(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
دمولوي محمد يونس خالص طنزیه شعرونه
مولوی محمد يونس (١٢٩٧لمريز کال) د ننګرهار ولايت د خوږياڼو د ولسوالۍ دقاضيانو په کلي کې زیږېدلی دی، دمولوي عبدالاکبر زوی وو. هغه خپلې لوړې زده کړې د لرې پښتونخوا په دارالعلوم حقانيه اکوړه خټک کې تر سره کړې دي.
محمد يونس په لومړيو وختونو کې دځان لپاره اورنګي تخلص غوره کړ؛بيايې مېړنى ،بیا یي نبی خیل وروسته يې دمولانا ارشاد په وړانديزخالص کړ.
مولوي محمديونس څه وخت د (پيام حق) او ( وړانګه ) جرېدې چلولې او څه وخت هم د راديو افغانستان سره دتلاوت او تفسير په برخه کې کار کړې دی
دمجاهدينو په وخت کې د ښوونې او روزنې وزير وو
هغه ډیر دیني کتابونه لیکلي او ژباړلي دی، ادبي کتابونه يي ژوندي اشعار(شعرونه)،دامونه او دانې(شعرونه)، تور زړو ته يمه توره او سپين زړو ته يمه سپينه(شعرونه)، خوږو ته خوږه او ترخو ته ترخه(شعرونه)
ناوړه دودونه، ښځه او نارينه يا د انساني ټولنې دوه وزرونه
او ډېر نور.....
هغه په (١٣٨٥لمريزکال) کې مړ شوی دی
مولوي صېب یوه ټولنيزه، سياسي او مذهبي څېره وه، چی هر وخت يي د ناروا او نادوده کارونو په ضد خپل ږغ پورته کړی دی اوتش په نامه ډېموكراسۍ یې غندلي ده همداسې د وخت دتنظيمونو د ګډوډيو، د کمشرۍ خپلسريو، د کابل رژيم ناخوالو دشوروى تيري اوظلمونو پرضد يې دبغاوت جنډه جګه ساتلې وه او خپلی مقالي او شعرونه يي باغی یاغی رسنو ته کښلې .
داچې هغه یو ټولنیز شاعر وو نود ټولنیزو شاعران شعرونه یې که څه هم دده د عقیدې ضد وه خوښېدل.
هغه دغنې او اجمل شعرونه خوښ وه ځکه هغوی هم لکه ده رښتیا ویل او بد کارو باندې يي ملنډې وهلې هغه وایي:
اجمل غوندې شاعر وايه چې څوک دې پښتنو کې
غنې به څوک پيداکړى ددې سمې پرګنو کې
همداسې ادیبان لرو پريمانه نورپه دوکې
پښتون ته دښمنان ځکه خولې دې په اوبوکې
په دې شعر کې هغه یوازې ټولنیز شاعران ستایي هغه چې د ټولنې ناخوالې په زغرده یادوي نه هر بل څوک. هغه په کنایه وایي هغه شاعران مي خوښ دی چې د دښمنانو خولې له اوبو ډکه وي . هر لیکوال باید دا کا ر وکړی مګر ټول ادیبان داسې نه دی د ګل او بلبل لمن يي ټینګه نیولې ده.
مولوی خالص ظريف طبع درلوده. ظريفانه مجلس يې کاوه او ظریف شعرونه يي ویلی دی په شعر کې یې ډیر متلونه ،کنایې اوتشبهات کارولی دی .
وايي ولسمشر کرزې ترې دعا وغوښته خالص بابا په لنډه ورغوټه کړه خداى دې له امريکايانو وژغوره!
مولوی خالص په پوړ کې په ډیر جرت د دې ریا کارې او مکارې دنیا له کړکۍ څخه پرده پورته کوی او هغه ولس ته ښيي، د یو یو مکار ځانګړتیاوي ولس ته بیانوي او کوونکی يي په طنز سره په غوږ وهي.
اخره زمانه شوه غله اوښان وهې په بډه
ددې وخت منافق مسلمانان وهې په بډه
د روس په غلامۍ کې ازادې د وطن غواړې
داهغه پرچميان دې چې خلقيان وهې په بډه
ببرک چې لوبې وکړې دامين پر سرداځکه
فرعون ددې وخت دې چې هامان وهې په بډه
دنيا هغه بوډۍ ده چې سينګار لري، دناوې
واړه، زاړه، ځوانان واړه يوشان وهي په بډه
چې پيرکړې لار غلطه او دنيا ته په سجده شي
دوکه ورباندې نه شې مريدان وهې په بډه
يو بل ته سره غله دې خو دعوه کړې ديو والې
په نوم داتحاد واړه سامان وهې په بډه
ځان ساته نبې خېله چې تاهم په بډه نه کړى
رهبر چې شې بې لارې رهبران وهې په بډه
هغه په طنز سره هغه متل چې وایي اوښان په بډه نه وهل کیږي دې سیاسې بی شرمه غلو ته اسانه غلا او سپين سترګي غلا بولي او څه ښه وایي اوبه له سره خړیږی . چې رهبر خراب وي د هغه له مریده څه تمه کوې ،هغه د اتحاد به نامه ( خلقیانواو پرچمیانو، د مجاهدو اتحاد په مکه شریفه کي ) په سترګو کې د خاورې اچول بولې په دې سیاسي مکاریو نیوکې کوي ، هغه غندي .
رهبر خالص د مجاهدینو له بري وروسته د هغو د کړه وړو د د کابل د خلکو بیګناه وژلو او د کابل ویجاړولو په لیدو بيرته نبې خېل شاعر شو، دغه وخت دنبې خېل شاعرانه احساس په لاندې بڼه موندلى شو:
لـــړم او مـــار
دوه ملګرى وو روان په يوه لار
ديوه جيب کې لړم ودبل مار
ډير خلکوورته وويل دامړه کړې
په دښمن خوپکارنه دى اعتبار
دوى ويل چې موږ دښمن ته دي ساتلې
علاقلانو وې له بدو به بد مومې
دا وسله به مــــو اخـــر شي پکار
دکــرکڼې بوټې نه نيــــــسې انار
هندوانه به له حنظله څوک ونه خوري
نه به جوړ کړې له کونجونه څوک هار
داکږي پوښتې به هيڅوک سمې نه کړې
په وربل کې به کينږدې نجونې خار
خو دوى دواړو وې چې موږ ه ښه پوهيږو
په ځوانۍ کې له سپين ږيرو یو هوښيار
دلړم والا ويل هغه مار ګيرته
ماردې مړ کړه چې سم نه کوي رفتار
مار والاوې دکجدمو ياري مه کړه
دالړم به دې په غم کړى ګرفتار
يوله بله ډاډه نه وو خو روان وو
ناببره شول داخل په يوه ښار
دې ښاريانو ورته تو دهرکلى وکړ
ديارلس کاله ورته ووپه انتظار
خو دوى دواړه سره ډک ووپيل يې وکړ
جنګ جګړو باندې يې تود کړلو بازار
دښاريانو بچې مړه کورونه يې لوټ شول
څوک قربان شول له لړمه څوک له مار
عالمونه دې حيران ددوى کاروته
چاپه خوب ليدلى نه و داسې کار
غواړى هر يو چې نړۍ ته دوکه ورکړې
چې موږ وژنو ديوبل لړم او مار
مارلړم دې هسې دواړو پلمه کړې
غواړې داچې افغانان کړي تارپه تار
لويه خداى دغه دواړه په لارسم کړې
نبې خېل دى له دوى دواړونه بيزار
هغه په دې داستان کې د مجاهدو ناپوهي اوخودخواهی غندی په ډیره ښه طنزی ډول د هغوی کړه بیانوي
-
بېرته شاته |