(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
شکمن
چــــې دچـــا یمــه هـمــــراز د چـا شکمن یم د چـــا د ستــرګو خــار د چــا خوږمن زمانې چـې خپلې لـوبې په مــا وکــــړې یم دچــــا ســره اوس دوست دچا دښمن د ریـــا او صــــداقـــت تــوپــــیر لږ شوی یــــم د ځينې اشنـــــــایــــانو ګیــــله من هرسړی چې تــــرمطــلبه پــــورې یار شو اعتبــــار پــــه ځيــنو نشــــته عزت من څه دنیاشوه څه روزګاراوڅه یې خلک څوک د چــــا په ښو کــــې نـــدي رضامن افغاني پـــام چې د زړه راز افشا نه کړي پـــه ظــــاهــرو او بــــاطــــنو یــــم شکمن
بېرته شاته |