(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د ملا نصرالدين قبر(طنز)۱
دکلاه مو غټ کولپ دی غټ ور
خود دیوالویې پاته نه دی کوم اثر
دپاچاهانو، صدراعظمو، وزیرانو
دتلو راتلو بي بي سي راکوي خبر
پاچا مولیونی کڅوڼه اېښی خیرات ته
په نیمه خوله غواړی سرسایه د هر کافر
هغه ته یوه ده تور ووسکه او خزدکه
سر یې نه خلاصیږي د مرستو په جزر
سپاهي يې بېغم دی چې ور دی تړلی
پاچا د وره کيلۍ نیولې ټینګه په ټټر
په سپينه ورځ وځي ګونۍ د ډالرو
سپاهی ولاړ دی برچپک مخي ته د ور
رمو ته خوشی شوي وږي لیوان
شورا خوشاله ښکاری د هغو په ګر
د لیوانو له ښه سلوکه او رفتاره
سی این این راکوی هره شپه خبر
لا تر اوسه زموږ په پښو نه دی ختلی خر
نوکان مو نه دی وتلی چې پوه شو په دی هنر
هر یو اول نوک ځایوی بیا سوک او سر
لا پوهه نه یو چې ولي راغلي دومره لښکر
وسپنه چې هر څه وټکوي هغومره پخیږي
د ولس په ټکولو مات شوی زموږ د ژبې کمر
پوه خلک خپلو ړندو ته ورکوی لکړه
موږ په کاذب اتییلاف ړاندو ته کیندو جر
کنایي او وییونه:
لیونی کڅوڼه ( څیری کڅوڼه )، په نیمه خوله غوښته( په زاریو او رمزغوښتل)،
اول نوک ځایول بیا سوک(د فرصت څخه ګټه)، پر پشه خرختل ( تجربه تر لاسه کول)
جزر( د سپوږمۍ اغیزه دبحر په اوبو چې هغه پورته کښته کوی )؛ ګر ( ظلم)، نوکان پسې وتل( زیار ګالل)
جر ( کنده)
بېرته شاته |