Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د وطن حال
حفیظ الله خالدهرښوونځی چی په وطن کې نن سوځیږي
زړه می اور واخـلی هـــډونه می ویلیږي
هرانسان چی د جنګونو قـــرباني شـــي
دا ماشــوم زړګئ می وینو کی لمبیږي
چې د ولږې نه انسان هلته واښه خــوري
څنـګه ستوني نه به زمــا ډوډئ تیریږي
چی د کنډو ړندو حــال نه بـیا خبــر شم
د هغوي په بیوسئ می زړه ځــوریږي
خو چی واورم بیا وطـن کی ارآمی ده
زه ارآم شم د زړه بــڼ می زرغــونیږي
چی دخلکو په څیرو کې خوشحالي وي
د خـالد د هیلو ګـــــل نورهم غــوړیږي
