(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
د پاکستان پوځ مولانا صوفي محمد نيولى.
[05.Jun.2009 - 08:32] مبارکه جمعه (جمعه) ٥/� ٦/٢� � ٩
منگوره :د پاکستان دولت دمحمدي شريعت د ټينگښت مرکزي مشر مولانا صوفي محمد له دوه زامنو رضوان الله او ضياالله په گډون نيولي دي .له دوى سره د مولانا صوفي محمدمرستيال مولانا محمد عالم او وياند عزت الله هم نيول شوى .
دباخبره سرچينو له مخې د محمدي شريعت د ټينگښت مرکزي مشر مولانا صوفي محمد د تېرې يوې مياشتې راهيسې د استخباراتي کړيو تر سيوري لاندې وه او د پېښور په حيات اباد کې ورته ځاى ورکړې وه ، چې تېره ورځ اسلام آباد ته وليږدول شو په دې لړ کې مولانا صوفي محمد وياند سره اړيکې ونيول شوى او ورته وويل شول ، چې د مئ د لومړۍ نيټې راهيسې د درملنې لپاره پېښور ته تللى دى دپاکستان د پوځ وياند څرگنده کړې ، چې په امان دره کې د يو بريد په تر څ کې مولانا محمد عالم ، مولانا محمد اقبال نيولي دي ، چې ورسره سيد وهاب او سلمان هم ونيول شول او نا ځرگند ځاى ته د پلټنو لپاره وړل شوي دي .
scprd- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته |