اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

اسد دانش ساپی د بی بی سی په اوومه سټوډیو کی میلمه دی

اسدالله دانش ساپى پر ۱۳۴۴لمريز کال د لغمان کې سترګې غړولي.
لومړنۍ زده کړې يې په لغمان او کندهار کې ترسره کړې او دولسم ټولگی يې په کابل کې لوستی.
اسد دانش له کتاب او خپل فرهنګ سره دځانګړې مينې درلودو له لامله پر ۱۳۶۶لمريز کال په پېښور کې د دانش په نوم يو وړوکی کتابتون پرانيست.
دانش کتابتون د هرې ورځې په تېرېدا سره غوړېده او د فرهنګيانو په زړونو کې يې ځاى پيدا کاوه، څه موده وروسته يې د يوشمېر فرهنګي ملګرو په غوښتنه د دانش خپرندويه ټولنې بنسټ کېښود او ددې ترڅنګ يې د الفت په نوم يوه علمي،ادبي او کلتوري خپرونه هم پيل کړه چې له نېکه مرغه تر دې مهاله يې ۴۰ ګڼې چاپ شوي.
دانش خپرندويه ټولنې تر اوسه د دوه زره عنوانه په شا و خوا کې علمي، تاريخي، سياسي، معلوماتي، ادبي، ژورنالېستيکي او نور بېلابېل کتابونه چاپ کړي.
اسد دانش په لر او بره پښتونخوا کې ځان د لويو ناشرانو په کتار کې درولی.
اسد دانش د هېواد په ګڼوښوونځيو، کليو او حجرو کې ځوانانو او د کتاب مينه والو لپاره کتابتونونه پرانيستي او هم يې له کتابتونونو سره مرسته کړې.
اسد دانش په فرهنګي حلقو کې ډېر ملګري، خواخوږي او دوستان لري.نوموړی تر دې مهاله په ګڼو مډالونو او ستاينليکونو نمانځل شوى، په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې لخوا د سرو زرو په مډال، د کونړسيند په مشاعره کې د کونړ مېشتو فرهنګيانو ټولنې لخوا د سرو زرو په مډال د ځلا خيريه موسسې لخوا يو مډال، د کبير ستوري په مډال اوله نيکه مرغه په دې وروستيو کې د اشوکا په نړيوال ايوارډ هم ونمانځل شو، چې دا يواځې هغه ته نه بلکې ټول افغان ولس ته يو ښه زيرى دی.
د پروگرام د خپريدو وخت د جمعې د ماښام اووه نيمې بجې.
که د اوومى سټوډيو له ميلمه څخه پوښتنې لرئ نو د پروگرام پر مهال په دې شمېره زنگ ووهئ. ۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱
د بريښنا ليک پته ده: [email protected]
او د SMS له لارې هم خپله د تيلفون شميره او ليکلي پيامونه راليږلي شۍ. د SMS شميره ده: 00447786208888
اوومه سټوډيو د چمعى په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي
www.bbc.co.uk/pashto/news/

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←