(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
اې مهربــــــانی مــورې
اې مهربــــــانی کـړيدلی مــورې
ډيــــــرو غــمونو زورولی موری
ستا په شدو باندی قسم يادوم
هسی د ټــولو ميندو غم يادوم
ســتــا زحــــمتونه هيرولی نه شــم
د زړه زخـــمـــونه پـــټولی نه شــــم
ستا د قدم خاوری رانجه دی زما
د دی وطن خاوری لـــيمه دی زما
ستا به ارمان سر کړم په سترګو باندی
رانجه به پوری کـــــړم په غبرګو باندی
د وطن ميــندو زوريــدلی مـــيــنـــدو
د بيلتون اور کی سوزيدلو خويندو
تا سی بی سيوری بی پړونی مه شی
د بی فايدی اور اور لـــړونی مه شی
اې د وطن ځـــوانــانو يو شــــی ســره
د ستـــرولـــس بــــچيانو يو شی سره
د ګـــران هـــيواد د ابـــادی لپاره
د بوډی مور د خوشحالۍ لپاره
نو موری موری په ماګـرانی موری
اوښی توئی نګړی مهربانی موری
ستا لا بچی د لوی وطن ژوندی دی
چې سوله نه منی له مــونږ پردی دی
پردی دی لاړ شی مونږ پردی نه غواړو
نور مونږه جنګ او دوښمنی نه غواړو
بيرغ د سولی تل اوچت غـــواړو
انسان ته ژوند د شرافت غواړو
مونږه يو کيږو د ژوندون لپاره
د اتـــفــــاق مـــلی ټــړون له پاره
دا وطــــن د هـــر بــــــــچـــی ارمـــــــــان دی
څوک چی له پلار او مور پيدا افغان دی
١٣٦٧
کابل
هيلی هاندونه او ارمانونه د ښاغلی محمد يوسف خدمتګار مزدورزوی د شعرونو مجموعه
بېرته شاته |