اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

په جرمني کې د پښتنو ټولنیز ولسیز ګوند درنو ملګرو!

خبر شوم چې ستاسو په همت او کړوا د تېرې میاشتې په پنځلسمه نېټه د پښتنو د یوالي پرتمین جشن ونمانځل شو. د ویاړ ځای دی چې دا خاوره د تاسو په څېر پیاوړي ځامن لري چې له ګران هېواد نه زرګونه میله لرې د ولس د یوالي ارمان لمانځي. له بده مرغه چې ما ستاسو د مهربانۍ بلنه د جشن نه نږدې یوه میاشت وروسته ایله دوه ورځې مخکې تر لاسه کړه. د دې لامل کېدای شي دا وي چې په دې وروستیو کې برتانیه کې د پوستې مامورینو پراخ اعتصاب درلود چې د پوستو د ځنډ لامل شو. زه هیله لرم چې که ژوند ملګرتیا کوله په راتلونکي جشن کې به مونږ له لندن څخه هرومرو ګډون کوو. تاسې ته د دې ستر کار په ترسره کولو یوځل بیا امبارکي وایم.
تاسو دې خدای لري

شهسوار سنګروال نیازی
د افغان ادبي جرګې مشر لندن

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←