اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

ليکوال او سياستوال عزيزالله ماما له دې نړۍ سترګې پټې کړې

لر او بر ټکی کام ۴/۱۲/۲۰۰۹: د پښتو ژبې يو شاعر او ليکوال او د پښتنو د ملي مبارز پاچاخان د سياسي لارې ملګرى عزيزالله خان په ۵۹ کلنۍ کې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې او پښين سيمې ته نيژدې په توبه کاکړي کې په خپل پلارني ټاټوبي کې- چې په جنازه کې يې سلګونو خلکو برخه اخيستې وه- خاوره ته وسپارل شو.
عزيزالله خان چې په عزيزماما مشهور و، د ۱۹۵۰م کال د نومبر پر ۱۱مه نېټه پښين سيمې ته نيژدې د توبه کاکړي په حاجي خان کلا کې د خان حاجي سيدمحمد خان کره زوکړى و، لومړنۍ زدکړې يې په خپل ټاټوبي توبه کاکړي او منځنۍ زدکړې يې په پښين کې تر سره کړې وې او وروسته يې له بلوچستان پوهنتون څخه په انګليسي ادبياتو کې د ماسټرۍ ډګري تر لاسه کړې وه او لومړى ځل په تربت کې د انګليسي ژبې د استاد په توګه مقرر شو، خو تر څو کلونو وروسته يې د خپلو ملي او سياسي مبارزو په ترڅ کې له ځينو نورو پښتنو ملتپالو سره په ۱۹۷۶م کال افغانستان ته پناه يووړه او کله چې تر دوو کلونو وروسته بيرته را ستون شو نو د حقوقو پوهنځى يې ولوست او بيا يې د ژوند تر وروستي کاله د حقوقپوه په توګه دنده تر سره کړه.
ارواښاد عزيزالله خان چې د ژوند زياته برخه يې سياست ته بېله کړې وه او د يوۀ ملتپال سياسي مبارز په توګه يې خپل ولس ته زيات خدمتونه تر سره کړي وو. ارواښاد هغه مهال چې د پوهنتون محصل و، د پښتنو محصلينو د اتحاديې مشري پر غاړه درلوده او دا مهال د عوامي نېشنل ګوند په مشرانو کې ګڼل کېده او د پښتنو د ملي مبارز خان پاچاخان د سياسي لارې مبارز و.
عزيزالله خان د پښتو ژبې شاعر او ليکوال هم و چې څلور ناخپاره شوي آثار يې هم تر شا پاته دي.
ارواښاد عزيزالله خان د پنجشنبې په شپه په کوټه کې د اوږدې ناروغۍ له امله په روغتون کې ساه ورکړه او د جمعې په ورځ په خپل پلارني ټاټوبي توبه کاکړي کې خاورو ته وسپارل شو چې په جنازه کې يې سلګونو کسانو شاعرانو، سياستوالو او د نوموړي خپلو خپلوانو ګډون کړى و.
larawbar.com



شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←