(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
د عندليب ځونډی
زه خپل ځان د نقادانو په قطار کې ودرول نه غواړم خو د پښتو ادب د مينه د مينه والو نه مې څوک نه شی ويستلے..خپله ژبه مې د خپلې مور جانې نه ياده کړيده او د مورنۍ ژبې ښه او نا ښه شعر د خپل لنډی بوچی علم په رڼا کې څه نه څه پيژنم...
شعر څه ته واي او ښه شعر څنګه وی په دې اوږد بحث کې نه ځم ولې چې په دې موضو عاتو د پوهانو
اوږدې اوږدې څيړنې شته..خو نن مې د عندليب صيب د شعرونو کتاب ځونډی مخې ته پروت دے
په دې شاعرۍ کې د پيل نه تر پاي پورې مسلسل يو درد پروت دے
او دغه درد د انسانيت د عظمت ,د وطن د مينې ,د کلتور د ښکلا ,او د ظلم نه د کرکې درد دے ,ژوره خو عام فهمه فلسفه ي په شعر غالبه ده ,جمالياتی رنګ ي ځانګړے دے ,خيالونه ي نوی دی او انداز ي ساده
دے بلکې زه ورته نوے او ناشنا هم ويلے شم
زما د پاره په دې مضمون کې د عندليب صيب د شاعرۍ په ګڼو او بې شميره رنګونو څه ليکل د ګرانو نه
ګران دی خو هر سړے په خپل وس پړ دے..د عندليب صيب غوندې ځيرک او ويښ ليګوال په فن څه ليکل د
پښتو ادب د يو چڼی په هيڅ د ځان د پاره د اعزاز نه کم نه ګڼم...د دير په دنګو دنګو او
واورينو غرونو کې د انسانيت د مينې ورتې ورتې ټپې کوونکے دا شاعر اوښکې ملغلرې ګڼی .زمکه
اسمان سپوږمۍ او ستوری د انسان د پښو خاورې ګڼی..ددغې رنګ د فلسفې يو رنګ ي وګورۍ عندليب
واي(يروې مې په اور څله-ولې زه د خاورې نه يم)بيا وای (اور مې نه سيزی د خاورې نه خبر دے-
خو جنت هم راله بې د ډبه راکړه) دا غوټه ي بيا په نظم(وخته راشينده خاورې)کې لږه نوره
هم سپړدلې ده او شعر ي دے(اور ي پښو له رانغے-ځان ي اور ته واچوو)بيا واي(اور چې اور ته وغورځوې
دا خو هيڅ سزا نه ده-خاوره ټنګيدلې هم د اور سره ناشنا نه ده) يا (خاورې راياده دې کړی-چې په ګلاب ورځمه)او په يو شعر کې اسمان ته واي(دنګ ي خو اسمانه دومره دنګ نه ي-زه دې د سينې د پاسه تلے يم)
دغه د اور او خاورې قيصه د انسان او شيطان مقابله د خير او د شر لوبه د ژوند
د راز معلومولو يوه هڅه او کوشش دے..او د انسان د مقام تعين کوی..دا څيړنه زه د پښتون قام فلسفيانو ته پريږدم چې د عندليب صيب د شاعرۍ په دې رنګ قام ته څه وليکی..ولې چې فلسفه زما چيړل د فلسفيانو کار دے .دغه پورتنی شعرونه مې ددې د پاره وليکل چې که ددې دغه رنګ نظرانداز کړو نو د فن سره ي په زياتی کې شمارم..
زه به درته ددې کتاب په يو بل اولسی او قامی رنګ باندې څه وليکم..د خاورې او قام په مينه مست عندليب د دنيا خلکو ته وای.چې پښتانه يو امن خوښے قام دے.او کله هم په چا پسې جنګ کولو له نه دے تللی..دا خو د دنيا نور قومونه دی زمونړ کور ته ي هميشه شر راوړے دے..عندليب واي(شر مې بدی شی خو څه وکړم عالم-چې سړے راپسې کور ته شر له راشی)او بيا واي(د عالمی سامراج د امن په مانه پوهه يم-زما خروار وسيزی خپله چيټاکۍ وسيزی)په بل شعر کې د دنيا شرخوښو او زور ګيرو قوتونو ته واي .چې د شر علاج په شر نه کيږی.بلکې په جرګو او خبرو کيږی..شعر داسې دے چې(شر په شر ختمول خدايګو-د نادان سړی تجويز دے)او بيا د دنيا منصفانو ته واي چې زما د قام په ټولو وسايلو په سرو سپينو,ځنګلونو اوبو او نورو شته منيو سامراجانو قبضه کړې ده خو بيا هم زه په قامی توګه غلے يم او اوس خو تر دې حده راورسيدم چې د سر او بچو خير غواړم
او د غزل په يو شعر کې واي(د ګل وږمه که زما نه شوه خير دے-د ګل وجود له مې مکان غوښتلو)او د وطن په بدامنۍ په ژړا داسې رنګ کوی چې(په اديره کې ګڼه ګوڼه وی مودې وشولې-زمونږ د کلی د بازار تشه نامه پاتې ده)د خپلو پښتنو وروڼو په بې اتفاقۍ او جهالت ي ډير خفه دے او عندليب واي چې مونږ خپل کور د اغيارو په لمسون پخپله ورانوو.او په پردو لاسونو کې لوبيږو ..د عبرت نه ډک شعر ي داسې دے(ما له تيلے او تاله تيل درکوی ګورو ورته-خپل کورکے راباندې څه په چالاکۍ وسيزی)او بيا د پښتون نه يو ځل بيا ګيله کوی او واي چې تل دې په نورو خلکو باور کړيدے او خپل سوچه مشران دې اونه پيژندل..نو نتيجه ي دا شوه چې د غربت او جهالت په ژرنده دل شوې..چنار چنار ځلمی دې د پرديو په غلامۍ کې شپې سبا کوی شعر ي داسې
دے(اوس د ساګو په خوړو شکر اوباسه-چې ړندو ته دې سپارلے وو د ښکار کار)د خپل قام سره سره عندليب د خپل قام د مشرانو نه هم بلا ګيلې کړيدی..او زړه ي تک شين دے او رښتيا واي چې( که ي هر سړے لقمان شی خو غر قيږی-په لښکر کې چې د سر سړے غلط شی) بل ځاي واي چې اے د قام مشرانو تاسو په سرو او سپينو کې لوبې کوۍ او د قام بچی د لوږې نه خودکشيانې کوی نو اے مشره لږ د غره د شپونکی نه عبرت واخله چې خپلې ګډې بيزې اول سيوری ته کړی نو بيا هله خوب کوی عندليب وای(ويده راهبره د قام راشه عبرت ترې واخله-شپونکے هله ويده شی چې په رمې وی سيورے)او بيا واي چې پښتو خو اته سوه کلونه په ټول هندوستان حکومت کړيوو.او د دنيا نور قامونه به په دوي ورپسې وو.خو نن مونږه خپل تاريخ هير کړيدے او د شعر په
ژبه وای(تخت چې بايلی نو د بخته ملزم جوړ کړی-چې په ما به راپسې وو ورپسې شوم)
خو ددې هر څه باوجود هم عندليب صيب مايوسه نه دے کلک عزم او حوصله لری.او د خپل قامی وحدت ارمان ژوندے ساتی..او خپلواکی خپل مرام ګڼی او واي چې(يو ځل به بيامومم منزل د خپلواکۍ د خيره-دغه ارمان له څڼه سترګه هر سحر کوومه)او پنجابی سامراج ته هم واي چې(د کارغانو سيل به لاړ شی عندليبه-خپل بازونه به خيبر په غيږ کې واخلی)او د پښتون قام ټولو دښمنانو ته واي چې تاسو خو زمونږ غرونه او نښترې سيزۍ خو دا هم ياد وساتۍ چې په قلاره خوب به رانه تاسو هم ونه کړۍ..عندليب ورته ګواښ کوی او واي(چې زما د غر مماڼې پکې سوزی-د قصرونو دنګې سروې به سيزمه)بيا ډير په ساده انداز کې واي(کار به درله اوګورم-چرته به د کار شمه)
فرنګی سامراج چې کله ماتې اوخوړه نو چې په پښتنو ي نور لاس نه رسيدو نو په
ګڼو برخو ي اوويشل..او دغسې زمونږ د اتفاق ماڼۍ دړې وړې شوه.د ډيورنډ کرښه په داسې رنګ په شعر
کې يادوی چې پښتنو ته واي چې (خوار قدمه خاورې شې-کرښې زورورې شوې)
په خپله پښتنه خاوره د حده تير مين عندليب واي چې(پښتنخوا داسې ګڼم-لکه غيږه د ابۍ)او چې څوک مې خاورې ته په بدو سترګو ګورې نو دا دې يا وساتی چې (دا منم د خپل سر مې دومره نه دے کړے فام-دا نه منم چې چا مې د غره څوکه ونيوه)
د وطن د وسايلو په غير منصفانه ويش او بې انصافۍ په دې کتاب کې بلا شعرونه شته خو چونګ له خرواره دغه شعر ي ولولۍ چې(چې ګناه کووم نو هر چاته ښکاره ده-چاته نه ښکاری زما سوړ نغرے)بيا واي چې
(ليونے ځکه په څوکه د دار ناست دے-چې په هره خزانه دې ښامار ناست دے))
د پښتون کلچر رنګونه ي په شاعرۍ غالب دی او نظم ي څه کړې چې په غزل کې ي هم دغه رنګ نه دے پريښے..اولوستونکی ته بيا بيا اپيل کوی..د پښتنې پيغلې غربت او د کلی وال ژوند تصوير کشی ي داسې کړيده
(اوس چې ټوپۍ د تيلې نه خرڅيږی-اوس به په څه باندې پيزوان اخلی)د غزل بل شعر ي وګورۍ چې(د اولاد غم ي د سينګار مزو ته چرته پريګدی-د ليونۍ نه بيا په بوسو کې پيزوان پاتې شو)بل ځاي واي(په سينګار پوهه ده خو پت د غريبۍ هم پالی-لور راته چرته د چارګل او د پيزوان اونه وې)
تنور,مالکونډی,کاريزې,غانټول,منګے,ګودر, اشر, ډبه, پيتاوے, حجره, رباب, ستار, قولبه, ايوه, جغ, ښاخۍ, چرګۍ, ليټۍ, شپيلۍ, شپونکے..اتڼ, د مټۍ ګلونه, تمبل, ژرنده, لاوڼ, پيتی, اوبه خور, نمير او سپيلنی,او د پښتنو جګې او هسکې شملې ي هم نه دی هيرې کړی او د پښتون کلچر داسې څه نشته چې په دې کتاب کې نشته..
دا يا دونه يو ځل بيا مناسب ګڼم چې دا شاعری د فلسفې نه ډکه ده او ددغو چيړل د پوهانو کار دے..ما درته چونګ د خرواره ددې کتاب يواځې په يو او اولسی رنګ ليکنه وکړه زه په دعوه سره وايم چې دا خواره واره رنګونه ي په دې کتاب ځونډی کې د سلګونو نه هم ډير دی
د عندليب په دې شعر به درنه اجازت واخلم
(يا نغمه شی عندليبه يا شعرونه-د زړه درد چې دې د ګوتو سر له راشی)
په درناوی
اکبر صادق اټک پښتونخوا
اوس ټورنټو کنيډا
-
بېرته شاته |