اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

شفيق ادبي څيړنځی ( کابل افغانستان) د خواخوږۍ او غمشريکۍ پيغام

په ويرجنه چټکۍ سره دپښتنو په ننګ ولاړ او د پښتو د ادب د خوږ کاروان د ځلانده ستوري ډاکټرصاحب کبير (ستوری) د يو ناڅاپي مړينې له کبله يو څو ټکي ليکم، رښتيا چې دغه نه ستړيکيدونکی مبارز او ټولنيز خدمتګار د زړه نه خپل ځان او ژوند د پښتو درنې تګلارې ته وقف کړې وو، د لوړې حوصلې او پياوړي عزم خاوند وو، ددوې ټولنپروري او دروند اصولي ژوند ددوې د شخصيت پيژندونکو ته په ټولنه کښې يو نه هيريدنکی مثال دی.
د يو عالم ليکوال او څيړونکي په څير ئې لوستونکو ته داسې ارزښتناکه ليکنې ورکړي چې په رښتيا ورته په ادب او ټولنه کښې اړتيا ليدل کيږي.
مونږ د شفيق د ادبي څيړنځي ټول کارکوونکي او ملګري ددغه پښتون خدمتګار په مرګ وير کوو اود درنې کورنۍ ټولو غړو او واړه خواږو سره ئې ددوې د نه هيريدونکي غم درد شريکوو، د لوی او لايزال څښتن تعالی څخه ورته د زړه صبر او د هغوې د پاتې کړنو د بشپړولو او نيمګړيو ارمانونو د پوره کولو حوصله غواړو.

روح ئې ښاد او قبر ئې روښانه
خواشينی
اخندزاده ننګ کاموي
شفيق ادبي څيړنځی
کابل افغانستان
0799568355
070644079
[email protected]

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←