(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
فخر افغان او زما خاطره دوییمه برخه
لومړئ برخی لپاره دلته ټک وروکړئ
زمونږ د پښتو ښوونکی قادرخان « وريت » چې ډېر پوهه ، هوښيار او د غټې حوصلې خاوند ؤ زمونږ د ټولګی د هلکانو پوښتنو ته يې ډېر قانی ( قانع ) کوونکی ځوابونه ورکول . هغه د ميرمنو د مخ لوڅۍ پلوی ؤ. هغه دا هم ويل چې دا کار به هر څوک په خپله خوښه کوی . يانی چې يوه ښځه به هم دې ته نه مجپوريږی چې په زور تری څادری و غورځول شی ، بلکې د هر چا خوښه که پټ مخ ګرځی او که څادری لری کوي . ما ترې تپوس وکړ چې استازه که مخونه لوڅ شی نو ډېره ګډوډی او بې ابی به پيښه نه شی ؟ يو شمير کسان به په مخ لوڅو ښځو يرغلونه ور نه وړی او لاس به ور وانه چوي ؟
هغه په ځواب کې وويل چې : نه ! ځکه چې سترګی د سترګو نه شرميږی . کله چې يو سړی يوه ميرمن په عذابوی او بيا ورته هغه ښځه په مقابل کې مخامخ سترګې برګې کړی نو سړی به خوا ته هم ورنژدې نه شي ، ليکين په بوقره کې خو ميرمنې بيچاره ګانې بنديانې وي او چاته هيڅ نه شی ويلی . د استاز دا خبره مې سمدلاسه زړه ته ولويده او باور مې پې وکړ چې « وريت » صاحب خو رښتيا وايي . د ټولګی ټولو زده کوونکو ددې استاز په خبرو قناعت وکړ . زمونږ ټولګی او په کرار کرار ټوله ليسه ددې پلوی شوه چې د ميرمنو په خپله خوښه مخ لوڅول يو متمدن کار دی او بايد چې مونږ يې مخالفت ونه کړو .
ډېره موده پس مو واوريدل چې په هغه وخت کې زمونږ د مکتب خواو شا ډېر د« ضبط احوالاتو» پټ پولسان ( پوليسان ) ګرځيدل او دولت ډاريدو چې د رحمان بابا ليسه کومه بلوا او شورش جوړ نه کړی .
نور نو تر لسم ټولګی پورې عادی کنفرانسونه او ډرامونه وو ، خو يره د ظلم ، رشوت ، غلا او نورو ټولنيزو بدمرغيو په اړه به ډرامونه جوړيدل او د رحمان بابا او خوشال خان خټک د شاعرۍ په تړاو به کنفرانسونه وو او په دغه رنګه کنفرانسونو به مو نورې کورنۍ او نړيوالې ورځې هم لمانځلې .
په دغه پير کې افغانستان دومره خوبولی ؤ په دومره درانه خوب ويده ؤ چې حتا د چين د ولسی جمهوريت د هغه وخت مشر ښاغلی« ماوتسې تونګ » چې په هغه هيواد کې يې ولسی انقلاب بريالی کړی ، په دې عقيده ؤ چې : افغانستان بايد په لويديځ پورې اړوند يوه پوځی پکت ( تړون ) کې ورګډ شی . دغه نظامی پکتونه د ناتو ، سنتو او سياتو وو . سره ددې چې نوموړی د ايديالوژی په لياز ( لحاظ ) او د خپلې انقلابی عقيدې له مخې د لويديځو پکتونو مخالف او د هغوی د ړنګيدو او ورکيدو پلوی ؤ ، خو په هغه وخت کې هغه د افغانستان د خلکو د درانه خوبه د راپاڅولو د پاره بله لاره نه ليده . هغه فکر کاوه چې په نظامی تړون کې وردننه کيدل که ډېر زيات تاوان لری خو د افغانستان د پاره به يوڅه بدلونونه هم راولی او خلک به له دې اوږده خوبه راويښ شی . يانې چې فابريکې به په کې جوړې شی ، د کارګرانو غورځنګونه به په کې سر را
پورته کړی ، د اورګاډی پټلۍ به په کې جوړې شی ، کلی به د ښارونو سره وتړل شی ، د نړۍ د مطبوعاتو او خپرونو د ورتګ لاره به ورته پرانستل شی او بالاخره په دې به پوه شی چې ميراثی دولتی سيستم څه ډول او جمهوريت څه ته وايي ؟ او په دې به هم پوه شی چې يو وخت له پکت نه هم ځان وباسی .
ماوتسی تونګ په خپل وخت سره په ځای خبره کړی وه . خو اوس ؟ اوس کاشکی ژوندی وی او د پامير تر څنګ خپلې سرحدی کرښې ته را نژدې شوی وی او دغره په يوه لوړه تړه ودريدلی وی او د ناتو د خوشالۍ
«اورلوبې » ( آتش بازی ) يې له نژدې نه کتلی وی .
کله چې سردارمحمدداؤدخان ، د هغه وخت د صدارت له چوکۍ نه استعفا ورکړه اوپه هيواد کې نوی اساسی قانون جوړ شو او د ديموکراسۍ نوی نوی خبرې کېدې نو زمونږ د رحمان بابا ليسی ته يې هم څرک راورسيدو . دا نو ۱۳۴۳ لمريز کال او زه په يوولسم ټولګی کې زده کوونکی وم .
دا چې داؤدخان په خپل وخت کې څه وکړل ، د باچاخان د غورځنګ د لړۍ سره يې څومره مرسته وکړه او يا ونه کړه ټولو ته مالومه ده . ځينی کسان وايي چې کوم اساسی کار يې نه دی کړی او بيا يو شمير نور وايي چې د هغه هڅې د ستاينې وړ دی . دا قضاوت د نظر خاوندانو ته پريږدو ، خو يره کله چې څو کاله وروسته په خپله د هيواد مشر او جمهور ريس شو نو په دې لار کې يې هيڅ کوټلی ګامونه وانه خستل او کوم بنسټيز کار يې ونه کړ .د صدراعظمۍ د چوکۍ نه د داؤد خان د استعفا وروسته هم د کوزې خوا مشران او سياستوال افغانستان ته راتلل او ددې خوا سياستوالو ، مشرانو ، کشرانو ، د پوهنتون محصلانو او د ښوونځيو زده کوونکو به ورسره ليدل کتل کول .
باچاخان چې کله دلته په افغانستان کې و نو ددې هيواد ډېرو ځايونو ته يې سفرونه وکړل . ددې وخت هم راورسيدو چې د کونړ ولايت مرکز د مکلی ( اسد آباد ) ته لاړو . په هغه ځای کې يې د خلکو سره خبرې وکړې او بيا له هغه ځايه زمونږ کلی سرکاڼو ته ورغی . ددې کلی د ډېرو خلکو خيال پلونو ته يې د عمل جامې ورواغوستی او دهغه د نژدې ليدو ارمانونه يې ورله پوره کړل . په تيره تيره د هغه چا چې پيښور ته يا بيخی تللی نه وو او يا دا چې کله تللی هم وو، خو داسې موقې ( موقع ) ورته نه وه برابره شوی چې باچاخان ( دا بې تاجه او بې تخته باچا ) په کومه جلسه جلوس او يا کوم بل ځای کې ووينی . هو د هغوی د کلونو کلونو ارمان پوره شو او دا د برخې خاوند يې له نژدې نه وليدو ، خو افسوس چې زه په کابل کې وم .
هغه د سرکاڼو د کلی په يوه داسې چوپال ( يخ سوری ) کې د دوبی غرمه تيره کړی وه چې د کونړ مست او څپاند سيند چپو د دغه چوپال او ديرې د تيګو باره په څپيړو وهله او اوبه يې شندلې چې د ګرمۍ باد به يې ورله په يخ شمال بدلاوه . هو ! زمونږ د خلکو د« سرخ پوشانو » د مشر سره په خپل کلی کې ليدنه کتنه وشوه او زه ترې خبر شوم چې هغوی ډېر خوشاله وو .
زه هم په کابل کې د رحمان بابا د ليسی د نورو هلکانو سره څوڅو وارې ورغلم او ورسره ومې ليدل . د ۱۳۴۳ کال د اساسی قانون او د نيم بنده دموکراسۍ د اعلام نه وروسته په افغانستان کې د مفکورو په لياز ( لحاظ ) ډېر بدلون راغی . روڼ اندو په هيواد کې د طبقاتی مبارزې د برياليتوب د پاره نه ستړی کيدونکی هلې ځلې پيل کړې او يو زيات شمير روښانفکری په دې اند وو چې بايد له سړی نه د سړی ( د انسان نه د انسان ) زبيښاک ( استثمار ) پای ته ورسيږی او يوه بې طبقو سوکاله ټولنه جوړه کړی . دامفکوره په نوی کول ( نسل ) او ځوانانو کې لکه د بريښنا غوندې چټکه خپره شوه .
د وخت د حکومت پر ضد هڅې پيل شوې او زيات روښانفکران د حکومت په مخالف دريځ کې ودريدل . که څه هم د ګوندونو قانون لا نه و راوتلی خو د اساسی قانون د مادې له مخې يو شمير روڼ اندو د ګوندونو په جوړيدو پيل وکړ . هر چا به هڅه کوله چې خپل ګوند ته زيات شمير کسان جذب کړی . زمونږ يو شمير زده کوونکی هم په همدې ( ۱۳۴۳ ) لمريز کال کې د « خلق ديموکراتيک جريان » ته چې وروسته د « افغانستان د خلق ديموکراتيک ګوند » شو ورغلل او د رحمان بابا په ليسه کې يې ددغه ګوند پوخ بنسټ ، چې ددغه ګوند لومړنۍ کنګره لا نه وه جوړه شوی ، کيښود . زمونږ څو تنه يې ترمبازه کميټه ( د سر – مخکينۍ کميټه ) وه .
« زمونږ ټولو انډيوالانو د سرسر ترمبارز ستر مبارز شهيد لعل پاچا « عالمي » ؤ. د« عالمی » په څېر اتلان ډېر کم پيدا کيږی . هغه خپل ټول ژوند همدې ګوند ته وقف کړی و او په دې لار کې يې ځان قربانی کړ .
اروا دې ښاده وی . »
په وروسته کې د رحمان بابا ليسه همدغې ترمبازې ( مشرې – د سرسر ) کميټې د « خلک ديموکراتيک ګوند » ته ور جذب کړه . که ووايو چې ټوله ليسه نودابه لږه مبالغه وی خو د ليسی ټول يا زيات هغه زده کوونکی چې څه نا څه د سياست سره يې علاقه لرله دغه ګوند ته ورغلل . د ثور د انقلاب د برياليتوب نه وروسته د همدې ليسی يو زيات شمير فارغان يا وزيران او يا په نورو لوړو رتبو او چوکو وټاکل شول .
د ثور اانقلاب نه مخکې په هر ځای کې چې به کوم سياسی خوځښت او يا غونډې وې نو مونږ دغو د ګوند غړو به په کې خامخا ګډون کاوه .
د ورځو نه يوه ورځ مونږ څو تنه د رحمان بابا د ليسی همدغه د نوی مفکورې زده کوونکی د بابا ليدو ته دارالامان ته ورغلو چې په دروازه کې راسره يو شمير نور کسان او د پوهنتون محصلين هم ملګری شول . ټول يو ځای بابا ته ورننوتلو . کله چې ټول يو ځای کيناستو نو د يوې لنډې چوپتيا نه وروسته بابا غږ وکړ : وی وی، وی وی کنه ( وواياست کنه ) څه وی وی ؟ وايه کنه « هلالی » خبره کوه ! اوس را نه هير دی چې دا به د هلالی صاحب د کورنۍ کوم غړی و ، خو هلالی صاحب يا کوم بل چا په سياسی خبرو پيل وکړ . له هغه نه وروسته نورو ځوانانو هم خبرې وکړی او ټولې سياسی خبرې وې . ورپسې بابا هم عامې سياسی خبرې وکړې او بيا تې رارسخت ( رخصت ) شو .
مونږ په هغو وختونو کې ډېر په جذبه او احساساتو کې وو او لا ځينو ځينو کسانو به ويل : لکه چې دا د باچاخان او زمونږ د وراسته رژيم سياست او پاليسی يو ډول ده . که څه هم بابا اوس د پارټۍ ( ګوند ) مشر نه و او د سورخ پوشانو او خدايی خدمتګارانو د غورځنګ په پايله کې د نيشنل عوامی پارټۍ ( ګوند ) منځ ته راغلی وه او رسمی مشر يې هم خان عبدالولی خان و خو د بابا خبره او تصميم ددې پارټۍ پخوانۍ تړه ( قانون ) وه . او دا ځکه د يو شمير روڼ اندو په منځ کې د بابا په اړه ورو ورو داسې شک پيدا کېدو چې ګوندې د افغانستان د حکومت او د کوزې خوا د نورو مشرانو ( د نشنل عوامی پارټۍ د مشرانو ) او بابا سياست يو دی .
خدای ته ښکاره ده چې زه لږ لږ په دې خبرو ستومانه کېدم او ورته اريان ( حيران – هيښ ) وم چې ولی دوی هم زمونږ په څير د دې رژيم په ضد لاس نه پورې کوی ؟ بيرته چې به مې دې ته وکتل چې د هغوی خو لاس بند دی . دې حکومت ته اړدی او ملاتړ ته يې ضرورت لری نو څنګه يې مخالف شی ؟ خو کله کله به مې په زړه کې راوګرځيدل چې په ذهن ( ذهنا ) کې يې بايد چې مخالف وي .بيرته به مې ځواب په خپله ځانته ورکړ چې له ذهنونو نه يې څوک خبر دی ؟ کېدای شی چې د هغوی په زړونو کې به ډېر څه وی .
اوس چې د رحمان بابا د ليسی په دولسم ټولګی کې وم نو د سياسی منډو ترړو او هلو ځلو لړۍ مو لا پراخه شوی وه .
د خوشال خان د ليسی زده کوونکی به مونږ خپلو کنفرانسونو او ډرامونو ته رابلل او دوی به موږ ته هم همدغه ډول بلنې راکولې .
د پوهنتون محصلان ، د دارالمعلمين زده کوونکی ، د ابن سينا د ښوونځی زده کوونکی او د يو شمير نورو ښوونځيو زده کوونکی به مو را دعوتول .
د ورځو نه يوه ورځ مونږ ته هم د خوشال خان د ليسی زده کوونکو بلنه راکړې وه چې د هغوی په کنفرانس کې ګډون وکړو . همدا رنګه له دې نه هم خبر شولو چې خان عبدالغفارخان هم دلته دې کنفرانس ته راځی . کنفرانس جوړ شو ، موږ د رحمان بابا د ليسی هلکان ورغلو او باچاخان هم ورته راغی .
د کنفرانس مراسم پای ته ورسيدل . باچاخان پاڅېدو او د خپل استوګنځی په لور وخوځيدو . کله چې هغه حرکت وکړ نو د خوشال خان د ليسی زده کوونکو او مونږ ټولو ميلمنو شور ماشور جوړ کړ ، چغې شوې او يوه لويه هنګامه جوړه شوه .
ټولو هلکانو د بابا په موټر پسې منډې پيل کړې ، موټر روان ؤ او هلکانو ورسره په څنګ کې منډې وهلې او يوه داسې صحنه وه لکه له يوه کوره چې مړی پورته شی او کورنۍ يې ورپسې ژاړی . دوی هم داسې ژړا انګولا جوړه کړی وه . يو شمير هلکانو به خپلې اوښکې ( اوښې ) په دوسمالونو پاکولې او د يو شمير نورو به مخونه همداسې په اوښو لامده پاتې وو . د بابا په موټر پسې د هلکانو منډو ان ( هن ) د ګوزرګاه تر پله پورې دوام وکړ او لا يوشمير د پله نه اپلو هم ورپسی لاړل خو موټر تې قدم په قدم لرې وتو ، ورو ورو پسی ګړندی شو او په پای کې موټر پنا شو او دوی اريان دريان ودريدل .
د خوشال خان د ليسی هلکان چې د نورو ميلمنو سره يو ځای له بابا نه راوګرځيدل نو مونږ د رحمان بابا د ليسی هلکان يې د غرمې ډوډۍ ته پاتې کړو . ډوډۍ مو د دولسم ټولګی د زده کوونکو په کوټو کې وخوړه او د خوراک په وخت کې په خبرو خبرو کې وويل شول چې د خوشال خان او رحمان بابا د دولسمو ټولګيو زده کوونکی به د ډوډۍ نه وروسته د خيره سره د بابا ليدو ته ورځو . ټولو په يوه غږ وويل چې بيخی سمه ده ورځوبه !
په خبرو کې د خوشال خان د ليسی د دولسم ټولګی زده کوونکو په ډاګه کړه چې بايد بابا ته ورشو او د خپل برخه ليک ( سرنوشت ) مالومولو ( معلومولو ) په اړه ورسره خبرې وکړو . کلونه کلونه تير شول او زمونږ مساله څوک ( موخه يې د افغانستان دولت ؤ ) په ډډه نه اړوی . يواځې په دې خو څه نه کيږی چې هره شپه له راديو نه « دا پښتونستان زمونږ – دا پښتونستان زمونږ » ترانه اورو . بايد ورشو چې بابا حکومت ته لاړ شی او مونږ ته اخری او قته يي ( قطعی ) ځواب راکړی . حکومت دې را ته سم ووايي چې زمونږ برخه ليک څه ډول دی او يا دې منفی ځواب راکړی . مونږ خامخا ځواب غواړو .
په ډوډۍ پسې مو په هماغه کوټه کې چای هم وسکلې ( وڅښلې ) او د ماسپښين مونځونه مو هم وکړل او بيا مو د دارالامان په لور حرکت وکړ . چې هلته ورسيدو نو د بابا د اوسيدو ودانۍ ته ورننوتلو .
هو ! کله چې هغه زمونږ خواته راغی او د « کينی بچو په غږ او د لاس په اشاره يې » همدې د کابل د دارالامان يخ او شنه چمن ته کينولو او په خپله را سره هم په همدې شنه ځمکه کيناستو نو په خبرو يې پيل وکړ :
هغه خپلې خبرې سنجيدلی او په پوره غور پيل کړې . زما په اند دا ورته ثابته شوی وه چې دا هلکان ر ښتيا ځواب غواړی او په پاکو احساساتو ما ته راغلی دی . په دې هم پوهيدو چې ددغو ځوانانو له ډلې نه به ډېر يې د ښو سويو خاوندان شی او ښو ښو ځايونو ته به ورسيږی . حقوق پوهان ، سياستوال ، تاريخ ليکونکی او ژورنالستان به شی او زما رښتيانی هوډ او د زړه د ژور تل خبره او مفکوره به يو وخت خلکو ته په خپل رښتينی ډول انځورکړی . هغه باور درلود چې دوی اوس هم چې لا زده کوونکی دی زما د مغزو او دزړه د تل خبره به په ډېرو علاقو کې خپره او ولسی خلکو او روڼ اندو ته ورسوی . دې وسواس ته يې هم په خپل ذهن کې لاره ورنه کړه چې چارواکی ( حکومت ) به دده له وينا نه خبر شی او دده سره به بد او زشت وضعيت وکړی او يا به يې له افغانستان نه وباسی .
هغه وويل : غوږ کېدی بچو زه درته يوه کيسه کوم . مونږ ټول چوپ وو او هغه کيسه پيل کړه :
« وايي چې په يوه کلی کې يو شته من سړی اوسيدو . ميرمنې يې له هغه نه وغوښتل چې د پوزې ( پزې ) د پاره ورته د سرو زرو نتکۍ جوړه کړي .
ميړه يې خپلې ښځې ته وويل : زه لا ډېر پخوا په دې فکر کې وم چې تاته نتکۍ جوړه کړم خو...
ميرمن ( ټبر ) يې ورته وويل : نو (( خو )) يې لا په څه کې ده ؟
څښتن ( ميړه ) يې ورته وويل : خو يې په دې کې ده چې ستا پوزه ( پزه ) کږه ده . نو زه په دې فکر کې يم چې لومړۍ ستا پوزه ( پزه ) سمه کړم او بيا درته د سرو زرو نتکۍ واخلم » .
« نو بچو دلته دا حکومت او رژيم په خپله سم نه دی ، چې په خپله سم نه وي نو مونږ سره به څه مرسته وکړی ؟ زمونږ د برخه ليک سره به څه علاقه وښيي ؟»
بابا ټول عمر په خپلو خبرو کې د افغانستان د دولت پاليسی په نظر کې نيوله او داسې څه يې نه ويل چې د دوی د سياست سره ټکر وکړی ، خو نن يې دا د ژمی واورې ماتې کړې او دغې سکالو ( موضوع ) ته يې هم ددغو زده کوونکو په خاطر ونه کتل . مونږ نو اوس پوره پوره پوه شو چې د پښتنو په سيمه کې دا د « عدم تشدد » د مبارزې بنسټ ايښودونکی څومره زړور او څومره پوه سياست مدار ( سياستوال ) دی .
« په هغه وخت کې د محمدظاهرشاه د پادشاهی دوران او ډاکتر محمديوسف يې صدراعظم و »
مونږ د خوشال خان خټک او رحمان بابا د ليسو هلکانو چې د فخر افغان دا خبرې واوريدې نو بيله دې چې نور څه ووايو د هغه سره مو په پوره درناوی او احترام ، خدای پامانی وکړه او څوړ غوږونه او ځوړ سرونه په خپله راغلی لاره بيرته را روان شولو .
په دې پوه شولو چې د باچاخان هيڅ ګونا نه شته . ګونا او پړه ټوله د افغانستان په چارواکو کې ده . لومړی بايد « کږه پوزه سمه شی او بيا ورته نتکۍ واخستل شی » . د بابا دا خاطره به مې تل په مزغو ( مغزو ) کې ژوندۍ وی .
ددې يادونه بايد هم وکړم چې په راوروسته کلونو کې خان عبدالغفارخان د هغو ټولو نژدې اړيکو سره سره چې د افغانستان د وخت د دولت سره يې درلودې ، بيا هم په افغانستان يې د شوروی اتحادد يرغل غندنه وکړه .
وروستۍ يادونه :
« فخر افغان »
خان عبدالغفارخان ته د « فخر افغان » لقب د غازی باچا امان اله خان له خوا ورکړل شوی دی .
-
بېرته شاته |