(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
دجهاني په شعر كې خيال تصوير اوعاطفه
دجهاني په زياترو شعرونو كې ان په ازادو نظمونو كې دتصوير ونو اوانځورونو په تناسب عاطفه اواحساس ډير پياوړى دى ٠ شاعر تخيل اوانځور كښنې ته اړه نه احساس كوي بلكې نيغ په نيغه اوپه څرگنده اوبربنډه توگه دخير وشر جگړه بيانوي ٠ (( دتخيل قدرت يعنې هغه بشپړ شور اوهيجان چې په كار لوييږي ۔ چې هغه احساسونه اوشيان اوبيلابيل تجربيات اوپه وختونو اوزمانو پوري اړوند په يوه خاصه لحظه كې سره راټوليږي اويا يو له بل سره انطباق پيداكوي ۔ اوپه داسې يوه ناپايه شيبه اومحدود زمان كې يو پراخه ځمكه انځور وي ۔ دتخييل قدرت يوازې هغه سركش اوله مركز څخه دتيښتي اوفرار اوتيت پرك وس نه دى ٬ بلكې دمخالفو حالاتو دتلفيق له پاره داسې قدرت دى اودطبيعيت په باب دانسان دبيلابيلو انگيرنو څخه عبارت دى ۔ تخيل په سيده توگه له حافظې را ولاړيږي ۔ كله هم په زمانې تداوم كې په حافظه كې خوندي ساتي اوكله هم هر څه غورځوي ۔ چې دحافظې ځينې برخې له منځه يوسي اودتصايرو په وسيله هغه يو دبل په خواكې كيږدي اويوه فكري اوعاطفي كړۍ ايجاد كړي ۔ (۶) طلا درمس ۸۴۷مخ
تصوير په نوم شعر :
سړه دژمي شپه ده زه ستا له يادونو سره
لكه ماشوم په وړانگو لوبي كوم
ستا دتصوير مخې ته ودريږم
اودا يوه لحظه دې خپله كمه
هلته سينه كې غوليدلى زړگى وخوځيږي
اوپردۍ مينې ته ټوپونه وهي
تصوير ژوندى شي سترگې ورپوي
پر شونډو بيا گرځي زاړه قولونه
بيا دسبا دلمر ختو په طمع
شپه تر سهاره شمعې ولگيږي
سترگې سوځي
خو يو ناڅاپه دتصوير له سترگو
دژوند اومينې رڼا وتښتي
قولونه مړه سي
زه اوتصوير پاته سو
اوزړه هم نه وهي زاړه ټوپونه
دواړه لاسونه ليوني لاسونه
بې ارادې دتصوير خواته ځغلي
تصوير څيرې اوژمنۍ سكروټې
لمبه لمبه كي دكلو خيالونه
لايي لمبه په سترگو وينمه خاموشه نه ده
لا دتصوير بې نوره سترگې زما پر لور كږې دي
چې په سينه كې مې دزړه په تل كې
ستا له تصويره سره مينه نوى اوربلوي
اوپه رگونو مې بڅري گډ سي
نور دې تصوير ته هم كتلاى نه سم
يوه لحظه دې خپلولاى نه سم
اودادژوند سره ملگري لمبې
دا په رگونو كې ژوندي بڅري
دادتيارو دا درڼا ملگري
ستا دخيالونو له محله سره
په تصوريرونو رويباري نه كوي
۹۲ - ۳ - ۱۲
پورتنى ازاد شعر چې دانځور كښنې په زړه پورې بيلگه ده . دچا خبره دخوب اوبيدارئ تر منځ ديو حالت شاعرانه تصوير دى . چې لوستونكي ته پيښه په مخ كيږدي . حادثه له خيال نه هستيږي . ذهن عينيت ايجادوي اوپه تدريج سره لوستونكې داسې حالت ته راولي چې گويا له يوې واقعي پيښې سره مخامخ دې . حادثه سره له دې چې ټوله دراوي په ذهن اوخيال كې غځيږي . خو شاعر په لوستونكي په وړاندې ديو ډول مصنوعي خوب دغالبولو نه كار اخلي اولوستونكى او اوريدونكى له ځانه سره مل كوي ، بلكې په حادثه كې ورته گډون وركوي ، اوبالاخره كيسه پاى ته ورنږدې كيږي . دجهاني دا ډول شعرونه په ډيرو ساده كلماتو اوتصاويرو كې سينگار شوي دي خپل وزن يي هم دنويو معاصرو ادبياتو اوهم دپښتو ژبې دقدرت په بركت ساتلى دى .
اکبر کرګر -
بېرته شاته |