټول علتونه دي چې ددې کلی ژبه يې دومره پراخه کړی چې که ډېر څه پې ووايم نو لوستونکو ته به ځکه خوند ورنه کړی چې ګويا زه ددې کلی اوسيدونکی يم او هغه راته د نورو کليو نه ښه ښکاري . نه داسې نه ده .
که زه د خپل کلی ټولې ايستيلاګانې ( اصطلاحګانې ) وکاروم نو زيات خلک به پې پوه نه شی . « البته چې د هرې سيمی ايستيلاګانې لږی سختی او د بلې سيمې اوسيدونکی پې په اسانۍ نه شی پوهيدای »
هيله لرم چې دغه ايستيلاوې په يوه ټولګه کې راټولې کړم چې همدا اوس مې پې پيل کړی او خپرې يې کړم .
ځينی داسی ايستيلاګانې ، کلمې او ويې شته چې د خوشال بابا په شعرونو کې راغلی او حتا په کوزه خوا کې ورته هم څوک نه دی متوجې شوی . يانی چې مانا يې ورله په تيروتنه کړی .
کيدای شی چې دغه ډول کلمې د خوشال خان په وخت کې هلته رواج وې خو اوس مړې شوی وي . ليکين په سرکاڼو کې د عوامو ګړنۍ ( شفاهی ) ژبه کې لا تراوسه دود دي .
د خوشالخان بابا په شعر کې د يوې کلمې د دغه ډول پيښی يادونه به په بله ليکنه کې وکړم . ځکه چې په هغې يوڅه ليکل په کار دي، خو دلته زه يواځې د ځان ، خپل کلی ، او د باچاخان سره زمونږ د پيژندګلوۍ او خاطرې په تړاو ليکل غواړم چې د هغه ، زمونږ د سيمې ، دهغه وخت ، او دهغه وخت د شرايطو د يوې برخې انځور په کې وکړم .
زمونږ د کلی زړو ښځو به هم د باچاخان او د سورپوشانو کيسې کولې .هغو ميرمنو چې په پيښور کې يې کلونه کلونه ژوند کړی ؤ يا هغوی چې پيښور ته به د خپلوانو کره تللې وې او يا هغوی چې ددې ښار د لارې به د پير بابا زيارت ته تللې وې ، دغه کيسې تکرارولې .
دوی به د پيښور د کيسو نه علاوه د هغه ځای د ژوند د خوږو ترخو او د باچاخان په باره کې مونږ ماشومانو ته ډېر څه ويل . زما د ژوند په دې وختونو کې هغه ماته يو خيال او يا يو زيارت ښکاريدو . کله چې به چا د هغه نوم واخيست نو ما به فکر کاوه چې هغه به ددې کلی ( د سرکاڼو د کلی ) د زيارت يعنې د سرکاڼو د مياصاحب بابا په شان وي او چې کله مړ شی نو زيارت به پې جوړوي او خلک به لکه د مياصاحب بابا د زيارت په شان دده په قبر هم داسې دوا ( دعا ) کوي چې د زړه مراد به ترې غواړی او خپلې ستونزی به ورته بيانوی . که هرڅومره خبرې به مو واوريدې چې هغه يو سياستوال ( سياست پوه ) دی نو زمونږ د ماشومانو د پاره څه چې ان د ټولو کليوالو د پاره پې پوهيدل دومره اسان کار نه ؤ ، خو يره په دې ټول قانی ( قانع ) ووچې هغه د خپل قام غم خوري . خپله خانی او آرام ژوند يې پريښی او په زندانونوکې يې هډوکي وراسته شول .
څومره چې به په ډبه او اوجره ( حجره ) کې د بابا کيسی ډېرې کېدې هماغومره به زمونږ په ذهن کې ډېرې کيناستې او د هغه د ژوند سره بلديدو .
زمونږ په ټول کلی کې راديو نه وه چې د افغانستان په باره کې ترې کوم مالومات او خبر تر لاسه شی او د کابل – جلال آباد خوا ته ډېر تګ راتګ هم نه ؤ او په دغو ښارونو کې زمونږ د کلی څوک اوسيدل هم نه ، نو ددې خوا په تړاو به هيڅ خبرې نه کېدې . يواځې که کله کله به د پسرلی په پيل کې يو څوک د سخی صاحب
( حضرت علی کرم الله وجه ) د زيارت د پاره د کابل د لارې مزارشريف ته تللی وو نو د هغه ځايونو کيسې به يې کولې . دې کيسو ته به مو ځکه پاملرنه رااوښتله چې زمونږ د کلی منجړسيانو ( سندرغاړو ) به تل په لوبو کې د سخی صاحب يادونه کوله او دغه لوبې ( سندرې ) به زمونږ په ذهنونو کې کيناستې . دهغه وخت يوه سندره داوه :
سبا « نوروز » جنډه ودريږی
مخلوق غونډيږی
ډکې لاری درله راځی د هندوستانه
سخی بادار سلطانه
کېدای شی چې دابه د کوم کليوال شاعر پنځونه ( تخليق ) وه .
زمونږ د خلکو ډېره مخه همدې د پيښور خوا ته وه او زياتې خبرې هم د همدې ښار په تړاو کېدلې .
زه چې څومره راغټيدم همدومره مې د بابا د ليدو د پاره تلوسه زياتيده . داسې فکر مې هم نه شو کولای چې څنګه به يې وګورم ؟ په دې هم نه پوهيدم چې داسې امکان ولټوم چې هغه وګورم ، خو يواځې د هغه په هکله يو خيال راسره ؤ . کله چې د سرکاڼو د کلی په کليوالی ښوونځی کې واچول شوم نو د پيښور په اړه او د باچاخان په تړاو خبرې راته د يوې ورځې نه بلې ته روښانېدې . د کليوالی ښوونځی استاز صالح محمد« ګيله من » چې ډېره لوړه سويه يې درلوده او ښه شاعر هم ؤ د انګريزانو ، پاکستان او سورپوشانو ډېرې کيسی به يې کولې . استاز کوم رسمی او حکومتی ښوونځی نه ؤ لوستلی او کورنۍ يې له اره ( اصله ) زمونږ د غره ا خواته د « امبار » د سيمی نه راغلی وه خو اوس ددی کلی هميشنۍ اوسيدونکی کورنۍ وه .
چې د ښوونځي نه يانی د هغه وخت د کليوالی ښوونځي د دريم ټولګی نه خلاص شوم نو پښتو مجلې او ورځپاڼې مې لوستلی شوې . زما نورو ټولګي والو هم دا کار کولی شو . يو شمير خو يې لا زمونږ نه هم تکړه وو او نژدې ميرزايان وو. ځکه چې هغوی په جومات کې له ښوونځی نه مخکې هم ډېر سبق ويلی ؤ .
زمونږ کلی ته خو به تل په پوسته کې زياتې خپرونې راتلې او له دې لارې به شيخ بابا ، چمرکنډ ، ناوګۍ ، چارمنګ او باجوړ ته ليږل کېدې . داچې ددې څانګې ليکونکی ( کاتب ) زمونږ خپلوان و نو ددغو خپرونو يوه يوه ګڼه به يې ماته هم راکوله .او د لرې ( کوزې ) خوا په هکله پيښې او د دواړو خواو د شاعرانو او ليکوالو شعرونه او کيسی به مې په کې لوستلې . د کوزې خوا خپرونې به د جلال آباد د لارې دلته راتلې .
د سر نه ا خواته ( د غره دسر نه ا خوا ته ) ازادو قبايلو ته به کلنۍ تنخا همدې زمونږ په کلی کې ورکول کېده . قبايل به ډله ډله راتلل ، نغارې او سورنی به هم ورسره وو او مونږ ددې کلی ټولو هلکانو به مخې ته ورمنډې کړی .دلته په دې کلی کې د قبايلو په اړه د چارو ډېر مسوليت د محترم « جان صاحب » چې د چارمنګ اوسيدونکی ؤ په غاړه ؤ . بيا په راوروسته کې يوه برخه مسوليت د « ماما زرغون شاه» په غاړه شو . هغه د سپين غره د شينوارو اوسيدونکی ؤ او رسمی رتبه او رشته يې پوځي وه . نوموړی د داودخان په وخت کې د نورو پوځيانو او ملکيانو سره يو ځای د کودتا کولو په نامه غرغره ( پانسی ) شو .
جان صاحب او ماما زرغون شاه چې به زمونږ په کلی کې په يوه اوجره ( حجره ) کې اوسيدل نو راديو به يې هم د ځانونو سره راوړله . دغه راديو به ډېره لويه وه او په غټو غټو بطريانو به غږيده . پاس د کوټې په سر به يې يو جال هم خور کړی ؤ او له هغه نه به سيمی تار په راديو پورې ارتباط لاره چې هوا او اواز راديو ته راکش کاندي . يانې چې د اوسنی آنتن دنده يې تر سره کوله . له دې ځايه به کله کله د افغانستان په اړه د راديو د خبرونو په حواله زمونږ خلک له نويو نويو پيښو نه خبريدل . هر چا چې به دغه خبرونه اوريدلی وو نو په جوماتونو او ډبو کې به يې نورو ته اورول . ورو ورو زمونږ په کلی کې يو شمير نورو خلکو هم راديوګانې واخيستې ، په تيره تيره کله چې بې جاله او د راديو په دننه کې د بطريو د سيستم د ځای په ځای کېدو راديوګانې راووتې نو زمونږ په کلی کې راديوګانې زياتې شوې .
راديوګانې خو زياتې شوې ، خو د کلی د ولسی وګړو ټولې ټولنيزې او اقتصادی اړيکې هماغه شان د پيښور سره وې او د هغه ښار راديويې د کابل د راديو نه زياته اوريده . ددې خلکو نه يواځې دا چې ټولنيزې او اقتصادی اړيکې ، بلکې څه نا څه سياسی اړيکې يې هم په پيښور پورې تړلې وې . د ساري په ډول : کله چې به زمونږ د کلی يو شمير کسان له پيښوره راغلل نو د هغه ځای سياسی انځور به يې داسې کاوه :
يره ! په چارسده کې ډېر لوی عظيم الشانه جلوس راوتلی ؤ ( غونډه وه ) . باچاخان په کې خبرې وکړی ... همدارنګه فلانی او فلانی په کې ډېر څه وويل . زمونږ د کلی فلانی ماما هم ممبر ته ( سټيج ) ته جګ شوی ؤ او زړه يې تش کړ ...
او يا به يې ويل : يره زمونږ سورپوشانو ( خدايي خدمتګارانو ) ډېر ښه ښه کارونه وکړل او د مزدورانو قوی تنظيمونه يې جوړ کړل چې په کارونو کې ورسره مرسته وشي .
او يا داچې : سورپوشانو ( خدايی خدمتګارانو ) ډېر لوی جلوس « چوک يادګار ته » را ايستلی و او يو شمير کسانو په کې غټې غټې ويناوی وکړی ، خپل زړونه يې ښه تش کړل ، چې څه يې په خوله راتلل هغه يې وويل او سرکار يې ښه ډانډس کړ .
زه د همدغو خلکو د خبرو له برکته له جلوس ، چوک يادګار ، د محبت خان صاحب جومات ، ګينټه ګر ( د ساعت برج ) اندرشيربازار ، چوک ناصرخان ، يکه توت ، جرنيلی هسپتال او يو شمير نورو ځايونو سره په غياب کې بلد وم خو لا ليدلی کتلی مې نه وو . دې خلکو د هغو کسانو د ا خبرې هم زمونږ کلی ته راليږدولی وې چې ويل به يې په پيښور کې د سورپوشانو او خدايی خدمتګارانو په ضد يو شمير بې مانه او د انګريز له خوا ډک شوی خاينان ځينې داسې څه وايی چې زغمل يې ډېر ګران دي . د مثال په توګه د سورپوشانو او خدايی خدمتګارانو د تعليم اود ښوونځی د سياست په ضد به يې داسې لوبی جوړی کړې وې :
سبق د مدرسې وی
د پاره د پيسې وی
جنت کې يې ځای نه شته
په دوزخ کې به ګسې وی
دغه ډول يادونې د باچا خان د زما ژوند او جدو جهد په کتاب او يو شمير نورو خپرونو کې هم راغلی دی ، خو زمونږ کلی ته په ګړنۍ ( شفاهی ) ډول رارسيدلي دي .
ما چې ددې کلی کليوالی ښوونځی پای ته ورساوه او يو څه موده بيکاره وګرځيدم نو په ډېر تصادفی ډول د ۱۳۳۶ کال د کب د مياشتې په شپاړسمه نيټه د رحمان بابا په ليسه کې په څلورم ټولګی کې داخل شوم . د همدې کال ( ۱۳۳۶ ) د غبرګولی ( جوزا ) په مياشت کې مې يو ځل مخکې هم کوشش کړی و او د خپل ځای د پوهنې د مديريت مکتوب مې په کابل کې د پوهنې وزارت ته راوړی ؤ خو محترم « ډاکتر اکرم » چې په هغه وخت کې د ثانوی تدريساتو ريس و او يا که د کوم بل رياست ريس به و ، خو زما کار په همده پورې اړه درلوده . زما مکتوب چې د غبرګولی په مياشت کې اړونده چارواکی هغه ته وروړی ؤ نو هغه ورته ويلی ووچې اوس درې مياشتنۍ ازموينه تيره ده ، نو مونږ نه شو کولای چې هغه په سږنی تعليمی کال کې شامل کړو . د همدې کال ( ۱۳۳۶ ) د کب په مياشت کې دې بيا د مکتوب سره يو ځای راشی او د نوی تعليمی کال ( ۱۳۳۷ ) د پاره به يې ښوونځی کې داخل کړو .
په دې خبره زه ډېر خپه شوم او د کونړونو د يوې ولسوالۍ د ولسی جرګې په يوه استازی پسې لاړم او د سکالو ( موضوع ) په باره کې مې ورته وويل او هغه راسره ډاکتر اکرم ته لاړو . هلته راسره لاړو خو هغه ته يې دومره ټينګه خبره ونه کړه . که څه هم دوی په پارسی خبرې کولې خو زه پې ځکه پوهيدم چې زمونږ په کلی کې يو عسکری کنډک و چې د پوځيانو شمير يې ټول ټال درې سوه ( ۳۰۰ ) تنه کېدل او په هغو کې د هيواد د بيلو بيلو سيمو او ژبو عسکر وو . هغه عسکر چې به بازار ته راتلل نو زياتو به يې په پارسی خبرې کولې . زما د همزولی انډيوال او چمګری پلار په دې بازار کې د وچو ميوو اوکراڼې دوکان درلود . د پلار په ځای به يې اکثره وخت همدا زوی چې اول ګل نوميږی ناست و . زه به هم د ده سره زيات وخت په دوکان کې ناست وم او کله ناکله به مې ورسره مرسته هم کوله چې په عين حال کې مې پارسی هم زده کېدله . بل دا چې : « مراسلات » نومی کتاب مې هم د مانا سره ويلی ؤ .
دا وکيل زمونږ د ولسوالۍ نه ؤ خو زمونږ د کلی پخوانی اوسيدونکی او قام قبيله يې په دې کلی کې پرته ده او لا زمونږ په خپلو خپلوانو کې هم شميرل کيږی . هغه اوس له بلې ولسوالۍ نه انتخاب شوی ؤ.
په سبا يې د خپلې ولسوالۍ په وکيل پسې لاړم ، هغه له کابله تللی ؤ خو ورور يې راسره د پوهنې وزارت ته ولاړو . کله چې ډاکتر صاحب اکرم ته ورغلو نو هغه دې سړی ته هم وويل چې اوس وخت تير دی او په راتلونکی پسرلی کې به داخل شی . ماغوښتل چې نمرې مې په دوه ازموينو وويشل شی يانې چې شپږ مياشتنۍ او کلنۍ ازموينې ورکړم . په همدې ورځو کې په همدغو شرطونو يو زيات شمير نور هلکان په همدې درحمان بابا په ليسه کې زمانه لږ مخکې داخل شوی وو. له هغو نه هم درې مياشتنۍ ازموينه تيره وه ، خو ماته خدای ( ج ) هغه په بده څاټۍ ( اړخ ) را واړولو او زه يې نه داخلولم . هغه په قارشو او راته وې ويل چې بيلکل دې اوس نه داخلوم . له هغه نه دا ځل هم لاس اينځلی را پاڅېدو .
په هغه وخت کې په پاس پاس چوکۍ يانې د وزارت په چوکۍ محترم علی احمد « پوپل » ناست ؤ . هغه ته دغه ډول جريان چا تشريح کولای شو او دومره وخت ما واړه هلک ته چا راکاوه ؟
يواځې په سپين کاغذ يوه عريضه مې ورته وليکله او چې کله د دفتر نه راکوز شو او موټر ته وختو نو ورمنډه مې کړل او عريضه مې په موټر کې ورکړه . هغه بيله دې چې ماته څه ووايې فکر يې وکړ چې نوی عريضه يې کړی او د مکتب د داخليدو نوی امر اخلی . په عريضه يې داسې وليکل : « د ۱۳۳۶ کال د کب د مياشتې په پنځلسمه ( ۱۵ ) نيټه دې د رحمان بابا په ليسه کې داخل شی » . هغه زما له موضوع او جريان نه څه خبر ؤ او د سکالواو بهير ورته ما کله کټ مټ ويلی شو ؟ او ما نو کله د ډاکتر اکرم صاحب په هکله هغه ته شکايت کولای شو ؟ هغوی خو خامخا يو د بل خبره منله او يو بل ته به يې درناوی کاوه او نزاکتونه به يې سره ساتل . سره ددې چې ډاکتر علی احمد « پوپل » (( اوس وفات دی خدای دې جنتونه نصيب کړی )) پښتون او ډاکتر اکرم (( که ژوندی وی ښه روغتيا ورته غواړم او که وفات وی نو جنتونه دې په برخه شی )) شيه ( شيعه – هزاره ) ؤ . يو يې د پښتنو په پلوۍ او بل يې د هزارګانو په پلوۍ مشهور ؤ . هغه د چا خبره اور او اوبه سره يو ځای وو ، خو دا هم امکان لری چې په خپل منځ کې به سره جوړ ووچې د يوه وزارت په دغه رنګه چوکيو مقرر وو.
بس دا امر ( په عريضه راته ليکلی امر ) او خپل لومړنی د بيرته بيا راتګ او داخليدو مکتوب مې د ځان سره کلی ته يوړل او ددې کال ( ۱۳۳۶) د کب په مياشت کې د رحمان بابا منځنی ښوونځی ته ورداخل شوم . دغه منځنی ښوونځی د ( ۱۳۳۷) کال په پای کې په ليسه بدل شو .
د څلورم ټولګی په لومړنيو دوه ازموينو ( درې مياشتنۍ او شپږ مياشتنۍ ) کې مې اوچتې نمرې واخيستې خو په کلنۍ ازموينه کې د اپنډيسی اپريشن ( عملياتو ) له کبله د ازموينې نه پاتې شوم او په پسرلی کې مې بيا له سره امتحان ورکړ او پنځم ټولګی ته لاړم .
ددې ليسې چې په څلورمه کارته ( کارته چار – اوسنی نوم يې شېرشاه مينه ده ) کې د لوی جومات مخامخ پرته وه . په اتم ټولګی کې وم چې محترم اجمل « خټک » ورته راغی . که څه هم مونږ ددې ليسې زده کوونکو په خپل منځ کې په خاصو ورځو کې کنفرانسونه او ډرامونه جوړول او شعرونه او مقالې به مو په کې ويلې ، خو د خټک صاحب د راتګ په وخت کې په دې بيخی نه پوهيدو چې ده ته کوم شعر او يا مقاله ووايو او يا ورته کوم ډرام جوړکړو . زمونږ د لوړو ټولګيو زده کوونکو هم دا فکر يا نه ؤ کړی او يا داچې د ليسې چارواکو به ورته اجازه نه وه ورکړی . هر څنګه چې وه ، وه به خو مونږ خټک صاحب ته داسې پريټ ( رسم ګذشت ) وکړ چې ټوله ځمکه مو وخوځوله . تر دې ګړۍ مو د خټک صاحب په هکله هيڅ مالومات نه لاره ، خو هغه راته د پريټ نه وروسته وويل چې : (( ما ستاسو د پاره يوه د غيرت چغه ليکلی او يوه بله به هم درته وليکم )) !
تصادف ته ګوره چې په منی کې درسی کال خلاص شو او مونږ په رسختۍ ( رخصتۍ ) کلی ته لاړو نو يوه يا دوه ورځې وروسته زه زمونږ د بل کليوال چې هغه هم راسره د رحمان بابا په ليسه کې و او زمانه يو کال مخکې هلته داخل شوی و، کورته ورغلم . د هغوی اوجرې ته د ننه ورننوتلم په اوجره ( د پيښور په ژبه بيټک ) کې څوک نه وو . په کټ کې کيناستم . په يوه کتاب مې سترګې ولګېدې چې راوامې خيست پې ليکل شوی وو : « د غيرت چغه » څو شعرونه مې ورله ولوستل . څه وخت هلته په کټ کې ناست وم . څوک رانغلل. د غيرت چغه مې د ځان سره خپل کورته يوړه او لا تر ننه پورې مې هغه کليوال ته ونه ويل چې ما درنه ... راوړی ده . کليوال مې ددغه رنګه کتابونو سره څه چې د ښوونځی د کتابونو سره يې هم دومره علاقه نه لرله . د غيرت چغه ورته د شيخ بابا د غره دسر نه اپلو يوه پوه او عالم ځوان چې د خوشالخان د ليسې زده کوونکی ؤ راوړی وه چې دې ترې استفاده وکړی او يو څه سياسی فکر ورته پيداشی . خو د هغه په ځای ترې ما ډېره ګټه واخيسته . نژدې ټول کتاب مې په يادو زده کړ او په وروسته کلونوکې به مې بيا په مظاهرو کې ورله شعرونه د سټيج په سر په لوړ آواز مظاهرې ته او خلکو ته اورول ، خو اوس په دې وختونو کې به مې هر ماښام د نغری په غاړه زمونږ د کوڅې هلکانو ته ترې څو څو شعرونه لوستل او هغوی به چوپه خوله ناست وو
خو زما زړی مورصاحبې ( اوس دې خدای وبښی ) به ورته اوښی ( اوښکې ) تويولې او لا کله کله به يې په زوره زوره چغې کړی او له ډېرې ژړا نه به شټکېده . هغې به زياتو شعرونو ته ژړل خودې شعر ته لږ زيات :
د لويو لويو قدرتونو ربه
يو تمنا ده اوريدی شې که نه
ستا د سکڼی سکڼې ماښام نه لوګی
د چا د زړه لوګی ليدی شې که نه
....شعر نور هم اوږد دی ......
له دغه وخت نه په ډېرو را وروسته کلونو کې چې مور صاحبه مې لا ژوندۍ وه او ما دځان سره د رسمی وظيفې ځای ته ( د پولند هيواد ته ) بولی وه نو اجمل خټک له چکوسلواکيا نه پولند ته راغی او يوه ورځ زما ميلمه شو . چې کور ته راننوت مور ته مې غږ وکړ چې : راشه هغه څوک مې درله راوستو چې تا به يې پخوا ټول ژمی شعرونو ته اوښې بهولې او لا کله کله به دې په چغو چغو ژړل .
دا خو مې مخکې وويل چې خبره دې ته راورسيده چې د ژمی د نغری د غاړې ډېر تکرار او زما د خاصې مينې له کبله د غيرت چغه مې ټوله په يادو زده او حفظ مې کړه .
د سورپوشانو او خدايی خدمتګارانو خبرې خو می اسی هم ډېرې اوريدلی وې او په هغوی باندې د وخت د حکومتونو ( د انګريزانو او پاکستان ) له خوا د زندانونو او تنګسو د تيرولو نه خو لا پخوا خپلو کليوالو خبر کړی وم . اوس نو چې د يوې ورځې نه بلی ته او له يو کال نه بل ته مې د ښوونې ( تعليمی ) سويه کې هم توپير راتو نو ورو ورو په روحی ډول د سياست خوا ته ورکشول کېدم .
همدا د غيرت چغه وه او ددې چغې شعرونه وو چې په غونډو کې مو د محصلينو زيات پام ځانته راګرځاوه . کله چې د پوهنتون لومړی ټولګی ته داخیل شوم او دلړم ( عقرب ) د مياشتې د دريمې نيټی د شهيدانو کليزه مو لمانځله نو دشپې له خوا مو د پوهنتون په ليليه کې غونډه ( ميټنګ ) پيل کړه . زه چې د ميز سر ته وختم نو لومړی مې يو بل او بيا مې سمدلاسه د غيرت چغې دا شعر ولوست :
ِغټان غټان نيکان نيکان پيدا دی
دوی خو له ځايه جنتيان پيدا دی
راځی آ خوارو له جنت وګټو
څوک چې له موره دوزخيان پيدا دی
دغه ډول مې ورله نور ډېر شعرونه ولوستل او هر وار به هر شعر ته لاسونه په زوره زوره پړقول کيدل ( چک چکې به ورته کېدلې ). غوښتنه به رانه کېدله چې : بيا ووايه او بيا ووايه ! چې بيا به مې تکرار کړ نو بيا به هم ورته همدومره وخت چک چکې کېدلې .
کله چې له خبرو او شعرونو لوستلو نه وروسته له ميز نه را کوز شوم نو لومړی خو د پوهنتون د لوړو ټولګيو د محصلينو له خوا ډېر زيات استقبال شوم او بيا زياتو محصلينو قلمونه را وويستل او راته وې ويل چې دا شعرونه راته زر زر ووايه چې موږ يې ليکو . زما نه مخکې هم د خټک صاحب د غيرت چغې يونيم شعر زمونږ د سياسی فکر خاوندانو د تير کال په مظاهرو کې لوستلی او اورولی وو ، خو هغه ډېر لږ وو. داچې زما ټوله په يادو زده وه . نو په پله پسې مې ورله شعرونه تکرارول او د مظاهرو ( جلوسونو ) په برخه والو يې اغيزه شندله .
په محصلينو او مظاهره چيانو باندې اغيزه او د هغوی له خوا په درنو چک چکو زما بدرګه کيدل ، زما کمال نه ، بلکې د غيرت چغی د شعرونو کمال ؤ .
همدا د غيرت چغه او د تره کی صاحب د « څړه » نومی ناول و چې زه لا د پوهنتون محصل وم او ددې دوه کتابونو په برکت مې د سرکاڼو د کلي هلکان لومړی په سپيرو ډاګونو او بيا په اوجرو کې راټول او د ګوند څو کميټی مو جوړې کړې ، دا ( ۱۳۴۷ ) کال ؤ
دوی داسې تنظيم او وهڅول شول چې نښی نښانې يې بيا د غره دسر نه ا پلو ( د ډيورنډ د کرښې نه ا خواته ) هم ليدل کېدې . يانې هغه ښوونکې او مامورين چې د خوشال بابا د ليسی نه فارغ شوی وو، هم د دوی سره تنظيم او د ګوند غړی شول .
هغه وخت چې زه لا د رحمان بابا د ليسی زده کوونکی وم نو باچا خان مې څو څو ځله په کابل کې وليدو .
د ليدو ارمان مې پوره شوی ؤ ، خو د لری لری نه مې ليدو . هغه به د وږی ( سنبلی ) د مياشتی په نهمه چې د
« د پښتونستان » د ورځې په نامه د افغان دولت له خوا هرکال د پښتونستان په واټ او غازی لوبغالی ( ستيديوم ) کې لمانځل کيدله ګډون کاوه او د جشن په سيمه کې ( حضوری چمن کې ) د نورو کمپونو تر څنګ د پښتونستان کمپ ته به هم زموږ د ليسی او د خوشالخان د ليسی زده کوونکی او نور مينه وال مازيګر او د شپې له خوا ورتلل . اخير ددې وخت راورسيدو چې بابا مې له نژدی نه هم وليدو هغه به په غازی لوبغالی کې اوږده وينا کوله او دده په وينا به دغه ورځ لمانځل کېدله .
د جشن په وينا کې به خان عبدالغفارخان بر سېره په نورو سياسی او ټولنيزو مسالو دا ټکی هر کال په خپلو خبرو کې تکراراوه چې : پښتون ګولۍ ته ټينګ دی ، ټوپک او ماشيندار ته ټينګ دی او سينه ورمخکې کوی ، توپ ته ټينګ دی ، خو پيسې ته نه شی ټينګيدای . دا ولې ؟ ولې پښتون د پيسې په مقابل کې ...
په لومړی سر کې خو مې دې خبرې ته پام راواوښتو ليکين ډېر ژور تل ته يې نه شوم رسيدای چې دا څه مانا لری ؟ کله چې مې پيښور کې د کډوالۍ ژوند پيل کړ نو پوه شوم چې د باچاخان د هغې خبرې مانا څه وه .
په هغه وخت کې چې هغه دا د« پيسې » خبرې کولې نو په بره خوا کې لا ددغسې ستونزو له پلوه خير خيرت او کراره کراری وه، خو د لری پښتونخوا يو شمير پښتانه دا خبره بيا تکراروم « يو شمير پښتانه » چې د انګريزانو ميرات ( ميراث ) ورته پاتې و او په بډو او امتيازونو يې اموخته کړی وو او تل يې په دې تيرويستلی وو چې د پيسو په زور د باچاخان د غورځنګ په مقابل کې خنډونه جوړکړی او لا تر دغه وخته پورې يې خپلو دغو کړنو ته دوام ورکاوه او خپل شوم عملونه يې سرته رسول ، د « پيسې » په مقابل کې د ټينګې نه وو .
اوس د خدای فضل دی دغه د پيسو روحيه ورځ په ورځ مړه کيږی او پښتانه د يوې ورځې نه بلې ته را بيداريږی او کوم يو چې لا په دغه روحيه پاتې وی نو اميد دی چې ټول به ډېر زر د« پيسې » مخ ته لاړې تو ( تف ) کړی او د خپل بابا ارمان به پوره کاندي .
بابا په خپلو ويناګانو کې ددې يادونه هم کوله چې که د يوه افغان نه څوک تپوس وکړی چې ته څوک يې ؟
نو هغه وايي زه درانی يم . هغه بل وايي زه غلجې يم او هغه بل وايي چې زه محمدزی يم او هغه بل ...
که څوک د يوه امريکايي نه پوښتنه وکړی چې ته څوک يې ؟ نو هغه په ځواب کې وايي چې « زه امريکن ( امريکايی ) يم » . ښه نو تاسې ولې نه وی وې ( نه واياست ) چې : « افغان يم » !
تر دې وخته پورې چې لا زه د ښوونځی ( رحمان بابا د ليسی ) زده کوونکی وم ، برسېره په دې چې باچاخان ، اجمل خټک او يوشمير نور د کوزې خوا سياستوال ( سياستپوهان ) مې وليدل ، خان عبدالغنی خان او خان عبدالولی خان مې هم وپيژندل چې دواړه د بابا زامن دی . هغوی هم اوس د بښنې شوی خدای ( ج ) دې جنتونه نصيب کړی .
د بابا نوسی ( لمسی ) او د نيشنل د پارټۍ اوسنی مشر محترم« اسفنديار ولي » مې لا تر اوسه مخامخ نه دی ليدلی خو د تلويزيون په پرده باندې او د راد يو له لارې مې ورله غږ اوريدلی دی .
د ملنګ جان شعرونو خو لا پخوا د دوی د سيمی او کلی اشنغر او چارسدې او د دوی د جداو جهد سره بلد کړی وم .
د شهيد عبدالصمدخان اڅکزی په اړه مې يواځې اوريدلی ، خو په دې وروستيو کلونو کې مې د زړه ور او ستر شخصيت محمودخان اڅکزی سره په پيښور کې مخامخ کتلی دي . د هغه مفکوره د ډېرې ستاينې وړ ده .
زما د رحمان بابا د ليسی د زده کړو په پير( دوران ) کې له څلورمه تر لسم ټولګی پورې د سياست کوم څرک او نښې نښانې نه وې . ټول افغانستان په درانه خوب ويده ( بيده ) ؤ . د مشروطه غوښتونکو او ويښ زلميانو غورځنګ هم ځپل شوی ؤ ، خو يو شمير غړی يې لا په « څو » کې ناست او ژوندي وو . زمونږ او يا په نورو ښوونځيو کې چې به کنفرانسونه او ډرامونه کېدل سياسی رنګ به يې نه لاره . يواځې هغه وخت زمونږ په ليسه کې يو څه ګونګسی پيدا شول چې اوازه شوه ښځې به مخونه ښکاره کوی او څادريانې ( بوقرې ) به غورځوی . ګمان کوم چې ( ۱۳۳۹ ) کال ؤ . زمونږ په ټولګيو کې هم څه نا څه بحثونه پيل شول او له خپلو ښوونکو نه به مو په دې اړه پوښتنې کولې . زمونږ د ليسی يوزيات شمير زده کوونکی په دې خبره څه لږ و ډېر ستومانه او خپه وو. هغوی به ويل ولی د ښځو ستر ماتيږی ؟
پاتی برخی لپاره دلته ټک وروکړئ -
بېرته شاته |