(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د وسپنې چوکاټ
چېرته لاړ شم؟ نه پوهېږم. د مینې او باور تر منځ نړېدلی یم پر زړه مې ډېر څه ګرځي هر څه ته چې ګورم راته پردي ښکاري. زه ، یوه انځورته پاتې کېږم چې پر شاوخوا یې د وسپنې چوکاټ لګېدلی سترګې پټوم چې څه ووینم آیا ته په رڼو سترګو څه لیدلی شې ؟ شېبې بدلې دي سات له خوځېدو پاتې دی شمال د ونو پاڼې رژوي او د باغ ، د بې وسۍ آواز هرې خواته خپور دی. ماته داسې ښکاري چې څوک ، زموږ په جونګړه کې مینه وژني څوک ، د ګودر شونډې ګنډي څوک ، د جومات پر دروازې باندې جمع او تفریق زده کوي موږ ، پر خپلو اوږو صفرونه بارکړي او پر کوڅې باندې مو غټ کلپ وهلی حتی موږ ، د اختر په ورځ هم یو بل ته د صفر مبارکي وایو. سبا مې د زوی د زېږېدو کلیزه ده او زه ، حیران پاتې یم چې ورته څنګه پر خپلو تشو لاسو مبارکي ووایم ؟!
When the Sun reads the Verses of God Hanif Baktash Kabul 2009
بېرته شاته |