(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل
په ړندو سترګو د یار پل پسې ځم د ورکـو هیلو تـت مـنـزل پسې ځـم په هر ډګر لاري بـــدلي د ژونــــــــد زه د زړو یـادونـو تـل پـسـې ځـــــم ډیر ارمانونه می تر شا پریښودل جانانه ستا سکڼې وربل پسې ځم چی شوه دنیا نوره پردئ،پردئ نــو پښتون وطن د زړه تسل پسې ځـــم چی سپیڅلتیا پالی د مینی همیش د ورکې مینی تاج مـحـل پسې ځــم چی رانه هـیـر کـړی ددونـیـاغمونه «عزیزه» ستا د زړه کابل پسې ځم
اول جولای ۲۰۱۰ فرانکفورت کابل هوائی کرښه
Aziz Sarshar
بېرته شاته |