اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د افغان ملت ګوند مطبوعاتي اعلاميه

نيټه : ۱۳۸۸ د زمري ۱۶
د افغانستان ټولنپال ولسواک (افغان ملت ملي مترقي) ګوند به د روان کال د اسد د ۲۹ د ولسمشرۍ لپاره انتخاباتو کې د حامد کرزي څخه ملاتړ کوي ـ

د افغان ملت ملي مترقي ګوند د رهبرۍ هيئت تيره اوونۍ د ولسمشرې لپاره کانديد ښاغلي حامد کرزي سره يوه ځانګړې ناسته درلوده چه د انتخاباتو په شمول په نورو مهمو ملي مسايلو هم خبرې وشوې ـ د ګوند رهبرۍ هيئت په تيره دوره کې د حامد کرزي د لاسته راوړنو په ځانګړي توګه د هيواد د ملي يووالي د خوندي ساتلو ستاينه وکړه او ددې تر څنګ يي هيواد ته په سياسي ،امنيتي او اقتصادي برخو کې ور پيښ ګواښونو خپلې اندېښنې او نظر څرګند کړـ ښاغلي حامد کرزي د ذکر شويو مسايلوپه اړه خپل موقف څرګند کړ او ژمنه ېي وکړه چه د برياليتوب په صورت کې به ورته ځانګړې توجه وکړي ـ

وروسته د افغانستان ټولنپال ولسواک افغان ملت ملي مترقي ګوند رهبرۍ شورا په يوه خصوصي ناسته کې د ولسمشرۍ لپاره راتلونکو انتخاباتو کې د رايو په اکثريت د حامد کرزي څخه د ملاتړ فيصله وکړه ـ

د افغانستان ټولنپال ولسواک افغان ملت ملي مترقي ګوند په خپلو ټولوغړيوغږ کوي چه د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې کانديد حامد کرزي لپاره کمپاين وکړي او رايه ورکړي ـ

د يادونې وړ ده چه افغان ملت ملي مترقي ګوند يواځې د هيواد د سترو ملي ګټو په پام کې نيولو سره دغه پريکړه کړې ـ

په درناوي
د افغانستان ټولنپال ولسواک )افغان ملت ملي مترقي (ګوند
د مطبوعاتي څانګې لخوا

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←