(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شلغاتي

د هاړ په سره غرمه کې يي ګورګوره راڅنډله ,فکر واخسته ,چې د ګړنګ په کلکه او وچه سينه کالوسر په شنو پاڼو کې پټه ونه د ګرمۍ په انتها کې ميوه داره شوه, سرو شونډو له يي تور ماتمي رنګ ورکړو او د نښتر سيوري ته په پستو برو ډډه شوه مخامخ سيړۍ په خپل ښاخ تماشه جوړه کړې وه د ګبينه مچو د ګبين غنډوسکی جوړ کړی وو او د غره د ګلونو خوږ رس يي د سيړۍ په ازغنو پاڼو څڅولی وو , د غوريجه په چخچي يوه ښکلې رنګينه لولکۍ کيناسته , په يوه وزره کې يې سلګونه ګلونه جوړ شوي وو, چې دواړه وزری يې پرانستی نو هغې ته يې د رنګونو او ګلونو کتاب مخې ته کيښودو په پښه يې ميږی روان وو پام ي شو ورته , چې د څه په لټون کې سرګردانه وو په وړوکي سر کې يې دوه ټيغې سترګې ,د ټينکئ په شان اوږده خيټه , بې شميره پښې او د امبور په څير خله کې يې د خوراک توکی کلک نيولی وو او تيز روان وو , هغې د ګورګورې په دانه کې ,د سيړۍ په پاڼه کې ,د لولکۍ په وزر کې او د ميږي په خله کې د چا ديدار وکړ مازيګر ساه ورکوله د کاجان ماما د کوره د تنور شين لوګی پورته کيدو د توت ونې ته يې پام شو چې مرغۍ خپلو ژالو ته راستنې شوې او وړو بچو يې ورته د خوشالئ نه په خپل مخصوص ترنم کې سندرې وييلې نو هغې د خپل مسافر ملګري په قسمت تړمې تړمې اوښکې توي کړې تالاش دير - بېرته شاته