يه کراچئ کی د غني خان بابا د ۱۴ تلین په مناسبت د سمینار راپور
[30.May.2009 - 11:25] کراچۍ ښارکه څه هم د ادب په حواله یو لوي نوم لري او ښه بهترین او په نړیوال معیار پوره ادبي غونډې پکې ترسره کیږي خو کاش چې دغه ټولې غونډې او سیمنارونه یوازې د سندۍ او اردو ژبې پورې محدود وي . کراچۍ کې که تراوسه کوم پښتو ادبي بنډار شوې دی نو هغه هم یا کومه حجره کې شوې دې او یا په داسې ځایې او په داسې لیول ترسره شوی دی چې شستن،خوردن ،برخاستن ترحده محدود پاتې شوې دی . کراچۍ ښار کې دادبي ،کلتوري او فرهنګي بنډارونو دپاره د اردو ارټس کونسل ،پي ایم ای هاوس او نور ځایونه شتون لري خو دغه ځایونو تر اوسه د ګوتو په شمیر پښتو پروګرامونه ترسره شوي دي .












