د نورمحمد تره کي اثار چاپ شول
د پښتو ادبي غورځنګ،کوټي لخوا د افغانستان د مشهور کيسه ليکوال نورمحمد تره کي څلور ناولونه يو ځل بيا چاپ شول.
له سهيلي پښتونخوا کوټي څخه پښتو ادبي غورځنګ په لراوبر کي ټولو هيوادوالو ته زيری ورکوي چي د تکړه او مشهور کيسه ليکوال نورمحمد تره کي څلور ناولونه (څړه) (د بنګ مسافري) (سپين) (سنګسار) يو ځل بيا په رنګينه پښتۍ پر اعلْى درجه کاغذ چاپ شول.
ناولونه چي د (باختر کمپوز ځاى، کوټه) لخوا ډيزاين او کمپوز شوي دي، په کوټه، پېښور، جلال اباد، کابل، کندهار او د هيواد په نورو ډېرو سيمو کي ترلاسه کېدلاى شي.
هېره دي نه وي چي د ښاغلي تره کي دوه نور کتابونه (بې تربييته زوى- ناول) او د لنډو کيسو يوه ټولګه، به هم د پښتو ادبي غورځنګ، کوټي لخوا خپاره شي.
Source: www.larawbar.com
