اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

دکونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنی له خوا غندنه

د۲۰۰۹ ع کال د ډسمبر د میاشتی په ۲۶ مه نیټه دشنبې په شپه لکه دهیواد دنورو برخو په شان دکونړولايت دنرنگ ولسوالۍ دباډيل دري په غازي خان کلي کې ظالم امریکائی پوځ لس کسه بی ګناه زده کوونکی شهیدان کړل.
د میډیااو باوری سرچینو له مخی په عصری وسلو سمبال ظالم امریکائی پوځیان د شپې پر دوه بجو کلي ته ورننوتل او بی گناه زده کونکی ئی په خپلو کورونو کې د خوب په حالت کې په ماشيندارو وويشتل او شهیدان ئی کړل چی په دغو شهيدانو کې اووه تنه له يوه کوره او درې نور يې د نورو کورنيو غړي اوتنکي ځوانان دي .
د کونړ د ځوانانو کولتوری ټولنه، په خپل هیواد کی د بی ګناه افغانانو وژنه په کلکه سره غندی او دموجوده تش په نامه واکدارانو، له نړیوالو ځواکونو او له ښاغلی کرزی څخه په کلکه غوښتنه کوی چی په افغانستان کی ددغه شان وحشیانه عملونو او ددی پیښی عاملین محاکمه او په سزا ورسوی او په راتلونکی کی دداسی پیښو په کلکه مخنیوی وکړی.
په درناوی
د کونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنی دکار ډله
[email protected]

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←