(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
د اجمل خټک په شعرونو کي طنزی توکی
اجمل خټک د پښتو ژبې يو تکړه ليکوال، شاعر او سياستپوه دی. نوموړی ٨٠ کاله وړاندې په اکوړه خټک کې نړى ته راغلى دى.
تر اتم ټولگي پورې ېې پخپل کلي کې زده کړې وکړې اوبيا دپيښور عالى ښوونځي ته ورغي . داچي اجمل خټک په ځينوسېاسی چاروکې فعال ښکيل وونوپدې تور چې انگريزي ضد فعاليتونه کوي له ښوونځي نه وايستل شو.
خوله پوهې سره مينې دى غلى نه کړاوپه شخصي توگه يي لوست ووايه ،ده په جيل کې هم لوست وايه اوله همغه ځايه يي ازموينې ورکړې دپيښورپوهنتون ته بريالى شو.
د ښوونکي دنده يې ترسره کړې ده او په پېښورراډيوکې يي هم کارکاوه پروگرامونه به يي ليکل. دنشنل عوامي گوند منشي هم پاتې شوى دى.
خودژوند ډيره برخه يي لکينې ته ځانگړې کړې ده ..
اجمل خټک د شعرموخه دولس ویښول اودانګریز له ښکیلاک نه دخلاصون پرلوردخلکوراپاڅول وو.
په نثرکې اجمل خټک له راپورتاژنه نیولی ترخاطرو،ادبي ټوټو،طنزونو،ادبي لیکونو،ډرامواولنډوکیسوپورې خپل قلم ډیرښه ازمایلی دی اودپاملرنې وړاثاریې پښتوادب ته وړاندې کړې دي.
په نثرکې داجمل خټک دافغان ننګ.دکتاب زیاته برخه په پيښوراوپاکستان کې دافغاني مهاجرودژوندحالات په کیسه ایزاوهنري ډول بیانوي.ددي کتاب ډیرنثرونه داستاني بڼه لري اویاپه بله ویناهغه داستانونه دي چې دافغان ولس دوروستیوناخوالو،جګړو،دردونواوتباهیوانځوریزې تابلوګانې دي.
لکه څرنګه چې د ولس د ویښولو لپاره د فسادونو او غلولو او چالونو رسوا کول پکار دی نه هغه طنز ته مخه کوي او دا ناتارونه په طنز سره دولس تر غوږه رسوی او په بدل کي ډیر عمر په زندان کې تیر وي.
همدا شعرونو یې دهغه وخت په سیاسي اوادبي حلقوکې خوځښت راوست .د هغه دشعرهنري اړخ ډیر ښکلی دی
د هغه ( ١٣ )کتابونه او(١٨ )رسالې چاپ شوي دي .
ځينې کتابونه يي په ارودژبه هم لکلي دي . لومړنى کتاب يي دغيرت چيغه نوميده . نورکتابونه يي دژوند چيغه ، ژوند اوخوند، گلونه اوتکلونه ، افغان ننگ ، کچکول، سرې غنچې ، دژوند خاطرې اوځينې نوردي.
دلته د هغه یوطنز لیکم هغه طنز چي پوښتی : ایې پښتنوڅه کوئ؟
هغه په ملنډو ولس ته وایی تاسو څه کوئ
ولی په نفاق سره خپل تاریخ پاکوو
اې پښتنـــو څـۀ کـــوئ؟
وخت په چغــــو چغــــو وائي اې پښتنـــــو څــۀ کوئ
ژوند ته مـــو ژړا کــــوئ کۀ ځــان پورې خندا کوئ
خپل غــــم به کــــوئ، کۀ د پــردو مخکښې ګډا کوئ
اې پښتنــــــــــو څــــــــــۀ کـــــــــــــــوئ
دلتــــــه درته يــــو په سينـــــه کښینـــــاستــووهي مو
هلتـــــه درته بل راغــلــو بلا شــــوهضمـــــوي مــو
يو درتـــه لیــــليٰ لیــــليٰ کــــــوي او ورکــــــوي مو
بل درتـــه الله الله کـــــــوي او خــــــرڅـــــوي مـــــو
غیروخــوټــوکــړې کړئ کــــورمـو دا دی وران دی
خپــــــلو ډلـې ډلـې کــــړئ وطــــــن نۀ دی دکان دی
نۀ د پښتــــو پاتې شــــوئ نۀ دين شــــو نۀ دنيـــا شوه
اې پښتنــــــــــو څــــــــــۀ کـــــــــــــــوئ
زوړمـــــړی مـــو بې کفنــــه پروت دی راتــــه سخا
دغــــــــــه ده راځـــــي نـــــــــوې بلا تـــــــــوره بلا
مونږ په کــــــور کښــــــې نښتي په زمـــا زمـــا زمـا
لاړهـــرڅـــــۀ مـــو بائلـــو کۀ وطــــن دی کۀ حيــــا
اې پښتنــــــــــو څــــــــــۀ کـــــــــــــــوئ
هسې نا چې شين اسمـــــان خووي سپينه پښـتونۀ وي
هسې نــه آدم رباب ګـــــــودروي خـــودرخـــونۀ وي
هسې نا چې تـوره قلـم وي خوخـوشحــال خان نۀ وي
هسې ناهیوادوې څوزک احمد اوميروېس خان نۀ وي
هسې نا چې ګـــرم سياست وي بـاچـــا خــــان نۀ وي
هسې نا چې منــډې ډېرې وي خوصمـــد خان نۀ وي
هسې نا جنډه وي قـــوم وي خونۀ وي اختيـــارنۀ وي
هسې نا چې ډکې ګیــډې وي د ســـــردســـــتارنۀ وي
ما خو خپـــــل زخمـــونه دې غمــونو کښـې تللي دي
ما خـــو پښتنـــو تـــه د جـــــرګې لارې نيـــــولي دي
اې پښتنــــــــــو څــــــــــۀ کـــــــــــــــوئ
اجمل خټک دومخي زاهد ، ملا او شیخ پر ضد راپاڅیږي اوپه زغرده وايي زه خپل جنت په همدې نړۍ کې تر لاسه کول غواړم ؛ د بلې دنیا په هیله نه پاتې کیږم.
د هغه یو طنزی شعر د جنت په نامه دی چې د« د غیرت چغه » له کتابه رااخیستل شوی دی:
د يو ملا نه مې تپوس وکړلو
ماوې مُلاصاحب جنت بۀ څۀ وي ؟
هغۀ پۀ ګېډه لاس واهۀ ويل يې
( تازه مېوې او د شېدو رودونه )
خواکې کتاب ته يو طالب ناست و
ما وې چې ته به پکې څۀ ووايې ؟
د زليخا کتاب يې بند غوندې کړو
وېل يې ( ښايسته حورې او شنه خالونه)
شېخ د تسبو امېل په لاس ولاړ و
په خپله ږيره کې يې لاس وهلو
دۀ پرې راودانګل؛ نه داسې نۀ ده
( ښکلي غلمان او جنتي سرونه )
يو خان په لويه سجده پروت پاڅېدو
ما وېل چې خان کاکا ستا څه رايه ده ؟
خپله شمله يې سموله، وېل يې
د سرو او سپينو عمبري کورونه
خواکې يو ستړى سيلېدو ولاړ و
ما وې مزدوره تۀ جنت پېژنې؟
د خپل تندي خوله يې وچه کړله
وېل يې ( مړه ګېډه، خواږه خوبونه)
يو لېونى غوندې په لار تېرېدو
ما ويل، يه! فلسفي ته څۀ وايې ؟
خپل ببر سر يې ګراوه ويل يې
( بس د انسان د خوشحالو خوبونه)
ما دې خپل زړۀ ته سر ور ښکته کړلو
دۀ په اوترو سترګو بره کتل
دې شين اسمان ته غورېدو ويل يې
ما اورېدل ترې دا يو څو لفظونه
ويل يې اى د لامکان خاونده !
(په خپل مکان کې خپل اختيار جنت دى )
ګنې ددغې لېونتوب په نامه
(که نار وي نار، که دار وي دار جنت دى )
هغه په دې طنز کې د جنت مفهوم د هر چا له سوچه بیانوي، چې د ټولو موخه خپل ارمان ته رسیدل دی څوک يې د ګېډې د دوږخ ډکول بولي څوک یې حوری او غیلمان ...
هغه دغولونکو زاهدانو چې خپلي غوښتنې او هوسونه د پر دې شا ته پټوي
دوه مخي او منافقت غندي .
دخټک ارمان آزادی ده نو وايي همدا آزادی جنت دی
اجمل خټک دملنګ په نوم دټولنې دبدو دودونواورواجونوپرضدداصلاح په پارانتقادي لیکنې کولې چې طنزیه بڼه یې درلوده. بیا يي دا لیکنې د یوکتاب په ډول د کچکول په نامه په کال( ۱۹۶۰) میلادي کال کی چاپ شو
هغه پښتنو ته په خطاب کې وايي:
يه پښتنو! يه ليونو پښتنو!
يه تس نس شوو پرګنو پښتنو!
راځئ په کور کی مرکه شو سره
دسيالئ وخت دی چی جرګه شو سره
دنيا بدليږی ورته ځان بدل کړو
دغه د ظلم زوړ جهان بدل کړو
هغه په یو شعر کې په نیوکه سره پوښتي ؛
ميښې منمه دنواب صاحب دي
ولې اې اې دانسانانو ربه
دې کې خبره کول توان دچا دى؟
دغه ګوجر غريب انسان دچا دى؟
هغه د سیاسي او ټولنیزو پېښو تر اغیزې لاندې نه راځي
د ناخوالو، بدمرغیواو تېرو په وړاندې را پاڅي او د وخت د موجود حاکم په وړاندی قیام کوي
هغه وايي غټان خو جنتیان پيدا دي را ځي چې دوږخیانو ته جنت وګټو
غټان غټان، نېکان نېکان پېدا دي
دوي خو له ځايه جنتيان پېدا دي
ځئ! هغې خوارو له جنت وګټو
څوک چي له موره دوزخيان پېدا دي
هغه د ملا او زاهد سره نه پخلا کیدونکی دی، د هغو له دومخی غمجن دی ، نوهغوی د نیوکې په چمبه کې نیسي ،هغه د هیڅ ناخوالې پرده نه کوي
هغه د جنت او دوږخ د ټیکه دارو ضد ږغ پورته کوي او له غرغړې نه ویریږي.
هغه وایي:
خداى خو هر څۀ راپيدا کړۀ ښکلي ښکلي
خو سپېرۀ غټان يې بيا کاندي ناولي
د جنت ښائست د دې دپاره نۀ دى
چې به دا د هوس ګوډي ورته زغلي
جنت هر چرته چې دى زما او ستا دى
چې مو زړۀ ورته د ګل هسې صفا دى
هغه په زغرده نارې وهي او وایي زه د هیڅ ډول کړاوه نه وریږم ما مه ډاروئ
موږ لېوني که څوک په دار وېروي
موږ ته د يار د زلفو تار ښکاري
او يا دا چي:
که ظالم مي ژبه غوڅه کړه تېره شوه
تورۍ څومره چي تېره شوله خوږه شوه
اوس که نر وي نو غوږونه دي خپل پرې کړي
چي زما نغمه سړه نه شوله سره شوه
بیا وایي اې ملا! دا زما تر وسه پورته ده زه په خپل زړه اختیار نه لرم هغه مې میخانې ته کاږی ستاد توبو په چل اعتبار نه لرم
چې زه په زړه بانــــدې اختیــــــار نه لرم
پــــــه مسئلـــــــــــــودمـــــــــــلا کار نه لرم
دمیخـــــــــــــانې د رند ســـــــــلام له ځمه
یقین دچـــــــــــــل په استغفــــــــار نه لرم
خټک بابا دخوشحال خټک دميړانې ډک اواز په خپل کلام کې چې تل به پاتي وي داسې اخښلى دى .
لا تر اوسه يې ماغزه په قرار نه دي
چا چې ماسره وهلى سر په سنګ دى
د تاجونو سرزما په خاوره مات دى
تپوس وکړه که اورنک دى که فرنګ دى
اجمل خټک په بنيادي توګه هغه ترقي خوښى شاعر دى چې کلام يې دشعريت په اوچت مقام ولاړ دى او دفکري ارزښتونو ستنې يې پياوړې دي.
دپاکستان او افغانستان دواړو ملکونو پښتانۀ، داجمل خټک سره يو شان مينه لري هغه هم دواړه ځایه خپل کور
او خلک يي خپل وړونه ګڼي او وايي
تا چې زلفې راخورې کړې زړۀ مې خور شو
سودائى دې کړم د سوده مې زړۀ تور شو
ما ودان کابل په خوب کې دی ليدلی
که تالا پکې زما د کاکا کور شو
زما ورور
زما ورور که په رښتيا را سره ورور شی
په وحدت باندی روان په يوه لور شی
داخلی او خارجی دښمن به مات شی
افغانان به بيا څښتن د يوه کور شی
هغه په نیوکه وایي که رښتیا راسره ورور شي ؟
هغه لکه پيشاور افغانستان هم خپل کور بولي او هغه چې دا پښتانه سره جلا کوي که د لر وي که دبر هغه خایین بولي او وايي
پيشور دی که کــــــــــــــوټه زما کور دی
ننګرهار دی که کابل دی زما ورور دی
هر خايين چې دی کې خنډ اچول غواړی
که دلر دی که د بر دی مخ يې تور دی
هغه غواړي ووایي دواړو خواته غداران شته چې د پښتون یووالي نه غواړي.
هغه يوه شپه د خپلې وينا په پای کې دا په زړه پورې بيتونه واوروله: هغه په دې بیتونو کې هغه ډارن خلک غندی چې د خپل د زړه خبره کولی نشي خټک يي ژوند په دنیا چټي بولي او وايي
چا وی چه څه الا بلا دی ووی
ما وی چه ښه صفا صفا می ووی
چه څه دی زړه غواړی او اونه وايی
هسی تش بوت په دنيا څه له پايی؟
دغه بيتونه « دغيرت چغه» نومی کتاب په پای کې چاپ شوی دی.هغه د خپل مړینی خبر داسې ورکوي
ځان مې په درکې کړدرته خاورې
په خق خق خاندې ژړامې نه اورې
یوه ورځ به واورې چې خټک ومړ
که ناورې ناورې داخوبه اورې
هغه په طنزي نیوکه وایي زما نه اورې زما په ژړا خاندې مګر زما له مړینې وروسته به پوه شي
اجمل خټک په ټول انساني عظمت او پښتني وقار نن په تللو کي په پټه خوله وايي:
اب مجهې مرنې کی پرواه نهين
مين نې جينې کا حق ادا کرديا
نن د مړینی پروا نه لرم
چې د ژوند حق مې ادا کړی
وه ایک بار مرې جن کوتها حیات سې پیار
جو زندگی سې گریزان تهې روز مرتې تهې
هغه یو وار مړي چې د ژوندسره مینه لر ي
چې له ژوند ه تښتي هره ورځ هغه مړي
هغه د ژوند په وروستیو ورځو کې په سیمه کې د جنګي حالتو په لیدوچې ډیر کمزورۍ شوی وو وایي
بار د عمر راته تن او بدن زوړ کړو
بې وسۍ مي هغه ګرم ژوندون سوړ کړو
پاکه خدايه! چي دا څه لوبه راوشوه
زه د کټ شومه، وخت نوې مېدان جیوړ کړو
بیا وايي
په چم کي د غټانو يو ملنګ غوندې خټک وو
تپوس وکړئ، چي سپو خو يې خوړلی چرته نه دی
نن ټول سړی خواره د کلي خپلو کي لګيا دي
يې خوارو راپېدا يې کړی دا نن وخت د هغه دی
د هغه د« د افغان ننګ » په کتاب کې. « د ثور انقلاب او افغان ولس » کيسه ګوټی تر سر ليک لاندی، ليکی:
« ...د انقلاب ثور په نامه بدلون د افغانستان شاهی نظام خاتمه اوکړه
د دې واقعې نه لږی ورځي پس مونږ د کابل نه کندهار ته روان شو... د غزنی او قلات مينځ ته اورسيدو نو هلته د سړک غاړی دکان کي لږ تم شو. دکان څه و، دلرګو، غنو، وښويو څپر غوندې وو، پکې يو سپين ږيری ناست وو مخامخ ورته په يو لوښی کی ګزاری « نسوار » پراته وو.
...مونږ کښيناستو او اوبه مو وڅښلی... دده نه مو ټپوس اوکړو: ماما دلته انقلاب شويدی، ته خبر يی که نه؟ هغه زر جواب راکړو، انقلاب منقلاب باندی دی نه پوهيږم، دورانيان ورک شول او شکر دی غلجی راغلو، اوس به افغانستان ګل و ګلزار شی »...
شار صفاته ورسيدو بيا تږی شوی وو، د سړک غاړې کي يو سپين ږيری د کوکا کولا دکان لګولی وو هغه ته ودريدو او بوتلونه تری وڅښل دلته ما د ده نه ټپوس اوکړو: ماما! وايي په کابل کي انقلاب شويدی، ستا څه خيال دی؟ هغه غوصه شو او ويويل انقلاب پدر مړی نه دی، آخره زمانه شوه، د غلجو پاچاهی راغله، مشرانو به ويل چه آخره زمانه شی نو يو به د غلجو باچاهی راشي، بل به دجال را شي... »
دلته اجمل خټک دا کنايه وړاندی کوي چې د ثور بدلون مخ کې له وخته راغلی وو، او ان خلک ور باندی خبر هم نه وو.
په دغه داستان ګوټی کي وروسته اجمل صايب د انقلاب د طرفدارانو نظريې بيانوي او په پای کې قضاوت خلکو ته پريږدۍ.
ښه خو غني خان دى چې خم تش کي نظم وليکي
خوار خټګ ته ګوره چی شعرونه په اوبو لیکي
___________
اخځونه
Samsoor.com-1
Benawa.com-2
Thanda.blogna.tolafghan.com-3
Pashtoonkhwa.com-4
Nengrahr.com-5
khyberwatch.com-6
kotiposti.net-7
voanews.com-8
talafghan.com-9
________________
De Ajmal Khatak pa sheerono ki Tanzi Toki
By: Pohanmal Mahmood Nazari
-
بېرته شاته |