(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
د ثور اتمه ونمانځو او که پرې وژاړو
په افغانستان باندې د روسانو تیرې ډیر سوځلی، خونړی او تراخه یادونه لری د شورویانود یرغل په مقابل کښې د افغانستان د مجاهد او مسلمان اولس چې پرته له قوی ډاډ او ایمان څخه یې نور هیڅ نه لرل په خورا جرائت او زړه ورتیا اودریده او د ملیونونو تنکی او زلمو سرونو د قربانیو په بدل کښې یې دا لوی یرغلګر تېښتې ته اړ کړ داوخت نو افغانانو یو زړه ور او د بهرنیو له قید او بند نه خلاص مشرتابه ته اړتیا درلوده څود لکونو په شمېر کونډو،رنډو او یتیمانو په سر د رحم لاس را کښ کړی او دوی ته د آزادۍ او خپلواکۍ په فضا کښې د ساه اخیستلو ډاډ ورکړی دا کشمکش لا روان وو چې د وری په شپږویشتمه نیټه کال(۱۳۷۱) ام کښې اولسمشر ډاکټر نجیب الله د وسله والو ځواکونو له خواونیول شو او وروسته بیا دهمدې کال د ثور په اتمه نیټه د اسلامی انقلاب د بریالیتوب اعلان وشو،دا وخت د افغانستان جنګ ځپلی اولس ډیر خوښ ښکاریده دوی د نوی حکومت او مسلمانو اومجاهدو ورونو د قیادت څخه ډیرې هیلې درلودې هر افغان دا فکر کاوه چې ګڼی نوریې اوږې د ذلت او بیواکۍ دروند بار نه سپکې شوې او یو ځل بیا د خوښۍ او امن دروازې ددوی په لور بیرته شوی ، د هیواد نه بهر پرتو کډوالو هم خوښی څرګندوله او هیواد ته د ستنېدو په تمه وه او حتی ځینې یې ستانه هم شول خو دې وخت ډیر دوام ونکړ او ډیر ژر د مظلوم ملت د وچو شونډو څخه مسکا بیرته وتښتېده، زړونه یې ناهیلې شول تباهۍ او بربادۍ هرې خوالمن ووهله د وینو ویالې روانې شوې ، هدیرې د زلمیو قبرونو څخه ډکې شوې او د هر کور نه د ویر او ماتم ږغونه پورته شول؛هو دا هماغه مهال وو کله چې د وخت واکمنو (تش په نامه مجاهدینو) د چوکۍ لاس ته راوړلواو د خپلو ځانګړو غوښتنود پوره کولو لپاره یوله بل سره لاس او ګریوان شول دغو قوماندانانو خپل اصلی هدف چې د هیواد آزادی، د اسلام واکمنی او د کفر او الحاد ماته وه هېر کړ،هغه زلمی او ماشوم سرونه چې د دغو هیلو د لاس ته راوړلو لپاره قربانی شوی وو ددوی د ذهن او سوچ نه بهر ووتل او د خپلې سوکالۍ او عیاشۍ لپاره یې د چوکۍ او واکمنۍ جګړې پیل کړې ، له هر ډول ظلمونو یې کار واخیست د ځوانانو په سرونویې میخونه ټک وهل ، له ښځو یې تیونه غوڅ کړل، ماشومان یې په زانګوګانو کښې شهیدان ګړه ...
دې هر قوماندان ځانته بېل بېل زندانونه جوړ کړل او یو د بل ورونه یې پکې اسیران کړل، په هر ولایت کښې او هره سیمه کې چې او سیدل ځانو ته یې بېل بېل حکومتونه جوړکړی وو دا ټول خاینان په بېلابیله توګه په بهرنی هېوادونو پلورل شوی او هر یوه د خپل بادارد غوښتنو د پوره کولو لپاره د یوبل وینو ته تګی شول چې په ترڅ کښې یې د افغانستان د مظلوم اولس وینې توی شوې،کورونه یې ړنګ شول، بچی یې یتیمان ،میندې یې بورې او ناویانې یې کونډې شوې او دنیا ورته سور دوږخ وګرځیده ، ددغو خپل منځی جګړو له لاسه د افغانستان وقار د خاوروسره خاورې شو او په تاریخونو وشرمېده، دافغانستان دننګ او غیرت ډیر قیمتی تاریخی آثار دغلامو او خاینو قوماندانانو لخوا بهرنیو هیوادونو ته چې په اصل کښې ددوی باداران وه یوړل شوه په خاصه توګه بیا اروپا،امریکا، ایران او پاکستان ته ډیر آثار ویستل شوی دی .
په لنډه توګه باید ووایاست چې دې پلورل شویو قوماندانانو چې ځانونه یې مجاهدین او پر اسلام مین بلل هغه څه وکړل چې د افغانیت تاریخ یې په یادولو شرمیږی ددغو بېواکه واکمنو د ناوړه فکرونو له لاسه د افغان د غیرت نه اوچته شمله او د منبر او محراب بیرغ په ټوله نړۍ کښې تر پلیدو پښو لاندې شو، د ظلم او جبر دا لړۍ لا پای ته نه وه رسېدلې چې یو بل طاغوتی یرغل په پاکه خاوره تیرې وکړ او دادې ددې جابرانو د تیری نه کاله پوره کیږی خو د افسوس خبره داده چې د امریکا او دمتحدینو ملاتړی هم پخوانی ټوپکسالار چې ځانونه مجاهد او پر اسلام مین بولی کوی چې ددوی غلامۍ اوګوډاګیتوب ښکاره ثبوت دی ،ګڼی نو د یو افغان، مجاهد او مسلمان دپاره دا خبره د زغملو وړ نه ده چې د هغه د ورور په کور دې په نیمه شپه بهرنی ځواکونه ننوځی او یا دې دهغه په جنازو او ودونو کښې درانه بمونه وغورځوی ، یو افغان مجاهد دا کله هم نشی زغملې چې د مزدورې پسې وتلی غریب ورور سینه دې دیرغلګرو پوځیانو لخوا بې له کومې ګناه غلبېل غلبېل شی او یا دې دۍ په ځان مرګې چاودنه والوزول شی .
دډیرې زیاتې خوا شینې او شرم ځای دادې چې همدغه غلامان او شریران نن هم د ثود په اتمه د آزادې جشن جوړوی او فخر پرې کوی په ننی تاریخ کښې د ثور په جشن جوړول نه بلکې د ثور د اتمې ماتم کول پکار دی ځکه چې له همدغه تاریخ راهیسې افغانان له پخوا څخه زیات در په در شوی هو که مجاهدینو په هماغه وخت کښې د چوکۍ او واک کټلو لپاره خپل منځی جګړې نه وې پیل کړې او د یو ملی بیرغ لاندې راټول شوی وه او یو بل ته یې د قدر او درناوی په سترګه کتلی وای نو نن به افغانان د امریکایانواو نورو بېلابېلو بهرنی قوتونو لخوا نه رټل کیدای ، په ښار او کوڅو کې به مو د بمونو په ځای ګلونه غوړیدلای نن به زمونږ په منځ کښې دجمیعتی، حرکتی، طالب ، حزبی ....او نور نومونه نه وای بلکې ټول به یو ځای د یو افغان په حیث اوسیدلای او یو دبل نه به ځاریدلای ، که د ثور د اتمې وروسته مجاهدینو اختلاف نه وای کړای نن به د پاکستان پولیسو افغان مهاجرین بې له کومه جرمه زندانونو کښې نه اچول او په مختلفو بهانو به یې ددوی جبونه نه وهل کېده او نه به هم ځورول کېدل بلکې افغان به په ټوله نړۍ کښې د خورا زیات قدر سره اوسېده هو که مجاهدینو خپلې ځانی ګټې تر ملی ګټو قربان کړې وای نو نن به په پښتونخوادپنجابیانو لخوا نه بلکې دا نوم به هم پښتنو په خپله خاوره ایښودای وای ، که دغو مجاهدینو خپل نیکونه نه وای هېر کړی او غلامۍ ته یې د آزادۍ پر مخ ترجیح نه وای ورکړې نو نن به ایران کښې په زرګونو بې ګناه افغانان د بې سر پرسته یتیم ماشوم پشان په اعدام نه محکومېدای ، که مجاهدینودا بېغوری نه وای کړې نو نن به افغانستان د یو ځلانده ستوری په شان په ټوله نړۍ کښې ځلېده په هر صورت څه چې تېر شوه او څه چې تېریږی هغه ډېر ترخه دی او یواځینې لامل یې اسلامی شریعت پرېښودل دی که هغه وخت دمحمدی شریعت او قرآنی آیاتو په رڼا کښې پریکړې شوې وای نو نن به افغانی خاوره دومره لوی ذلت سره نه وای مخ سوې خو بیا هم نن کله چې امریکا په غیرتمنه او سپېڅلې پښتنی خاوره کښې په ګونډو ده یو وار بیا باید له له ډیر پام څخه کار واخیستل شی او هغه څه چې پخوا وشوه له هغه نه په بشپړه توګه عبرت اخیستو سره وړاندې ګام پورته شی،اوس باید ټول افغان واکمن د حزب اسلامی او طالبانو په شمول ځانونه د پردی بند څخه خلاص کړی او دغلامۍ یوغ له خپلو اوږو څخه ښکته کړی هله به بیا جشنونه جوړول د فخر او ویاړ ځای وی که نه نو داسې جشنونه جوړول تش په ځان مسخره کول دی .
[email protected] برېښنالیک: -
بېرته شاته |