اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

ايف سي ار عدالتي قانون کې ځينې اهم بدلونونه

۱۴/۸/۲۰۰۹ ډیوه
د پاکستان د جوړیدود۶۳مې کالیزی دنمانځلو په موقع صدر اصف علي زرداري د قبائيلي سيمو کې ديوې پيړۍ څخه دزياتې مودې پورې رائج فرنټئير کرائمز ريگوليشنز يا ايف سي ار قانون کې دبدلون اعلان کړى دى چې ددې له مخې په دغو سيمو کې سياسي گوندونو ته دسياسي هلو ځلو اجازت ورکړل شوى دى
ددی ترڅنگ دقبائيلو دغوښتنو په اساس فرنټئير کرائمز ريگوليشنز يا ايف سي ار عدالتي قانون کې ځينې اهم بدلونونه هم شوي دي چې له دې وروستو اوس دپوليټيکل انتظاميې په حکم قبائيل بې دڅه وجې نيولو، په زندان کې ساتلو اوهغوي ته دضمانت حق نۀ ورکولو اختيارات ختم کړل شوي دي.
ددغه نوي قانون له مخې په جرمونو کې ککړ تن په ۲۴ ساعتونوکې دننه اړونده محکمې ته وړاندې کولى شي او هغه به دضمانت حق هم لري
همدغه راز انتظاميه دټاکلې مودې دننه ددغه رقم مقدمو هوارولو پابنده کړل شوې ده.
له دې وړاندې به دايف سي ار قانون لاندې چې کوم تن ونيولى شو نو دمقدمې چلولو څخه پرته به هغه په بند کې ساتل کيدو او دهغه دبند په موده کې به هر درې کاله وروستو دنامعلومې مودې پورې اضافه کيدله.
همدغه شان په ايف سي ار کې دبدلونونو وروستو اوس دسيمه ييز مسؤليت دقانون لاندې ښځې او د۱۶ؤ کالو نه دکم عمر ماشومان نۀ شي نيول کيدلى.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←