په شمالي کليفورنيا کې د افغاني کلتوري ټولنې خبرتيا
درنو هېوادوالو لمړۍ تر ټولو د انګرېزي ښکيلاک څخه د ګران هېواد افغانستان د خپلواکۍ د ٩٠مې کليزې په وياړ ټول لر او بر افغان ملت ته مباره کۍ او نېکې هيلې وړاندې کوو٠
په شمالي کليفورنيا کې افغاني کلتوري ټولنه د هر کال په شان يو ځل بيا دگران هيوادافغانستان دخپلواکۍ د کليزى په وياړ يوه درنه او پرتمينه غونډه رابللې ده .
مونږ خپلو درنو هيوادوالو اود ټولنې غړو او مينه والو ته بلنه ورکوو چې دخپلوکورنيو سره دشعر او موسيقۍ پدې غونډه کې ګډون وکړي،او په خپلو راتلو سره داغونډه لا هم ښکلې او پرتمينه کړي ٠
د يادونې وړ ده چې په غونډه کې د هېواد پېژندل شوئ تاريخ پوه پوهاند داکتر محمد حسن کاکړ او ښاغلۍ داکتر عبدالرحمن زماني د دې تاريخي ورځې په وياړ ګډونکونکو ته په زړه پورې معلومات ورکوي٠
تل د وي افغانستان ژوندی د وي افغان ملت
د افغاني کلتوري ټولنې د مشر تابه له خوا
وخت او پته مه هيروئ:
Centerville Community Center
3355Country Dr
Saturday, August 15, 2009, @ 6:30 pm
د ماښام پوره 6 بجې او 30 دقيقى،
د شنبې شپه،د 2009 کال دآگست دمياشتې ١٥مه
محمد حامد الوتاند د اګست د مياشتې ٤مه
