اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د افغان ملت ګوند مطبوعاتي اعلاميه

نيټه : ۱۳۸۸ د لړم ۹ مه

د افغان ملت ملي مترقي ګوند به د ولسمشرۍ لپاره د انتخاباتو په دوېم پړاو کې هم د حامد کرزي څخه ملاتړ کوي

د انجينر اجمل شمس په مشرۍ د افغانستان ټولنپال ولسواک افغان ملت ملي مترقي ګوند رهبرۍ شورا په يوه ځانګړې ناسته کې د ولسمشرۍ لپاره د انتخاباتو په دويم پړاو کې د رايو په اکثريت يو وار بيا د ښاغلي حامد کرزي څخه د ملاتړ فيصله وکړه ـ

د افغان ملت ملي مترقي ګوند په ټولو افغانانو غږ کوی چې د انتخاباتو په دوېم پړاو کې ونډه واخلي تر د ولسواکۍ دا پروسه کاميابه شي او په خپلو ټولوغړيوغږ کوي چه د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې کانديد حامد کرزي ته رايه ورکړي ـ

د يادونې وړ ده چه افغان ملت ملي مترقي ګوند يواځې د هيواد د سترو ملي ګټو په پام کې نيولو سره دغه پريکړه کړې ـ

په درناوي
د افغانستان ټولنپال ولسواک )افغان ملت ملي مترقي (ګوند
د مطبوعاتي څانګې لخوا

Afghanistan Social Democratic Party
PO Box 5595, kabul, Afghanistan
Tel: +93-799-571-293
E-mail: [email protected]
Website: www.afghanmillat.org

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←