اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

دډاکټر کبيرستوري دخواشينونکي مړينې له امله

استوونکي : رشيد

دډاکټر کبيرستوري دخواشينونکي مړينې له امله د خوشال فرهنګي ټولنې دلارښودې شورا

دژورې خواشينې پيغام

کابل : د ۱۳۸۵ کال دوري ۱۴

په خواشينۍ سره مو واوريده چې نوميالي ليکوال اوسياستوال ښاغلي ډاکټر کبيرستورې هم له فاني نړۍ څخه سترګي پټې کړي.

اناالله وانا اليه راجعون

دډاکټر ستوري نوم اوکارونو دپښتوژبي اوپښتنوله پاره هغه څه دې چې دده له نامه سره به په تلپاتي توګه مل اوپه نيکوياديږي ، ستوري دافغاني فرهنگ او انساني خپلواکۍ په لارکي دپاملرنې وړخدمتونه ترسره کړي چې دهغو په خاطر به کله هم دپښتنودسياست اوادب په تاريخ کې له ياده ونه وځي .

دخوشال فرهنګي ټولنې لارشورا دډاکتر کبيرستوري په مړينه خپله ژوره خواشينې څرګندوي ،دهغه مړينه دپښتنواوپښتنې پيوستون په لاره کې په هراړخيزه توګه يوه نه جبران کيدونکې ضايعه ګڼي. اوپه دې اړه دهيواد له ټولوفرهنګيانو، دارواښاد له کورنۍ اوملګروسره دهغه په غم کې ځان شريک بولي . ده ته له پاک خدايه دجنتوهيله اوکورنۍ ته يې دصبراوزغم غوښتنه کوي .

نصرالله حافظ

دخوشال فرهنګي ټولنې مرستيال

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←