(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

اشـنا سـتـرګـې

څـومـره پـه وېـره او پــه غــلا دې ووې خو ډېـره ښه شـوه چې رښـتـیـا دې ووې مــا بـه د ځــان ســره اشـنـا کــړې اشـنـا کـه اشــنـا ســـتـرګـو تـه اشــنـا دې ووې زه تـیـرېـنه هــېر یـم دا کـیـدی کـلـه شي قـــاصـده خـــدائـیـګـــو نــاروا دې ووې د بــام پـه ســره د لــېـونـــتـوب ســنـدره بــیـا بـه ټــپـه شـي خـو کـه بـیا دې ووې زمــا پــه وړانـــدې د رقــیــب خـــــبـره څـه پـــه اســــانــه پـــه خـــنـدا دې ووې وخـــتـه وخـــتـونــه بــه ټـــول یــادووي که پښـتونـخـوا ته پښـتونـخـوا دې ووې هــاغـه نــامه ســـتا د لایـــق خــونــه وه چې خـپلې مــور ته به « ژړا » دې ووې


بېرته شاته