(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
شين خالۍ
يوولسمه برخه
د زيړ ګل د دوو اونيو رخصتي په ختمیدو وه، خو دکـــلو او بانډو د خوږ او ساده ژوند او د خپلې کوژدنې شين خالۍ څخه بيا لرې کيدل ورته ګـــــرانه خـــــبر وه ٠خو بله چاره ېې نه وه ،هغه د خپل روښانه راتلونکې په هيله دا پتئلې وه چې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي،په همدې هيلې مازيګر ېې خپل داړتيا وړ شيان راټول او په سفري کڅوړه يا بيک کې ځای پر ځای کړل ٠
سهار دلمانځه وروسته زيړ ګل د اکا ،کاکاناوې، شين خالــۍ او دکلي نــــژدی انډيوالانوڅخه خداې پامانۍ اودوعا ترلاسه کړه اودولايت دمرکز په نيت روان اوبيا دهغه ځـــــايه په بس کې له څوساعته مزل وروسته ځان د پوهنتون ليليې ته ورساوه ٠
کله چې ليليې ته ورسيد، د خونې انډيولان او يوشمير همصنفیان ېې هم دهغه تر مخه درخصتۍ څخه راغلې وه چې د زيړ ګل په ليدوله ځايه پاڅيدل او دهغه سره ېې تو د روغبړ وکړ٠
زيړګل لمړی خپل کالي په المارۍ کې ځـــــاې پر ځاې او بیاېې خپله بستره او المارې تر نظره تيره کړه او تر هغه وروسته دخونې د انډيواانو سره ددوو اونيو د رخصتيوخاطرې شريکې کړې چې د دوۍ دا بنډار تر ناوخته پورې دوام وکړ٠
ماښام زيړګل دسباورځې درسي مواد برابر اوسها ر دخپلې پـــــوهنځې په لور روان شـواو د خپل ګروپ د نورو محصلينو سره يو ځای ېې په درسونوپيل وکړ ٠
زيړګل په همدې ورځ د پوهنځې دتدريسې څانګې څخه دنـــوی سمستر درسي پلان تر لاسه کړ تر څو ددغه پرګرام په اساس خپل ځان عياراو ددغه فرصت څخه پوره ګټه واخلي٠
په همدې ترتیب زيړګل هره ورځ د پوهنتون په چاپیریال او محیط کې د نوو درسونو ، استادانو، سياسي او ټولنيزو مسايلو سره آ شنا کيده چې پـــه هغه وخـــــت د پوهنتون په ساحه کې مختلف تنظمي اوحزبي فعالتونوجريان درلود او هــر تنظيم کوشش کوه چې خپل صفوفوته ځوا نان جلب کړي ٠
مختلفو تنظيمونومشخصې موضوعګیری او نظر یاتو لپاره کار کاوه چې دکلوبانډو ،ولایاتو ، مملکت او په نړی کې دخلکو اوحکومتونوسیا ستـونوپه اړه هرې ډلې خپل نظریې څرګندولې ٠ اکثر ا دا بحثونه په وطــن او نړیواله کچې د فقر،بدبختۍ او بیعدالتۍ په مدارڅرخیدل ٠
یوی ډ لی به د یــوې سیاسي ایډلوژي څخه او بل ګروپ به بیا د بلـــې سیاسي موضوع ګیری څخه دفاع کوله۰ ددې حا لت څخه داسې معـــــلومیده چې مختلفو پا رټیواوګوندونو دځوانانو په مینځ کې دخپلو صفوفودتـــقویې په مقصدجـــدي کار پيل کړي وه۰ دا بحثونه په زړ ه پورې په دې وچې هر یو به په وطن کې دبدبختیو عوامل په مختلفونظرونو کې تحلیل او ارزیابي کول او ځوانان به یې په وطن کې دیوی عادلانه ټـــــولنې د مینځ تــه راتګ پــــه مقصدمبارزې ته را بلل او په همدې
ترتیب دخپلوعلاقې وړ پارټۍ اوتنظیمونوکې تنظیمول۰
ځینو بیا داسلام مقدس دین ته د خدمت په منظور او پـــه وطن کــــې د اسلامـــي اصولودتطبیق په مقصدخلک جهاد ته را بـــلل او ددې ټولو بد بختیواصلي عامل یــــې اسلامي اصولـــودنه مراعت کیدو دلیل باله اوخلک یې ددې مقدس هدف دعملي کولوپه مقصدپه اسلامي لیکوکې تنظیمول او کفرسره یې دجهاد نارې پــــــورته کړی وې۰
ځینې نورو بیا د مارکس اونګلس د ایـــــډولوژۍ طرفداران وه چـې هغوۍ ددې بدبختیو اصلي عوامل په وطن کې د طبقا تی ژوند موجودیت باله او داسې یې تحلیل کاوه چې موږ باید زیربنا یا اساس ته تغیر ورکړو، اوپه وطن کې دعادلا نه اوانساني ټـــــولنې د راوستلو لپــاره کار وکړو او دهمدې مقصد او هدف لپاره خلک طبقاتي مبارزې ته دصلح امیزه لیارې رابلل۰
ځینونورو بیا دمارکسیستي سیاست په تایدولو سره دقهرامیزسیاست طرفداروچې د مایوستانو په نامـــــه یادیدل، بلې ډلې بیا ددې ټولو بدبختیو عامل د افغانانو په عدم اتحاد کې څرګند اوه او د ټول افغان ملت یووالي اودیو موټی افــــــغانستان د جوړولو ادعا یې کوله او خلک یې اتحاد او اتفاق ته رابلل۰
پــــــه همدې ترتیب هر ورځ د پوهنتون په ماحول کې محصلینو دداسې بـــــحثونو سره سر او کار درلود چې دځوانانو د پاکواوسپیڅلو،ملي ،وطني ،اسلامي اوانساني احساساتو په استفادې
سره دسیاسي پارټیوصفوف ورځ په ورځ تقویه اوپه وطن کې د ډلو ، ټپلو ، تنظیمـونو اوګوندونو لپاره تهداب ایښودل کیده چې دیو واحد وطن ، دیـن او ائین خلک یې پــــه مختلفو ګروپونو پارټیو او تنظیمونو تقـــسیم او دنفاق اوبـدبختی کندې ته ګذار کړل۰
زيړ ګل د دې ټولو استدلالونو او نظرياتو د اوريدو تر څنګ د ټولو افغانانو د يو مشترک حرکت
طرفدار وه او داسې ېې پتيلې وه چې ښه به داوې چې خپل درس او تعليم ته ادامه ورکړي او ددې
لارې خپلو هيوادوالو ته د خدمت مصدر وګرځي ،نه د هغه صادرشویو ايدلوژي ګانو څخه چې د پردو په اشاره زموږ پرخلکو تجربه کیدل ٠
زيړ ګل ته هم لکه دوطن نوروبادرده هيوادوالوپه څير دا ناخوالې بې هيڅ نه وې خو هغه نه غوښتل چې ځان په يوه محدوده حلقه کې شامل کړي ، هغه ددې طرفدار وه چې دټولو هغه کسانو سره چې رښتينې احساس ولري او د پردو او صادر شووحرکتونو پـــــه خلاف وي ښه اړيکې وساتې او هغه دګران وطن، هيوادوالو اود وطن کليو اوبانډو سره ميـــنه لرله او د نیکـونو تاريخې کارنامو او لاسته راوړنو تــه په درنـه سترګو کتل او دغليمانو شوم اعمال ېـــــې غندل اوپدې لار کې هر ډول
سرښندنې ته تيار وه چې خپل دغه وطني احساسات ېې پـــــه شعري الفاظو کې داسې زمزمه کول٠
دا مــو د خاپـــــــــوړو کلی کـــــــــور دی
دا مو د نیکـــــــــــو د تــــــــورې زور دی
ورک به شي غلیم چې مـــخ یې توردی
سر به ترې قربان کـــــړم د بــــــــــدن سره
مینه مــــــــوږ لرو دخپـــــــــل وطن سره
دا وطن په مــــــوږ باندی ډیر ګران دی
دا زموږه خــــــــوږ افغانستــــــــــان دی
هغه به د وطن ښکلې طبيعت ،باغونه او ځنګلونه په خپل شعر کې داسې ستايل ٠
لوړ چې په هــــــوا کې یې بازان ګرځي
هلته په ځنـګلو کې یې زمریان ګرځي
جوړ په سردرو کې یې طوطیان ګرځي
مست یې بلبـــــــــــلان د باغ او بــڼ سره
مینــــــه مـــــــوږ لرو د خپل وطن سره
دا وطن په مــــــوږ باندی ډیر ګران دی
دا زمــــــــــوږه خـــــــوږ افغانستــان دی
اود خپلو نيکونو اوپلرونو افتخارات ، د وطن ملي شخصیتونه او دهغود کارنامو نه داسې يادونه کوله ٠
دا وطن خوشحـال غوندې بچیان لري
دلتــــــــــه کې نازو انا لمسیــــــــان لري
لوی احمــد شاه ستر نوم په جهان لري
سـاتـو به یې شــــــــــــــــاړې د چمن سره
مینــــــــــه موږ لرو دخپـــل وطن سره
دا وطـــــن په موږ بانـدی ډیر ګران دی
دا زمـــــــوږه خوږ افغانستـــــــــــان دی
او دګران وطن افغانستـــــــان د مختلفو جغرافيوي موقعتونونه ېې داسې ستـاينه کوله ٠
وګــــــــــــورئ هرات دی که لغمـــــــــــان
یا که ننـــــــــــــــګرهار دی که جــوزجان
پورته قــــــــطغن که بدخشــــــــــــــــــان
غرونه یې ښه ښــــــــکاري دمعدن سره
مینه موږ لرو دخپـــــــــــــل وطن سره
دا وطن په موږ بانــــــدی ډیر ګران دی
دا زمــــــــــــوږه خوږ افغانستـــــــان دی
د وطن هاند او څپاند سيندونه او دريابونه او دهغو ښکلا او طبيعت ته داسې تعريف ورکاوه٠
وایي هریرود اوبــــه خـــــــــــــــوږې لري
سیند د ارغنـــــــــداب جګې څپې لري
ګوره د کنړ سینــــــــــــد څه نخرې لري
جـــــــــوړې ترې بیالې دی د سربن سره
مینه موږ لرو دخپـــــــــــــل وطن سره
دا وطن په مـــــــوږ باندی ډیر ګران دی
دا زمـــــــــــوږه خوږ افغانستـــــــــان دی
په آخر کې به ېې د وطن د افتخاراتو او د نيکونوپه کار نامو داسې وياړ او يادونه کوله ٠
دا وطــــــن زمـــــــــوږه افتخـــــــار دی
دې کې موعزمت دنیــــــــــکه پلاردی
دا د افغـــاني کلتـــــــوریادګـــــــاردی
لاس په ګریبان ګرځـــــــوله دشمن سره
مینـه موږ لرو دخپـــــــــــــل وطن سره
دا وطن په موږ باندی ډیر ګـــــــران دی
دا زموږه خـــــــــــوږ افغانستــــــــان دی
ماهم د زيړ ګل دا وطنې او سپڅلې احساس په لاندی شعري چوکاټ کې پيل او تاسو محترمو لوستونکو ته ېې په مينه ډالۍ کوم ٠
ګران وطن
دا مــو د خاپـــــــــوړو کلی کـــــــــور دی
دا مو د نیکـــــــــــو د تــــــــورې زور دی
ورک به شي غلیم چې مـــخ یې توردی
سر به ترې قربان کـــــړم د بــــــــــدن سره
مینه مــــــــوږ لرو دخپـــــــــل وطن سره
دا وطن په مــــــوږ باندی ډیر ګران دی
دا زموږه خــــــــوږ افغانستــــــــــان دی
لوړ چې په هــــــوا کې یې بازان ګرځي
هلته په ځنـګلو کې یې زمریان ګرځي
جوړ په سردرو کې یې طوطیان ګرځي
مست یې بلبـــــــــــلان د باغ او بــڼ سره
مینــــــه مـــــــوږ لرو د خپل وطن سره
دا وطن په مــــــوږ باندی ډیر ګران دی
دا زمــــــــــوږه خـــــــوږ افغانستــان دی
دا وطن خوشحـال غوندې بچیان لري
دلتــــــــــه کې نازو انا لمسیــــــــان لري
لوی احمــد شاه ستر نوم په جهان لري
سـاتـو به یې شــــــــــــــــاړې د چمن سره
مینــــــــــه موږ لرو دخپـــل وطن سره
دا وطـــــن په موږ بانـدی ډیر ګران دی
دا زمـــــــوږه خوږ افغانستـــــــــــان دی
وګــــــــــــورئ هرات دی که لغمـــــــــــان
یا که ننـــــــــــــــګرهار دی که جــوزجان
پورته قــــــــطغن که بدخشــــــــــــــــــان
غرونه یې ښه ښــــــــکاري دمعدن سره
مینه موږ لرو دخپـــــــــــــل وطن سره
دا وطن په موږ بانــــــدی ډیر ګران دی
دا زمــــــــــــوږه خوږ افغانستـــــــان دی
وایي هریرود اوبــــه خـــــــــــــــوږې لري
سیند د ارغنـــــــــداب جګې څپې لري
ګوره د کنړ سینــــــــــــد څه نخرې لري
جـــــــــوړې ترې بیالې دی د سربن سره
مینه موږ لرو دخپـــــــــــــل وطن سره
دا وطن په مـــــــوږ باندی ډیر ګران دی
دا زمـــــــــــوږه خوږ افغانستـــــــــان دی
دا وطــــــن زمــــــــــوږه افتخــــــــــار دی
دې کې موعزمت دنیــــــــــــکه پلاردی
دا د افغـــاني کلتــــــــــــوریادګاردی
لاس په ګریبان ګرځــــــــوله دشمن سره
مینـه موږ لرو دخپـــــــــــــل وطن سره
دا وطن په موږ باندی ډیر ګـــــــران دی
دا زموږه خـــــــــــوږ افغانستــــــــان دی
-------------------------------
سميع الدين افغاني
م کال ١٥ - ٥ - ٢٠١٠
-
بېرته شاته |