(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
اجمل خټک : يو پنجه ور شهباز
اجمل بابا ډير خلک پيژني او ډيرو خلکو د هغه د غيرت چغه هم لوستلی ده. خو چې اجمل بابا به په تولاندی کې زمونږه په حجره کې ناست و نو ماته به د هغه په مخ کې د هغه د زړه تڼاکې ښکاريدلی. ماته اجمل بابا د هغه جرنيل په څير ښکاريدلو چې خپل مشر جرنيل ورله پوځ ورکړی وي خو د جنګ اجازت يې نه وي ورکړی. اجمل بابا به ماته داسی ښکاريدلو چې د خپل پوځ يو يو عسکر يې د سترګو وړاندی حلال شوی وي او پری شوی سر يې د اجمل بابا پښو ته رارغړيدلی وي خو اجمل بابا ته د جنګ اجازه نه وه.هغه خبر و چې د احمد شاه بابا وخت تللی دی او د خوشال په توره د عدم تشدد په دهند کې زنګونه ختلي دي.
د ابدالي د انغري غيرته
ستا په ناموس د چا خندا وينمه
د ننګ په توره مو زنګونه خيژي
چيرته خوشال رالړزومه ځمه
د سيالو سيال رالړزومه ځمه
اجمل خټک د زورورو ټکو لوبغاړی و او په شاعری کې يې هر يو ټکې د توربان هومره زوره ور دی. هر نظم يې د خپلواکی د جنګ نغاره ده او په خيالونو کې د دښمن اورميږ په ګوتو کې مروړي. خپلو تيرو پنجو ته څو څو وارې ګوري او پوهه دی چې دا پنجې هر څه څيرلی شي خو د عدم تشدد په پنجره کې بند پاتی شو او د جنګ د ميدان تاو او زوګ يې ونه ليدلو خو غوږونه به يې مدام ګړنګيدل.د خيالونو اس به يې په ډيرو کپرو ودانګولو، د سرو لوپټو بيرغونه به يې جوړول، اسمانونه بې يې شلول، د دښمن په ګلستان به لکه د تندر غورځيدلو .د پښتون د ننګيالي فطرت نه هم ښه خبر و. او د خپل اولس زور ورته هم مالوم و.
دلته پنجه ور دي چې څيرلو ته ناست تږي دي
دلته نوکه ور دي بل خوړلو ته ناست اوږي دي
ستابه دا اواز لا د تالو نه رابهر نه وي
تاو به دی مرغوټ وي چرګوټيه ستابه سر نه وي
د چترال د زوره هم خبر و او د خيبر مړينتوب ورته هم مالوم و. خپلی خلی ماتيدلو ته تيار و خو ګنډلو ته يې غاړه نه کيښودله. هر پښتون ورته پنجه ور ښکاريدلو او پښتونخوا ورته د پنجه ور شهباز جاله ښکاريدله. د شغ سره ټومبل يې خوښ ود اخ سره سيز ل يې خوښ و.
دلته د غوټی د شغ سره به بيا څيرلی يي
دلته د نظر د سيخ سره به بيا ټومبلی يې
دا د پنجه ورو کور دی دلته به يو ګپه شی
دا د نوکورو کور دی دلته به يو هپه شی
نو ای د ميری چرګه په ماښام بانګونه مه وايه
اجمل بابا ته د دښمن مرغوټ تاوهلو هم خوند ورکولو او د پښتنو وطن ورته د وږی عقاب جاله ښکاريدله.هغه په واورو کې تندرونه غوښتل او په واورين موسم کې به يې د تودو وينو ډيوې بلولی.اجمل صيب نن بيا غواړي چې د خوشال او د مغلو دور راتازه شي. پښتانه زلميان بيا منګلې د دښمن په وينو سری کړي.
د سړی وينی رګونه دلته بيا په ګډا سر شي
ددی تړو د رغونو نه بيا مستيانې راپيدا شي
د واورينو سردرو نه بيا بجليانې راپيدا شي
لړزنده شي په دی ساندو هر خبر او ناخبره
ای شپونکيه د خيبره ای بين ماره د تور غره
راشه پوک وهه دا بين دی
اجمل بابا ته د پښتون دا ننۍ بده ورځ ښکاريدله . هغه ته پته وه چې پښتون به په خپل وطن کې په ګوټ ننوځي او عربيان او چيچنېايان به يې برامته کوي. هغه د زمرو وطن بګوو ته په پاتې کيدلو ليدلو. هغه ته مالومه وه چې بيا به دا د شهبازانو جاله د خراړو کور وي. او د ګلونو په پټو کې به غنې جاړې ټوکيدلې وي خو هغه ته د خپل سالار اجازت نه و او هغه په خپل ځان درنې تيګې ايښې وی خو د فکر شهباز يې ازاد پريښې و. اجمل بابا پوهيدلو چې سالار د جنګه نغاره نه غږوي او اولس به ورځ په ورځ د سامراجي ليوانو خوراک شي. هغه سالار ته چيغې وهلی چې نغاره پوک وهي خو پوکې اپوټه شو.
د درو نه به دی خيژي د سپېره ګونګي بانګونه
په رغو به دی خوريږي د بګوو اوازونه
د بازونو سردری به دی په خراړو وي ودانی
په خورو ورو کنډکو به ليوان درنه مړيږي
ګوری شابه شابه شابه لمر دی واوړيدو له سره
ای شپونکيه د خيبره ای بين ماره د تور غره
خټک بابا د سر پروا بيخي نه کوي او د خپل اولس د سوکالی د پاره په خپل ځان کارغانو مړولو ته تيار دی. خو د قارون منلو ته بيخي نه دی تيار .هغه په غر ورتللو ته ملا تړلی ناست و. او د ټيټو سترګو ژوند ته بيخي نه و تيار. او نورو ته يې هم دا درس ورکولو سر او يا سنګر.
دا خپل مټاک تندی اوس غر ته نيسم
مات خو به شي کنه که نور نه شي
يا توبه ګار شه يا پری ځان اوخوروه
د دی ليوانو سره کور نه شي.
اجمل بابا د يو يو شهيد سپايي وينه ستايي، په هغې وياړي هغې وينی ته ژبه ورکوي او نورو ته خواست کوي چې د وطن د شهيدانو وينه هيره نه کړي. هغه د وطن د شهيدانو د وينو غږونه سندره کول او زلميان به يې پری راپارول. هغه ته دی خبرو خوند نه ورکولو چې د هغه د پلار نيکه په قربانو دی خانان د خپل هوس اسونه دنګ کړي او دغه غټ خيټي دی د پښتنو په هډونو داړې تيری کړي.اجمل بابا په خوشال خان ، ايمل خان او دريا خان ميين دي . اجمل بابا د دوستانو نه هم مرور دی او داسی ورته ښکاري چې دوستان يې هسی په اما کما ګرځوي او نه يې دوستان پخپله د ازادی د ليله کور ته ځي او نه دی بوځي. هغه په زړه دغه خبره نه ده پريښی او سندره کړی يې ده.
د خوږی خلی سپينی جامې د لاندی
دغی ډاکوانو ډير لوټلی يمه
اوس د لستونړي ماران ښه پيژنم
دا د مطلب اشنايان ښه پيژنم
مونږ ټول خواږه دښمنان وپيژندل
مونږه زاړه نوي ياران وپيژندل
خټک صيب چې په کوم کاروان کې روان و. داسې ښکاري چې د هغه کاروان سره مزل يې په مات زړه کولو او هغه خپل بيل منزل لرلو. هغه غوښتل چې خپل کاروان جوړ کړي او خپل منزل ته روان شي.
د بل سرنا ته ګډيدونکي پريږدم
د بل په مزي تاويدونکي پريږدم
ځان ته د خپل منزل کاروان جوړوم
ځان ته د ځان غوندی جهان جوړوم
اجمل بابا په خپله ټوله شاعرۍ کې کفن په سر ولاړ دی او په دی پوهه دی کې چيری مونږه خپله د مبارزی لاره بدله نه کړه نو مرګې به يو يو پښتون پسې ور ټکوي او راوباسي به يې. لکه د نجوميانو غونده اجمل بابا خبر و چې ځانمرګی به ولي باغ ته هم ور ټکوي او د پيښورګلالو ته به هم د پيښور په لارو کوڅو کې اوړي راوړي. نو هغه غږ کوي چې:
چې دی راځي مونږه ورته خوار پراته يو
ځی چې د هغې مرګي تان ته ورشو
چې سبا بې کفنه مړه پراته يو
ځی چې کفن په سر ميدان ته ورشو.
اجمل بابا ګرځي ننګيالي لټوي هره سيمه چاڼوي خلک رابيداروي . چيرته د تورو خرپا اوريدل غواړي چيرته د پښتنو زمرو غړمبا اوريدل غواړي. د ايمل د توری سوګند ورکوي. د خوشال د قبر روي اچوي خو داسی ښکاري چې لښکر يې نه جوړيږي او دغه سالار بې لښکره د جنګ جنګ نعری وهي. د هاغه جنګ چې لوږه يوسي، هغه جنګ چې د خپلواکۍ ناوی راوړي، هاغه جنګ چې ټولی پنجری ماتی کړي او پښتنو له يو ازاد او خپلواکه هيواد وګتي.
د خوشال خان د غيرتي وينی په څړيکه راغلم
تش څو ځونډي او د شاډولو په ګډا واوړيدم
ما وييل چې ځم د ايمل خان د توری زنګ څټمه
اوچه باړه کې د سيليو په شغا واوړيدم
د دريا خان په انغري کې مې بڅري کتل
د رپټيانو په دروغو او ريښتيا واوړيدم
اجمل بابا به غلی ناست و. ډيری خبری به يې نه کولی، لکه چې زړه يې ستړی وي. د جنګ اس يې بوډا شوی وي، خپلی توری ته ګوري خو نه پری د وينې رنګ شته او نه د ميدان دوړې. زما په فکر اجمل بابا د زورور ټکو اسونه زين کول او په ميدان يې ورپريښودل. هر ټکې يې تندر و، هر شعر يې د توری ګوزار و او هره خبره يې د راتلونکې تياره سبا ننداره ښکاره کوله .نن هره ورځ پښتانه کله په خيبر کې، کله کندهار کې، کله په مهمندو کې ، کله پيښور کې اندام اندام بې کفنه پراته وي. د کراچۍ کوڅې، د جلال اباد لارې، د خوست غونډی،
د کرمی تنګي، او هره پښتنه سيمه د بې کفنه مړو ډکه ده.
فايق خان يوسفزی
لندن
Ajmal Khattak : panjawer Shabaz
By: Faiaq Khan Yousafzai, London/England -
بېرته شاته |